اوستائی ارباب انواع
د کوشانی پادشاهانو د مسکوکاتو په مخ باندی: اراده نه لرو چه په دغه فصل کښی چه زمونږ د مملکت په اوستائی عصر او تهذیب پوری مخصوص دی د خپل مملکت د دی عصر د پادشاهانو او له کوشانی دوری څخه څه ووایو، یواځی د یوشی له ذکر کولو نه پدغه ځای کښی مخلص نه لرو او ځان ور څخه ژغورلی نه شو او هغه دا دی چه په آریانا کښی د بودائی دیانت په خپریدو سره اوستائی مذهب او آئين حتی د مملکت په نیمه شرقی برخه کښی چه د بودیزم په خپریدو پوری مخصوصه وه هم د لویو کوشانيانو د سلطنت تر زمانو پوری د مسیح د زمانی نه پخوا د پېړۍ له څلومې برخې څخه د دریمې پیړۍ تر اولې څلورمی برخې پوری بیخی له منځه ليرې نه شو، د قندهار او بلخ نیمه غربی برخه خاص بیا د هیرمند او سیستان حوزه یوه جلا موضوع ده چه اوستائی دیانت د اسلام د مقدس دین د خپرېدو تر زمانی پوری حتی د هغې نه وروسته هم په دغه ځای کښی مروج او معمول ؤ، سره د دې چه د لويو کوشانيانو عصر د آریانا په نیمه شرقی برخه کښی د بودیزم د ترقۍ زمانه حسابېدله، او لویو کوشانيانو د سنکیانگ په شرقی برخو او د تارم او چین په حوزه کښی د دغه دیانت په خپرولو او نشرلو کښی ډېر کوششونه و کړل، او حتى د ځينو نظريو له مخې بودائی دین د دې عصر اوسلاطینو رسمی دین او آئین شمېرل کېده و سره د دې او ستائی ارباب انواع د هغوی د مسکوکانو په چپه مخ باندی ډېر استعمال شوی دی او حتی د اوستائی زمانی په خلاف ئی یو شکل او قیافه پیدا کړې ده. دغه کار لومړی ځل د لوی کنيشکا سره شروع شوی دی او له ده نه وروسته (هو ويشکا) او (واسودوا) دغه رویه تعقیب کړې ده، «ميتهرا» د لمر رب النوع چه پخوا له دې ئى بيان وشو د کنيشکا په مسکوکاتو کښی د (میرو) Myipo و Mepo Miypo په نامه او د هوویشکا په مسکوکاتو کښی (میررو) (میورو) او (مورو) او په نورو صورتونو لکه :Mippo Mipo Mypo Miypo Miiopo Mopoهمدغه رنگه (ما اوگه) یا (ما او) د سپوږمی رب النوع چه په اوستا کښی یاده شوې ده، د کنيشکا په ځينو مسکوکاتو باندى د (ما او Mao) په ډول لېدله کیږی د کنیشکا په مسکوکاتو کښی يوه بله کلمه نقش شوی ده چه (لروها سپو) یا (لرواسپو) لوستله شوې ده، او معنی ئی (د چټک او گرندی آس خاوند) دی. دغه مرکبه کلمه سر بېره په دې چه د (ويشتاسپه) د باختر د پاچا د پلار نوم دی په اوستا کښی د لمر د رب النوع (میتهرا) او د اوبو د رب النوع (اپام پنت)صفات دى، او «سر اورل ستن» نتیجه ورځنی اخستی او وائی چه هر کله (میتهرا) د (میورو) په ډول د کنیشکا په مسکوکاتو باندې ياده شوې ده، د (لرواسپو) مقصد چه د هغه په مسکوکاتو باندی لېدل کېږی هماغه (اپام نپث) د اوبو اوستائې رب النوع ده.
د اوستائې نورو ارباب انواع څخه يوه رب النوع چه د کنیشکا په مسکوکاتو کښې دیو زوړ ږیره لرونکی سړی او د ځغاستې په شکل څرگند شوی دی (واته Vata) د «باد» رب النوع ده چه د (وادو) په نامه بلل شوې ده، په پهلوی ادبیاتو کښی دغه کلمه (واتو) شوې ده، او له هغې څخه کرار کرار او په تدریج سره د (باد) کلمه منځ ته راغلې ده، د هوویشکا په مسکوکاتو باندې يو بل هيکل لېدل کېږی چه دهغه د اوږو له سرنه د اور لمبه پورته کېږی که څه هم د اور د لمبو له مخې هم ویل کېدی شی چه اوستائی (اور) ته ئې شخصیت ورکړی او نمایندگی ئی کوی مگر نوم ئې (اترو) (اتورو) په دغه باب کښې کوم شک او شبهه نه پريږدى ځکه چه (آتهر) په (زند) کښی او (آترو) په پهلوی کښی اور دی او په اوستا کښی (اتار Atar) اور د ډېرې گټورې لوئې رب النوعې په حيث ياد شوى دى.
«فر» یا «پاچاهی جلال» چه د آریانی پیشدادی او کیانی کورنۍ د ظهور په باب کښې مو یاد او بیان کړ د هوویشکا په مسکوکاتو کښی د (فرو) او (فررو) په ډول یاد شوی دی. دغه رنگه (ورترا گنا) د فتح رب النوع چه له هغه نه پورته ذکر شوه د (ورلا گنو) په صورت د کنيشکا پمسکوکاتو کښی ئې نوم یاد شوی دی.
نو له دغی لنډې او مختصرى يادونې له مخې په ډېر وضاحت سره معلومېږی چه اوستائې ارباب انواعو سره د اسکندر د لښکر کشيو، جنگونو او دالو گولو او د بودائی آئین او مذهب د خپرېدو او د نورو، د آریانا د اوسېدونکو په معتقداتو کښی فوق العاده تاثیر کړی ؤ.
اوکه چېرې دغو اوستائې پخوانیو ارباب انواعو د کوشانيانو تر زمانې پوری د هندوکش د دواړو خواؤ د اوسېدونکو په روحياتو کښی ډېر نفوذ نه درلودای نو قطعاً به په مسکوکاتو باندی هغه هم په هغه زمانه کښی چه د بودیزم دين د خپل عروج مرحلې ته رسېدلی ؤ نقش شوی نه وای.
