کاوی

د افغانستان پخوانی تاریخ دریم

کوانی = کیانی

«کاویم هورینو» یا «فرشاهی کاوی »

د اوستا د اشاراتو له مخې د «پارادا تا » یاد «پیشدادیانو) له کورنۍ څخه چه بیان ئی تیر شو يو ټولگی نور کسان هم سلطنت ته رسیدلی دی چه نوم ئی لومړی د «کاوی» په کلمه شروع کیږی. د مخه مو ولیدل چه «دپاراداتا» کلمه د آئین او ژبی او د نوې زمانی د ایجاباتو په بدلون او تحول سره په جزئی تغیر او ترجمه « پیشدادی » شوه . د «کاوی» کلمه ترجمه شوی هم نده بلکه پخپله په کلمه کښی د صوتی اصولو په قرار تغيرونه راغلی دی. د اوستا د متن له مخې دځينو پادشاهانو د نومونو په اول کښی د دغې کلمی په وجود کښی څه شک او شبهه پاتي شوي نده چه «کاوی» نوم په سلطنتی کورنۍ کښی نه وی، بلکه په اوستا کښی مخصوص عنوان او مخصوص یشت موجود دی چه د (کاویم هورینو) په ډول د کاوی سلطنتی کورنی فرشاهی یا دوی او د یشت یوه زیاته برخه د دغې کورنۍ د پادشاهانو د نومونو او کارنامو د یادولو د پاره وقف شوې ده.

پخپله د (کاوی) کلمه د سلطنتی کورنی له مفهوم نه مجرده زمونږ د مملکت په تاریخ کښی ډیره پخوانۍ سابقه لری ځکه چه په ویدی سرود کښی هم ياده شوې ده او په دغه ځای کښی هم زیاتره په (يوسانا Usana ) يعنى د(یوسا) په نوم پوری متصله ده چه له هغې نه ( کاؤس) جوړ شوی او پخپل ځای کښی به ئی څیړنه او بحث وکړو. 

«کوی» «کاوی» او «کاويا» په ویدی سرودونو کښی کله یواځی او کله د (یو سانا) د نوم سره متصله ده فرانسوی ( برگین) (کاوی ) یا ( کوی ) په ( پوه ) او ( کاويا ) په ( پوهنه - دانائی ) ترجمه کړې ده او له دغی یادونی نه دوه مطلبونه په لاس راځی یو دا چه د کاوی او کوی او کاوی کلمه د ویدی زمانی نه راوروسته زمونږ د مملکت په ادب، ژبه او عنعناتو کښی داخله ده، او دوهم دا چه معنی ئی چه پوه او پوهنه ده د هغی د پیداکېدو او ظهور له اولو وختو څخه زمونږ په نزد روښانه کیږی. «یوسائی» چه په ویدی سرود  په دغه صفت یاد شوی دی زمونږ د مملکت یو پوه او هوښیار ریشیی ؤ، او هر کله چه په ویدی عصر کښی  کورنیو د کورنۍ نومونه د ځان دپاره ټاکل او انتخابول. نو د احتمال څخه لیری نه ده چه (کاوی ) په هماغه پخوانیو دورو کښی زمونږ د مملکت د لویو او نجیبو کورنیو څخه د یوی کورنۍ نوم وی او په آخر کښی سلطنت ته رسیدلی وی نو د کورنۍ د نوم د معنی په لحاظ د کاوی کورنۍ  (پوهه او هوشياره ) کورنۍ بلل کېدی شي او لکه چه وروسته به د دغی لویې او مقتدری کورنۍ د بادشاهانو شرح حال وگورو د خپلی کورنۍ د نوم سره سم هر يو پاچا عاقل او پوه ؤ او د آریانا او آریایی تهذیب دپاره ئی لوی لوی خدمتونه کړی دی.

