32

د پښتو د نثر لیکلو لاري

پښتو مقالات

په دې مقاله کښي مي د څېړني لپاره د نثر ليکلو بحث غوره کئ، ځکه چي په پښتو کښي خو څه نه څه د نظم او شعر زړه پانگه اما یا سرمشق موږ لروا د نثر سرمایه مو خورا لږ ده بلکی نیست. پخوانو خلکو خو نثر نه دی ، لیکلی او هغه چا چی کښلئ دئه خو نیم نثر گڼل کیږی او د شعر د وزن او قافیې نظرونه ئې پکښي کړي دي.

 آخوند درو زه په مخزن کښی او آخوند قاسم په قوائد الشریعه کښی تقریباً څلور سوه کاله دمخه نثر لیکل وغوښته، دا نثرونه که څه هم پر خپل ځای زموږی ادبی پانگه گڼله او تاریخ است. اوس زموږ لپاره سرمشق نه سي کاهداي، ځکه چي هغو ته پوره نثر نه سو، ويلاي، د افضل خان خټک تاريخ مرصع یو دوه بابه چی انگرزانو طبع کړي دي دا ځني ښکاره کړي چي د خټکو نثر خوږه اوغه اوه د نثر، دخه اوغه او د نثر. خبر د عبدالقادر خان د گلستان له ترجمی . هم ثابتی. (۱) په هر صورت موږ اوس باید یو چی خپلی ژبی ته د نثر لیکلو سبک په خپله وټاکو، د سبک ټاکلو څخه مطلب دا نه دئ چی په ژبه کښی ا خایه تصرفات وکو. یه، یه! مطلب دا دئ چی له ځانه بی په خپل نثر کښی دا خبر اصول وگرزوو، چی :

 ويل او ليکل مو سره سم وي


یعنی هر څه چی په خوله وایو هگه ولیکو.

 مليون وايي: چي نثر هم خوني ساده او دلکش وي هغوني مفيد دئ ! 

کالرج لیکی : پرموقع او مناسب الفاظ چی وضع نه لری نثر نې بولی موسیوروژوان وایی : د انسان په ژبه یا قلم که کوم خیالات ښکاره سی او بې وزنه وی، نو ئې نثر بولو.

 د نثر په ښېگڼه کښي د الفاظو صافوالي او نه پېچلي کلمات ضروري دي، چي ويونکي يا اروېدونکي بې زحمته په وپوهېږي. په نثر کښي پرېوتلي الفاظ او سپېڅلي جملې ليکل او خپل مطلب په داسي ژبه اداء کول چي هيڅ اشکال او وراني ونه لري ډېر ضـرور دي، د نثر ليکونکي کمال دا دئ چي خپلاء ساده اما دلچيک. ځای ورکی ، او پـه ماغزو ئې ورننباسی په نثر کښی هر راز گران او پېچلی مضامین او درانه مطالب راځی، او دغو خبرو اسانه کول او ښه فهمول فقط د لیکونکی او نثار کار دئ، یوهر او پیاوړی لیکونکی دی گر. مشکل بحث، د اجتماعیاتو یو گنجلکـه موضوع په داسی ډول کښلاى سی چی ویونکی ته هیڅ ډول تکلیف پېښ نه سی او په لومړی پلا ویلو په وپوهېږی. مثلا : په پاړسو ژبه کښي د غزنوي عصر مؤرخ بيهقي چي د خپلی زمانې تاریخ لیکلی دی په خورا ساده او خوږ سپېڅلی نثر دی که موږ دغه نثر د وصاف یا د میرزا مهدی یا د بیدل له نثـر ســره مقابله کو مخکه او آسمان فرق سره لری په هغه اندازه چی د بیهقی سبک سلیس او روان او لکه. داسي پاک او به خبري دي په هغه اندازه د نور ليک له سنگري دروند او د اغراق او اشکاله ډک دي حال دا چي موضوع د دواړو يوه ده او مطلب ني د تاريخي حوادثو ښکارونه او څرگندول دي نوري به پرېږدو،و پښتو ته به راسو ځکه چی زموږ د څېړنی مطلب هم دغه دی چی د خپلی ژبی پر نثر لیکلو باندی وغېږو د پښتو نثر آثار چی موږ ته راغلی دي خورا لږ دي زه چي څه معلومات لرم لاندي به ئې نمونې در وړاندي كم :

د پښتو نثر سوابق :

تر اوسه د پښتو نثر خورا پخوانی اثر چی موږ ته رارسېدلی دی د سلیمان ماکو ارغستانی د تذکرے الاولیاء پر پاڼی دی او د ده له نثره ښکاری چی پخوا د پښتو لیک ساده روان او محاورې، او پژو کتاب ته نژدے ) کښلی دی چی نمونه ئې دا ده : نقل کاندی : چی بېټنی سپین ږیری سو نو ده به هر کله څښتن باله او رب ته به ئې درخواست کاوه چی زما په کاله او د سړبن او غرغک دھت قبولی بر کول ک درخواست او د که سوه مرکه د پښتونخوا د دوی په کول. (2) تر سلیمان ماکو وروسته نږدې بل د نثر کتاب تر اوسه نه دی معلوم خو درې سوه کاله وروسته گورو چی بایزید روښان (932- 988ه) خپل خیر البیان په څلورو ژبو پښتو - فارسی - عربی - پنجابی کښلی دئ. مگر پیر روښان خو د نثر په کښلو کښی هغه لار نه ده نیولې کومه چی سلیمان ماکو درې سوه کاله دمخه نیولې وه. د پیر روښان نثر هم پوره نثر نه دی لکه نیم منظوم به خونده لیک دئ چی د جملو په پای کښی یوه سجع خایوی او د ده نثر له پښتو محاورې څخه لیری کوی لکه :

 ذكر مي د تن" د اندام د ژبي د زړه دسه كړي دئ عيان

 د تن ذكر هغه دئ چي تن وجارباسي له واړه حرام

د اندام ذکر هغه چي کتاب تسبیح يي لولي وايي ښه کلام 

. و قولو الناس حسناء بیان دی په قرآن


د زړه ذکر هغه دئ چی کښېباسی ځما فکـر او ځنی وباسی اندېښنه د شیطان دسه ذکر هوی دئ چی ننباسی او وباسی خما په باد هره سه هر حال په هر ځای چی وی ذاکران ادمیان " (3) د پیر روښان رقیب او مخالف سری خو آخوند درویزه ننگرهاری دئ چی د خیر البیان په پیروی نی کټ مټ هغسی نثر کښلی دی لکه پیر روښان چی کښلی درویزه خپل کتاب "مخزن "الاسلام بلله دئ چی ډیری خطی نسخې ئې سته او یوه زړه نسخه ئې زما څخه ده، چی په ١١٦٧) هـ فاضلـ محمد کاسی په ملتان کښه لیکلې و وویل دروضه خپل نثر د نظم په ډول ککړوی مثلاً : "بیا که څوک د وپوښتینه چی سنت د اسلام څو دي ته ووايه چی اوه دي ته آگاه شه بل خلاص شه له پساته.» (مخزن) آخوند قاسم پاپنخپل هم خپل فواید الشریعه کښی د دروزه په. ډول خپل نثر د نظم په دود کاری مثال : په کیمیای سعادت کی دی راوړی هسی زده کړئ مؤمنانو چی امید پرې هغه کانی چی تابع د شریعت و مستقیم د پاک نبی چی : په ښه سنت وی. (گلشن روه ص (۱۹) دروزه خو د مغولی اکبر معاصر دئ او د (۱۰۴۸ هـ) په حدودو کښی وفات سوئ اما د راورټی په قول آخوند قاسم فواید الشریعه په ۱۵۶۰ ع = ٩٦٧ هـ کال کښلی دی وگوره د راورتوگرای د. ( دیباچه چـی پـه دې حساب نو دوی دواړه د پښتو پخوانی او لومړنی نثر لیکونی دی تر دوی دمخه یا وروسته بابوجان هم د دوی په ډول خپل کتاب کښلئ د چی د راورټی په توجه ئې اوس موږ ته څو بابه پاته دي د ده د ن نمونه دا ده : 

