د پښتو د بشپړتابه مراتب
زموږ ژبه اوس د نوي ژوندانه په ډگر کښي پل ږدي، او پښتانه غواړي چي خپله ژبه پر نوي اساس او علمي ډول وروزي، او دده و ئي کي چي د وطن آينده علمي او رسمي چاري په دغه ژبه و کړای سي.
ژبي خو لومړي پلا په دغه شكل چي اوسسته منځ ته نه دي راغلي، بلكي په ډيرو پېړيو كښي پشپړي سويدي، په هره پېړۍ کښي د هغپلي زمان اوړي خلو د خپلو معلومات. ت سره سم په ژبه کښي مواد او کلمات زياتي کړيدي، او دا د د سير په ژبو کښي اوس هم جاري دي. هر ملت خپله ژبه سموي، مواد ئې لږ وي يا ډېر وي او پر هر ډول ئې را اړوي، لكه ددوي دژونده احتیاج چي وي يواجتماعي پلټونكي او محقق په. دې موضوع کښي داسي وايي
: هر ملت تل خپله ژبه اړوي ځکه چي ژبه د ملتو د معنوي لوړتياوو سره سمه پر مخ ځي، نو هر څوني چي د يوه ملت افکار او خيالات لوړ سي ژبه ئې هم لوړيږي (1) دا خو د ژبو د طبيعي لوړتيا سیر دی چی پخپله د ملتو د ارتقایی یوون تابع دي، مگر ژوندی ملل تل زیار کاږی چی پخپل جهد هم خپله ژبه لوړه او بشپړه کي.
په یوه ژبه کښی چی علمى تحقیق او ادبى کار نه وى سوې، او د هغې د نشو ونما کار نوی شروع کیږی په لومړۍ مرحله کښی ددغو : کارو ضرورت نيدل کيږي
ا د ژبي كلمات او لغات او اصطلاحات يا خاص تعابير اولغوي ذخير راغونډول او را در مرتبه قاموسونه ئې په اوسني علمي ډول لیکل.
۲. که په ژبه کښی ځینی پردی کلمات مستعمل و دغه باید ټول سره راغونډ سي او ددې خبري تحقيق او پلټنه وسي، چي آيا دغــه کلمات پخپله په ژبه کښي معادل لغات لري که يه؟ او که ئې نه لری نو څه باید و کو؟
۳ كه داسي وي چي د پردو كلمه او مخصوصو علمي اصلاحاتو او تخنيكي او فني كلمه و په در مقابل كښي په خپله په ژبه كښي كوم مواد موجود نه وي او نو بايد همان هغه خارجي كلمات واخلو او. که د هغو به مقابل کښی د ژبی خپل لغات رواج او وضع کوو؟ د پښتوژبي د نوي ژوندانه او علمي روزني په اوسنۍ مرحله کښي هم موږ له دغو درو خبرو سره مخامخ کېږو که موږ خپله ژبه ژوندۍ کوو، نو دې ته اړي يو چي هرو مرو چي هرو مرو چي به په دغو، زمو خبرو پس از آن. او ژبنۍ ټولنی او د ژبی اکاډیمی حتماً ددغــو پوښتنو ځوابونه ووایی.
نن هغه وخت تُر دی، چی علم او پوهنه به په گینو مخصوصـو خلکو پوری مخصوصه، خلکو پورې مخصوصه وه نن موږ غواړو چی د ملت ټوله و گړی مو.
پوه او د علم خاوندان او پیاوړی وی نو چی علم موږ د ملت یو مشترک مال،وبولو دپاره خو ترټولو دمخه دا لازمه ده چی خپله ژ به بشپه،کو ولی چی علم خو پخپله ژبه ښه او ژر او زد که زمو. دغسي پاته سي، لکه اوس چي ده نو به په وطن کښي د علم خپرول ممکن است نه وي موږ که غواړو چي د پښتو د اوسنۍ زمانې لهيا نيازاتو سره سمه وروزو، نوبه ضرور هغه مراحل طئ کوو چي نورو اقوامو د خپره. کښي پرتللي دي او هگه دا دي :
د ژبی لغوی ذخایر راټولول:
ژبه ډیر لغوي مواد لري چي غنا او بدايتوب ئې هم په هغوسره وي لغاتو او کلمات يا اصطلاحات يا خاص تعبيرونه يا متلونه او د عوامي او ادبي. اوسنی علمي اساس د هغو ترتيب او تحقيق داسي کارونه دي چي تراوسه د پښتو لپاره په مکمل ډول نه دي سوي د پښتو مهجور اوليري لوودلي لغات تر اوسه زموږ ليکوالو اروېدلي لا هم نه دي.
