اسکائیان
سیتی قومونه:
د هندو اروپائی د قبیلو د څانگو څخه يوه څانگه چه د نورو نه دیره موده وروسته د تاریخ او صحنی پر مخ راوتلې او ترنورو څانگو وروسته مشهوره او معروفه شوې ده معمولاً په «سیتی» نامه یادیږی او ځینی هغه قومونه په دی څانگی پوری اړه لری چه په شرق او غرب کښی په مختلفو نومو مشهور شوی دی، هر کله چه سیتی قومونو په گډه او مجموعی ډول د هندو اروپائی د لوئی کورنۍ یوه څانگه تشکیلوله، نو د (ایریانا ويجه) په لومړنۍ زانگو کښی ئی د اکسوس د پورتنۍ حوزې او سر دریا ترمنځ د نورو څانگو او ښاخو سره يو ځای ژوند کاوه، قرائن اکثراً په دی باندی دلالت کوی، هغه وخت چه د هندو اروپائی د لويو څپو لېږديدل (مهاجرت) په غرب کښی د اروپا د خاورو خواته او په جنوب کښی د سر دریا او آمو د حوزو لوری ته یعنی د سغدیان او باختر خواته شروع شول (سیتی) قومونه په لومړنۍ زانگو کښی ځای په ځای میشت پاتې شول د لاتین، سلت، جرمنی او د اسلاو څانگو او داسې نورو څانګو په دغه وخت کښی د اروپا خاوری ونیولې او جنوبی څانگه په باختر کښی میشته شوه او باختری کتله ئی تشکيله کړه او د هغه نوم سره سم چه پخپل پخوانی ادبی او دینی مأخذ کښی ئی د ځان دپاره غوره کړ د آريانا په نامه مشهور شول او د آريانا څخه د هندوکش په دواړو خواؤ کښی د هند او فارس په ځمکو کښی خپاره شول.
(موسیورونه گروسه) د سیتی قومو د مهاجرت او لیږد موضوع داسی ترسیموی: « د هندو اروپائی د لویو مهاجرتو په وخت کښی ځینو آریائی قبیلو چه د یوی خوا ئی د اروپا د سيتيانو سره او د بلی خوا ئی د هندو ایرانی قبیلو د باختری کتلی سره ارتباط او خپلوی درلوده د روسیی جنوبی جلگی ئی پریښودلې او ځینی د اورال د غرو خواته خپری شوی او بله برخه ئی هم د سر دریا خواته ولاړه، او د تيانشان د غرونه تر تیریدو او اووښتلو نه وروسته د کاشغر علاقې ته ورننوتله او له دغه ځای نه ئی ټول شرقی ترکستان د کوتچی او قره چار او توئن هوانګ ناوی ترکان سو پوری ونیولې او د چین د خاوری سره ئی تصادم وموند»
دا نظریه په جزوی تحریف سره داسی څرگندولای شو چه.