څو د دې دنيا شاهان وو هغه څه شو

 " ابر باد د دوی تختونه په هوا وړه هغه څه شو


له دغو درو نمونو څخه ښکاری ده چی د پښتو زوړ نثر یو داسی نثر و، چی د قافیو رعایت پکښی کېدئ او کله کله د بحر او عروض څخه هم تشکه نه و داخو د نثر زوړی او، چی د قافیو رعایت پکښی کېدئ او کله کله د بحر او عروض څخه هم تشکه نه و داخو د نثر زوړی او، لھم. زموږ ژبي ته نظما ډېر خدمتونه کړي دي دغسي هم مور او زموږ ژبه نثراً د دوي ممنونه ده. 

ځکه چی خوشحال خان او د ده علمي کورنۍ د پښتو نثر هم د روښان او آخوند دروېزه له سبکه راواړاوه او اصلاحات ئي پکښي وکړه. پخپله د خوشحال خان ډېر نثر ما نه دی لیدلی، مستشرقین د ده کتابونه تر (۱۰۰) جلده پوری گڼی راورټی وایی چی (۲۵۰) کتابونه ده لیکلی دی (۴) او پاړسو انوار سهیلی (کلیله او دمنه ی په په"تو دانش په نامه ترجمه کړی وه ((۵) ریاض الحقیقت او فرخنامه او پښتو هدایه او نور منثور آثار هم ده کښلی دي. سردار له منثورو کتابونو څخه فقط دونی ویلای سم چی ده لکه نظم د نثر خواته هم توجه به درلوده او د پښتو نثر ته هم ده لکه نظم ډېر ښه تحول ورکړئ دئ نو ځکه موږ دی د پښتو پل  . کتابونه او د هغو سبک و گورئ او بیا هغه د ده د نثر سره مقابله کی نو به در ښکاره سی چی خوشحال خان په حقیقت کښی هم د پښتو د نظم او نثر پلار دئ. نظم په ډول رواج او عام نه دي دلته موږ د ده د نثر يو څو جملي نمونه وړاندي کو: "يو بزرگ ويلي دي نن ورځ چي کولي شي نه پوهېږئ او چي پوهېږئ نشئه کولي هر کله چي کولي ميشو او نه. مي نه شو د راورټي گرامر ص ٢١٦ _ له عيار دانش څخه)



يوه ورځ د باغ څښتن ناست و په تماشا د گلونو بلبله ئې وليده چي مخ به ئې په پاڼيو د گل ميښ او په فرياد فرياد به ئي نارې وهلي ورق زرنگار د گل به ئي په تېره مشو که یو تر بله جدا کاوه.

 گرامر ص ٣٦٠ _ له عیاردانش )

 دا خو د خوشحال خان د نثر لنډه نمونه وه تر ده وروسته د ده زوی عبدالقادر خان خټک گلدسته ده چی د سعدی گلستان ئې پښتو کړئ دئ، د ده ژبه که څه هم دغ ترجم. مگر بیا خوږه ده یعنی د آخوند دروزه د مکتب شاگرد نه دئ. بلکی د خپل پلار مقلد دی او نثر ئې بشپړ نثر گڼل کېدلای سی. دلته ئې یووه نمونه ولولئه : یو پادشاه د خراسان د ملک په خوب کښی سلطان محمود د سبکتگین زوی ولید سل کاله د ده له مرگه چی درست وجود ئې ژړېدلی خاوري سوئي مگر سترگي ئي په کولکونو کښي غړېدلي. " (گلشن روه) د خوشحال خان په کورنۍ کښی بل مشهور نثار د ده لمسی افضل خان د اشرف خان زوی دی د ده نثر قلم هم خورا تیره کلیله او دمنه ئې د "علم" خانه دانش" په نوم او د اعثم کوفی (۷) ) تاریخ ئې هم پښتو کړی دي. (8) د ده د نثر نمونې دا دي : ما اروېدلی دی چی یو بزرگ ویلی دی هر څه ځما نصیب و هر څه چی له هغه تښتېده لکه سیوره راپسې وه." کیله و دمنه د افضل خان مرصع د پښتو د زاړه نثر غوره نمونه نمونه سي يو څو ليكي ئې دا دي : «نقل دئ چی آخوند دروزه په خپل کتاب کښی چی تذکرے الابرار باله سی لیکلی دی چی شیربون نومیده د کندهار په لوری پښتون و."


داخو د خوشحال خان د مکتب د نثـر یــو څـو نمونې وې ښکاریږی چی تر دې وروسته د پښتو د نثر لیکلو مروج سبک هم دغه ؤ، یعنی د خټکو سبک مقبول او خپور سوئ او هری خواته ئ. پښتنو تقلید کړئ دئ. د خټکو د مکتب سره د پښتو هغه نثر چی نه پوره نثر گڼل کېدئ او نه پوره نظم یعنی د آخوند دروزه د مکتب سبک ورک سو او دوی د پښتو نثر او نظم سره بېل ،کره هر یوه ته ئه خپله او. ووش وروسته مقبول سو، او ټولو پښتنو اومانه ځکه چی طبیعت ته هم نژدې و او رحمان بابا او حمید او نورو یوازی د نظم خوا ونیوله تر دوی وروسته د ځنو نثر لیکونکو. د ليك نموني دغه دي : 

د آدم خان او درخانۍ کیسه که څه هم زړه ده او دا دوه مینان د مغولى اکبر په عصر کښي (۹۶۳ - ۱۰۱۴) هـ) تېر سوي دي مگر داسي ښکاریږئ چى د قصې ترتيب او ټولول او تهذيب د کتاب په. ډول وروسته سوی دئ. د قصې اصلي نارې خو چي موږ گورو د آخوند دروېزه د مكتب په سبك اړه لري اما نور نثر ني د خوشحال خان د مكتب نثر ته ورته دئ مثلاً د آدم پر درخو ناره : ځكه چي درخانی ! زه په اصل کټه باز یم چی پر تا زرکی شیدا سوم ! اوس ته راته په کټ کټ خاندی درخانی ! زه زبون استا د خندا سوم... !" دا خو هگه د آخوند درویزه په ډول نیم منظوم نثر دی اوس نو دې قیصې یو څه نثر و گوری دوهم دا چی توجه باطنی پرې : وکړم چی خاطر ئې په سي گل گډوډ او روح به ئې شغل په بل احوال کا، او مخ به څرگند لکه مشل سي. (د آدم خان او درخانی قصه (قلمی نو دا ښکاره سوه چی د کتاب په ډول تر) خوشحال خان وروسته لیکلې سویده، ځکه چی نثر ئې په دغه