د پښتو سوچه لغاتو اکثرا و غرو او گوښوته هجرت کړی دی، او باید ضرور علمي ډلي په دغو ځايو کښي پسي و گرزي او د پښتو د لوي قاموس د ترتيب اوتکميل لپاره ئي راي اوسني علمي اساسونو برابر تر علمي ترتیب لاندي سره راغونډه او ضبط کړي
مثلا : دکندهار د جنوبي خوا ريگ او گرمسير خوا، ارغسان، کدني ښوراووک د هلمند غاړي، زمينداور سيمي، د هوتکو غرونه ماروپ، د ارغنداو غاړي مقر او شلگر سيمي، د سپين غره شرقي او.
غربي لمني، د سليمان غره شرقي او غربي خووي، دکرمي دري دنگرهار غرونه او سيمي د کاکړو ږوب اود هغه شمالي خواوي لکه : مسه خيل، دومر، بابر مروت بيا تر بنو او ټل پوري د پھ اوه او سيمي د کاکړو اود. او د پختا د ولايت سمي او غرونه دا ټول ځايونه بايد د پښتو د لغاتو او لهجو او مصطلحاتو او متلونو او نورو خصائصو لپاره وپلټل سي، او د سيتو گرامري مواد هم بايد د ټولي ژبي دمطالع. شیان به زموږ د علمي ټولنو په لاس ورسي.
مثلاً : ما يو وخت د مهابن د تاريخي غره په لمنو کښي له يوه جدون پښتون فقط سره خبري کولې هغه ويل : زموږ ملکان ټول پوليسو نيسلي دي حال داچي نور ټول پښتانه دغايه فعل پر ځاي نیولي دي وایي او له نیسل څخه فقط فعل حال نیسي او مستقبل وبه نیسي اشتقاقوی.
په مروتو کښی تراوسه هم مزدک ته وایی، او دا هغه کلمه، چی په پښتو زاړه ادب کښی مستعمله وه، خو اوس فقط د سلیمان د غره پرهاخوا په مروتو او مسه خیرو مسجد او بابړو کښی مهجوره پاته ده.
د لغاتو ذخایر خو موږ له لوړو ځایو څخه پیدا کولاي سواي، اما په پښتو ادبی لیکلې ذخیره یعنی منظومو او منثور و خطی او چاپی کتابو کښی هم ډېر دقدر ومواد سته چي هغه هم باید د خپلو نظایرو سره راغونډ سي
۲ : تر وضع دمخه تحقیق
د پښتو د علمي کولو يعني ددې لپاره چي په دغه ژبه کښي علم داخل سي، موږ ناچاره يو چي په علمي ژباړه او ترجمه پيل وکو او.
ددې کار لپاره ډیرو علمي اصطلاحاتو او فني لغاتو او ډول ډول کلماتو ته نياز لرو، چي يا د پردو ژبو څخه واخيستل سي، يا پخپله په ژبه کښي موجود او تطبيق سي. مگر تر دغه کار دمخه باید تحقیق او پلټنه وسی چی ایا د هغه مطلوب خارج از لغت په در مقابل کښی پښتو کومه کلمه لری که یه؟ ډېر ځله داسی پېښیږی چی ظاهراً په ښارو یا بعضی لهجو کښی د هغې پرده کلمې لپاره پښتو مستعمله کلمه نه وی، مگر په یوه بله لهجه یا گوښه کښی پغتتو سوچه
6 مثلاً یوخت چا وغوښتل چی د آخور دکلمې لپاره پښتو ضد چی په هغه مجلس کښی ددې کلمې لپاره چا کوم پښتو لغت و بساندی نکړ، او زیات تحقیق هم ونه سوهل. د لغزلو ځای کښېښووله سوه، حال دا چی پسله یو څه پوښتنی او گروېږنی دا ښکاره سوه چی د سلیمان غره د لمنو پښتانه آخور ته پمبی وایی. نو چی اصیله او پخوانی کلمه کلمه وی باید هغه واخیستله سی حاجت نوی وضعته. تر تحقیق او پلټنی دمخه د نوو کلماتو په وضع کولو کښی تلوار کول ښه کار نه دي.