په اسلامی دوره کښی نوو منابعو، داستان او نکل ویونکو او شعرا وو څرنگه چه له پا رادات نه پیشداد او له دې نه ئی پیشدادی او پیشدادیان جوړ کړل له «کاوی» نه ئی د علت د حروفو ( ا ـ و ـ ی ) پواسطه چه د کلمی په آخر کښی وو لومړی کاوه، کوانی او کاویانی أو بيا ئى کيان او کيانی جوړ کړل، او هر کله چه (کیان) د جمع شکل پیدا کړی ؤ چه له هغه نه د (کى) واحد او مخفف صورت پیدا شو چه د ټولو نه زیات په دری ادبیاتو کښی معمول دی، د کاوی د سلطنتی کورنۍ په باب کښی دوه نورې ملا حظې او کتنی هم شته چه په دغه ځاى کښی ئی یادونه بېځایه نه ده، لومړی د پاراداتا د سلالې نه خلاف چه پادشاهان ئی د مملکت له بيلو بیلو کورنيو نه وو، د کاوی پادشاهان ټول د «کواکواتا» - (کیقباد) د دی کورنۍ د مؤسس اولاده او نمسی و. دو هم لکه چه د اوستا د زمیادیشت له اشارونه معلومیږی احتمال لری چه د دې کورنۍ اصل د هیرمند له کورنۍ حوزې او د سيستان د هامون له شاؤخوأ څخه وی ځکه چه په دغو ځايو کښی د کلاسيک د مؤرخينو په شهادت د باختری کتلې د (سوار کارو آریایانو) یوې څانگی د (آریا سپه) په نامه، استوگنه غوره کړی وه. په هر حال (کواکواتا ) د کاوی د کورنی موسس لکه چه وروسته به ئی په مفصل ډول سره و گورو د البرز په غره (د بخدی جنوب) کښی په سر باندی تاج کیښود او د پیشدادی پادشاهانو په شان د ده او د ده د اولادی د سلطنت مرکز د بخدی ښار ؤ. 

کاوی کواتا ۔ کی کرات- کی قباد: د «پارا داتا» او پیشدادیانو، یاما او یما، جم او جمشید، کاوی، کاوه، کوانی، کاویانی او د کیانی د تطبیق نه وروسته غواړوچه د اوستا د متن او د داستانو د پریشانو خاطرو ترمنځ د خپلو تحقيقاتو تعقیب ته دوام ورکړو او د دواړو په رڼا خپل مطالب څرگند کړو. وموويل چه د اوستائی (کاوی) کورنۍ، له کوانی، کاویانی او د کیانی نه عبارت دی. و گورو د دې کورنۍ د موسس په باب کښی چه د آریانا دوهمه سلطنتی کورنۍ ده اوستا او د مملکت رزمی داستانونه چه په حقیقت کښی د هغه انعکاس دی څه وائی: اوستا د ( کاوی) د سلطنتی کورنی موسس هغه سړی بولی چه (کاوی کواتا) نومید زمونږ د مملکت رزمی داستانونه د کیانی د کورنی موسس (کیقباد) بولی، کیقباد هو به هو د باختری اوستا د (کاوی کواتا) د نوم د اسلامی زمانی عيناً دری تلفظ دی چه کاوی ئی په هغه شرح چه و شوه (گی) شوی دی او (کواتا) لومړی (کوات) ؤ- وروسته بيا اول (ک) په (ق) او (و) په (ب) او وروستۍ (ت) ئی د فقه اللغة د اصولو سره سم په (د) بدله شوې ده او (قباد) و رځنی جوړ شوی دی. د اوستائی (کاوې) او کیانی د کورنی د موسس د نوم تطبيق او د اسلامی زمانی نوی منابع او داستانونه او په دغو دوو منبعوکښی د دې کورنی د نورو نومونو موافقت یو ډیر قوی او محکم دلیل دی چه کیانی بيله شک او شبهى نه د آریانا دوهمه شاهی کورنی ده چه اوستا د «پاراداتا» نه و روسته یاده کړي او د دوی د حکومت دوره زمونږ د مملکت د پخوانی تاریخ یوه ځلانده او روښانه دوره ده. 