مکتب اړه لری او هغه نظم چی کتاب لیکونکی د خپلی خوا کښلئ دی ټوله پوره هغه نظم دئ چی خوشحال خان ئی لوی استاد و مثلاً 

 سل آرمان چی ادم ولاړئ له جهانه

 په فراق ئې پښتونخوا" سوله گریانه

 نو د کتاب جامع نارې ئې پر خپل زاړه حال پرې ایښی دي نثر ني د خوشحال خان د مکتب پر سبک مهذب کړی دی او خای ځای چی له ځ ځه پیره هم ترویه ویلی دی. دې عصر وروسته چی نور ٨وله د پښتو لیکونکی راغلی دي، د خټکو د مکتب شاگردان او پيروان دي او د پښتو نثر سم سوئ او سلاست او ښکلی توب ئې مېندلئ دئ، مثلا محمد حنیفه حسن او حسین (رض) قصه داسی. هغه څخه یوه کرښه دا ده : «علی اکبر او قاسم چی دواړه ولودل اهل واړه ولاړ وو، د ازل. په اراده کښي کښلي دا وه "

.(د راورټي گرامر ص ۱۳۵ )

له لوړو مثالونو څخه به تاسي ته د پښتو د نثر سير او د سمون مثال ښه څرگند سوي وي د پښتو ژبه به تصنع او تکليف نه مني نو ځکه نثر په لږ وخت. د د خبري د اثبات لپاره دغه کافي دئ چي د خټکو په کورنه کښي کاظم خان شيدا پر متکلف او متصنع او د هندي سبک او د پارسي د مصنوعي الفاظو او اعلاقو نو ملگري دي مگر چي حرکت پليعي نه دي نو ځکه شيدا ناکامه دی او په پهتو کښی شهرت نه لری د ده نظم خو د بیدل تر اشکال تر شیوا او تصنع هم پېچلی او گنجلک دی اما نثر ئې هم یو عجیب نثر دئ چی د پښتو له طبیعی ډوله سره هیڅ نسبت نه لری مثلاً خپل دېوان په دیباچه کښی کاږی :


زه چی په دکان کښی د شاعرۍ قلیل البضاعت یم، او ایوان د زبان آوری زرنگار د صناعت نلرم خپل مناسبت فطری له دې شیوی سره په محفل د قصور کښی موم او موانست جبلی له دې و تیرې. په مراحل دورتر ... د شیدا د قلمی دېوان دیباچه که څه هم د شیدا کلام او لیک دواړه ډیر غنیمت دی او دهد پښتو ژبی د کامل استعداد امتحان ورکړئ ا ودا ئې ثابته کړې ده چی هر راز مضمون که څه همیع د ژبی . او فطری استعداده لیری په پهتو کښی اداء کېدایسی اما لکه د ده معاصرینو او وروسته و پښتنو چی د ده لاره نه ده منلې موږ هم دغی لیک و شعر د پښتو. سره مناسب او وړ نه گڼو. خو مطلب دا ؤ چی دروزه څخه بیا د خوشحال خان تر مکتب د پښتو د نثر ډول وښیو اوس چی له دې څخه فارغ سو نـو بـه لـږ څه پر نوی لیک هم څېړنه دزوه و پژوه دستوخرو تر. کښی ځینی آثار لیکل سوي دي چي موږ ئي وگورو نوبه دغه آثار په یوه بل مکتب پوری اړه ولری، چی د لیک سبک ئې د خوشحال خان تر مکتب لا هم پوخ او ساده ای او زړه وړونکی دھی د،مکتی په. راورټی او پادری هیوز او دار مستتر او نور ډېر اوږد لاس لری، او دوی د پښتو آثارو په نثر کښی ډېر ښه زیار کښلی دی، په دې زمانه کښی ډیرو پښتنو په نکار لیک. ته راودی دی. دُ سبک یو روڼ استوری د پېښور منشی احمدجان ؤ. د ده د نثر لیکلو قلم خورا سلیس او روان دی که محترم لوستونکی زما سره اتفاق کوی نو به زه دغه د محمد زو د دور مکتب د ده په نوم یاد کم یعنی د منشی احمدجان د نثر مکتب ځکه چی زه د آخوند درویزه او خوشحال خانوم. خټک وروسته په دې نږدو زمانو



کښي مولوي احمدجان د پښتو ژبي یو زبردست ادیب او نثر لیکونکی گیم مولوی احمدجان د پښتو نثر ته لو خدمت کړئ او ښه ښه ليکونه ئي پر. له فرشته څخه ترجمه کړی دی او پادری هیوز په ۱۸۹۳) (ع) په کلید افغانی کښی چاپ کئ زما په عقیده د ده د لیک اومه آثار دي، وروسته چي قلم پوخ سوئ او په ليک کښي استاد سوئ د تو ئي د مليسون د افغانستان. تاریخ انگلیسی (۹) پښتو کړئ او یو یو ابدی شهکار نی د پښتو نثر ته پریښی دئ په دې کتاب کښی دترجمې اثر نه دئ ښکاره او دا خو نو د لیکونکی پر مهارت او استادی ښه دلالت کوی، د مثال په ډول دا جمله وایاست : د نادرشاه په مرگ د پښتنو د لاس خپو خوخولو وخت راغی کوم وخت چی دې گټندوی افغانستان واخیست او د پښتنو خـاص پوځ ئې جوړاوه نو د سدوزو قام سردار احمد خان نومى چی څورلسو کالو ماھلک و او را دوست دارم. ه کړه..." لاد د محمدزو له پاچهۍ څخه خو لږ وروسته د افغانستان جگړې او اړودوړ هم ؤ نو ځکه پښتو ژبه هغسی پاته وهه د پېښ پر خوا، ښه ښه لیکونکیکی پیدا کنید سوهی کمی سبک خوه، امیر و چی. علی خان مدنیت پالونکی پاچا په توجه په افغانستان او هم د پېښور په خواو کښی د پښتو لیک څه نه څه عام سو د هند او پېښور چاپخانې ډیری سوئی نو ځکه هر چا چی څه لیکل چاپېدل به د امیر عبدالرحمن خان په عصر کښی څو پښتو کتابونه په کابل کښي چاپ سول، چي له هغو څخه يو د هگه امير خبري دي د هند له ويسرا او نائب السلطنه سره چي ډفرين نومېدئ، دا کتاب "سوال"


و جواب دولتی نومیږی او د هغه مجلس رویداد دی چی امیر په راولپنډۍ کښی په پنجشنبې (۱۶) د څلورمی خور (۱۳۰۲ هـ د نائب السلطنه سره کړی دی لیکنکی یی ملا غلام محمد لغمانی، ۱۳۳۰ لغمانی دئ او چاپ تاریخ) د دې کتاب لیک که څه هم سلیس دئ اما د ترجمې رنگ ، لری او داسی ښکاری چی لیکونکی ئې د پاړسو تسوید مخته ایښی او ټکی په ټکی ئې لکه ځینی اوسنی : لیکنکی ترجمه کړئ دئ، مثلا