د خپلوانو او تیکونو ارواح: هر کله چه اوستائې پيروانو د روح په فنا کېدو عقیده نه درلوده او هغه ئی د همیشه د پاره باقی باله نو د وفات شوو خپلوانو او تیکونو د ارواحو د احترام موضوع په دوی کښې خپره شوې وه په اوستا کښې د وفات شوو کسانو روح د (فراواشی Fravashi) پنامه یاد شوی دی باید دا وویل شی چه د تیکونو د ارواحو احترام د کورنۍ له مراسمو څخه د يو رسم په حيث په ټولو هندو اروپائې قومونو کښې موجود ؤ او د احتياج او خطر د پېښېدو په وخت کښی به ئې له هغو ارواحونه د مرستې او کومک هیله او آرزو درلوده. په آریایانو یا د باختری کتلې په آریایانو کښی دغه رویه ډېره تقویه شوې وه، د هندوکش د دواړو خواؤ اوسېدونکی آریایان که په ویدی زمانه کښې وو او که په او ستائې عصر کښې په دغه عقیده ټینگ ولاړ وو. په ویدی سرود کښی ډېری ټوټې او پارچې موجودې دی چه د پلرونو او تیکونو خاطرات نوی کوی، دوی زیاتره د رزمی نوابغو او پهلوانانو په حيت تصویر شوی دی او خاص بیا د جنگ او جگړی په میدانونو کښی به ئې له دوی نه مرستې غوښتلی.
هر کله چه زمونږ د ملی تاریخ په اوستائې دوره کښی د کورنۍ سره مينه او محبت او د خپلوانو سره علاقه زیاته شوه د تیکونو د ارواحو احترام زیات عمومیت پیدا کړ، او هر کله چه کورنۍ خپرې او زياتې شوی او له هغو نه ټبر، عشيره، قبیله او د يو ملت ټولنه جوړه شوه. د کورنۍ ټبر، عشيرې، قبيلی، او د مملکت د پاره (فراواشیان) پیدا شول، او په دغه ترتیب د وفات شوو د ارواحو احترام د ملی پهلوانانو په ستاینه تمام شو او خبره دې ځای ته ورسېدله چه د پسرلی په اول کښی ئې يو مخصوص اختر د (هماسپت میدایا Hamaspatmaiahaya) په نامه تشکیل کړ او څو ورځی به ئې وفات شوی خپلوان او تیکونه او د هغوی کار نامې يادولې.
او داسی عقیده ئی درلوده چه د هغوی ارواح وروسته پاتی کسانو ته راځی او گوری چه آیا د دوی نوم ؤ نښان او کارنامی هیری شوې دی او که نه که چیری هیرشوی به نه وو نو د کورنیو په خوشبختۍ او سعادت کښی او د مملکت په سمسورۍ او آبادۍ کښی به ئی مرستی او معاونتونه کول. د آریانا اوسیدونکو په اوستائی زمانه کښی د ویدی عصر په شان د وفات شوو کسانو او د ملی پهلوانانو او قهرمانانو له ارواحو څخه په جنگ او کامیابۍ کښی د مرستی او معاونت انتظار درلود. او خامخا دهمدی رویی له کبله وو چه نن ورځ د آریانا د سلطنتی کورنیو او پهلوانانو او د هغوی د لویو کارنامو په باب کښی د اوستا له متن څخه يوه سلسله گټور معلومات په لاس راځی. د مملکت د لويو پادشاهانو او ملی قهرمانانو او پهلوانانو اود تیکونو او اجدادو د نوم ؤ نښان او د کارنامو یادونه زمونږ په مملکت کښی د ویدی سرود سره شروع شوی ده، د اوستا په یشتونو کښی ئی ډیر او فوق العاده انبساط موندلی دی، او د همدغی باستاڼی او پخوانۍ عقیدی دوام د شاهنامو د پیدا کیدو موجب گرځیدلی دی.
نوروز د (يا ما له اختر) نه عبارت دی چه د اوستا په شهادت مو د هغه ذکر او یاد وکړ، او په داسی حال کښی چه ژمی پای ته رسیدلی او طبیعت بیرته ژوندی کیده د کال په لومړۍ ورځ به کورنیو او د ملت ټولو طبقو او افرادو په باختر کښی د آریانی سلطنت د بنا کوونکو او د آریانا د نورو پادشاهانو او د خپلو ملی قهرمانانو او د خپلو کورنيو د تیکونو او اجدادو د کارنامو د يادولو د پاره د خوشالۍ مجلسونه جوړول.
اجتماعی ژوندون
به دى کښى شک او شبه نشته چه اوستائی جامعه هماغه ويدی جامعه ده چه په هره زمینه کښی ئی د تحول او ترقۍ مراتب طی کړی او د ځينو نوو مشخصاتو د پیدا کولو نه وروسته ئی نوی نوم (اوستائی) پیدا کړی دی، په هغه کوچنی اثر کښی چه د آریانا په نامه نشر شوی دی په غیر مستقیم صورت مو د دی موضوع سره تماس کړی او دغه مطلب مو څرگند او توضیح کړی دی چه د اوستائی مادی او معنوی ژوندون ټولی برخی، او آئین، ژبه، ادبیات او تهذیب ویدی شکل لری چه تحول ئی کړی او د شکل تغیر ئی موندلی دی یعنی هماغه آریائی پخوانی مدنیت دی چه د زمانی د مقتضا له مخی ئی ځینی تغیرونه کړی او په ویدی او اوستائی نومونو او اشکالو میدان ته راوتلی دی. لنډه دا چه دومره ویلی شو چه په اوستائی زمانه کښی ټولو آریائی حیاتی مبادیو یو ډول مرکزیت پیدا کړی او همدغه مرکزیت د دغه عصر د مادی او معنوی ژوندون په ټولو اصولو کښی ليدل کيبږى. عقیدی، دین ؤ مذهب ارباب انواعو، ژبی، د جامعی تشکیلاتو، سلطنتی دربار، نظام، اداری مشاغلو، حرفت، کسب، کرهڼی، عرف او عاداتو، د کورنۍ د ژوندانه مراسمو، ودونو او خپلو يو ټولو شيانو نسبتا له مبهم وضعیت څخه یو معین او دقیق شکل موندلی دی. او همدغه جهت دی چه د ملی تاریخ په دغو دوو فصلونو کښی په هره زمینه کښی زمونږ معلومات د ویدی دوري په نسبت په اوستائی زمانه کښی مشخص، معین او ډیر مفصل دی لکه چه دغه نظریه د دوهم او دریم فصل د لیدلو څخه معلومیږی.