د (کاوی کواتا) نوم په اوستا کښی په دوو ځايو کښی څرگند یاد شوی دی چه یو په زمیا دیشت په ۷۱ فقره کښی او بل په فرور دین یشت په ۱۳۲ فقره. کښی په لومړی یشت کښی لومړی (کاوی کواتا) او وروسته تر هغه د ده د کورنی له غړو او د ده په ځای ناستو کسانو څخه شپږ تنه نور یاد شوی دی، او په فرور دین یشت کښی چه د آریانا او توران د ټولو پادشاهانو او پهلوانانو او لویانو مکمل فهرست دی د (کاوی کواتا) نه وروسته د ده د کورنۍ نه د نورو اوو تنو نومونه یاد شوی دی. په نوو داستانو کښی  داسی راغلی دی چه (کاوی کواتا) یا کی قباد ډېری رمی درلودلې او پخپله ځوانۍ کښی ئی د (اوش داشتار Shdashtar) يا د البرز د غره په لمنو کښی چه د بلخ د جنوب په دیرش کیلومتری کښی دی د خپلو پسونو رمې څرولې چه یو ناڅاپه دوه سپین بازونه له هوا نه را پیدا شول او هغه طلائی تاج ئی چه په پنجو کښی  نیولی ؤ د ځوان(کواتا) په سر باندی کېښود (کواتا) له دې پېښی نه حیران شو او لیری او نژدی شپنو او د غره ښاخونو ته ئی غږ کړ، هغه سپین ږیری سړی چه په شپنو کښی ؤ د بازونو راتگ او د تاج راوړل ئی یو خداوندی لطف او د کیانی شاهی فر تعبیر کړ او سمدستی ئی (کاوی کواتا) ته بیعت ورکړ او نورو د ده متابعت و کړ او د ځوان کواتا سره ئی د بخدی تر ښاره پوری مشایعت و کړ او د سلطنت په تخت باندی ئی کښیناوه دغه موضوع هم په حماسی داستانونو کښی واضحه شوې ده چه د گرشاسپ له وفات نه وروسته د سلطنت تخت خالی ؤ او رستم د البرز غره ته لاړ او کیقباد پاچا ئی له هغه ځای نه را ووست په هر حال د داستانو صورت چه هر څه وی اوستا په هغو یشتونو کښی چه د کاوی د کورنۍ او د پادشاهانو نومونه یادوی د هغوی سرسلسله (کاوی کواتا) شمیری.  

هغه وخت چه کاوی کواتا (کیقباد) په بخدی کښی د آریانا په پادشاهی اورنگ باندی کېناست د پیشدادی پادشاهانو په رویه ئی په عدل او انصاف چلولو باندی لاس پوری کړ او حاضر شو چه پخپلو ټولو قواؤ د آریانا خاوره او باختری تهذیب د توريا (د آمو او سر دریا نه هغی خواته د بدوی آریایانو) او غير اریائی عناصرو د لاسه خلاص او محفوظ وساتی او په دغه خپل سیاست کښی ئی کامل موفقیت حاصل کړ.

په فرور دین یشت ۱۳۲ فقره کښی او په زمیا دیشت ۷۱ فقره کښی د(کاوی کواتا) په نوم پسې د دغی کورنۍ يو شمېر نورمنسوبین یاد شوی دی چه اوستا هم د هغوی د ټولو په باب کښی ډېر معلومات نه ورکوی او له داستانو څخه هم چه د اوستا انعکاس دی د هغوی د ټولو په باره کښی کومه روښنائی نه اچول کیږی د دې د پاره چه بیخی د هغوی نومونه له قلم نه پاتی نه شی په پاورقۍ کښی د هغوی نومونه یادوو او هغه مشهور پادشاهان یې تعقیبوو چه د(کاوی کواتا) نه وروسته سلطنت ته رسېدلی دی. 

کاوی یوسان،        کاوه يومان، یا کاوه یوسایا کی کاؤس 

کاوه یوسا             د (کاوه کواتا) يا کيقباد زوی دی چه د پلار د مرگ نه وروسته د بخدی پر تخت کیناست.   

