32

بابر

د خوشحال خان سواتنامه د مقدمې او تعليقاتو سره


ظهیرالدین محمد بابر د عمر شیخ زوی د سلطان ابو سعید میرزا لمسی و، چې د امیر تیمور کورگان څخه په پښت کې شپږم پاچا و ( ۸۸۸ - ۹۳۷ ق ) ازد۸۹۹ق ۱۴۹۴م د روژې پنځمه په فرغانه کې دولس کلن پر تخت کېناست. اوولس کاله یې په ماورا النهر کې په جنگو او غورځو پرځو تير کړل څو چې د ۹۱۰ ق ١۵۰۴م په لومړۍ میاشت خراسان ته راوتښتيد او د دوهمې خور په پای کې يې له محمد مقیم ارغونی څخه

کابل ونیو.

بابر دلته په افغانستان کی د خپلو رقیبانو شاهزادگانو و پښتنو سره په غورځو پرځو لگیا و څوچې په دوشنبې غره محرم ۹۲۵ ق ۳ جنو ي ١۵١٩ م د کونړ او جندول له خوا پر باجوړو رواوښت او هلته يې د باجوړ د سلطان کلاونیو له چې د پښتنو دلازاکو څخه و په جنگ کې يې درې زره پښتانه ووژل او د دوی له ککړېو څخه په باجوړ کې يو ( کله منار ) جوړ شو. 

په دغه وخت کې سلطان ویس سواتی دهگان د سلطان پکھل زوی د سنگور په کلاکې ناست و او د معظم شاه په قول: حصار منگور تخت گاه سلاطین سواتست و در عهد سلاطین سوات آنجا نهایت آبادان بود بیرون و اندرون اماکن غريبه و ساز عجیبه و قصور رفیعه و آنهار نادره و اسواق ودکاکین پیوسته میداشتند و جملهٔ سلاطین سوات از اولاد سلطان جهانگیراند ) 

د با رد یرغل په وخت کې سلطان علاء الدين سواتي، فرخ زاد میر هند اشاه منصور د سلیمان شاه زوی او د ملک احمد تر بور او ملک قره بن بهزاد مندڼ اوملک موسى بن اليسکو بايزي اوملک موسى بن ابوبکر مناڼ او ملک بازيد بن محمود خليل او ملک محمد خان بن سلطان گگیانی او طاوس خان د شاه منصور کشر ورور د سوات او يوسفزو په سمه کې مشران وو. دوی که څه هم د شيخ ملي دفتر چلاوه مگر په گردو پښتنو کې ځينې داسې سازش گران خانان او ملکان هم پیدا شوي وو، چې د هرات او هند له امپراتورانو سره به ملگري وو او له د یگا نانو او پونده وو او کرونکو څخه به يې در اري کلنگونه او مالیات تولول او دربارونو ته به یې رسول دغه ډله ملکان او فيوډال وشمه خانان به د «مرزبان» یا «سلطان» یا «ملک» یا «خان» په لقبو ياد يدل او بابر پخپله وایي چې له يوسفزو څخه ملک شاه منصور و طاوس خان د ملک سلمان شاه زامن « در مقام دولت خواهی بودند»  ارد سلطان ویس سواتي په وسیله د کهراج پر کليو څلور زره خرواره شالی حواله شوې، چې هغو نه شوې ور کولای. او په دغسې تحميلاتو نه وو اموخته نو ځکه وران شول.

 بابر پخپله یو شاهزاده و، او  منځی آسیا د پاچهی په کومي کې روزل شوی و نو د ده راتگ او اقتدار دلته پر دغو آزاد و کوچیانو او پونده وو او دوو په زراعتي ژوند کښېو تلو پښتنو باندې هرومرو اثر کاوه. ځکه چې ده به دغسې سازش کاوه خانان، ملکان ځان کول او په نظامي قوت به یې پر دیگانانو باندې تحميلات ورتپول. او پر ښارو او د هندوستان پر لويو لارو باندې به يې خپل اقتدار د همدغو خانانو په وسیله ټینگاوه. نوځکه به يې دوی ته د قبيلو ټول واک په لاس کې ور کاوه او کروندې او کښتي مځکې به يې هم دوی نه ورکولې. لکه د معظم شا به قول وروسته خان کجو:

«برمسند ریاست و امارت متمکن شد در محافظت ملک مأخوذه و حراست بلاد مفتوحه و انتظام امور ملکی و بند و بست الومی از ملک احمد فایق ترگشت وجميع ممکنهٔ دیار افغا نستان، دهگان و گوجره هندي و نيلابي و سواتي و گيبري و تينولى و کفرهٔ کوهی مطیع او شدند. یعنې او دا خبره خو په تمامي عالم کې څرگند وه چي د خان کجو په وقت يولک نيزې د يو سفزيو وې.

يعنې يو لک سواره، پياده او نیزه باز وو. او چې گرد اوري به یی د لښکر له نورو الوسو نو هم کوله، تردا به هم زیات شو.»

(تواريخ رحمت خاني ۱۸۴ )

په دې ډول به دخان کچو گرده سره راټول کړی لښکر يولک څلويښتو زرو ته رسيدو. 

(تواریخ ۱۴۹)

د لته نو د غټو غټو ملکانو او خانانو اود فيوډالیزم د تشکیل لپاره ډیره روزونکې سيمه وه او بابر اود ده اخلافو دغسې غښتلې او غټې غټې کورنۍ وروزلې او ورو ورو د شیخ ملي دفتر له سمې څخه غروته پنا شو. او وروسته چې د انگریز استعمار پر دې سيمه را خپور شو.  نو په ۱۸۶۹ م کال یې د «بندوست» په نامه د شيخ ملي د دفتر اجتماعي نظام کورټ سره ونغاړه او کروندې يې دغسې غټو غټو خانانو ته ورتمليک کړې او ماليات یې یرو تړل چې د انود فيوډالې نظام يوه ارته خپرونه وه.

د شيخ ملي د دفتر خطي نسخې اوس نشته، کله چې د کرنې مځکې خانانو او بډابانو خپلې کړې، او د ملکيت په ډول يې واخيستې، نو به يې د دفتر نسخې هم له منځه وایستې. ځکه دغه کتاب د اجتماعي ملکیت پر اساس د گډ ژوندانه لارې چارې ښوولې.

دغه کتاب خو اوس نشته او کورټ ورک دى خو تر اوسه لا هم د با جوړ ا و سوات اومها بڼ په غرو او سردرو کې سپین ږیري او زاړه خلک دفتر پيژني او مثلا د اسې وايي: « دغه يا هغه واقعه تر دفتر اوه کلونه د مخه يا وروسته پيښه شوې وه » کله چې انگریزانو خپل نوی بندو بست په۱۸۶۹م کال جاري کړ او د دفتر پاته اصول یې بیخی له ريښو راو کښل، خلک ډير خوا بدي شول، او دغه کار يې وغانده او د ویر سندرې یې وويلې. لکه د يوسفزو د تپي د باجا کلي عزيز خان چې د پښتو يو وگړنی شاعر و، داسې ویر پرو کړ چې ډیر اوږد دی او دلته يې يوڅو بنده راوړو: 

راځه چې دې خبر کړم

ناپوه په زیرو زور کړم

تاوان او ماليه په ملک کې زور شوه د سرکار

ډېر تنگ شو زمیندار

خاطر دې کړه خوشحاله

ړومبیه زما لا له

لکړی، بمبلی راغله شروع که په « بند و بس»

منشیانو په هوس

غصه هر چاته ډیره

کوي له حده تېره

چې ورکړي لس، اته انې، هله د مړي يار شي

بیا بل ته امید وارشي

خپل نه دی، د یوکس

خدمت يې دی دا بس

چې پیښ د چا څه کارشي وايي راوړه روپۍ روکې

 تا نه پیژنم څو کې؟

په خلقو پر یووت باج

اولس یې که تاراج

منت او عريضه د هیچا نا وري تحصلدار

ډېر تنگ شو زمیندار...

عزیز وا یي ظالم دی

افسر يې مهتمم دی

هډونه ماتوي په خلکو هیڅ نه لري کار

ډېر تنگ شو زمیندار

 (بند و بس د پیښور چاپ ۱۹۵۰م)