یوی سیتی څانگی د نورو هندو اروپائی قومو سره د اکسوس او سر دریا د پورتنۍ حوزی ترمنځ مځکو کښی یو ځای ژوند کاوه، هغه وخت چه لوی مهاجرتونه شروع شول نو څانگی څانگی او ډلی دلې یوه په بلی پسی د اروپا خاورو ته خپرې شوی او یوه څانگه د جنوب خوا ته په باختر کښی راښکته شوه او په ځان باندی ئی د (آریا) نوم کښیښود او سیتی قبیلی د لږې مودی دپاره ځای په ځای پاتی شوې د هندو اروپایی د نورو څانگو له خوځيدلو او جنبشونو نه وروسته چه ځای نسبتاً پراخ شو نو هغوی خپل د استوگنی ځای او ټاتوبی لوی کړ او د سر دریا د حوزی د شرق خوا ته د تيان شان د غرونو د دواړو خواؤ لمنې د سنکيانګ علاقه یعنی شرقی ترکستان ئی ونیو او د غرب خوا ته ئی د توری بحیری او د خزر د بحيرې شمالی مځکی ونیولې او د اورال تر غرو پوری مخکښی لاړل او د شرقی اروپا د خاوری سره ئی تماس پیدا کړ او د روسيې جنوب د دوی په نامه «سيتيا» سره وبلل شو او مشهور شو. په دغه پراخه علاقه کښی چه بیان ئی وشو د هند و اروپائی قبیلو د وروستنيو خوځيدنو آخرنۍ برخه ده. دوی د پراخ محيط او د څړ د ځایو د اغيزو لامله سوار کاره او پوونده قومونه شول او هغه وخت چه د باختر آریائی کتلو د هندوکش په شمال کښی آریائی لومړنی سلطنتی نظام او تهذیب او مدنی مرکز میدان ته راوایست او بیا نسبتاً تر تازه زمانو پوری چه اشوریانو په بین النهرین او د فارس په غرب کښی سلطنت درلود حتی په هغو زمانو کښی چه مادیان او پارسیان هر یو په خيل وار د آشوریانو له سلطى او واک څخه خلاص شول او د حکومتو په تشکیل ئی لاس پوری کړ، سیتی قومونه په گرځیدل او په لوټ او داړه مارۍ به بوخت وو او د پوونده ور ژوندون ئی کاوه او ثابت مرکز او لوی ښارونه ئی نه درلودل، د سیتی پوونده قومو وجود او د دوی د غلا او داړه مارۍ انگازه د باختری کتلې د آریائیانو د مذهبی او ادبی منابعونه او د آشوری، امادی، پارسوا او د يونانې مأخذو څخه په مستقیم او غير مستقيم ډول معلومیږی. اوستا که څه هم د «سبت» په صورت د دوی نوم نه اخلی خو سره له دې هم د اوستا د متن او د «بخدی» یعنی د پاراداتا «پیشدادی» د سلالی د لومړیو لويو پادشاهانو د جنگی اقداماتو له بیان څخه په ښکاره ډول څرگندیږی چه دوی به د هغه پوونده قو م په مقابل کښی چه هغوی هم اصلا آریائی ووتل ترتیبات نیول، د «پاراداتا» «کوانی» او اسپه د سلالی پادشاهانو په مادی او معنوی قوتو سړه ډیری او پر له پسې پیړۍ د باختر آریائی تهذیب د دوی د حملو او یرغلو څخه وساته او ټولو باختری حکمرانانو او د آریانا لويو پادشاهانو دا رویه د ایوتیدم او هليوکلس تر زمانی پوری د خپل مرام او مقصد جز گرځولې وه، دغه رنگه د آریانا او آسیا په غربی منطقو کښی پارسوا، آمادی، آشوری او یونانی هر یو په هغو نقطو کښی چه د شمال له خوا د سیتی امواجو سره مخامخ او مصادف وو د بخدی د هوښيارو او پوهو پادشاهانو رویه تعقیبوله او په دغه دول (سيتيان) د روسیې د جنوب په چمنی او وښو لرونکی منطقه کښی او همدغسی د (آمو) او د خزر د بحيرې او د تورې بحیری په شمال کښی پاتی شول، یونانی تاریخی منابع لومړی وار د ٧٠٠ - ٧۵٠ ق م په شاؤخوا کښی د (سيتيانو) څخه بحث کوی او آشوری منابع ئی تکميلوى. دا لومرۍ یادونه په دی باب کښی ده چه د «سیمیریانو» Cimmeriens) ځای د جنوبی روسیې په چمنی منطقه کښی «سیتیانو» ونیو. د دی خبری څخه په ښکاره ډول څرگندیږی چه «سیتیان» لومړی وار د روسیی په جنوب کښی نه وو بلکه لکه چه وویل شول د سر دریا او آمو د پورتنۍ حوزی څخه یوه څانگه د غرب خواته لاړه او د سیميريانو ځای ئی ونیو تقریباً تر دی تاریخ وروسته سیتیان تاریخی صحنی ته داخلیږی او هغه ملتونه چه د هغوی سره ئی تماس درلود د هغوی نوم اخلی. آشوری منابعو دوی د (اشکوزی Ashkuzai) په نامه یاد کړی دی او یونانیانو هغوی (سکوتوا Skuthoi) بللی دی، د هخامنشی د لومړی داریوش په کتیبو کښی د (ساکا Saka) په نامه یاد شوی دی او چینی ماخذ دوی د (سی Sai) او د داسی نورو شکلو په ډول بللی دی.