کی کا- ؤس          لکه چه د دی مبحث په مقدمه کښی مو ولیکل د(یوسان) يا (یوسا) نوم د (یوسانا) په شکل او د (کاوی) د کلمی سره متصل او یوځای د ویدی به سرودونو کښی هم راغلی دی، مگر په هغه ځای کښی د یو پوه ریشی نه چه «یوسا نا» نومیږی مراد دی.

آبان یشت ۴۵ فقره د کاوه (يوسا) کی کاوس په حق کی داسی وائی:  ډیر پوه او زره ور کاوه یوسا د (ارزیفیه) د غره د پاسه د (سورا اناهیتا) (د اوبو ربة النوع) د اردو د پاره سل آسونه، زر غوائی او لس زره پسونه قربانی کړه او وی غوښتل چه پر ټولو مملکتونو باندی حکمرانی و کړی او فرمان ئی پر ټولو انسانانو، او ظالمانو اوپر ټولو ړندو او کڼو باندی جاری شی اناهیتا د هغه دا غوښتنه ومنله)

کاوه يوسا یو ښکلى ښایسته اود حرارت نه ډک ځلمی ؤ او ډېر خواهش ئی درلود چه د آریائیانو د پخوانيو پادشاهانو د آرزو گانو او سیاست سره سم  د آریائی تهذیب او تمدن دښمنان په شمال او غرب کښی محوه او نابود کړی او د هغوی خاوره او ملک لاس ته راولی، لکه چه د ټولو نه په سر کښی ئی دا قصد وکړ چه د آریانا د غربی سرحداتو خوا ته مخه و کړی او د آریائی تهذیب هغه دښمنان او مخالفین چه په مازندران کښی اوسيدل له منځ نه ورک او لری کړی. دا خلک په اوستا کښ د (مازانا د دیوانو او شياطينو) په نامه په څوځایو کښی یاد شوی دی او د آریانا د پیشدادی او کیانی کورنۍ د پادشاهانو سیاست همدا ؤ چه د دوی سره وجنگیږی. (د مازانا شياطين) یا (د مازندران دیوان) د دی ځای د هغو اصلی اوسیدونکو خلکو نه مطلب دی چه دار مستتر ورته وحشی نژاد وائی دغه خلک آریائیان نه وو او د آریائیانو تهذیب او دین ئی نه مانه اوستا دغه خلق په هماغه سترگه گوری په کومه چه ویدی سرودونو د هندوستان اصلی داسیو گانو ته کتلی دی، د آریانا د پیشدادی او کیانی پادشاهانو له سیاستو څخه یو سیاست دا ؤ چه د دوی سره مقابله وکړی او پری نږدی چه ناوړه افکار او پردۍ وینه د دوی په هوا د کښی سرایت و کړی او خپاره شی لکه چه، تریتونا ، (فریدون) د دوی تر غرونو پوری تللی او زرگونه کسان ئی په دوی کښی ووژل. همدارنگه کاوه يوسا (کي کاؤس) د همدغی روېې تعقیب وکړ او ځکه چه هغوی په ځنگلونو او غرونو کښی پټ شوی وو او د هغوی د هیواد فتح او سرکوبی آسانه کار نه ؤ او هغوی د دیوانو او جادوگرو او په نورو نومونو یادیدل.