اجتماعی طبقی: لکه چه په ویدی فصل کښی موبیان کړل تر هغې زمانی پوری چه آریایان په آریانا کښی وو د اجتماعی طبقو د جداوالی موضوع په منځ کښی نه وه، او دغه مسئله د هند خوا ته د یوی څانگی په مهاجرت په هغه ځای کښی د هند د محلی او بومی دراویدیانو سره د تماس له کبله میدان ته راووتله او پیدا شوه. د آریانا په ویدی دوره کښی تر هغه وخته پوری چه مهاجرتونو او ځای په ځای کیدلو دوام درلود طبعا دغه مسئله پیدا کیدلی نه شوه ځکه چه خلک کښت وکړ او زراعت ته لا دومره متوجه شوی نه وو چه بزگره او دهقانه طبقه په ټاکلی او مشخص مفهوم میدان ته راووځی. د اوستائی دورې په شروع کیدو سره له یوی خوا مذهب معين او متمرکز شکل پیدا کړ او له بلی خوا لوی لوی ښارونه پیدا شول، او له بل طرف نه هم کښت وکر او زراعت بی مثله اهمیت پیدا کړ، مذهب د مشخصو مرکزو او مراسمو په پیدا کولو د دی سبب وگرځېد چه دروحانیونو (موبدو موبدان) طبقه میدان ته را ووځی زراعت او کنبت ؤ کر دهقانه، بزگره او زارعه طبقه پیدا کړه - او د ادارې، سلطنت او د مملکت دارۍ د چارو په تمرکز موندلو سره د سوارکارو او جنگياليو طبقې هم ټاکلی وظیفه او معین شغل پیدا کړ، لکه چه د اسپه د شاهی کورنۍ په باب کښی ولېدل شول چه د مملکت رئیسانو او نجباوو د آسونو د گلوپه لر او سره په بیلو بیلو عنوانو شهرت موندلی ؤ.
په دغه ترتیب هر کله چه په اوستائی زمانه کښی آریانی جامعي له هرې لارې پخپل ارتقائی مزل کښی مخ په وړاندی گامونه واخستل نو په تدریج اوغیر محسوس صورت اجتماعی طبقی پیدا شوې او دغه طبقې په او ستا کښی په درېو نومونو يادې شوى دى: (خوتو) (ورزن) (ایریامن) مدققينو د دغو دریو کلمو د تعبیر په شاؤ خوا کښی بيلې بيلې ويناوې او اظهارات کړی دی. د اوستا په پهلوی تفسیر کښی له دغو دریو نومونونه د (خويش - وا لونا – ایرمان) په کلمو سره تعبیر شوی دی د خویش کلمه تراوسه پوری زمونږ د مملکت په دری ژبه کښی موجوده ده، برز او ورز د کښت ؤکار په معنی راغلی دی، په پښتو کښی (بزگر) د دهقان په معنی دی. (ایریامن) ډېره پخوانۍ سابقه لری، ځکه چه په ویدی زمانه کښی (آر يامن) د ار باب انواعو څخه د يوې رب النوعې نوم ؤ، او هر کله چه د دوست په معنی هم راغلی دی نو احتمال لری چه د (یار) کلمه د هغه سره بی ارتباطه نه وی، په هر حال د اوستا پهلوی مفسرینو او اروپائی مدققينو د اوستا د اصل درې گونو کلمو څخه چه هر څه تعبیر کړی وی څه اهمیت نه لری، کوم شی چه مهم دی دا دی چه د هغوی واقعی مقصد د روحانیونو، بزگرانو او دهقانانو او د سوارکارو شرفاوو (شواليه وو) درې اجتماعی طائفی او طبقې وې. او (خوتو) به په روحانیونو او (ورزن) به په بزگرانو او (ايريامن) به په جنگياليو او سوارکارو نجباوو کښی استعمالېده یعنی د هغو اطلاق به په دوی باندی کېده. د هغې اشارې له مخې چه په نولسمه یسنا (۱۷) فقره کښی شوې ده احتمال لری چه په اوستائی زمانه کښی یوه بله طبقه هم موجوده وه، په دغه ځای کښی څلور طبقی په دغو نومونو يادې شوی دی چه هغه (اتروان)، (ر تشتر) (استریه فشیانت) او (هوئی تی) دی، اتروان له دوو کلمو نه جوړ شوی دی چه یوه ئی (اتر- اور) او بله ئی (وان) ده چه ټوله کلمه د (اتش وان) یا (د اور د ساتونکی) په معنی ده چه د هغه وخت له روحانیونو نه مقصد دی، د رتشتر پکلمه کښی (رت) گردونه معنی لری او هغه ئی په ( گردونه ران)سره ترجمه کړې ده، او له هغی څخه مقصد د جنگياليو شرفاوو طبقه ده. (استر) اورشو - څرځای (چراگاه) دی او په غیر مستقیم ډول په بزگرانو او مالدارانو ئی هم اطلاق کیږی. او ( هوئی تی ) د حرفت او کسب خاوندانو ته وائی باید دا ووایو چه دغه څلور ټولگی چه د اجتماعی طبقو په عنوان مو ياد کړل اصلاً او اساساً د هغو طبقو په معنی او مفهوم نه وو چه په هند کښی په مهاجرو آریایانو پیدا شوی وې. ( گایگر) د همدغی مسئلې په شاو خوا کښی دقیق شوی او په هغو باندی ئی د طبقو په ځای د (مراتبو) نوم ایښی او لیکی چه: روحانیونو، شرفاوو او بزگرانو بیله کوم ښکاره او مهم توپیر او فرق نه یو د بل په څنک کښی ژوندون کاوه - او ټولو برابر حقوق در لودل، او تردې چه کوم داسی مهم او واضح شی په لاس کښی نشته چه د څلورم ټولگی د حرفت او کسب د خاوندانو د مقام ټټېدو او تنزل نه اشاره وکړی. په دوهم فصل کښی مو اشاره وکړه چه په ویدی زمانه کښی په آریانا کښی اجتماعی طبقی موجودې نه وې، وروسته بیا په هند کښی د اندوس د ماوراء شرق د بومی او محلی دراویدیانو سره د مهاجرو آریایانو د تماس له کبله پیدا شوې، دغه روح د آريانا په جامعه کښی د اوستا په زمانه کښی هم محسوس کېده، سره د دې چه اوستا څلور اجتماعی مراتب یاد کړی دی مگر د ټولو حقوق برابر او یوډول وو د اوستا يادونه د هغو څلورو مراتبو ظهور ته اشاره ده چه په جامعه کښی پیدا شول، دوی يو د بل نه جلا او تیت وء پرک نه وو، پخپل منځ کښی ئی سره خپلوی کوله. په بل عبارت ټول يو د بل سره متصل او پیوست وو. هغه مقام چه په اوستا کښی (اتروان) یا روحانیونو درلود، د جنگياليو سوارکارانو او د بزگرانو طبقی هم درلود - اوستا چه په کومه اندازه د کښت وکر او زراعت توصیف کړی دی او بزگرانو ته ئی څومره لوړه مرتبه ورکړی ده همدغه رنگه سوارکارانو او پهلوانانو د اوستائی تهذیب په دفاع او د مملکت په ساتنه کښی مهم رول لوبولی دی او ډ پر لوړ مقام ئی درلود. اوستا بيله استثنا ټول خلک د ژوندانه د مشکلاتو سره د مقابلی او فعالیت او جنبش ته را بللی دی او ټول ئی د څلورو مراتبو په یادونه په یوه سترگه کتل. او ټولو ته ئی بیله تمیزه په تیک عمل، په ښو خبرو او ويناوو توصيه کړی او له دروغو او روحی او بدنی ناپاکیو څخه ئی په ټینگه منع کړی دی، او احترام او نه مراعات همدغه دوه ډوله مفکوری یواځی د آریانا د اوستائی جامعی د افرادو واقعی تمیز شمېرل کېده.
