خوشحال خان د ایدیالیزم او ریالیزم پر پېچومی
آیا د خوشحال خان هنر د هنر لپاره و، که د ژوند لپاره ؟
د ايدياليزم يعني اصالت تصور اوخیالیت ریښې د انسانانو په شاعری کی ډیری قدیمی دی، هر کله چی انسان له خورا قدیمو زمانو څخه د فطرت په جذباتو او ولو کی د خپلو پترو میلاناتو ترجمانی د خپلو پترو میلاناتو ترجماني د شعر په ژبه و کړله هغو اشعارو غیر مادي او د روحانی او د عالم بالا څخه یو منبع درلود به شعر پژو او او شاعر د هغه غیر مشاهد او خیالی استازی گڼل کېدئ.
د یونان قدیم اساطیر وایی چی : آمفیون د جوپیتر زوی هغه میتالوژیک شاعر او سندروغاړی و چی د تب د ښار په ودانولو کی په ښه ږغ او سحرناکو ،نارو خپل ارغنون واه او چادری شاعر به داوود او را به چشی می رساند. به يې راځغستل، او ده به د کلا په جوړولو کي کارول د جوپيټر له لوڼو څخه يوه (موس ياميوز) د شعر لهه وه چي شاعرانو به د هغې د جلال او جمال له لوړه عرشه لهام اخیست د شعر د خيالي رواياتو دغه لوړه افسانه ډېره پخوان ده. ځو په دې نژدې پېړیو کی امانویل کانت د جرمنی مشهور فیلسوف او محقق د ایډیالیزم او خیالی شاعرۍ مکتب په مرتبه ډول و پرانست دی وایي چی هنر او آرټ پخپله مطلوب او بالذات مقصود دی نه د کوم بل غایت لپاره دا هغه نظریه ده چيبلایت ل ده چي آرټ د آرټ لپاره بولي او هغه په يوه مجرد او غير مادي ديناميزم پوري مربوط به گڼي او وايي چي د دنيا انسانو خو په نژاد او جنس او وين او مذهب او مشرب کي سره مختلف دي، مگر د دوي پ شعر او آرټ کي يو ډول. وحدت او د معانیو تجانس او د افکارو هارمونی است او دا خبر ثابتوی چی د انساني آرټ منبع يوه آسماني او روحاني مشترکه او واحد سرچينه ده، زموږ شرقي مفکران او شعراء هم ارټ لره جمال يو علي آسماني غيبي منبع مني، او مخصوصا ص اويان. خو بل څه نه وینی او نه یې یی منی شیلر د جرمنی یو آیدیالست شاعر دی د آرټ دغه لهی او جمالی غیبی انتساب په یوه خورا لطیفه او خوږه قطعه کی داسی بیان : لوی خدای خپلو بندگانو ته ویل : دهول داکه . ، هر څوک دي خپله برخه ځني واخلي. خلک ولاړل دهقانانو او زمیندارانو مځکی او پټی واخیستل، سوداگرانو پیسې او مالونه یووړل ملایان په مزدکو کی کښېناستل کشیشانو گرجی ونیولې پاچهانو ملکونه او خزانې واخیشستلې ... ه نه وه پاته ده پر خدای عرض وکړ چی اې لویه خدایه ! زه خو استا په مخلوقاتو کی تر ټولو رښتین یم خو څه می ونه موندل، تش لاس پاته سوم.
خدای و ویل : ته چیری وې؟ خو خپله برخه به دي وه !