کاوه یوسا پس له هغی نه چه د دوی د سرکوبۍ د پاره د مازندران خوا ته روان شو په اوله کی ئی و نشو کړای چه پر مخ تگ وکړی بلکه نزدی وو چه ماتی و کړی او ووژل شی مگر ژر تر ژره د آریانا نه او مخصوصاً د هندوکش د جنوبی علاقونه نور فوځونه هغې خوا ته لاړل او آریائی پاچا او فوځونه کامياب او مظفر شول او د هغوی د هیواد هغه قسمتونه ئی هم د آریائې خاورو سره ونښلول او په هره حصه کښی ئی یویو حکمران مقرر کړ. لنډه دا چه کاوه يوسا د آریانا د پادشاهانو په ډله کښی یو ستر او مقتدر پادشاه ؤ، کاوه یوسا د هغو پادشاهانو په ډله کښی څلورم پاچا بلل کېیږی چه د «جمشید» نه وروسته پر اوو مملکتو (هفت کشور) یعنی د هغی زمانی په معلومه دنیا باندی ئی حکومت کړی دی د عمر په آخرو ورځو کښی چه د سلطنت جلال او عظمت ئی ډیر زيات شو پر ده باندی هم د (ياما) پشان غرور مسلط شو او پادشاهی د بد بې ورته شا کړه او سلطنت ئی پای ته ورسیده.

کاوی سیاورشان، کاوه سیاورشنا، کی سیاوش: د کاوی د کورنۍ د پادشاهانو نه (کاوی سیاورشان یا کاوه سیاورشنا يا سياوش) دريم پادشاه دی چه د توریایانو سره جنگیږی او په آخرکښی  په یو فجیع مرگ مری.نوموړی د اکوس د شمال نه هغی خوا ته چه په هغه زمانه کښی د توریایانو تر سلطى لاندی وو يوه مضبوطه کلا سازه کړه چه کنکه «Kanah» نومیده او وا\ئی چه (کاوه هوسرا وا) یعنی د هغه زوی کی خسرو په همدغه ځای  وزیږېد. 

کاوه هوسرا وا - کی خسرو: « کاوه هر سراوا» د کاره سیاورشنا (سیاوش) زوی دی او نوو منابعو د ده د نوم ( هوسرا وا) نه (خسرو) ساز کړی او په (کی خسرو) باندی مشهور شوی دی «کاوه هوسراوا» د خپل پلار د مرگ نه وروسته د آریانا پر تخت کیناست او د ده کار نامې هم د آوستا په یشتونو کښی او هم په هغو رزمی او جنگی منا بعو کښی چه په اسلامی دورو پوری تعلق لری ډیرې زياتې مشهورې دی. د نوموړی نوم په آبان یشت، گوش یشت، فروردین یشت، ارد یشت  زمیاد یشت او په نورو مواردو کښی یاد شوی دی او په هر ځای کښی د توریایانو نه د پلار د مرگ د انتقام اخستونکی په نامه. او د آریائیانو د هیواد د غښتلی ساتونکی او مدافع او د آریائیانو د امپراطورۍ د موسس او د ستر فاتح په نامه پیژندل شوی دی. دا دی چه د ټولو نه په سر کی  د اوستا د متن څخه یو یا دوه ځايونه دنوموړی پادشاه په حقله ترجمه کوو او پس له هغه نه د ده شخصیت او کار نامی تر څیړنې لاندی نیسو: 

آبان یشت ۴٩ فقره: =  

«پهلوان هوسراوا» د آریا په امپراطورۍ کښی د گرزیدو په حال کښی د کیکسته Caecasta د سیند نه هغی خوا ته چه ژوردی او تروې اوبه لری د اناهيتا (د اوبو ربة النوع) د پاره سل آسونه، زرغوائی او لس زره پسونه ئی قربانی کړل او وې غوښتل چه پرشیطانانو او انسانانو او ظالمانو او ړندو او کڼو (یعنی پر ټولو مخلوقاتو) باندی پاچا شم او د هغو سپرو کسانو په مينځ کی چه د دښمن د مقابلې د پاره ځنگلونو نه ځی، هغه دښمن چه پر آس سپوردی، زه تل سر حلقه و او سم.» 