۳ تولید که وضع ؟
تولید او مولدات د عربی ژبی له لغوی اصطلاحاتو څخه دی، د تولید یو ډول دغه دی چی دژبی ځنی زاړه مواد او کلمات په نوې مشهور کی او د ژبو پوهان تر نوی اختراع دغسی تولید غوره گڼی. مثلاً په ژبه کښی ډیر مواد وی چی هغه اوس پخپله زړه معنی نه استعمالیږی، او فقط په زړو ادبی پاڼو کښی پاته وی. یا دا چی د یوه لغت په زاهده معنی او نوی استعمال کښی کلکه قرینه موجوده وي، نودا جائزه ده چي علمي ټولني زاړه مواد په نوو مفاهیمو . قبول کړی او داسی کلمات نو "مولد" بلای سو.
په تولید کښي کلماتو ته څه معنوي تغيير ورپېيږي مگر زوړ مفهوم له نوي سره د ارتباط وجه او د نښلولوي لري مثلاً د آريايي اقوامو په زړو افسانو او ميتالوجي کښي يو مار يو مار ئوچي تر خويستان. ارتباط او قرینه ئې پر TORPEDO کښېښود، دا هگه بحری بم دی چی د اوگوټو د غرقولو دپاره ئې پر اچوي.
هزینه پخوا په فارسی کښی د خزانې او نفقې او خرڅ معنی لرله، مثلاً كمال اسمعیل وايي :
کردم هزینه در ره مدح تو نقد عمر
وراندکی بماند ،ازان هم برای تست
مگر فرهنگستان دا کلمه د مصرف او خرڅ لپاره دخل مقابل په مالي امورو کښي د EXPENSES پرځاي مخصوصه کړه، عربو پخوا يوه جنگي آله "دبابه" درلوده، المقري عربي مؤرخ ليكي : " وعمل موسي دبابه دبها برمسلمون" ۲) البلاذري هم وايي : «فاتخذ المسلمون الدبابات وقاتلو اقتلاً» (۳) له دغو تاريخي سندو دا آله په عربو كښي زړه وه، اوس عربي ژبنيو ټولنو دغه كلمه راواخيسته او را توليد په ډول ئي پر آهن پوش موټر او تاڼک TANK اطلاق کړه، دوی وایی چی په یوه قرینه او ارتباط زړو نوم مونده کیږی نوی نومونه ایښوول فصاحت نه دی. کوی موتر : سیاره سایکل : دراجه ایروپلان : طیاره او یونیورستی : جامعه او فاکولته : کلیه بولی، او دا ټول زاړه کلمات ئې په تولیدی ارتباط په نوو مفاهیمو پوری نښلولی دي. په پښتو کښی هم تر وضع دمخه له تولید څخه کار اخیستنه ښه ده، او نه یو خو د ژبی ځنی زاړه او مهجور لغتونه برته په نوی قری استعمال کښی لویږی، او خلکو ته هم نابلده او ناشنا. نښت مزی ئې اذهان فوراً له زړې معنی څخه نوی مفهوم ته رانقلوي.
ددې ډول تولید مثال ډېر دي، او تر اوسه هم ډېر کلمات په دغه راز مولد سویدي مثلا : بریښنا پخوا فقط جوی برق و بدون اوس دغه برق ته وایو، چی د تنویر او تسخین او تدویر لپاره کار داځ ځ مفهوم کښی مولده سوه، خو د زاړه او نوی مفهوم تر منځ د ارتباط قرینه هم سته
په دغه ډول نو که اوس موږ د خپلو عصري اړتیاوو د پوره کولو لپاره ځنی زاړه کلمات په نوو مفاهیمو کښی استعمال کړو بده به نه وی، به عنوان مثال : گوند خو پخوا د خانوادۀ جنبہ او را به موھو و اوه. او د نوی سیاسی حزب او PARTY په مقابل کښی به ئې د سیاست پر میدان په مولد ډول و دروو لکه ډیموکرات گوند یا سوشلست گوند او نور.