شاعر و ویل : لویه خدایه! هغه وخت خو زه استا د عرش په غولي کي گرزېدم تاته مي کتل، استا کلام ته ميغوږ ؤ په آسماني میو مست وم، ځکه مي د مځکي نعمتونه هېر تا سول
خدای ووېل : اوس و خوتانه کی څه نه سوه پاتی نو زه استا یم ته تل زما په درگاه کی اوسه ! استا خای دلته "دی اسلامی عرفا هم لکه غربي مفکران د جمال او آرټ مبدا په یوه ماوراء لماده دنیا کی لټوی او مولانا جلال الدین بلخی" هم د هغي غيبي دنيا په ياد سندري وايي او خپل آرټ د هغي معنوي او روحاني دنيا د يوه واړه انعكاس، اثر او د هغي نړۍ د يادولو سوز و گداز گڼي:
بشنو از نی چون حکایت میکند
وز جداییها شکایت میکند
کزنیستان مرا ببریده اند
وز نفیرم مرد و زن نالیده اند
(مثنوی مولوئ)
هم دغه مقام دئ چی د اسلام لوی پوهنیال حجه الحق ابن سینا بلخی هگه ته اشاره کوي :
فقط هبطت اليك من المحل الاء رفع و رقاء ذات تعز زو تمنع تاسي وگورئ چي د آرټ ايديالي مبداء قديم یونان او اروپا او د اسلام د صوفي او مفكر شاعر تر منځ مشترك دي، كه څه هم يوناني مباداء و خرافي او مي گويند. جرمن شیلر هـم تـش خیال ځغلولی دی او اسلامی مفکرین هم له یوې داسی غیبی دنیا او غیر مادی او نامحسوس لوړه مقامه گډ دی چی انسان هغه نه و لیدلی او نه ئې لیدلای سو ځکه چی هغه یو د ملكوتی ماوراء هم دغه فکر او دغی تیوری پـه قرنو قرنو د انسان پر دماغ حکومت کړیدی او د آرتټ هغه عالی مبدا چی یووه یونانی ایدیالست فرض کوله هغه د بلخ د قوانی قلندر هم به نظر کړې ده او کله چی صوفی پښتون شاعر نو د مولانا بلخي نيستان را په يادوي او په هغو ميو مست ښکاري له کومه جامه چي د يونان پخواني شاعر يا د جرمني پياوړي سخنور مست و ايدياليزم وايي : آرټ خپله هدف او هدف دئ، بل غرض نه لري د موسيق او، نفیسو صنایعو د لهام منبع عالم غیب دئ.
خودا ټول نفیس صنایع او د آرټ دونی څانگی د ظهور او خارجي تحقق لپاره له "عالم" شهود او مادي محسوساتو څخه کار اخلي. تر اوسه هم د انسان پوهنی او طبیعی علومو د یوه آرتیست او فنکار د عاطفه و او جذباتو لپاره کوم مادی او طبعی مقیاس نــه دئ کشف کړئ نو ځکه د اصالت او ایدیالیزم طرفداران د آرټسټیکی لهاماتو او لیاقتونو لپاره یو عالم. او آرټ د لهي جمال او غيبي ښکلا یو انعکاس او نمايندگي بولي، او زموږ صوفي شاعر شيخ متي خليل (کلات بابا) دغه مقصد په څه څرگنده ژبه بيانوي :
پر لویو غرو هم په دښتوکي
په لوی سهار په نیمو شپوکي
په غاړه ږغ او په شپېلکو کي
یاد ویرژلیو په شپېلو کي
ټول ستاد یاد نارې سورې دي
دا استا د ميني ننداري دي
خاونده ! ښکلی استا جمال دئ
ښکاره یې لور په لور كمال دئ
كه ورځ كه پیری كال دئ
ستا د قدرت كمكی مثال دئ
ستا د لورونــــــو یـــــــــه رنـــــــــاده
دلته چـی جـــــــوره تماشــــــاده.
دا و د ايدياليزم خني څرکند مبادي په شرقي او غربي ادب کي چي د انسان د ايډيالوجي او فکري ارتقاء ادبي حركاتو شمزي گڼل کيږي مگر هر ځوني چي انسان د ماترياليزم يعني مادي فلسفي په ډگر کي مخ حسي ولا. ايدلوژۍ په مقابل کي، د رياليزم د فکر یو نوی مکتب یعنی حقیقت او ایجابی فلسفه ودریده چی د دې طرفداران خپل ټول مبادي د تجربي او عمل او حس و حقيقت پرستټو ږدي دوي آرټ يو انساني او مادي مخلوق گڼي، او فقط د ژوندانه د ښېگڼو او اجتماعي او حياتي مقاصدو لپاره يې استعمالوي.
دوی وایی چې : هنر د انساني ژوندانه نتيجه ده او انتفاعي شي دي. دغه وزم او آهنگ چی د شعر او موسیقی اصول دی، او هم نقاشی او حتى رقص او سرود او ټول مستظرفه صنایع د انسان د کار د اسانولو لپاره دي.