ً فقره دویمه : له دارالسلطنه د کابل څو کسه کاریگر هر فن لره لپاره د هنرونو یاده وم چی لندن و ته تلی هنرونه چی په کار د دولت خدای ورکړی افغانستان دي او ترقي و جوړښت د. دولت له هغو ځني حاصليږي زده ئې کاندي ص 71" سره له دغه چي ليکونکي ئې د ترجمې تر اغيزي لندي دئا مطلب ئي ښه اداء کړئ او عبارات ئې روڼه دير. د امير خانتو امير حبير ډېره وه ځنی مخصوصی کاغذونه هم په پهتو لیکل کېده، هغه وخت چی په حبیبه مکتب کښی د پښتو لوست رسمی سو نو مرحوم مولوی صالح محمد خانکندهاری دی لومړی سری دئ چی د پښتو نوی ژوندون په حرکت کښی ئې تر ټولو دمخه قلم اخیستی او کتابونه ئې لیکی دی د ده نثر نمونه : یو فقیر ته چا ویل : ډوډۍ له کومه کو؟ و غاښو او نـس تـه ئی اشارت وکئ ویل : هغه چا چی غاښونه او نس راکړی دی. ډوډۍ هم راکوي. د پښتو دوهم کتاب ص (۵۶)

 دا خو د استقلال تر جهاد دمخه د پښتو د لیک یووه نمونه گوتی و وروسته چی د پښتو مرکه جوړه سوه او دپښتو دژوندون تحریکات تاوده سوه دپښتو نثر ته که څه هم چا مخصوصا توجه نه


درلوده مگر بیا هم څه نه څه نثر لیکلی سوئ او ځيني نوشت په اخبارونو او مطبوعاتو کښي ست او په دغه وختونو کښي د پڐښور او د سرحدي صوبي پښتانه هم ويښ سوي اوکو د پښتو منشور. ښي د پښتو اما وليکلي سوې د پښتو د ادبي نشاط مراکز په پېښور کښي اسلاميه کالج او د وطن خواهانو گندونه دي چي دا ډېر عمر په پښتون، آزاد پښتو سرحد خیبر او نورو اخبارونو او مجلو کښ. ونه او رومانونه او ډرامي په پښتو کښلي سوي او چاپ سوي دي په دغو آثارو کښي زموږ د پښتو ژبي د نثر پاخه او ښه ښه ليکونکيسته پهکودي اکثر اخبارونو کښي منثور ليک چي کيږي، سر خوک. ين چي څه ليدلي دي غوره ئې د هلالی،رسا، اسیر، خلیق او نور دی په پښتو نشریاتو کښی د اتمانزو د پښتون اخبار ژبه ډېره سلیسه او خوږه ده چی د هغې خوا د لیک او نثر غوره لباب گاڼه . مجله په دې کښی چی هغو پښتنو مضامین لیکل د پښتنو د پیاوړو لیکونکو څخه و پخپله د خان عبدالغفار خان د پښتو لیک خورا خور او روڼ او بی وله دئی د پښتون الله د تاریخ لیکون غضیر خاندان . نشنی دنیا پر سیاست څه لیکل هغه خو استادانه لیک ،و خلاصه دا مجله د هغو پښتنو د اوسنی غوره نثر نمايندگي له اتمانزو څخه کوي او سي، خدمات ای پښتو نثر ته د منلو او ویاړلو وړ وو. زموږ په وطن کښي دننه خو چي تر (۱۳۱۰ ش) را وروسته د پښتو د ژوندون حرکت شروع سو په دې (۴۰) کال کښي ډېر پښتو ليكونكي وميندل سوه ځكه چي هر قلم كار په مزاوله اوږ لوك ه هم ورو ورو ښه پاخه سوه ځکه چی پښتو د دوی مورنۍ ژبه ده نو ئې لیک فقط لږ توجـه وغوښته.


دا وه د پښتو نثر ته لنډه یوه کتنه چی ما ئی په لنډولو کښی هم سعی کن وکړه، مطلب خو دا ؤ چی د پښتو د نثر مختلف دورې او هغه څوک چی په دې لاره کښی دڵتو ئه خدمت و کہ او. نثر ته یوهقیدی او تحلیلی کتنه هم وکو، دمخه وایم چی دا فقط زما رایه د سهوی او صواب احتمال لری که زه مصیب وم خو تنه تر ښه او که سهوه می وکړه پښتانه بـه مـی معـاف کـی او زما سهوه به اصلاح کی . موږ د ژبي د نثر ليكلو لاري پلټو، نو په دې مرحله كښي دا لازمه ده چي آراء ښكاره سي او افكار څرگند سی چی گوندی یو رون حقیقت تر دغه منخ. وخليږي.

 تحليلي او انتقادي كتنه : 

زموږ د مقالة اصلي مطلب هم دغه دي ځکه چي په دمخو برخو کي خو يوازي د پښتو نثر ته تاريخي لنډه کتنه وسوه او لږ لږ نمونې يې هم وړاندي کړه سوې. دا خو د مقالې زړه دئ خدای دی اوکی چی زه یې سم ولیکم د پښتو ژبي لومړني د نثر آثار چي دمخه وښوول سوه دې ژبي له جوړښتي نثر څخه ډېر ليري او بله خوا اوښتي دي. پير روښان او آخوند درويزه او د دوي دثر د مکتب شاگردان چي ټوله پر يوئه لار تللي وه زما په خيال دوي د خپل سبک په غوره کولو تر يوې اندازې مجبور و دوي خپل نثر د نظم په رنگ رنگاوه ځيو چي دوي. انشا یی د تبلیغ او تلقین پله درنه وه. دوی غوښته چی ځنی ديني مطالب پښتنو ته تبلیغ کی او خپل دښمن د تبلیغ په دا توری نه ویل کېده مات کی ځکه چی علیم د شعر او نظم له خوا تبلیغ کاوه نو دوی هم غوښته چی په هغه هول وسله د ده سره مقابله وکی.


دا یوه تاریخ موضوعی ده او پلټنه یې هم د تاریخ په مخو کی پیدا کېدای سی. د هجرت د زرم کال (۱۰۰۰) هـ) شاوخوا چـی پـه هندوستان کی د مغولو د کورنۍ د پاچهانو برم و د هغه عصر صنایع مدنیت او ثقافت ډیر نوی شعر شیان وزېږول لکه په بغداد کی چی چی دعمیانو د خلافت. ادب او فن او فلسفی افکار او مذاهب خپاره کړه او هغسی هم تر دوی وروسته د غزنوی ټولواکانو او د محمودی شاهنشاهی عروج او لوړتیا بیا فنون او صنایع او علم وروزله په دغنه ډول د هند د مغولو امپراطوره نوثق او. او نوي افکار او فلسفي ارايي ژوندي کړه که تاريخ وگوري د عباسي خلافت په دوره کي شام او عراق او بغداد او ايران ټوله په نوو فلسفي او علمي افکار ډک و. حتی د خلفاوو په دربارونو کی پر نوو فلسفی خبرو بحثونه کیده. د اعتزال فرقې خو په دې دوره کی وده او لویښت وکړ، فلسفی آرا او عقاید هم په دغه دوره کی روزل کېده وروسته چی غزنی د ایشیا علمى او سیاسى مرکز سو نو دغه علمى او فلسفى او فنى تحریکونه کغلټ م٨. سينا علمي او فلسفي آثار خو ته د د ثقافت فلسفي او علمي اړخ ښه راښكاره كوي. دا دوره خود باطنیه او قرامطه فرقو د نشاط دوره وه، سلطان محمود څوار واره د دوی سره جگړې وکړې. د غزني دغه فلسفي او علمي او فني نهضت خورا وروسته د چنگيز خان په هجوم ورک سو مردمي په وينو کي ولغښته مگر څو پېړۍ وروسته په هند کي د مغلو شاهنشاهي بابر تاسیس کړه. د مغولو د امپراطورۍ د ثقافت خښته لا دمخه پښتنو ایښې وه. د لودیانو او د سوری شېرشاه پښتون د مدنیت او ثقافت ژوندی آثار مغولو ته پاته سوه نو ځکه دوی هم هغه. ثقافت ویاله ژوندی یی وساته علوم فنون صنایع ادبیات او فلسفی