د بدن روغتيا او خائسته والى: اوستا لومړی د بدن روغتيا او سلامتۍ او د اندام خائسته والی تناسب او ښکليتوب ته ډېر اهمیت ورکوی، د دې موضوع سره مو د یاما پاچا د سلطنت په بیان او بحث کښی هم تماس و کړ او ومولېدل چه د بلخی پیشدادی د سلطنت موسس خپل رعیت د افرادو صحت او سلامتۍ ته څومره ډیر اهمیت ورکاوه، د بدن سلامتی او تناسب او د قد او ونې لوړوالی د هغو کسانو په ټاکلو کښی لوی لاس درلود چه د(واراماڼۍ) په احاطه کښی د پاچا ترڅنگ ئی ژوندون کاوه پراخه سينه، پلنی اوږی، لوړه ونه. او خاص بيا نافذې او روښانه سترگی د شخص افتخار بلل کېده د (نگاه روښنائی) د (نگاه تیزی) په بیلو بیلو ځايو کښی ئی تعريف شوی دی او ښکاره کوی چه په اوستائی جامعه کښی سترگو او د هغو ساتنې او مواظبت ته خاصه توجه کېدله. د قامت لوړوالى، د اندامو تناسب، قوت، توانائی، روښانه سترگی، وړه پونده، رسا او اوږده لاسونه دغه ټول هغه د افتخار وړ صفتونه دی چه اوستا نه یواځی سړی ته ورکړی دی بلکه د (یزا تونو) نورانی موجوداتو تعریف ئی هم په دغو صفتونو سره کړی دی. دغه رنگه د ښځو د څېرې خائسته والی، غټو سترگو، سپينو مړؤندونو او نازکو گوتو ته هم اشاری شوی دی: د اوستا د تعريف له مخی واضحه معلومیږی چه زمونږ د مملکت خلکو په دغه عصر کښی لوړی او دنگی ونې، پراخې او پلنی سینی او قوى بنيې درلودې، او ښځو به هم لوړی ونې او ښکلی او خائسته څېرې او راښکونکی او جذابې سترگی درلودلی. او - اوس هم په عمومی ډول د افغا نستان اوسېدونکی د خپلو تیکونو او اجدادو صفتونه لری. او قوى او غښتلی نسل دی. نو لکه چه لېدل کیږی د بدن سلامتی او تناسب او د څېرې او اندام ښکليتوب او خائسته والى او بدنی قوه او طبیعی طاقت د اوستائی جامعې له خصوصیاتو څخه وو - او د ظاهری او باطنی پاکوالی او نظافت د مراعات له موجباتو نه يو موجب چه په آخره درجه ئی په اوستا کښی توصیه شوې وه همدغه و چه خلک دې جسماً اوروحاً قوى او غښتلي وی چه د ژوندانه په مبارزو کښی تل بریالی شی، او نور په تیارو باندی غالب شی. اوستا د هلک د بلوغ کال چه هغه به ئی (ayu) (ایو) باله (۱۵) کاله ټاکلی دی او دغه مسئله زیاتره د آب و هوا او خاورې په تاثیر پوری اړه لری. څرنگه چه نن ورځ په دغه مملکت کښی هلکان د(١۵) کلونو له شاؤ خوا څخه ځوانۍ ته رسیږی په پخوانیو او باستانی زمانو کښی هم دغه تاثیر په دې آب و هوا کښی ؤ، او د ځينو نورو ځايو په نسبت هلکان او ځ وانان به ژر تر ژره د ژوندانه د حقیقی مبارزې مرحلې ته رسيدل.
واده -عروسی: څرنگه چه د آریانا د تاریخ په ویدی زمانه کښی واده په اجتماعی اعمالو کښی یو ډیر ښه عمل او حتی د مذهبی وظائفو جز شمېرل کیده، اوستا په ډېر دقیق مفهوم دغه اهمیت هغه ته ور کاوه، د مخه مو وویل چه پنځلسم کال د بلوغ سن شمېرل کېده له دغه تاريخ نه وروسته هلک او نجلۍ خامخا مکلف وو چه د عشق او محبت په اساس د ځان د پاره ملگری او همسر و ټاکی، او د همسر نه در لودل گناه بلل کېدله، په تیره بیا د ښځی له خوا، ځکه چه عقیده ئی درلوده چه سری به په تکرار سره د اوستا په لوستلو سره په راتلونکی ژوندون کښی د اولادې او نمسو خاوند شی مگر ښځی د اولاد پیدا کولو د پاره بیله دې نه بله چاره نه درلوده چه مېړه و کړی. په هغه هلک او نجلۍ باندی چه په کور کښی بی د همسر د ټاکلو او واده کولو نه لوئيدل د ټولو خلکو له خوا به بد او طعن ويل کيده.
لکه چه د اوستا نه معلومېږی هغه وخت چه د نجونو سن تقاضا کوله نو د قوی او غښتلو میړونو هیله به ئی کوله. د نجونو د غښتلو او مرکو د پاره به مور ؤ پلار او هغو کسانو ته مراجعه کیدله چه د نجونو روزنه او حمایت به ئی کاوه، په ځينو وختو کښی به پخپله نجونو ته هم مراجعه کیدله. او له دغه ځای نه د مېړه په ټاکلو، خوښولو او قبلولو کښی د ښځو آزادی معلومیږی.
واضحه نه معلومیږی چه د واده حقیقی عامل عشق یا طبیعی مقتضا او يا د کور او کورنۍ او عائلی تشکیل ؤ، خو سره د دې لکه چه گاتو نه د اوستا پخوانۍ برخه اشاره کوی (عشق او شفقت) یواځی د واده او د ښځی یا مېړه خوښولو عوامل بلل شوى دى.
په اوستائی زمانه کښی دا هم قاعده وه چه د دواړو خواؤ (خسر خیلو) او د (زوم خیلو) د موافقت نه وروسته ناوی به زوم ته سپارل کېده او اعتماد به کېده او دغه دوره د واده د کېدو تر وخته پوری زیاته کمه موده به اوږدیدله او ممکنه وه چه څو کاله به ئی په دغه ترڅ کښی دوام کاوه د واده د کېدو مراسم به د ناوی او زوم د لاس په ورکولو او د موبد له خواه دعا گانو په ويلو سر ته رسېدل او هغه وخت به ناوی ته گاڼی جامی اچول کېدې او ښه ډول ؤ سینگار به ئی کاوه او ښه به جوړیدله او پخپلو مخصوصو مراسمو به د پلار له کور نه د زوم یا مېړه کور ته وړل کېده ښځه او مېړه به پخپل کور کښی په اوستائی زمانه کښی د (نمانو پاتهنی) او (نمانو پی تی) په عنوان یعنی د کور د اختياراتو د خاوند په حيث به يادېدل. او له دې نه معلومېږې چه ښځی او مېړه به په کور کښی تقریباً برابر مقام او اختيارات درلودل - ښځه به د مېره په شان په هماغه يو عنوان يادېدل او د خپل کور د ادارې او انتظام کارونه به دواړو پخپل سهم او تقسيم سره اجرا کول، یعنی د کورنه د باندی کارونه لکه دهقانی، کښت ؤکر، ښکار، جگړه او داسې نور به د سړی کارونه وو او. د کوچنیانو روزنه او تربیه، د کور پخلی د جامو گڼډل پریمنځل او د ننه په کور کښی د چارو مراقبت او پاملرنه به د ښځې کار ؤ.