دغه ډول تولید یوقرن دمخه لا په افغانستان کښی شروع سوى ؤ چی د امیر شیر علیخان په عصر کښی عسکری اصطلاحات ترجمه کېده نو پښتنو کوچیانو د پسونو د شمېر اصطلاحات ئې په نوى عسکری ډول غمد کھدک ډول مولد کړل کړل چوله کُلَد. لاهم په عسکری تشکیلاتو کښی زموږ په درد خوري.
نو ترهغه وخته چی داسی مولدات پخپله په قدیمه ژبه کښي لاسته راځي ښايي په اوسنيو اړتياوو کښي استعمال کړو، او سمدلاسه په وضع لاس پوري نه کړو .
۴ دلغاتو هجرت او اهلیت :
انسانان او متمدن ملتونه تل یو له بله مدني او اجتماعي روابط سره لري : دوي په تګ راتګ او سوداگري او مدني راکړه تل سره مشغول وي او کله اقتصادي عوامل یوه ډله انسانان مجبور کوي چي نورو سیمو ته هجرت وکړي اوپه تاریخ کښي دا خبره ډیر نظایر لري چي دیوه لیري ملت افراد په جنګي تاړاک کښي بلي خورا لیري مځکي ته تللي او هلته پاته او میشته سویدي : مثلا: دېر یوناني لښکریان دسکندر سره افغانستان ته راغلل ، او دلي پاته سول ، په پېړیو پېریو پر باختر ددوی سلطنت ؤ.
ددغو مهاجرو انسانانو سره ددوي ژبه او ثقافت او ټول اجتماعي دو دونه او روحي خصایص هم نوي سیمي ته ورنقلیږی اولکه یو انسان چي دنوي محیط سره تطابق ADAPTATION کوی او پسله ځو مدتې تراهلیت وروسته دخپل نوی چاپیر سره داسي سمیږي چي حقوقا هم د هغه ځای دتابعیت حق مومي ، اوبالکل دنوي محیط شکل او معنا او خوند او رنگ پیدا کوي.
لغات او کلمات هم دغسي دي چي په یوه نوی محیط کښي څو عمر پاته او مستعمل سي نو داسي د تابعیت حق مومي چي بیا نو پردی نه شمېرل کیږي
په پښتو کښي دغسي مهاجرو او دخپل لغات په دوه ډوله مستعمل دي لومړی دا چي مغفن سوي وي دوهم دا چي کټ مټ یو لغت په هغه خپله معنا راغلي وي .
مفغنات هم پر دري ډوله دي:
اول : لفظی مفغن:
چی دیوه لفظی لغت ظاهری شکل اوښتی وي مگر په معنی کښي تغییر نه وی پېښ سوئ لکه کمیس چی له عربی قمیص څخه شكلاً مفغن سویدی خو معنی ای هغه ده. دغسی لفظی مفغنات خورا ډېر دی لکه اودس (آبدست) ماښام ( نمازشام) مازدیگر ( نماز دیگر) ماخستن ) نماز (خفتن) سهار (سحر) پښېمان (پشیمان) اوښکی (اشک) ښادی (مثل شادی) میل هوتاک (اطلاق).
دوهم : معنوی مفغن:
هغه دی چی یوه کلمه له بلی ژبی پښتو ته پخپلیاصلي شکل یا ډېر لږ تغيير راغلي وي خو معنا ئې اوښتې وي، مگر د لومړني او وروستنۍ معنا تر منځ یو ربط او تناسب موجود وي.
مثلاً : د بشر کلمه په عربی کښی پر هر نر اوښځی واحد یا جمع باندی اطلاقده (4) یا د انسان د پوست پر ظاهری خوا (5) مگر کله دا کلمه پښتو ته راغله ظاهری شکل نی تغییر کی نه پیدا اما معنی لی لو څه واوښته چی د یوه انسان ټول بدن ته بشر وایی، او مصغر شکل لی بشر کی دی، کله چی په ښرا کښی وایی : بشر دي عمره ! دلته لی مطلب دیوه انسان توله هیکل دی.