افکار بیا لکه بغداد او غزنی او ډهلی څخه خپاره سوه که د بغداد و غزنی د نفیس صنعت آثار د زمانې انقلابونو نه واى وران کړی، نو به اوس لکه د ډهلی او اگرې شاهی ماڼۍ د تعمیر د فن ښکاره آثار. موجود وای او دنیا به ورته حیرانه وای خیر ! خو مطلب دا دئ چی د مغولو د ثقافت سره علم او فلسفې او ادب هم بیا عروج وموند د مغولى اکبر دربار لکه د منصور او هارون او مامون دربارونه له علمى او فلسفى افکار ډک و. په دغـه تـاريخي څېړنه کي مو مقصد دا دئ چي هره زمانه بېل ثقافت لري او هر ثقافت ځانله ديني او فلسفي افکار هم لري نو ځکه د بغداد او غزني د ثقوليافت عروج چي ځو هميني افکار اوغ آرا خو شاهنشاهی سره ځنی نوی اندېښنې او نوی فلسفی افکار پیدا سوه. پښتونخوا خو هندوستان ته ورخرمه ده هر حرکتی که فلسفی و هلته به کېدئ پر دې خوا یې آثار ښکارېده ، بلکی د عباسین مغربی غاړی او د پښتونخوا غرونهـ فلسى د امپراطورۍ له تسلىفى و اوكطهو. ـم و که تاسی د آخوند درویزه پښتو مخزن او تذکره الابرار وگورئ ډېر داسی خلک په دې خواوو کی ښیی او ځانته بیلی عقیدې او مذهب لری او ټوله په تبلیغ بوخت وو. دغو ټولو تبليغي حركاتو كي د روښان پير فلسفي او مذهبي حركتي مهم ؤ. دا سړی ځان له بېل مسلک لری چی د فلسفې او تصوف رنگ یې غالب دئ. نو دغو تحريکونو په مخ کي خو د علماوو تبليغ او با هم طبيعي وه. ځکه نو موږ د هگه دور اکثر آثار چی پښتنو علماوو کښلی دي تبليغي وينو چي دوي د مخاليفينو زده کړي يا يې ځيني ديني مسايل څرگند کړي دي. موږ دمخه وليکل چي روښان او دروېـزه او د دوي د مکتب شاگردان خو د پښتو د نثر په دغو غوره کړي 


. سبک کی تر یوې اندازې ناچار هم و باعث یې دا ؤ چی هغه وخت څه په هند څه په پښتونخوا کی خلکو شعر او نظم ډېر خوښاوه نـو روښان پیر او نورو ښتو شعر وايه نو ځکه ده هـم د هغو سره په پښتو شعر مقابله وکړه... 

" و او به زبانی افغانی شعر میگفت و سب شرایع و علماء میکرد و شعرهای لایعنی به افغانان مینمود پس این فقیر بر خلاف او شعر افغانی آغاز کرد حتی در شاعری قدم از و پیشتر نهاد و اکثر خلق را از متابعت او باز آورده ..... 

(مخزن قلمی) 

بل ځای پخپله آخوند درویزه خپل عذر هم وايي:

 بدان" ای عزیز که در اشعار افغانی شعراء ایشان چندان مبالغه در فصاحت و موافقت در قافیه و تطبیق مصراعین در حروف و کلمات رعایت نداشته اند و هم از انرو که فقیر را دغدغه شعر و شاعری نبوده تا دران سعی نماید مگر اینقدر که اندک و پیش سخن موزون گردد تا سامع را لذت نماید 

(مخزن)

 د آخوند درېزه د سبک د غوره کولو لوی سبب خو هم دغه و چی ده او نورو ملگرو یی نیم منظوم اشعار و ویل چی اوس یې موږ نثر گڼو خو کر کیچن او بی خونده ! کړکېچن دا خو تقریباً یو طبیعى سایق و او د پارسو یا عربی ژبو د مرسل او فنى نثر اثرونه هم په دماغو کی و ځکه د پښتو لومړی نثر هم مسجع اوفی سو چی هغه د پښتو حقيقي غير متصنعيت اهل او. خوږوالی نه پکښی لیدل کیږی. د مخزن او فوائد الشریعه او بابوجان ژبه خو پښتو ده اما دا ژبه طبعی هم نه ده بلکی په تکلف جوړه سوئده، په داسی ځایو کی خایه او بی. چی د پښتو ژبی مروج او کارامد لغات او کلمات ووبې ځایه او بې


موقعه تصنعا پارسي يا نور کلمات مستعمل سويدي سړي چي وايي ليکونکي د پښتو ژبي د کره کلماتو د ورکولو اراده درلوده او پښتو يې د نورو ژبو سره گدوله.

 دا ښکاره ده چی پښتو دغی یوه مصنوعی او گده و ژبه نه وه، اما تېش د لیکونکی قلم هغسی پر بل ډول را واړوله. په هغه دوره کی خو د منځنه ایشیا په ادب کی خلکو د مسجع او مقفع لیکنو ته په درنه سترگه کتل نو هغه لوه ذکر سوئی عوامل چی موږ تحلیل کړه او دغه عمومي خوند چي د پاړسي د وصاف اوسب و معجزه او . و د روښان او آخوند درویزه د مکتب جوړه سوې ژبه یې وزېږوله او په نثر کی یې داسی سبک راگه کئ چی د ژبی سپېڅلی فطرت کورټ نه مانه ! تر دې وروسته خوشحال خان پښتو ته خدمت وکئ یعنی د نثر او نظم تر منځ یې حد وټاکئ نظم یې په خپله دایره کی و روزه او نثر ته یې بېله وده. او لویښت ورکړ. د خوشحال خان د مکتب نثر خو لږ خوږ او نسبتاً سليس دئ د ژبي محاورات او خصوصيا خو ډېر ځکه پکښي ساتل سويدي مگر سره دې ځيني معايب هم لري يعني د ښه خـوا يـېره او. عيوب يي نسبتا لږ دي. دِ دِ مکتب شاگردانو که څه هم دِ پردو لغاتو او کلمات و په استعمال کی افراط نه دی کړئ او بېله مینه نه ورسره دروده دې دې هم دوی کله ـ کله پردی کلمات خایه دوی کله ـ کله پردی کلمات خاییه دوی کله ـ کله پردی کلمات را دوی کله. نه دي راوړي او كله ـ كله د پرديو ژبو د ترجمې تر اثر هم لاندي دي. د منشی احمد جان پېښوری متوفی ۱۳۳۰ هـ) مكتب له دې عیوبو پاک دئ ډ نهېر لر بلكی ندرتاً د پښتو خپل خصوصی طرز پرېږدی جملې په داسی ډول اداء کوی چی د پښتو یی له فصاحته نه


