126

زور واکي

دیوان ، غزل
13 April 2016

عجیبه شـــانـــته حـــالت دی

څوک بري څوک ملامت دی؟


سړي سر پـــرې نه خلاصیږي

څوک حاکم  کوم یو رعیت دی؟


که مظبوط ناست په چوکۍ وي

هر څه جوړ خیر او خیریت دی


که بیا لـــرې د قـــدرت  شي

بس کرځی پـــرې مــلامت دی


ها غټ سترګـــی بـــې حیا خو

دعـــوه ګیـــره  د  قـــدرت دی


که څوک لږ ورته غصه شې

 بیا  پردو ته یې شکایت دی


دا چې ملک کې څه تیريږي

 ددې  خپل  ستایل او رغبت دی


صرف په جنګ کې یې هستي ده

ورورګلوي  نه یې  نفرت دی


څوک جهاد لار کې شهید شو؟

چا پـــرې کـــړی تجارت دی؟


په خوله یو چې زړه کې بل وي

 لوی شیطان دی پرې لعنت دی