لکه چه د (یونان او سیتی) (قل اوبه Koul-oba ) او د ورونیژ Vorone د تصويرو له مخی څرگندیږی (سیتیان) زیږه ور وگری وو او د اسکائیانو په شان بله څانگه ئی چه د (پرسه پولیس) په صحنو کښی لیدل کیږی داسی خولۍ به ئی په سرکولی چه غوږونه به ئی ور باندی پټ او تیری څوکی به ئی درلودی او دغه خولۍ به ئی د دی دپاره استعمالولی چه د شمال د چمنی ځایو د سختو بادونو او سیلیو څخه په امان وی. دوی یعنی ساکیانو او سيتيانو ټولو پراخی جامی اغوستلی چه د پراخو کمیسو او شلوارو څخه عبارت وې آس چه د چمنی پراخو میدانو او جلگو مخصوص حیوان دی د دوی دائمی ملگری ؤ او تل به ئی غشی او لیندی گرځولی او تش او خالی به نه گرڅېدل لکه چه (رونه گروسه) د خپل (امپیر دستپ) (د چمنی امپراطورۍ) د کتاب په ٣۶ مخ کښی لیکی دغو په آس سپرو لينده والا وو ښار نه درلود او که به ئی درلوده هغه په منحرک ښارونه وو چه کراچۍ به ئی درلودلی چه خپلی ښځی او شتمنی او مانونه به ئی پکښی له يو ځای نه بل ځای ته وړل، د دری شته منی او بدائی د سپرلۍ لوازم او ځینې گڼې او قالینی وې، چه په دې ترتیب ئی د (۱) پیړۍ څخه تر دریمی ق م يیړۍ پوری د هغې پراخی علاقې په جنوب کښی ژوندون کاوه چه د تيان شان څخه ئی تر اورال پوری پراخوالی درلود.
لکه چه د مخه مو وویل په دی کښى شک نشته چه (سیتی) قومونه ټول د آریائی عناصرو څانگه وه او د باختر د آریائی کتلی سره د ډیر نزدیکت له کبله د دی کتلی جز هم گڼل کېدله، یوازی دومره خبره وه چه دوی د غلا او لوټ او د د اړه مارۍ او مالدارۍ په ژوندون عادت او اموخته شوی وو او د باختر د تهذيب د اغيزو او تاثیراتو څخه د باندی پاتې شول، لکه چه رونه گروسه په دغه باب کښی وائی دوی د تاریخی مزدئیزم له آئین او د زوراتستری در فورم څخه بې برخی پاتی شول.