وزی اجنبی لغات لږ - لږ استعمالوی او بې ځایه او بې اړتیا به خورا لږ ده پردۍ کلمې لیکلی وی. نو پر طبيعي سير سم د پښتو نثر په خپلو څلورو دورو کی تدریجی ارتقاء او سمون موندلی دئ. د سلیمان ماکو نثر طبیعت ته نژدې و روښان او دروېزه نیم منثور آثــار ولیکل. د خوشحال خان مکتب نظم او نثر سره بېل کړه. د منشی احمدجان مکتب د پښتو د حقیقی او خواره نثر تیره ټینگه کړه. اوسنی نثر لیکونکی خو هم ډېر او غنیمت دي. مگر ښايي چي موږ په نثر کي ځيني اساسي خبري هيري نه کړو. زه به لندی ځنی د نثر لیکلو ضروری مواد د مثالونو سره ولیکم :

 ۱ - لومړی اصل دغه ؤ چی د پښتو تحریر او تقریر یعنی ویل او لیکل. سره يو وي يعني موږ د خپلي ژبي ليک او لوست د نورو په تقليد سره به نه کو. د پياوړي ليکونکي ليک تل د ژبي پر فطري او اصلي لارسم وي. به عنوان مثال : دا جملې چی د پښتو یو پیاوړی ليکونکي کښلي دي تاسي يې وگورئ چي د پښتو د خپل او خصوصي ډول سره څنگه سمي او په عين دغه صفت کي څومره صلابت او خوږوالی لري :

 د یو ملت په ژبه کی که هر څومره د بل ملت ژبه نفوذ پیدا کړی هماغومره سیاست اقتصاد اجتماعیات ملی اخلاق، ملی ادب، ملی عادات ملی رسومات او ټوله ملی خصائص او عنعنات تــر د. چی ذهنیت، افکار معاشات او تهذیب ټول یې د ژبی والا ملت تابع کیږی. نو که د یو ملت ژبه د بل ملت ژبی ته مغلوبه سوه گڼه دغه ملت په دغه پاسنیو ټولو خصائصو کی ورته پړ سو( دکابل سالنامه (1318)

 تاسي وگور موضوع خو داسي ده چي طبعاً بايد ډېر عربي كلمات استعمال سي ځكه چي اوس سملاسي يې موږ په پښتو مقابل نه وینو اما د کلام صلابت او لوړتیا د پښتو سره سمه ده، او د پردو.


کلماتو ډېر استعمال د پښتو رنگ نه دئ ور کرغیړن کړئ دا خو د ليکونکي په پښتني او علمي و نقشي استعداد اړه لري چي خپل کلام هيکله د رنگو ژبو په و نه رنگي په دې لو کهړو جملو نفوذ ومومي او د ملي رسوماتو پر ځاي "ملي دودونه نسبتا پښتو کلمات وه. به نو وگورو دېجمله ته : خپل نظر هغه د سرميزي ساعت په لوري واچوه چي د ده د مېز په خوا کي ايښى و او وي ليده چي نژدې غرمه او يولس بجي او بس فقط همه وخت دي چي دي بايد خپل دوهم سگرېټ وڅپله آرامي اوخ پ. باندی یې تکیه لگولې د و لگونی مخصوصی قطعی سره یی خپل سگرېټ ته و ورته کړی او په څکولو لگیا سو." جمله د پښتو د خبرو یی او (هغه) هم بی . سره سمه باید داسی وای .... خپل هغه سرمیزی ساعت ته یې وکتل چی د ده د مېز پر یوه خوا پروت و . " او بل "واچوه" خو امر حاضر دئ. ماضی مطلق : یې واچاوه دئ او په دوهمه جمله کی فاعل نه دی معلوم نو وروسته باید مالم لیسم (فاعله فعل په مجهول ډول ذکر سی یعنی داسي : چی ده د مېز پر یوه خوا ایښی و دلته به یی نو (ده) فاعل اما بیا هم په یوه خوا کی دا معنی لری چی ساعت دننه په سی. مېز کی و حال دا چی ساعت دننه په مېز کی نه ږدی، بلکی د


((میز پر یوه خوا پروت وي ))یا د( مېز پر یوه خوا ایښو سوی وي) په پای کی دا جمله داورلگونی مخصوصه قطعۍ سره یې خیل سگرېټ ته و ورته کړی که هم لیکونکی یوه خورا ښه ھم لیکونکی یوه خورا ښه ی کلمه است میلگون د قدر وړ ده. اما په پښتو کی ((سره)) د معیت معنی افاده کوی مگر په هغه وخت کی چی (په) یې دمخه راسی. هلته نو البته تعدى ځني مطلب وي مثلا ((د) اولگيت سره يې خپل سگرېټ ته و ورته کی نه ویل کیږی. ښايي چي داسي و ويل سي او وليکل سي : "په اورلگونی مخصوص قطعی یې خپل سگرېټ ته و ورته کړ... دلته که سره ذکر نسی هم ښه معنی ورکوی نو لکه تاسی چی ولیدله دغه جمله هغسی نده چی لیکل او ویل دی سراخ یو رنگ د یژی د پرد. د پښتو ښېگړي يې بايللي دي.

 ۲ ـ د پښتو نثر دوهم مهم عنصر دا ؤ چی د لغاتو او محاوراتو پـه غوره کولو کی د ادبی غورو موادو پلټنه وسی او هغه افضل وگاڼه سي چي د ژبي د اصلي ښېگړو سره نښتون ولري او حتي المقدور د پښتو سوچه او کره لغات مستعمل او رواج سي مثلا په لوړو جملو کی ښاغلی لیکونکی د پښتو یوه) اله اورلگونی) په ښه ډول استعمال کړې دی چی هم یې سړی ژر په معنی پوهیږی او هم پښتو دی چی پخوا په پښتو کی دغسی نه و مستعمل داسی مواد که څه هم اوس په فردي حيث وليكل سي مگر وروسته خپريږي او ورو - ورو منل کیږی مگر داسی کلمات باید مستهجن او مکروه نه وي او د ژبي له اصلي سټي سره سم او د پوهي وي، مثلا ليموناد یا سوډا چی په گیس بوتل کی وی یو چا د بوتل د سر ماتولو په تقریب پس او به یا یی مثلاً طیاره په تو ((ساه بېړۍ ))بللی ده


لومړۍ کلمه خو ډېره مکروه او دوهمه کلمه هم د ژبي له اصلي استمعاله ليري ده ځکه چي ((ساه)) په پښتو پر عموم هواي نه اطلاقيږي بلکي فقط نفس ته وايي خير ! دا بحث خو اوږد دئ په یوه بېله مقاله کی ښایی چی له هری خوا وپلټل سي

 ٣ - نثر خو په اساسا دوه ډوله دی :

 لومړی دا چی د لیک موضوع د بل چاوی او لیکونکی یې تش ژباړه کوی دا ژباړه آسان کار نه دی او کله ترجمه د ځان تر لیکنی زور غواړی لکه دمخه چی مو ویلی وه په ترجمه کی دا لاندی. ابتدايي خبري ضروري دي :

 الف : د ژبي خپل جوړښت ساتل او خپله ژبه د پردۍ ژبي تر اغیزى نه لندى کول.