د آریانا د اوستائی زمانی ښځی به د ویدی عصر د ښځو په شان په مذهبی مراسمو کښی د نارینه ووسره شاملېدلې، له ناوی څخه د خپل مېړه لومړۍ غوښتنه او خواهش عفت اور پاکی او د شرف او ناموس ساتنه ده، او په دغه باره کښی يوه جزئی اشتباه به د طلاق موجب گرځیده. د واده په مسئله کښی یو مهم شی چه د ویدی او اوستائیزرمانو په منځ کښئ فی فرق درلود دا ؤ چه په ویدی عصر کښی په هغو خپلوانو کښی چه د وینی اشتراک ئی په منځ کښی موجود ؤ د ښځى کول منع وو، او په اوستائی زمانه کښی د دغه قانون په خلاف رفتار کېده او حتی د هغه ضد ته به ئی ترجیح ورکوله. دغه مسئله له دی نه پیدا شوی وه چه په اوستائی زمانه کښی په آریانا کښی د صافی وینی او عرق ساتل خپل آخری حدته ورسېدل او دغی رویې کورنۍ تردې اندازی پوری محتاطی کړی وی چه باید یواځی پخپلو کورنیو او خپلوانو کښی ازدواج و کړی. د یوې ښځی او د دوه درې څلورو ښځو د کولو په باب کښى له اوستا نه صريح معلومات په لاس نه راځى مگر له ځينو غير مستقيمو اشاراتو نه معلومېږې چه د ښځو تعدد یعنی دخو ښځو کول هم منع نه وو.
د کرهڼې او زراعت پر مخ تگ: زمونږ د مملکت د تاریخ ویدی دوره يوه داسې دوره وه چه مالداری او زراعت دواړه په دغه دوره کښی معمول وو مگر مالداری د زمیندارۍ او کرهڼې نه زیاته ترقی او عمومیت درلود تر کوم ځای پوری چه د ویدی سرودونو له مخی معلومېږی او په دوهم فصل کښی بیان شول د آریانا اوسیدونکی په ویدی عصر کښی زیاتره مالدار وو او مالدارۍ تر دې اندازی پوری د هغوی په ژوندانه کښی دخالت اولاس درلود چه د هغوی اجتماعی تشکیلات هم داور شو او پنډ ځای (اغيل) او د نورو په اساس شوی وو او علت ئى هـم واضحه معلومیږی ځکه چه د خلکو زیاتره وخت د هندوکش په دواړو خواؤ کښی د ځمکو په خوښولو او مهاجرت او په حرکت ا و جنبش تېرشو. که څه هم آریایانو بخدی ته د راتگ نه وروسته ډېره موده په دغه ځای کښی تېره کړه او د دوی ژوندون ډېر مراتب طې کړل او حتی د ترقۍ لوړو درجوته ورسېدل مگر بیا د هندوکش په دواړو خواؤ کښی د آریایانو مهاجرت اوتيت و پرک کېدل او د شرق او غرب خوا ته د ځينو څانگو مهاجرت شروع او تقریباً د چادر نشینۍ وضعیت ئی د یوڅه مودې د پاره پیدا کړ، او دغه ژوندون زیاتره د حیواناتو د روزنې د پاره مساعد ؤ. په هر حال د اوستائی زمانی په شروع کېدو سره هغه مهاجرتونه پای ته ورسېدل چه د هندو فارس خاورو ته وشول. او هغه کسان چه دلته په آریانا کښی پاتی شول ټول په بيلو بیلو ځايو کښی میشت او ځای په ځای شول، او ژوندون د مالدارۍ له حالت نه زیاتره د زمیندارۍ او کښت و کر خوا ته و اووښت او دغه یو بل گام دی چه د هندوکش د دواړو خواؤ اوسېدونکو آریایانو د ارتقا او مدنیت په لاره کښی واخیست، او دغه وضعیت زمونږ د مملکت د ملی تاریخ په اوستائی دوره کښی ډېر خپور شو او دومره عمومیت ئی پیدا کړ چه د پردی مملکت او د پرديو خلکو سره زمونږ د مملکت د خاورې او اوسېدونکو مميزه او جلا کوونکی عامل و گرځېد.
د ویدی سرود په نسبت په اوستا کښی د کرهڼې او کښت وکر او دهقانۍ او د حبوباتو د کرهڼې او د نيالگو د کېښودلو اهمیت ډېر ښکاره شوی دی، او حتی ویلی شو چه فرگاد یاد (وندیداد) درېم باب ټول د زراعتی چارو د پاره وقف دی او له محتویاتو نه ئی لېدل کیږی چه اوستا د حبوباتو کرهڼې او د نياليگو کېښودلو او د کښتونو د اوبه کولو، د ويالو او نهرونو ايستلو او نورو زراعتی چارو ته په څومره اهمیت قائله شوې وه، هر کله چه اوستائی دین او مذهب د ښو او بدو د قواؤ د جگړې په اساس کېښودل شوی ؤ د مملکت سمسورول او کښت و کر هم د لوږې او قحطۍ سره يو ډول مقابله وه. له دی جهته د اوستائی زمانی آریایان د خپلو مذهبی وظائفو له مخې د زراعت په زیاتولو او خپرولو او د ویالو په ایستلو او د نیالگو په کښینولو او د حبوباتو په کرلو مکلف وو، او د همدغو قوانينو د مراعات له کبله وو چه او ستائی خاوری یعنی د آریانا ولایات هر یو سمسور او ودان شوی ؤ او د اوستا په متن کښی (د اعلی ځمکی) په صفت یاد شوی دی.
د اوستا په گاتونو کښی دهقانه طبقه اوزراعت پیشه خلک د (ور زن) په کلمه یاد شوی دی چه په هغی کښی د (ورز) ریشه مهمه او د یادداشت وړ ده، ځکه چه له هغی نه د (برز) او (بزر) کلمه پیدا شوی ده او د هغی سره د (گر) د کلمی په یوځای کولو سره ئی د (برزگر) او (بزرگر) کلمه جوړه کړې ده، او دغه وروستۍ کلمه په پښتو کښی معموله اومروجه ده او په دهقان با ندی کی اطلاق کیږی.