دریم :
داسي درسته. کلمات هم ډېر سته چی د تفغین پر وخت کې هم ظاهری شکل اوړی او هم نی معنی تغییر مومی نو دا کلمات پوره د تفغـیـن تـر اصولو لندی خپل ظاهر او معنی بایلی مثلاً : د عربی ژبی عاصی د عصیان له یادې گکارنه خاغی اصلا په معناؤ مگر پښتنو چي په دغه کلمه کښی ظاهری تصرف وکړ اسی سو، او معنائی هم و گرزیده د بخیل او پژمرده او منحوس پر ځای و دریده چی مصغر دی او هر پست او دنی او بخیل سړی ته وایی، پښهتو دعمال مثالی: خورا اسی دی، یعنی بخیل دی. پلانی اسی نیولى دی، یعنی منحوس او عبوس. اسیتوب بخل.
عورت په عربي كښي هغه اعضاء ؤ چي ستر ئې لازم ؤ، او ستر عورت فقهي تعبير دى (المنجد) دا كلمه اول په مفغن شكل اوته جمع و سوه چي معنايي منكوحه ښځه ده، ماندينـه يـا ديـاين. وروسته دا مفغن شکل مقلوب او اورته سوه، خو په آخر کښي ارتينه ځني جوړه سوه.
د عربی نعره اول ناره سوه، پیر محمد وای : ژړا ژړا کړم په نارې نارې خو د معنی له رویه په دې کلمه کښی داسی تخصیص وسو : نجلۍ ناره وکړه، یعنی د پلار او مورې، اجازه. پښتو افسانو کښي خاصي منظومي ټوتې دي، لکه د آدم خان ناري، يا د ښادي او بيبو ناري.
د دری او هندی ژبو څخه هم پښتو ډیر دغسی مفغنات لری لکه : دری جگر اول په پښتو کښی خيگر سو په دری کښي خو دا کلمه د عربی مخالف وه ، مگر پښتانه خيگر د بدن هغه ځاي ته وايي چي - اوږه له سينې سره نښلوي مثلا : خيگر ني ختلي و چيغني بدن په هغه برخه کښي دننه درد پېښ سي، بل مثال ئي کالا دي، چي په دري ژبه د عربي متاع مقابل ؤ، سنايي وايي : چو دزدي با چراغ ايد گزيده تر برد "کالا په پښتو کښي مفرد کالي د او لام په زور، جمع ئی کالی د لام په زهر سوه، خو معنی هم په لباس او د اغوستلو په شیانو کښی مخصوصه سوه بېله مفغناتو په پښتو کښی ډېر .
دخیل کلمات له دری او هندی او تورکی او عربی اویی اروپا ژبو څخه سته لکه : ابا (عربی) دپوه (هندی) سیب ) (دری) چی پښتو خاص ، کلمات هم لری : پلار، څراغ منه.
زما په فکر د پښتو دغه دخیلات چی اوس ئې پسله ډېره سکونته او تابعیت پوره حق موندلی دی، ددغې ژبی د ادبی بدایۍ دپاره غنیمت دی او طردیی مناسب او مفید نه ښکاری پريږدئ چي سایه او سیوري اومڼه داوړه مستعمل وي.
له عربی او دری او هندی څخه ډېرو کلماتو پښتو ته حجرت کړیدی مگر طبیعت هر کله د طبیعى انتخاب شده بر اساس خپل کار کوی، او په مهاجرو کلماتو کښی غوره کول کوی، او هغه کلمات پر. پوره حق ثابت کړی وي.