 ب : حتی المقدور خپل کلمات لیکل او له پردیو څخه ژبه ژغورل 

ج : د ژبي خصوصي محاورات استعمالول 

د : د جملو او فقرو په داسی ډول سره نښلول چی ویونکی دا خیال ونه کی چی مضمون ترجمه سوى دئ.

 ه : تحت اللفظ ترجمه نه کول و :

و: د عباراتو او جملو بساطت او ساده گي

 ز : پرېکړي او سره بيلي جملي او معترضي جملي له منځه ایستل.

 ح : هگه اوږدې جملې چی ویونکی یې په مبتداء او خبر کی ورکیږی پر کوچنیو جملو وېشل او مطلب ښکاره اداء کول. 

 ی : د ژبی صلابت او فطری متانت ساتل یعنی د پردیو ژبو په ډول ډېر پاسته الفاظ نه لیکل او فقط په تقلید د ژبی آهـنـگ نــه ورانول ځکه چی هره ژبه د خپل ملت له سایکالوژی سره سمه د کلمات و انسجام او اداء مخصوص طرز او آهنگ لري


. دوهم - هغه نثر دی چی سړی له خانه کوم مضمون لیکی دا خو د مقالې لیکلو فن دئ چی ډېر مهم لری او دی ادبیاتو لویه څانگه ده. د مقالې لیکلو فن خورا گران دئ. لکه انځورگر (رسام او (نقاش) چی یوشی په خورا ښه ډول انځور کوی چی د طبیعى او مصنوعى فرق یې سړی نه سی کولای دغسی هم مقاله لیکونکی یوه معنی او مضمون په داسی ډول لیکى چی وى. په یوه موضوع کی سړی په لیدلو یا مشاهده اخیستلای سي ښايي د مقالې له ويلو يې هم واخلي. اسان له دې کبله دی هر څه چی زموږ په فکر کی وی یا یې په خوله وایو کټ مټ به دغسی لیکو اما گران خو هم دئ ځکه ښایی چی سړی خپلی مطلب او د زړه خبره په داسی الفاظو ولیک او چبارات. و پوهيږي او له ويلو څخه يې خوند واخلي په اروپا کي بېل مکتبونه نه سسته چي دا کار د يوه بېل فن په ډول پکښي زده کوي دا فن پر فطري استعداد اولياقت زيات مشق اوـ مزاوله هم غواړي هر د. ښلای په پوهانو او نومیالیو حکماوو کی چی دوی ښه علم او حکمت درلود او ژبه ور خلک وو، ډېـر داسی وو چی د لیک قلم یې نه درلود او ډېر ښه ليکونکي بيا و قلمو چي ده ھبه بيغ نه درلو. یې نسوای ویلای د انشاء لپاره خو ځيني مثبت قواعد او لاري سته چي زموږ زوړ علم او ادب په ډک دئ مگر دې زمانې ليك او انشاء د پخوا سره ډېر فرق لري. پخوا به لیکونکی زیار کیښ چی عبارات یې گران او درانه او گنجلک و په قافیو او سجعو پسی به گرزیدی مرسل او.


فني ليك يې د ځان كمال گاڼه كله به د گرانو لغاتو او کلماتو په استعمال دومره گندي سو چي مطلب به خني هير و که مورد وصاف او د ميرزا ​​مهدي او بيدل ليکونه وگورو دا به ښکاره سينه چيزه دوي پھړه. اغلاق افرینی کې تر کومه حده ځغستلی دی؟ که دوی مطلب د تاریخ لیکل وه. هغه خو په سمو او ساده الفاظو هم لیکل کېدئ او مطلب لا ښه ځنی څرگندیدی؟ اما لکه چی دوی فقط یوه زمینه د خپل لیاقت د څرگندولو لپاره غوښته لیکنه یې تاریخ ضمنی او اړخکی مطلب و. يې اصلي مقصد يې د خپل لغوي استعداد او اشکال تراشی ښکاره کول و ! ... د اوسنۍ زمانې نثر خو د پخوا سره خورا ډېر فرق لری. د الفاظو خيني ضروريات خو مو دمخه وووو اوس به نو د مضمون ليكلو په اصل او روح كي هم لږ څه فكر ووهو. د نثر تر لیک دمخه دا لازمه ده چی لیکونکی وگوری چی زما لیک د چا لپاره دئ ؟ او څه نتیجه ځنی اخلم ! لکه یو معلم چی د خپلو شاگردانو پوهنی او د دوی فکر ته گوری. وروسته نو خبري ورته كوي. دغسی هم ښایی چی د مقالې لیکونکی د خپلو ویونکو فکر او پوهنه ووینی نو د هغې سره سم لیک وکی. نثر لیکونکی ښایی چی لومړی پلا د خپل لیک موضوع له ځانه سره وسنجوی او ښه فکر و وهی چی زه څه لیکم؟ او دغه مطلب په څه ډول وکارم؟ نو به ښه او اغضمن وی. د لیک ترتیب، عبارات، د جملو سره نښول او د مطلب د لیکلو ډول ښایی چی دمخه لا د لیکونکی په ذهن کی و وروسته نو قلم راواخلی او مضمون. وليكي. پښتو خورا ساده او سپېڅلې ژبه ده هیڅ تکلف او تصنع نــه منی. په لیک کی یې فقط لیکونکی ته دا وړ ده چی خپل فکری موضوع په ساده او بیلو الفاظو ولیکی لکه چی یوه خبره په خوله


 کوي. کټ مټ یې په قلم هم وکاږی. الفاظ یی صریح مغلق کنایات او تشبیهونه او گډوډ تلازمات د پردیو ژبو په تقلید نــه. وی پکښې، چی مطلب یې په لیک کی ښه روڼسی. مشکل اوس پښتو لیک ډېر د نورو تر اثر لاندی سوى تر دې اندازې چی سړی یې په مطلب نه پوهیږی هغه جراید چی پښتو لیکی یا هغه خبرونه او مقالېخسی په ترجمه هوایی سي بلاي يوه ژبه ده چي نوې جوړيږي او ډېر عجايب لري او كه يي پښتانه واوري نه په پوهيږي او له خارجي ژبو څخه داسي ناوړه عبارتونه پكښي راگدیږی:

 رول لوبول : یعنی څه؟ دا کومه او د کوم ځای پښتو ده؟

 نقش پر غاړه لری : دا څنگه پښتو ده؟ 

ریالست یې پر غاړه وڅتګه؟

 تصميم يې نيولی دی څنگه؟ تصمیم څه شی دئ او څنگه نیول کیږی؟ 

تماس ونیو. یعنی څه؟ او که يې طرف ښځه وي نو 

يو لړ خبري. يو لړ معلومات يو لړ مکتبونه یو لړ هر .. دې کي ضرورت نسته يو څو خبري، يو څه معلومات، يو څه مکتبونه کافي دي دا د يک سلسله ناوړه ترجمه ده او د پښتو د گلونو په يوړه. څه ته په پښتو د ورځی له پلوه د شپې له پلوه دا هم د ترجمې ناوړه اثر دی از طرف صبح یا از طرف شب په پښتو کی د ورځی د شپې کافي دي له پلوه نه غواړي واي: د ورځي باران وسو او د شـ کورته ځم. له پلوه زاید او ناوړه دی. تر څو چی؟ اکثرو ځایو کی تر څو) ته نیاز نسته پخپله في بياني مقصد افاده كوي.