په گوش یشت په ۲۱ - ۲۲-۲۳ - فقرو کی دا غوښتنه کوی چه په فرانگراسیانا  (افراسیاب) تورانس غل باندی چه ځما د پلار پهلوان «سياورشنا» قاتل دی بریالی شم او د خپل پلار قاتل د کیکسته د سیند نه هغی خوا ته مړ کړم: په زمیا دیشت په ۷۷ فقره کی داسی بیان شوی دی : -

(هوسراوا هغه بی دینه پاچا چه دایورو اساره Aurva Sara نه مقصد دی او د کاوه هسراوا د مخالفينو نه یوتن دی او دی هم تورانی ؤ) ډېره موده په ځنگل  تعقیب کړغل د آس په سپرلۍ د هغه په مقابل کښی جنگیده، هوسراوا پاچا په خپلو دښمنانو باندې بریالی شو. تورانی غل فرانگراسیانا  «افراسیاب» او « کرسه و زده Keresavazba گرزیوازد «افراسیاب» ورور ئی په زنځيرونو وتړل چه د خپل پلار پهلوان سیاورشنا انتقام ورځنی واخلی.

* * *

دا څو پارچی چه مستقيماً د اوستا له متن څخه انتخاب او ترجمه شوې (او : (کاوسراوا) پری=دا برخه ونه لوستل شوه) د نورو مربوطو برخو د اشاراتونه هم نمایندگی کوى نظريات او مفکورې، سياست، د آریا د خاوری منافع او دفاع او د باختر د آریائی امپراطورۍ د لوی والی، سوق الجیشی، سپرلۍ، جنگونه او د دښمن سوار کاری، جغرافیائی موقعیت او د جنگونو د پیښیدو ځايونه، د توریا سره د باختری آریائی ټولنو مقابله او بالاخره د دوی بری پر دښمنانو باندی دا ټول مونږ ته د یوی نقاشی شوی پردی په شان تصویروی او څومره به ښه وه چه په وروستنيو دورو کښی ځمونږ د هیواد حماسی شاعرانو دا روښانه کارنامی په خپلو شاعرانه خيالاتو ښکلی کړی وای او رزمی او حماسی قصی ئی ورته جوړی کړی وای.

د آوستا د اشاراتو او د نوو قصود شرحی نه معلومیږی چه کاوه هوسراوا هغه وخت چه د بخدی پر تخت کېناست د داخلی اصلاحاتو په فکر کی شو او هغه ټولې گډې وډې چه د کاوه سيا ورشنا د وژلو په سبب او د توریایانو د مداخلی په اثر پیدا شوې وې ټولې له مینځه لری کړی او دننه په آریانا کښی ئې پوره امن او قراری پیدا کړه او د وطن هغو پهلوانانو ته چه د توریایانو د پرمخ تگ له امله غمجن شوی وو د انتقام د آخستلو او د آریائی منافعو د دفاع د پاره ډاډ گیرنه او (آریائی امپراطورۍ) ته ئی لکه چه په اوستا کښی ذکر شوی دی د یووالی او وحدت رنگ ورکړ د دغو شيانو نه هر یو د دی پاچا او ستر میره د داخلی سیاست ښکاره او مهمی کرښی دی، نو موړی پاچا په دې خبره ښه پوه شوی ؤ چه توریایان د آریائی سلطنت د پیدایښت د ورځی نه په باختر  د آریائیانو په ضرر او تعذيب پسې گرځی او د سیا ورشنا د مرگ  نه وروسته لاپسې زړه ورشوی دی نو له دې  کبله هر رنگ چه کیږی باید د باختری هواد او تهذيب مدافعه وشی نو د دې کار د سرته رسولو د پاره کومه لیاره چه موجوده وه دا وه چه د ټولو نه لومړی داخلی اصلاحات د پهلوانانو او فوځونو او سوارکارانو روزنه او د قام او خاوری اتحاد او یووالیؤو چه ټول سره ډیر په ښه صورت پای ته ورسیدل. نو بیائی پر تورانيانو باندی یرغل وکړ او فرانگراسیانا «افراسیاب» او د هغه ورور« کرسه و زده» (کرزیواز) او ( ایورو اساره) یعنی د توریایانو پاچا او ورور ئی او د دوی نور رئیسان ئی د خپلو تیریو او تجاوزو په جزاو رسول.