جگړه او د جگړې آلات او ادوات: څرنگه چه ویدی سرودونه او د اوستا متن شهادت ورکوی د آریانا آریایان با شهامته، زړ ور او جگړه مار خلک وو او د وید اومها باراته رزمی سرودونو او د اوستا متن او شاهنامو او نورو ملی مأخذو د هندوکش د نجیب اولاد سلحشوری او جگړه ماری خائسته او مزينه کړې ده، په دوهم فصل کښی مو په ویدی زمانه کښی د خپل مملکت د اوسېدونکو د جگړه مارۍ وضعیت په لنډ صورت بیان کړ. هر کله چه په اوستائی دوره کښی په آریانا کښی آریائی قومی او ملی احساسات له پخوا نه زيات تقویه شول او په شمال او شمال غرب او غرب کښی د توریائی او غیر آریائی او سامی عناصرو د مخالفینو په پیدا کېدو سره زیاتره په آریانا کښی د مقابلې احساسات وپاریدل او د پخوانۍ جگړه مارۍ او جنگ ازمائی روح د مملکت په اولاد کښی په مراتبو قوی شو، او زمونږ لويو پادشاهانو د پهلوانانو او د جنگی میړونو په روزنه او تربیه او د نسل په قوی کولو کښی ډېر زیارونه او زحمتونه وايستل، او د کورنۍ روزنې او د محيط د اغېزې او تاثیر او د ملی مفاد او د لویو او مدبرو پادشاهانو د سیاست د مقتضا په نتیجه کښی د جنگ ازمائی روح په نسل او جامعه کښی ډېر خپور شو او ترقی ئی وکړه. په ویدی عصر کښی د مهاجرتونو او ځای په ځای کېدلو او د ځمکو نيولو او د مالدارۍ د ژوندون په مناسبت پخپله د آریائی قبائلو په منځ کښی تر يوې اندازی پوری مجادلې او مخالفتونه هم پېښېدل. په اوستائی زمانه کښی دغه مفکوره کرار کرار له منځه لاړه او هغه خلک چه د آريانا په اوستائی مملکت کښی اوسېدل او ژوندون ئی درلود ټول به د ضرورت او لزوم په وخت د یو واحد مملکت د اولاد په حيث د پردیو خلکو او خارجيانو سره چه د عرق او دین و مذهب له مخی کی ددوی سره توپیر او فرق درلود جنگېدل به او د خپل مملکت دین او آئين او تهذیب او د خپلې خاوری او حکومت څخه به ئی دفاع کوله، لکه چه د (آریا) او (توریا) جنگونه او یا د (آریانی) او (نورانی) مقابلې زمونږ د مملکت د حماسی او رزمی لویو موضوعاتو څخه يوه موضوع ده او انعکاس ئی له اوستائی زمانې نه را وروسته دومره زيات دی چه په وروستنیو دورو کښی زمونږ د مملکت ټول رزمی داستانونه او عنعنات ئی نیولی او اشغال کړی دی.
* * *
مونږ د مملکت په اوستائی عصر کښی زیاتره د پهلواناتو روزنه او (تربیه=دا برخه ونه لوستل شول ) مروجه وه. په جنگونو کښی به د کورنۍ مشران د خپلو منسوبینو اومتعلقينو سره چه له ځامنو او مربوطو ملار مینو څخه له عبارت ؤ ټول د (یو ټولگی پهلوانانو) په حيث شاملېدل.
گایگر وائی چه نظامی تشکیلات هم زیاتره په همدې اساس وو او پهلوانانو او رزم اورانو کورنۍ کورنۍ او قبيله قبيله صفونه تړل چه د خپلوۍ علائق د خطر په وخت کښی دوی زرور او دلاوره کړی ملت او عسکرو پخپل منځ کښی سره فرق نه درلود، ملت له رزم اورانو نه عبارت ؤ او رزم اوران د ملت له خلکو او افرادو نه عبارت ؤ، یواځی کوچنیان او ښځی او سپين ږيرى او زاړه خلک له جنگی کارونو او مشاغلو نه معاف وو، د ترتیب او صف تړلو مراعات به کېده او د مملکت پادشاهانو او شهزاده گانو مستقیماً د خپلو پهلوانو عسکرو اداره کوله او جنگ ته به ئی لېږل.
په ۱۳ یشت ۳۹ فقره کښی عسکر د سپا ده Spadha په کلمه یاد شوی دی او له هغی نه د سپاه کلمه منځ ته راغلې ده چه تر نن ورځی پوری په دری ژبه کښی معموله ده.
د عسکرو د ټولگيو د توپیر دپاره بیرغونه او نښې معمول وې لکه چه د (درفش) کلمه له اوستائی کلمو څخه ده او (گایگر) دغه عقیده لری چه د بخدی هغه لوړ بیرغونه چه اوستا یاد کړی دی د باختریانو د رشادت له مميزه علامو څخه یوه علامه هم ښکاره کوی همدغه رنگه په اوستا کښی راغلی دی چه (فراواشی Fravashis) (د تیکو او دار وأحو ژنی) هم مخصوصه عسکری علامه او نښه درلوده له هغو کتنو او مطالعاتو څخه چه دغه ذکر شوی مدقق د اوستائی آریایانو په و سلو کښی کړی دی وائی چه د دفاعى وسلې نه د هغوی تعرضی وسلې ډېری وې.
