32

آسمانی نغمې او لاهوتي سندري

پښتو مقالات

چیري چې ښکلا یو جاودان فن او ښکلی آرټ پیدا کوي

  ترنک بهیږی ترنک بهیږی غاړي تر غاړي

 زما زړگی خو خپل لالى غـــواړی !!!

 د پښتونخوا په زړه کی چیری چی د غزنی له مجلـه ښاره د زابل او بست پر خوا کاروانونه روان وو، د لویی لاری تر. څنگ ترنک بهيږي.

 هو ! ترنک بهيږي ، مگر ډېر مرام بهيږي ! پر دواړو خواوو یې د غنمو شنه کښتونه او آرتی مخکی په زرغونو شالو ښکلی سوئی ښکاری ! لوی دښتونه هسک غرونه جگ جگ پوټی او لوړی لوړی غوندۍ، د بادامو په ونو پټی دی او کله کله له دې شاخساره د بلبلانو خواړه ږغونه هم اروېدل کیږی. 

د ونو له بخو څخه د رڼو او زلالو اوبو چینې راوزي، په غړمبا غرمبا بهیږی، آبشارونه سازوی، او په فضا کی په زړه پوری د جاویدان موسیقی انگازې خپروی ! په دې مځکو کی یو وخت د بابا هوتک د شعر خواړه آوازونه اروېدل کېده، دلته د توخو د درنې کورنۍ غښتلو حکمرانانو د عدالت او امن بساط غوړولی و او مور هم میرمن نازو د حاجی پژو غرویس خانی. تون او آزادیخواه مېړه روزه ! 


دلته د کلات پر لوړه غوندۍ شیخ متی خلیل ښخ دئ، چی د پېښور له درنو اوپیاوړو خلیلو څخه دلته راغلی و، او د ترنک پر غاره به یې له لاهوتی آرغنونه خواړه او سروده او پهدونه پُرى. به یی د خپل جاویدان او J سوخند عشق په کیف او حال کی رغولی ! شیخ متی د پښتنو هغه خدایی شاعر دی چی د جمال او ښکلا اسرار د شعر په ژبه څرگندوی، دې نړۍ ته په داسی نظر گوری چی د پخو عافانو او لاهوتی رجـالو په څېر هـهـر غـیـر هـهـر غـیـر هـهـر غـیـر پـه هـر غـیـر چـی هـر غـیـر هـر هـکم. ناست وی ، شاوخوا لوړی ، ژوری کښته پورته غرونه ، رودونه دښتونه او میره او ټول د یوه ابدی او ځلاند جمال په وړانگو کی غرق گڼی، دی ښکلا وینی ښکلا، اروی، ښتوکلا او کلا گوکو. ي شپون د یوې شنې او زرغونې غوندی په لمن کی خپله شپېلۍ ،رغوی یا یو مین خلمی په زهیر ږغ مینی سندری لولی نو شیخ متی په دې ټولو کی حسن او ښکلا هغه مبدا ته انتقالمال هری چی ده. هم له دغی ښکلا څخه رڼا اخلی، او باور مومي. وايي چي شعر د ښکلا احساس او د جمال ترجماني ده، مگر هر شاعر بايد استرگور وي، د ښکلا د آثارو په ليدلو او تشخيص کي خير وي، دي بايد هر ښکلي او جميل په ټاکلو او تماشا کي د نظر دقت ولري، او په. دې کار کی د خاص لیاقت خاوند وی. د جمالي احساس او ښکليز استعداد عام او د هر چا په برخه نه وي فقط د ميني مستان او د ښکلا لېوالان غواړي چي دلته څه وويني څو واروي، او څه تماشا وکړای سي بلخي جلال الدین همدا مقام پـه څه مستۍ او جمالي لياقت بيانوي


 باده در جوشش گدای جوش ماست 

چرخ در گردش اســیـر هــوش ماست

 باده از ما مست شد، نی ما ازو 

قالب از ما هست شد، نی ما ازو 

بر سماع راست هر تن چیر نیست

 طمعه هر مرغکی انجیر نیست

نور او دریمن و برو تحت وقوق

بر سرو گردنم چون تاج و طوق

آینه کز زنگ آلایش جداست

پر شعاع نور خورشید خداست

رو توز نگار او رخ او پاک کن

 بعد ازان آن نور را ادراک کن 

(مثنوی مولوی )