له (امله) ؟ پخپله دا کلمه (امله) مجرده نا مستعمله کلمه ده او که هم وی نو مفغنه ده له عمله دا باید په هر ځای کی ونه نښلوله سی اوس یې دونیمیم کړی دی چی نه ښایی دا اوس لکه د یونانی طبیبانو پرقه داسی گرز. هره دوا یی گدوی. پلانی مامور د پلانی کار د کتنی لپاره نه ځی د له امله ځي. كتني كه پر آسمان يو لر اوريخ پيدا سي نو به له دې امله باران واوري په دې جمله كي ضرور نه ده نو به هغه تعليلي مطلب په ښه ډول افاده كوي او دا جمله داسي اضافه پښتو ده چي و ويل. خایه ډېره سي سبا به پر آسمان يو څه اوريخي راوخيژي نو به باران واوري. پاملنه ؟ دا نوې جوړه کړې کلمه هم خورا بي استعمالږي په راډيو کي اورو : پاملرنه وکئ ! یا : پاملرنه را گرزوو چی د دوی په ژبه د توجه کن یا توجه را جلب میکنم ترجمه ده مگر داسی پاملرنه په پښتو ویونکو خلکو کی نیست دوی وایی : پام کوه ! پام ورته کوه ! پام پسی کوه ! پام پر کوه. دپاره ؟ مثلا د څلرم خلی دپاره چی کټ مټ د برای نوبت چهارم ترجمه ده دلته په پښتو کی دپاره زاید دی لکه : پلار زوی ته څلرم ځلی و ویل دلته داسی نه وایو چی د څلرم ځلی دپاره : بي ورته ويل. مثلاً : پلانی سړی پهلوانان ومنل یعنی پخپل حضور کی باریاب کړل. دغه مثل هم می پذیرد)) ناقصه او ناوړه ترجمه ده اوک په دغه نوې معنی نه پوهیږی تر محاکمې لندی ونیول سو چی د تحت محاکم گرفته شده ناوړه ترجمه ده او د پښتو ژبه نده دلته باید داسی و ویل سی محاکم باشد. یا به محاکمه یا محاکمه پر چلیږی. يوه اندازه اوريځ به پيدا سي دلته پښتانه وايي چي يو څه اوريخ به راوخيژي. يوه اندازه فقط د يك اندازه 


ناوړه ترجمه ده یو شمېر د یک تعداد ناوړه او از موخته ترجمه ده یو شمېر خلک یو شمېر کتاب یو شمېر هر څه او هر څه دلته پښتانه وایی : یو څو خلک یا یو څه خلک یو څو کتاب ورته و ويل يو څو خبري يې وکړې دا کوم يو پښتون وايي: چي يو شمېر خبري بي وکړې پخپله شمېر او شمېرل د تعدد طبيعت لري څنگه شمېر کيږي چي و تري يو. ممکن وي دا ناوړه ترجمه د انساني منطقه هم ليري ده نقش : دا کلمه هم د ايران د مطبوعاتو څخه راغله. او اوس په دواړو ژبو کی بی : تحقیقه داخله سوه "نقش بازی کرد به نقش لوباوه ترجمه سو یا مهم نقش لری چی د نقش مهم دارد ترجمه ده. نقش چی کلمه عربی ده دغه معانی نلری او ناحقه په پښتو راگد سو په په په پښتو راگد سو په پښتو کی باید برگردد. وویل سی : لویه برخه پکښی لری یا لوی لاس پکښي لري. دران قضیه نقش مهمی بازی کرد دا خو د اصلی ژبی تعبیر هم نه دی مگر په پښتو دغه مطلب بل راز اداء کیږی : په هغه شخړه کې لاس واه ! شخړه یې وشلوله ! پر هغي شخړي بي ډېره اغيزه وکړه .... کله کله چي زه د پښتنو سره د دغو ناوړو خبري کم له ما دا پوښتنه وسي چي دغه لوړ او علي نثر . تاسي غواړئ څنگه او کوم او چیری دی؟ زما ښه په یاد دی چی څلوېښت کاله دمخه په پېښور کی د پښتون مجلې او نورو لیکوالو دا خبره څېړله چی پښتو څنگه ولیکو او کومثر ښه دئ؟ پر دې خبر باندی ډیرو خلکو څه و ویل یا یې وليكل خو د دغو ټولو خبرو نتیجه دا وه : پښتانه چی په کومه لهجه او توگه په خپلو حجرو کی خبري سره کوي هغه معياري لهجه ده او باید پر هغه اساس څه وکښل سي.


زما په خیال د پښتو لپاره یو تخیلی او حقیقی (معیار) ټاکل د اوس کار نه دی او نه دا کار یو یا دوه تنه کولای سي. 

معياري ليکنه وخت ټاکل کُداي سي چي د پښتو له ټولو لهجو څخه د اجتماعي او مدني اختلاط او ادبي گدون او تفاعل په اثر کی یو ((معیار)) راوزی او دا هغه وخت ممکنه ده چی پښتانه له قبيلي ژونده ووزي او تگ او راتگ دوني پكښي ډېر سي چي ټولي هجې او خاصي تعبيرونه او آداوي او گرامري خصايص سره گد سي او د (بقاي اصلح له قانون سره برابر ناوړه ووزي ((وړ)) پاتـه سي. اما هگه چی د پښتون مجلې لیکوالانو د حجرو پښتو بلې او غوره کړې وه مراد بی دا د په کومه پښتو چی د کلو خلک پوهيږي او په هگه خبري كوي. اوس باید لیکوال فقط دا خبره هېره نه کړی چی دوی د عامو پښتنو سره خبره کوی او باید په داسي ژبه څه ورته و وايي چي دوي په وپوهيږي. زما په خیال بهترین نثر هغه دئ چی د خلکو د خبرو سره برابر و یا او که لیکوال ناچاره سی چی د یوه علم یا اجتماعي مطلب لپاره کوم علمی تعبیر او اصطلاح استعمال کی چی په پښتو ساری نه لری نو باید هغه هم د پښتو د اصل قاعد. او گرامر سره برابره وي او د ژبي په خپل قالب کي ښه اچولې سوې وي او که په متفاوتو لهجو کي ډول ډول اصطلاحات او تعبيرونه وي بايد ليکوال دوني ادبي ذوق او د ټاکني قوت ولري چي تر ٨ولو . وټاکلای سي. مثلاً : را) به خټ سو یا راستون سو یا را وگرزبدی په درو تعبیرو کی د معنی د اصالت په از نظر دوه وروسته باید غوره وی. ځکه چی په څټ کېدل یو مرکب او مجهول تعبیر دئ چی له ((څټ) څخه جوړ سوی دی. مگر ستنېدل گرزېدل دغه فصل لپاره دوه اصیل نومونه دی نو ځکه باید غوره وي