په اوستائی زمانه کښی تر هغه وخت پوری هم د ویدی دوری په شان په آریانا کښی په جنگی گاډیو او عرادو سره جگړې رواج درلود مگر زیاتره به پادشاهانو او شهزاد گانو او د قوم په نجبا وو پوری مخصوصی وې. د ویدی زمانی په شان په دغه وخت کښی هم دوه تنه جگړه مار او گاډۍ چلوونکی په یوه جنگی گاډۍ کښی کېناستل، او فتح او شطارت او حتى د جگړه مارو ژوندون زیاتره د عرادې چلوونکی په مهارت او قابلیت پوری اړه او ربط درلود له دې کبله د عرادې چلوونکی سره نه د نوکر په ډول بلکه د يو ملگری او رفیق په حیث ورسره رفتار او گذاره کېدله - زره او جوشن او د هغو اغوستل په جنگ کښی معمول وو. (میتهرا) د لمر رب النوع چه په جنگونو کښی آریانی اوستائی ملت ورځنی مرسته غوښتله د (زره طلائی د خاوند) په عنوان بلل شوی دی، د هغو تشریحاتو له مخی چه (وندیداد) ئی د يوي جنگی عرادې او د هغې د مربوط پهلوان په باب کښی ورکوی معلومیږی چه زمونږ د مملکت جگړه مارانو (رزم - Zradha) له کلمی څخه مشتقه شوې ده او د دې کلامی معنی د (جغ جغ) آواز ورکوی او معلومېږی چه د هغی د حلقی د آواز له مخې دغه کلمه منځ ته راغلې ده او تر اوسه پوری پاتی ده. پوره نه معلومیږی چه د هغه وخت زره کامله له فلزی ټوټو څخه جوړه شوې وه يا د حلقو له مجموعې څخه په هر حال پخپله زره معموله او مروجه وه. خود د «ساره واره» Saravara ) په کلمه یاد شوی دی او له دوو جزؤنو نه مرکبه ده چه یو جز ئی (ساره) د سر په معنی او بل جز ئی (واره) د ساتونکی په معنی چه د مرکبی کلمی معنی (د سر ساتونکی) کیږی پوره نه معلومیږی چه آیا خود به ئی له څرمنې له جوړا وه یا د فلزونه - له هغو اشاراتو نه چه (فراواشی د وفات شوو د ارواحو د ژنی او د (راهبو) دبا د د رب النوعى او د میتهرا د لمر د رب النوعی په باب کښی شوی دی واضحه معلومیږی چه د فلزی خودونو خولۍ په اوستائی زمانه کښی معموله وه په پشتو او کښی د خود کلمه هم د (خودههKaudha دا برخه ونه لوستل شول) أپه صورت یاده شوې ده او د ژبرو (برنجی) خود په (آیوخودمه Apc-iliated ده برخه ونه لوستل شول) او طلائی خود به زرانیو خوده (mokhata دا برخه ونه لوستل شول) سره یاد شوی دی.
سربېره په دی پهلوانانو به نور شیان هم د بدن د بیلو بیلو برخو د ساتلو دپاره اغوستل لکه: (کوی ری Kuiri چه ځان به ئی په زرې پوری نښلاوه (پیتی دانه Paiti-dana چه د مخ کښته برخه به ئی ساتله، (کرهKamara ) ئی یعنی هغه کمربند چه هم پکښی توره ځوړندېدله او هم د ملا برخه به ئی ساتله او بدن به ئی استوار او غښتلی ساته.-
(رانه پانه Rana-Pana)، یا (ران بند) چه ورنونه (رانها) به ئی ساتل سپر هم به دغه وخت کښی مجهول او نا معلوم نه ؤ، په ۱۳ یشت په ٣۵ فقره او د ۱۹ یشت په ۴۵ فقره کښی د (سپاره دننه= دا برخه ونه لوستل شول) په کلمه یاد شوی دی، او له همدغه نوم نه د (سپر) کلمه میدان ته راوتلې ده.
د دغه وخت ډېره پخوانۍ تعرضی وسله (گرز) وه چه ابتدائی صورت ئی د لرگی دغو ټن (گره دار) ډانگ په شکل ؤ چه ځینی وختونه به د وزن د زياتولو دپاره د فلزو ټوټی هم وریوری تړلی او نصبولې. يو بل ډول کوچنۍ گرزئی. هم درلوده چه معمولاً به ئی هغه په ملا یوی تړله او په هغې سره به ئی دښمن ويشته، دغه گرز به معمولا تیز تیز تیغونه درلودل او په هغو باندى به ئی میخونه ټکوهل او ټينگول به ئی، او اوستا په ټولو وسلو کښی ډېره خطرناکه وسله بللې ده، او د لمر د رب النوعې (ميتهرا) مخصوصه وسله وه او هغه ته به ئی (وزره Vazra) ویل چه په سانسکریت کښی د هغی معادل (وجره Vajra) ده او کابلی با سیستانی مشهور پهلوان )کرسپه kers spa ) دغه وسله مدام د ځان سره گرځوله.
چکوشه Clansha یا وسله ئى تبرزین ؤ چه دوه طرف مخونه ئی (دودمه) درلودل او غڅوونکی ؤ. د چکش کلمه له هغی نه پیدا شوې ده.
زمونږ د مملکت د اوستانی دورې پهلوانانو يو ډول کوچنۍ نیزی درلودې چه د غشې ته لویې وی او د مټ په زور دښمن ورباندی ويشتل کيده، او معمولا یو پهلوان دېرش نيز د ځان سره اخستلې څرنگه چه د غشی شدت او تیزوالی د ليندې د کږیدو په قوت پوری زیاته اړه درلوده د دغی نیزی د رفتار تيزوالى او لگېدل د پهلوان د مټ په قوت او د غورځولو او ويشتلو په مهارت پوری مربوط وو. غشی او لېندې د دغه زمان په جنگونو کښی معمول نه او استعمالېدلې. ليندى به ئی معمولا له داسې لرگونه جوړولې چه کږيدل به، او مزی ورژۍ به ئی د حيواناتو له پلو يا کولمونه تيارولې او هغی ته به ئی (اره زازهی Arezazhi) يعنى (د جنگ فاتح) وبل اوغشى ئې (ئی شوIshn) بلل او د شل غشو یا دونو د لختو څخه به ئی جوړول.
د غشی هغه برخه چه د لیندی په منځ کښی کېښودل کېده (پای) بلل کېده او معمولا د ښکرنه جوړېدله. د غشی سر ته به ئی (دهن) وبل ځکه چه دغه برخه د دښمن په بدن لگېدله او د دښمن وينی ئى راښکودلې او د مفرغونه به جوړېده یو پهلوان به دېرش غشی د ځان سره اخستل. (ارخشه Erkhsha) په اوستا کښی د هغی زمانې ډېر ماهر غشى ويشتونکی بلل شوی دی چه له يو غرنه به ئی بل غرته غشی ویشته. په اوستائی عصر کښی زمونږ د مملکت په پهلوانانو کښی نیزه او خنجر او چنو غزې (فلاخن) معمول او مروج وو. د نیزو سرونه به ئی تیز او اوږده جوړول. د دغه وخت توری به معمولااً لنډې او دوه مخیزه یعنی دواړه خوا وې به ئی نیزې وی. او زیاتره به هغو بیش قبضونه ورته وې چه تر اوسه پوری د پښتنو په قبیلو او نورستانيانو کښی لېدل کېږی په آخر کښی دا هم وایو چه یما پاچا د اوستا د بيان له مخې ښکلی طلائی خنجر درلود چه د ده د سلطنتی قوت علامه وه.