کله چي د اسلام دین یو زر دولس سوه کاله دمخه افغانستان ته راغی ددې نوی دین سره د عربی کلماتو یو غونډ کاروان هم را روان و، ډېر ديني او فقهي لغات ورسره راغلل، مگر ددغو دخيلو کلماتو څقاخه تابع هغو په چيتو. صلاحیت ای درلود. به عنوان مثال : د اسلام پنځه رکنه،توحید،صلات زکات،صوم،حج په یوه ديني حرکت کښي د يوه قرآن په واسطه موږ ته راغلل، مگر د صلات په مقابل لمونځ له قديم لمانځل څخه او د يوئه قرآن په مقابل کښي روژه و پخوا. ، نو د صلات او صوم کلمات د پښتو په عامه محاوره کښي نه سوه مستعمل او لمونځ او روژه ئې مخي ته مقاومت وکړ او عربي مهاجران ئي وايستل مگر د زکات او حج او کلمه توحيد لپاره په دغه ژبه کښي لغات او مست و. نوکه زکات او حج او کلمه درې سره پښتو ته کټ مټ د خیل سول، او پسله لږه وخته ئې.
د نوي تابعيت حق په پښتو کښي وموند. نود دخيلو او مهاجرو کلماتو د تابعیت لپاره ځني کلي قواعد په دې توګه ټاکلاي سو :
الف : له دغو کلماتوڅخه هغه کلمې د تابعيت حق ژر موندلاي سي چي په مقابل کښي پخپله ژبه یوه موزونه او وړ کلمه نه لري، مثلاً : د قرآن عربي کلمې په مقابل کښی زړې دری ژبی نپی کلمه د نو په پېښ اود پې په زېر درلوده چی ریښه ئې په پهلوی NIPEK وه یعنی نامه او نوشته. دغه کلمه ځینی خواصو د قرآن او وحی په در مقابل کښی لږ لږ استعمال کړه، مگر په آخر کښی شکست وخوړ او د قرآن عربی کلمه داسی پر غالبه سوه چی اوس ئې عامه خلک استعمالوی او تر نپـی ئې ښه پېژني.
ددغه کار نور مثاله په اوسنۍ ژبه کښی ډېر موجود دي، په نونسم قرن کښي چي پرنگيان راغلل نو له دوي سره يوه نوعه سلاح گن GUN وه، اودا توپ وسله ډېره رواج سوه مگر د هغې لپاره يوھک نود. په مقابل په تینگه ودرود، او گن ته ئې هیڅ د تابعیت حق ور نه کی حال دا چی په مرکب ډول بیا په ماشین گن کښي مستعمل سو.
د سکول او کالج او یونیورستۍ په مقابل کښی دلته عربی مکتب او پښتو پوهنتون ودرېدل او داسی رواج نې وموند چی اوس ئې هر څوک ښه پېژنی او انگریزی کلماتو ته ئې مهاجرت او دخپل توب حق نه دی ورکړۍ.
ب : دخیلو کلماتو څخه د تولید په ډول کار اخیستل چی په تیرو کرښو کښی پر هغو باندی څېړنه وسوه.
ج : کله کله دخیل او مهاجر کلمات په داسی قوت په بله ژبه ورننوزي چی د هغې ژبی اصلی او پخوانو لغاتو ته شکست ورکوی او هغه اصیل لغات غرو او رغوته شړی مثلاً : د پښتو نمړی مهجور سو، او پر ځای نی دخیل او مفغن کالی، و درېد، چی اوس ئې د اصل ځای نیولی دی، دښتو عربی (دیگ) اوپرځای یی سگک او آخور ولاړ دي.
دلته باید داخبره زیاته کو چی دغسی کلماتی که پوره اهلی او مروج سوي وي نو يې په استعمال کښي بدي نسته، او د ژبي جزو گرځېدلي دي، مثلاً : که د مهجور کور پرځاي انگور، او د مڼه پر خايځ، اوخت. کمیس ووایو جواز لری مگر اینکه دغه مهجور او مظلوم کلمات هم بیرته ورو ورو مستعمل او واوژاندل سی بده به نه وي.
بي سببه مظلوم كلمات :
ځنی ډېر اصیل او ښاغلی پخوانی مواد هم په ژبه کښی وو، او تر پرونه عمل وه، خو بی علت وایستل سول او پرځای نی عربی یا د. اروپایی ژبو کلمات و درېدل.
