32

د دولت لوڼ قصیده سرایی

د پشتو ادب په تاریخ کی قصیده پښتو پخوانی قصايد ، دریم څپرکی

د پښتو ادب د روښانی دلی په شاعرانو کی دولت لون د داداو زوی هم نسو هیرولای.

دی پخپله ځان داسی ښیی:

ای دولته روښانی!

حسن خپله نوحانی

بل ځای هم وایی:

د کمکوټی ثنا مکړه!

 د داداو نوحانی زویه

نوحانی خو د پښتو لوڼ یا لواڼی یو هندی سوی شکل ښکاری، او په دې بيت کې خپل ځان ښه راښيي:

شیخ دولت الله می نوم دی هاتف ايښی

پر زبان د خلکو یا د «فقیر دولت» يم

دولت خو په پښتو د غونډ ديوان خاوند دی، او د پښتو نور شاعران یې هم په شاعرۍ منی. خوشحال خان غوندی لوی شخصیت هم د ده وزن په پښتو شاعرۍ کې داسی اتکلوی:

بل دولت فقیر درې پاوه 

زه تری څو شیرشاهی تیر

 دیوان (٣٨٦)

نور شاعران ئې هم داسی ستایی:

د فقير پښتو خبری

لكه سپینی مرغلری

(ارزانی)

دولت ځان د میا روښان لاس په لاس مرید اوشا گرد گڼی:

زه فقیر دولت مرید د میا روښان یم

له فترا که به يې نه کاږم آسان لاس

له دی څخه ښکاری چې دی د روښان معاصر، ارادتمن او د ۹۸۰ هـ کال د شاوخوا سړی دی چې باید د ۹۶۰هـ په حدودو کې زوکړی وی، او ژوندیی تر ۱۰۶۸ هـ ق پوری یقینی دی، ځکه چې په همدغه کال ئې د الهداد خان انصاری ویرنه (مرثيه) ويلې ده.

د دولت ژوند هم اکثر په هند کی تیر سوی، او د رشید آباد او دکن په سیمو کی روږد دی، او پخپل دیوان کی هغه افکار اوعقايد ځايوى، چې د پیر روښان د مکتب شاگردان ئې لری. دی د قرآن اوسنت او شریعت اوسنی مذهب تابع دی او د خپلی شاعرۍ باغ، د عرفانی او دینی افکارو په گلونو سمسوروی. دیوان ئې په۱۳۵۳ ش کال د پښتو ټولنی په همت په۲۷۹ مخه کی له کابله خپور سوی دی د دولت شعرونه خو د عرفانی اودینی قالب په محدودو لرگیو کې راگیر سوی، او ډيری اوږدې قصيدې لری، او هغه چې د غزل په قالب کی اچول سوی دی، هغه هم د غزل تر محدود قالب کله کله وزی اود تغزل شکل مومی. ښاغلی پوهاند رشاد هڅه کړيده چې د ده ځینی شعرونه د خلیل بن احمد به عروضی قالب کی کښی باسی، او د عروضی تقطیع په کړاو ئې اخته کی. (وگوریء د ده د مطبوع ديوان مقدمه تر۱۹ مخ وروسته) دغه هڅه خو دعلمی پلوه ښه او په زړه پوری ده، مگر د پښتو ژبی له طبيعته او جوړښته سره سمه نه ښکاری مثلا دا بيت:

ای چې دایم یی جا جا څرگند

نه وينم غیر بی له تا څرگند 

دا خو سپک بحر ( فاعلاتن – مفاعلن فع لان) دى. مگر زه داسی گمان کوم چې د پښتو عروضی طبیعت د آریایی ژبو له وزمونو سره نښلی، اود دولت گرده شعرونه به په عربی قالبونو کی اچول مشکل وی.

که موږ په روښانی ډله کی دولت ته کومه درجه تاكو نو بايد چې د شاعرۍ پر ډگر دی تر کریمداد وروسته د ارزاني او مخلص ترڅنگ ودروو. خو په فکری لحاظ محقق ښکاری، او توحید له اتحاد او حلوله بېلوی:

د توحید وینا سی شوه پر زړه نزونه

مبراله اتحاد ده هم حلوله

بل ځای وایی:

د يقين په نظريو راته ښکاره شو

له اوله چې می څوك په نظر سل کوت

قرآن وایی: «چیری چې مخ کی، هلته د خدای ننداره ده» « اینما تولو افثم وجه الله».

د روښان د مكتب مفكران له كثرته بیرته وحدت ته ځی، او د اسلامی عارفانو په هغه ډله نسوزی چی د دو یی له دگره یکۍ ته ورتیر سوی وی:

چون یکی باشد همی نبود دویی

هم منی برخیزد این جا هم تویی

خواجه عبدالله انصاری ویلی و:

«از خود فروتر آی و رسیدی» (طبقات الصوفيه ٩١)

د امر تبه چی سړی له خودۍ څخه وزی، اوسل یو وینی د اسلامی عارفانو په کلام کی داسی شرح کیږی چی نیستی سوی خلک د هست پرور دریږی.

نیستانی که بر در هستند

نه کمر بردرش کنون بستند

کز ازل پیش عشق و همت و زور

خود کمر بسته، زاده آند چو مور

جهد کن  تا چو مرگ بشتابد 

بوی جانت بکوی او یابد

برگذر! زین جهان پر او باش

گر بدی یا نه، بر در او باش

(د سنائی حديقه )

دغه نیستان چی ځانونه ئی د هستۍ له ډگره وړی وی، او د وحدت په څپان سیند کې فانی سوی وی، د دولت

په ژبه داسی وایی:

په قوت دریاب چی گډ شی یو یادیږی

په جهان که هر څو ډیر دی دریابونه