د زند ژبه: په دوهم فصل کښی د (ویدی ژبی) تر عنوان لاندی مو وویل چه د باختری کتلی آریایانو د هند و اروپایی له ژبو څخه په یوه ژبه خبرې کولې، چه مدققينو په اول وخت کښی هغه ژبه (باختری ژبه) بلله او وروسته بیا ئی (آریا) یا (هند و ایرانی) د ژبو په نومو مسمی کړی ده. په دی کښی هیڅ شک او شبهه نشته چه د دغی باختری ژبی د نشوؤ نما ځانکو او د هغی د اساسی او مهمو څانگو او ښاخونو د پيدا کېدو، پراختيا او د خپرېدو لوی کانون د آریانا مملکت دی. په دوهم فصل کښی مو وويل چه د باختری آریائی ژبی څخه هغه ښاخ چه لومړی ئی نشوؤ نما وکړه او لومړنۍ نمونی ئی په ویدی سرودونو کښی موجودی دی د دغو سرودونو ژبه ده چه هغې له مدققين (هند و آریا) وائی او په (ویدی) نامه هم یاده شوی ده او مونږ هم په همدغه نوم بیان کړی ده.
له هماغی باختری آریائی ژبی څخه د ویدی ژبی سره برابرې نوری ژبی هم په آریانا کښی جلا شوی دی له دې جملې نه يوه ژبه د اوستا د گاتونو ژبه ده چه معمولا هغه د (زند) د پبی به نامه یاد وی. ځینو مدققينو به اوئلو وختو کښی د غه ژبه هم باختری ژبه بللې ده او اوستائی هم ورته وائی مگر زیاتره د (زند) په ژبه مشهوره ده - د هغو آخرنیو ادبی نمونو چه د وید په ژبه کښی زمونږ په مملکت کښی پیدا شوی دی او د هغی پخوانۍ نمرنی تر منځ چه د زند په ژبه کښی پیدا شوې ده د (گاتونو) په شان فرق ډیر لږ دی، د مملکت د دغو دوو ژبو ترمنځ د کلماتو مشابهت د قياس له حد نه بیرون دی او د جزئی صوتی تبدلاتو په مراعات چه هغه هم معین اصول لری کولی شی چه حتی د یوې ژبی د شعر ټوټی په بله ژبه وگرځوی د دغه مطلب په باب کښی د ژبی د پوهانو او مدققينو له خوا ډېر کتابونه ليکل شوى دى.
نو (اوستائی) ژبه یا په بهتر ډول ووایو د (زند) ژبه ځکه چه ټوله اوستا په دغه ژبه ليکل دوې نه ده او یواځی (کانونه) د هغی پخوانۍ نمونه ده - همه ژبه ده چه د ویدی سرودونو د ژبی په شان د باختری آریائی ژبی له اصلی ننې نه جدا شوی ده او زمونږ د مملکت په خاورو کښی ئی نشوؤ نما موندلې ده په هغه زمانه کښی چه ویدی ژبه د سرودونو ژبه وه د زند ژبه او نوری هغه څانگی اوښاخونه چه مستقیما له باختری آریائې ژبی نه جلا شوی وو زیات و کم په نشوؤ نما کښی وو تر دې چه ویدی ژبه د لومړی ژوندون له يوې دورې نه وروسته چه سرودونه ئی ډېر ښه شواهد دی د آریانا له خاوری نه د اندوس (سند) ماوراى شرقى ځمکو ته ورسېدله او خپره شوه، او د زند ژبه دومره خپره شوې وه چه زمونږ د مملکت د اوستائی عصر، دين او نورو ممیزاتو سره میدان نه راووځی لکه چه گاتونه چه د اوستا ډېره پخوانۍ برخه ده او د زرتشتر سپنتمان او ویشتاسپه د باختر د پاچا د ژوندانه په زمانه کښی ویل شوی دی په همدغه ژبه دی.
څرنگه چه د وید له ژبی څخه وروسته د سانسکریت ژبه او نور پرا کریتونه په هند او د شرقی آریانا په ځينو ځايو کښی پيدا شول د زند ژبه د آریانا د ځینو شمال شرقی برخو (تخارستان) په ژبو او هغو ژبو کښی چه وروسته د فارس په خاوره کښی د پخوانۍ فارسی په نامه پیدا شوې ډېر دخالت لری او له همدې فارسی نه وروسته په تدریج او د نوو زمانو په تېرېدلو کښی متوسطه پهلوی فارسی او نوی فارسی پیدا شوې ده.
که څه هم د پښتو په باب کښی په دوهم فصل کښی د مدققینو نظریات ښکاره کړل مگر هر کله چه د هغو تحقیقاتو له مخی چه تر اوسه پوری شوی دی د زند سره ئی ارتباط زیات دی نو بیا وایو چه: دوه تنه لوی مدققین (مولر Er.Muller او دار مستتر دغه عقیده لری چه پښتو یا د زند، له ژبی یا د بلې ژبی څخه مشتقه شوې ده چه د زند سره برابره باختری آریائی ژبی څخه منشعبه او جدا شوی ده. په هغه صورت کښی چه پښتو له زند څخه جدا شوی نه وی یا پخپله د ویدی او زند د ژبو په شان رأساً د باختری آریائی ژبی څخه جدا شوې ده او یا اصلاً د زند سره برابره بله ژبه له اصل باختری آریائی ژبی نه بیله شوې ده چه د ادب پخوانی صورت ئی په لاس نشته او پښتو ئی نماینده گی کوی او له همدغه جهته ځينى لکه داکټر (ترومپ) پښتو د هندی ټولگی او ایرانی ټولگی د ژبو ترمنځ پوه مستقله ژبه بولی او هر کله چه دغه ټولگی د ویدی سرودونو د ژبی او د اوستا د گاټونو له ژبی یعنی د (وید) او (زند) له ژبو څخه منځ ته راغلی دی. د ډاکتر ترومپ په عقیده د پښتو ژبې د دغو دوو ژبو ترمنځ مستقل مقام درلود او په دغه صورت ویلی شو چه د وید او زند پهلوی، د پښتو ژبه یا څه نا څه همه بله ژبه چه نن ورځ ئی د پښتو په نامه زمونږ ملی ژبه تشکیله کړې ده په مستقل ډول له باختری آریائی ژبی څخه بیله او جدا شوی وه زمونږ له ویدی ژبی څخه هندی ژبی جدا شوی دی زمونږ د زند له ژبی څخه غلجی منجی شغنی، او پخوانۍ فارسی ژبه او د هغی څانگی میدان ته راووتلې او پښتو پخپله په مملکت پاتې شوه.
هغه بله يوه مسئله چه به دغه ځای کښی ئی یادول بې ځایه ندی داده چه د آریانا د شمال شرقی څنډې یعنی د تخارستان د علاقی ژبی چه د غلچه (سجی یا منحنی= دا برخه ونه لوستل شول)، واخی، اشکاشمی، شغنی (اونه= دا برخه ونه لوستل شول) داسی نورو ژبو نه عبارت دی د اوستائی ژبی سره ډېر شباهت لری د زند له ژبی سره د پامیر از بر اکسوس او بدخشان د درو د ژبو په مشابهت سربېره د افغانستان د دې څنډی به اوسیدونکو کښی د اوستائی تهذيب بقايا وو د زیاترو لويو مدققينو او سياحينو نظر او نو چه ځانته راگرځولې ده.