 متی د کلات په ښکلی وادی کی د گلونو زرغون توب د بیدیا جمال او د ترنک سیلاب او د طبیعت ښکلی مظاهر گوری او د جمالي شعر صنع داسي ايجادوي :

 جندی زرغون که په بیدیا دئ

 د بر بن خواتــــه پـــــه خنــــدا دئ

 ترنک چی خر دئ په ژړا دئ

 دا ټول اغېز د مینی استا دئ

 ټوله ښکلل دی استا له لاسه 

ای دواله پاسوالو پاسه پاسه !

د پسرلي په مسيحايي نفس وچ غرونه زرغونيږي، نسيم سحري د ژوندانه نوی موجود پیدا کوی د لمر او سپوږمی جمال کمال ته رسيږي، دا ښکلي مناظر د یوه عادي انسان په نظر کي کوم مهم است. نه لری. د عوامو سترگي د دې دستگاه ښېگڼي او ښهاني نه سي درک کولای، یو عادي سړی چی واښکی او لور راواخلي او زرغونه


واښه او ښکلی گلان د خپلی غوا لپاره،ریبی، هغه دلته نه ښکلا وینی، او نه د پسرلی د وږمو عطر حس کوی. مگر چيري چي ښکلا وي او د ښکلا ليدونکي خيري سترگي ،وي هلته داسي يو جاويدان آرتخلیق کیږی : 

که لمر روښانه مخ یې سپین دئ 

یا د سپوږمیه تندی وریــن دی 

که غر دی ښکلی پرتمین دئ 

لکه هنداره مخ د ســـيـــن دئ

 ستا د ښکلا دا پلوشـــــــــه ده !

 دا يي یوسپکه ننداره ده ! 

دلته لوئ غرونه زرغونیږي

د ژوند وږمې پکښي چليــــــري 

بوراوي شاوخوا کړیږي

سترگي لیدوته يې هیښیږي

 لویه خاونده ! ټولــه تــه یې !

 تل دنړۍ پـــــه ښکلېـــــده یـــــې

 ښکلا یو زېږنده او جاویدان مبدا فیاض لری د زمان او مکان په مسیر کی لکه د برېښنا گرځېدونکی او تېرېدونکی څپې د ښکلا تجلیات گرځی راگرځی تماشا او خپل کمال جمال، دای او را تماشا کرد. ړوي، او هم دغه نندار چي د عارف دي شاعر سترگي ورته ارياني وي او اين قارضي مصري عارف نارې وهي چي : "زدني بفرط الحب فيك تحيراً" او شيخ متي دا رڼا او ښکلا او تماشا د شعر په ژبه داسي څرگندوي.


خاونده ! ښکلی استا جمال دی

 ښکاره یې لور په لور كمال دئ 

 که ورځ که شپه، که پېړۍ، کال دئ

 ستا د قدرت کمکی مثال دی

 ستا د لورونو یو رنا ده

 دلته چی جوړه تماشا ده !

 ښکلا پخپله یو لایتناهی او بې پایه حادثه ده، څوک چی نه ورته گوری د هغو پر استرگو تپه تیاره ده، دوی جمال نه پژنی ننداره نه وینی او له دې زړه خوځوونکی تماشا څخه محروم دي. مگر د عارف سترگي د رڼي هنداري په دود هر څه پخپل زړه کي تصوير کوي او داسي حساسي وي، چي په هـر شـي کي جمال ويني او په شاعرانه تعبير يې هر شي د ښکلا خيري وي، دي او چمال لاهوتي. جمال ته ورته نه دي ځير کيږي، خو دلته هغه پخپله نوع کي واحد وي او بل. مثال او څېر نه لري :

 جمالک لا یقاس الى جمال

 و قدرک جل عن درک المثال

 دلته نو د ده سترگي داسي جمال سنجي سي چي بالاخره هیڅ شی بد نه وینه او وایی: 