دا اصیل او قدیم پښتو کلمات بی دلیل وجود دارد وشړل سول او مظلوم واقع سول او دلته ئې زه یو دوه مثالونه راوړم :
زر کاله دمخه د غزنویانو په عصر نامه کښی د ښار د امانت او ساتنی. لپاره یو سړه دکوټوال په نامه موجود ؤ چی دده ادارات ني کوټوالي بلله دا مرکبه کلمه بالکل داخلي او محلي او اصيله زړه كلمه وه، کوټ پښتو او دري ژبو کښي ريښه لري کوت، کوته کوټه کول، کوت کردن ټول د يوې ریښې څلى کلماتی افغانی. کوټ د پخوا څخه د کلا او ښار او حصار معنا درلوده، وال هم د پښتو او دری.
نسبت او ملکیت او حفاظت ادات دی، له دغو دواړو څخه کوټوال جوړ سوی ؤ چی معنی نې د کوټ ساتونکی او د ښار محافظ او په اوسنی تعبیر د پولیسو مشر ؤ.
دا زړه اصیله او تاریخي او ملي كلمه نه پوهېږم ولي وايستله سوه؟ اوپر ځای ئې په ایران کښی اول نظمیه او بیا شهربانی نوی او محدث اصطلاحات راغلل او په افغانستان کښی ( امنیه) پر ځای ودرېده.
دیرش کاله پخوا لا کوټوالی په افغانستان کښی موجوده وه او د کابل او کندهار د کوټوالی گنبدی لا تر اوسه زموږ نه دي هيري.
زه نه پوهیږم چی، نظمیه امنیه شهربانی د کوټوال تر کلمې څه مزیت لری بېله دې چی هغه پرده او محدث دی، او دا زاړه او اصیله او خپله کلمه ده او د افغانستان په دواړو ژبو کښي اصالت او ریښې او پخوانی ټڼګ نسب لري.
دوهم مثال ئې د خان کلمه ده دا هم قدیمه افغانی کلمه ده او د هر چا له نامه سره د احترام په ډول لکه د انگلیسی مستر اود فرانسوی موسیو او د هندی ،شری او د دری خواجه یا آقا په توگه استعمال داده، هم سهله هم مروجه. هم شیرینه هم کلمه تاریخی و او لکه جرگه - اولس غوندی تر یو زر کاله ډېر دمخه زموږ په ژبو کښی راغلې او پوره اهلی او داخلى او ملى سوى وه.
زما په خیال دغه قدیمه کلمه د احترام لپاره د ښاغلی پر ځای کافي وه، او نه چي بي سببه صرد سوې وايي، ځکه چي دا کلمه د تاريخي نومونو ده، او که ئي حذف کړو هغه وزير مي سپکي خاني مثلا - : اکبرخان - ایوب خان _ امیر دوست محمد خان وزیر فتح خان چی پر ځای نی ښاغلی میرویس - ښاغلی وزیر اکبر - ښاغلی فتح خان نه سو ویلاي.
: په دې ډول ډېر نور داخلي او قديم او اصيل کلمات چي بې علته موږ هغه وشړل او په تاريخ کښي مو ډېر خلط او تلبيس راست. مثلاً : تاريخي اسفزار مو شين ډند کښي او په دې ډول مو اسفزار مشعشع او تاريخ هبرکړ.
راسئ چي د تاريخ او ژبي نواميس وساتو او پې علته د ژبي قديم او اصيل مواد حتما له لاسه ونه باسو څه نژاد لازمه ده چي په مقابل چی زموږ خپل مانوس لغات دی جنرلیشن د اروپا په تقلید دروو؟ یا پېړۍ او ساده قرن نه لیکو بلکی پر ځای ني انگريزي سنچری راولو؟
دغه لغات او کلمات یا نومونه که دری وی که پښتو او که په دغو ژبو کښی دخیل گرده زموږ د پلرو پاته مړی او میراتونه دي او پر موږ د ساتنی حق لری. آیا که موږ اوس یا په آینده کښی د خپلو علمي او مدني او عصري اړتياوو لپاره ځيني كلمات ونه لرو، دلته نوبي بله بايد يــو چي يا د نورو ژبو کلمات واخلو يا ئې پخپله ژبه کښي وضع کو، چي دغه کامل يو د . مرحله ده او زه به ئې په یووه بله مقاله کښی په تفصیل راوړم اوس دغه څېړنه لنډوم(۶)