د چمنی منطقو د ژوند اغيزو او د توکيو Tou kiue د (هیوانگ نو - Hiong - nou) او مغلو سره د شرق له خوا تصادم د ټولو سیتی قومو د ژوندانه پرسبک، دود ؤ دستور، عرف او عادت او کالو باندی اغیزې وکړې او همدغه ظاهری اغېزې وی چه څو موده د مخه ئې ځينى مؤرخین د دوی د نژاد عرق او اصلیت په موضوع کښی مشتبه کړی وو مگر د نژاد او ژبی تیپ مسلم حقایق میدان ته راوايستل، نن هيڅوک د دوی په اصلیت کښی خورا جزوی او کوچنۍ شبهه او شک نه لری د کالو او جامو له رویه سیتیان هنيانو ته ورته وو په تیره بیا د سپرلۍ گډ ژوند دوی ته يو ډول ساوار او موزې ورکړی وې؛ وائی چه لومړنی رکاب یعنی هغه رکاب چه د پاړې (تسمى) څخه جوړ شوی ؤ د سیتيانو له اختراعاتو څخه ؤ په دغه ډول د سیتی قوم یوی برخی چه د آسیا د غرب خواته رارسیدلی وه د (۷۰۰ – ٧۵٠ ق،م) کلونو ترمنځ (سمیریان) د روسیې له جنوب څخه وايستل او د هغو ځايونه ئې ونيول، (هرودوت) هغه وخت چه په خپل څلورم کتاب په (۱۳۰) فقره کښی د اروپا خواته د سیتیانو له مهاجرت څخه بحث کوی د دوی بیځایه کیدلو سبب هغه فشارونه بولی چه د شمال یا د شمال شرق له خوا د ایسيدون Issedons او (اریما سپس) ((Arimaspes د قومو له خوا پر دوی باندی راغلی وو، دغه سیمریان چه د سیتیانو د راتگ له کبله بیځایه شوی وو، یوه برخه ئې د هنگرۍ خواته او بله برخه ئې د (تراس Thrace) له لاری کوچنۍ آسیا ته راغله، د سیتیانو یوه څانگه په دوی پسې د کوچنۍ آسیا لاره ونیوله، مگر د هرودوت د اشارې له مخی دوی لاره ورکه کړه او پس له دې چه له قفقاز څخه تیره شوه د (دربند) له لاری د آشوریانو سره يو ځای شوه (د ق م د ۷۰۰ - ۷۲۰ په شاوخوا کښی) هر کله چه آشوریانو هم د (سیمریانو) سره دښمنی درلوده نو د سیتی کوچنیو پادشاهانو یا رئیسانو او د هغوی د قبیلو څخه ئې کار واخیست او دوی ئې د (کاپادوسیا) په سرحداتو کښی د (سیمیریانو) په ضد استعمال کړل، او وروستنی پاد شوی قوم ئې د ۶٣٨ کا ل په شاوخوا کښې په (پونت Pont) کښې مقهور او ورک کړ. تقريباً لس کاله وروسته د سیت د پادشاهانو یو پاچا چه هرودوت هغه مادیس Mayaes بللی دی د آشوریانو سره د مادیانو د يرغلو او بریدو په ضد مرسته وکړه او په پای کښی ئې پخپله په مدیا باندی حمله وکړه او سیاگزار Cyaxare مادی پاچا دوی د قفقاز د غرو تر شا د جنوبی روسیې خواته په شا وشړل، دلته او په دغه وخت کښی تقریباً (۷۰) کاله سيتيانو بيا ځينی خطرې د آسیا د جنوب او د اروپا د غرب د مدنیتو دپاره چمتو او سره راغونډې کړې.
هغه وخت چه د پارسوا قبیلې د آشوریانو، بابلیانو، او آماديانو ځای ونيو د سيتيانو خطر محسوس کیده، نو له دې کبله (سیروس) د فارس د سلطنت موسس د (مساجتيانو) یعنی د شرقی سیتیانو په ضد چه د خیوې په شاؤخوا کښی وو لښکرې چمتو او بریدونه ئې وکړل؛ او د ځينو نظریاتو له مخی د دوی له خوا ووژل شو (د ق م د۵٢٩ کال په شاوخوا کښی) همدغسی داریوش (د ۵١٢ –۵۱۴ ق،م کال په شاؤخوا کښی) د اروپا د سیتیانو په ضد حملې وکړی مگر بریالی نه شو، د دغه اړ و دوړ او ډيرو جگړو نه وروسته سيتيانو لکه چه د دوی منظور ؤ د هغې اوږدې منطقی څخه چه د چين سرحداتو ته نزدی د (کان سو) څخه د (تراس) او (پونت) تر علاقې پوری ئی نیولی وې د جنوب خواته چندانی نفوذ حاصل نه کړی شو او تقریباً درې نوری پېړۍ هم ځای په ځای پاتې شول.