د مخه مو پخپله د اوستا د شهادت له مخی ولیدل چه دغه فتح او بری د (کېکسته) د ژورسېند او تروو اوبو نه هغی خوا ته حاصل شو،ځینی کسان د دغی کلمی نه په آذربایجان کښی د (ایورومیه) د کوچنی سیند پخوانی نوم اخلی، مگر ځینی نور مدققين د دغه سیند موقعیت او ځای د آریانا په شمال شرق کښی ټاکی، او (گایگری) وائی چه دغه سیند هماغه د (ايسیک کل Issik – Kul) کوچنی سیند دی، او په دغه ترتیب د توریانانو په ضد د (کاوه هوسراوا) جنگو نه په ښه شان سره معلومیږی.

په هر حال لکه چه وویل شول کاوه هوسرا وا (کی خسرو) د آریا ناد کاوی کورنۍ د پادشاهانو څخه يو ډېر لوی او پوه او زړور پاچا ؤ، او سربیره په گټورو داخلی اصلاحاتو باختری هیواد او تهدیب ئی هم د توریایانو له تهديداتو نه خلاص کړ، او د هیواد په مادی او معنوی مدافعينو او پهلوانانو کښی ئی یو نوی حرکت او جنبش پیدا کړ او د کاوه هو سراوا د پادشاهانو د سیاست سره د آریانا د پهلوانانو يووالى او موافقت پخپله له اوستا نه څرگند او واضح دی، او مونږ دلته د مثال په ډول د هغوی نه یو تن یاد وو: 

توزايا طوس: توزايا طوس د آریانا له ډیرو پیاوړو او غښتلو او زړورو پهلوانانو څخه يو پهلوان ؤ چه په اول کښی ئی (کاوه هو سراوا) ته هم سر نه ټيټاوه مگر همدغه (نوزا)  ؤ چه وروسته بیا د پاچا د پهلوانانو په ډله کښی حساب شو، دی د نوذر (نا او تار) زوی او د منو چیترا (منوچهر ) نمسی ؤ.

اوستا په آبان یشت (۵٣ فقره) کښی (توزا) د (قوی او غښتلی جکړه مار) په حيث ستایلی دی او په دغه ځای  کښی داسی وا ئی چه: «توزا» (غښتلي جگړه مار) د (اناهيتا) د پاره د خپل آس په ساغری.  

(د دواړو ورنونو «رانها» د یو ځای کیدو په حد باندی) قربانی و کړه او وی غوښتل چه ماته صحت را کړه او د دښمنانو په مقابله کښی ما و ساته، زما آسونو ته زور او قوت ورکړه، زما دښمنان مات کړه، زما مخالفین او هغه کسان چه ما ته بد رسوی له منځه واخله.

د دغه یشت په ۵۴ فقره کښی:

ای اناهېتا په ما باندی د مهربانۍ نظر ولره، چه د (ویسا کاVaesaka ) زړور زوی د کگه په لوړه او مقدسه کلا کښی د (خشا تروسو کا) په ماڼی  کښی مات کړم او د توران خلک په پنځوسگونو او سلگونو، سلگونو او په زرگونو زرگونو، او په مليونو مليونو اوملياردو په قتل ورسوم  لکه چه معلومیږی (توزا) د آریانا د پاچا یعنی د (کاوه هوسراوا) د نظریاتو تعقیب و کړ او د ده نیت او خواهش د توریایانو مغلو بول وو او د دغه کار د پاره ئی د ځان سلامتی او د خپلو آسونو زور او قوت غوښت. 

د آریانا د اولادی څخه په زرگونو غښتلې او میړنی پهلوانان د(توزا) په شان میدان ته راو تلی دی، چه پیشدادی او کېانی پاچاهانو د هغوی د مټو په زور خپل اصلاحاتی او د هیوادو د فتح کولو نقشې عملي کړې او د دغو پهلوانانو د شجاعت او ميړانې آوازې وې چه د ویدی او او ستائی او د شاهنامو حماسې او رزمی پاڼی او مخونه ئی رنگین او خائسته کړی دی.