از بیسکه دودیده در خیالت دارم

 در هر چه نگه کنم تویی پندارم 

شیخ متی هم د عشق شپبلکتی د غرو څخه اروی هر شی که ووړ وی که غټ د ده په نظر کی د جمال خرى د، د نړۍ سمی په مینه کی گڼی او په دغو نندارو کی داسی د کلماتو اووینا ښکلا پيدا کوي:


په غرو کی ستاد عشق شپبلکی دئ

 د دې نړۍ په عشق سمی دئ

 که غټ که ووړ، که پنډ _ نری دئ

 ستاد جمال خری هر شی دئ

 چی پر دنیــا مــی ســتـرگـی پـرې سوې

 ستاد جمال پــــه نندارې ســــــوې.

  د ښکلا په نندارتون کی شیخ متی د پخو عارفانو په څېر په تماشا لگیا دی، د تجلیاتو په رڼا کی محودی مست دی شیدا دئ، او د مینی څپو لاهو کړئ دئ، خو د دې کیف او حـال پی. ،دی کله چی دی د خپل مبدا په یاد کی لویږی او له هغه جمالی فیاض منبعه بېلتون حس کوی، نو د هر مهجور پر حال ژاړی او د هر غمجن په غاړه ورسره ږغیږي.

 بېلتانه په غم شریک کړم د غمجنو 

د هر چا په غاړه ژاړم لکه نی

 د بلخ او قونيي قلندر دغه بيلتون ليدلي ؤ چي ويل به يې 

نی حدیث راه پرخون میکند

 قصهای عشق مجنون میکند

 هر که او از هم زبانی شد جدا

 بینوا شد گر چه دارد صد نوا 

اوس نو وگورئه ! چی د ترنک د غاړو سترگور او دردمـن عـارف شېخ متی په دې مقام کی څنگه په ژړا - ژاړی، او د تماشا او ښکلا او نندارو سره ـ سره، د حسرت او آرمان پـه شــم کلاور و گداز کای ادب. تخلیق کوی، او د خپلی پردېسۍ یاد هم کوي :

  زه چی څرگند پر دې دنیا سوم

 د ښکلی مخ په تماشــــــا سـوم


ستا پر جمال بندي شيدا سوم

 له خپلي استي را جـلا ســــوم

 په ژړا - ژاړم چی بېلتون دئ !

 یمه پردیسی بل می تون دئ ! 

دا تون چیری و ؟ او نگه و؟ داستان د د دلنواز شرح د بلخ د آگاه او خدا شناس دروېش له خولې واروئ :

 چونکه هر جزوی بجوید ارتفاق

 چون بود جان غریب اندر فراق ؟

 گوید ای اجزای پست و فرشیم

 غربت من تلخ تر ، مـن عـرشـيـم

 میل تن در سبزه و آب روان

 زان بود که اصل او آمد ازان 

میل جان اندر حیات و درحی است

 زانکه جان لا مکان اصل وی است 

شیخ متی خو د جمال په نندارو مست ،ښکاری، مگر دغه لیدنه او کتنه دي ښکلا د لايزال او فياض مبدا په ياد کي ژړوي هم دي خپل بيلتون حس،کوي او خپله پرديسي يي ژړوي هره اوليه ناره چي د غرو. یوه عرشی اما غربت وهلی او پردېس روح نارې سوره گڼي او وايي :

 پر لویو غرو هم په دښتو کي

 په لوی سهار په نیمو شپو کي

 په غاړه روغ او په شپېلکو کي

 یا دویر ژلو په شپېلو   کي

 ټول ستاد یاد ناری سوری دي ! 

دا استا د ميني نندارې دي !

 د نړۍ پر دې سپېره ډگر عارف او د زړه خاوند تل دغه خوند او نندارې او تماشاوي لري او هم دغي ښکلا په مينه ښکلي ادب او نفيس آرتيږي، خو ظاهر چاربيني سترگي دا کيف او نه حال. ښکلا څرگندولو پهادله . گرم گنی نو د آرت او صنعت دغه خلاق مزاج او د ښکلا او جمال د خیرو او روښانو سترگو خاوند به تل د خپل زړه درد او سوی داسی. ښکاره کوی چی (۱) :

 در عشق تو از ملامت بیخبران

 در جان و جگر خدنگها دارم من