رقص د کار مخصوص اشکال دي د استرالیا د خلکو نڅا د دوی د پخوانو اسلافو هغه حال ښیی چی هغو وحشی انسانانو به د وښو ريښې . څنگه راکښلې او څنگه به یې ځانونه ورته کړول چی پـه هغو گېده مړه کړی؟ د آمریکا سرخ پوستان تر اوسه هم د غرڅو د حرکاتو په ډول ناځی چی هغه په دې چم ښکار کاندی. دوی هر وخت د ښکار په انتظار د غرخو په دود ایشله کوی او د دوی د آرتټ مبدا فقط مادی ده له ژوندانه سره مربوطه، ده، کوم غیر مادی او غیبی محرک نه لری، په دې ریالستیک تفکر کـی فروید وروستنی سایکاغراقی چ دونی. ټول فنون صنایع او انساني اخلاق او روحي محرکات او تاريخي حوادث سياسي او اجتماعي انقلابه پر جنسي خواهش بنا ،کوي او وايي چي آرټستون ټول هغه خلک دي چي د جنسي محروميت زجر ئي ليدلي او دغه زجر تلافي پخپل هنر کوي.
عجیبه خو دا ده چی یوه پوهنیار یو کتاب لیکلی دی د کار او (ریتم) په نامه او دی ټول موزیکل آرټ خاص د کار لپاره بولی او دا ثابت چی میوزیک خاص د کار د نو لپاره پیدا سو، دا ډله ریالستان او واقعیون وای چی. ژوند یو حرکت او فعالیت های دی او ادبی ژوند هم دغه حرکت سره پر انقلابی لور ملگری دئ، انسان د تکامل او بشپتوب پر خوا روان دی او د دغه توسعه لپاره یو علمی فارمول هم ست چی د بشپتوب لور ته پر مخ روان دئ، ځکه نو دوی وایی :
چی" آرټ" تش د آرټ لپاره نه دئ یعنی بالذات مقدس نه سی کېدای، بلکی د ژوند خادم دئ او آرټ د ژوند، د ودی لپاره هنري مسلک دي .
دا ډله مفکرا اوس ترقی پسندان بولی د هنر مبدا خپله ژوندون او ماده او عمل او کار او اجتماعي او انساني سايکالوجي ده، دوي آرټ د ژوند لپاره غواړي او د انساني طبق ژوند کي . وگړني ادب يا ترقي پسند هنر په نامه ډېر خلک د هنر د تجدد مدعيان دي او غواړي لکه ساينس هنر انساني بشپړتوب په مقاصدو کي د اټوم په ډول استعمال کاندي، بلينسکي اجتماعي دې ډول آرٍوايي: کی د ژوندانه لپاره وی، او نوی ادب به پر نوو مادی او انتفاعی لاروځی، د انسانانو محرومه ډله به خوش بخته کوی او د به وزلو او بې اسرو په جونگړو او د خوارانو په کوډلو کی به گرزی او دغه نو. نن دغو دوو ډلو هنرمندانو څېړني په هر ځای کی اورېدلي کيږي ترقي پسندان واي چي د ايديالستانو هنر جامد او غير مفيد او فقط تخيلي دي انسان له تكامله محروموي او دغه خيال پرستي وه په چي انسان یي په ډيروا اجتماعي ناروغیواخته کړي ؤ.
که موږ دغو څېړنو ته خیر سو دا به ښکاره سی چی نزاع لفظی چی ده او د يو ترقي پسند يا رئالست غايي هدف هغه دئ چي يوه اید بالست هنرمند به یی تصور کاوه حقیقت خو دادئ چی د د آرت مبداء جمال دئ او په کایناتو کی هر ځای په هر شی کی جمال نندارې ښکاری، شعر د کلماتو او الفاظو او تخیل جمال دئ، موزیک د ږغو او آهنگونو جمال دئ رقص بدن دى حرکاتو جمال دئو نقاشى. خو فرق دا دی چی دغه ښکلا د جمال د کوم مقصد لپاره استعمالیږی؟ که یوه ایدیالست فنکار انساني ښکلا په تخيلي او تصوري ډول ستايله اوسني ترقي او پسند هنرمند هم دغه جمال استايي او د ده د هنر سرچينه او مبدا هم هغه عمومي ښکلا ده، خو دا ډله يې د انسانانو لپاره و مقاصد. سپاره او جوغ او د کار توری خیری آلی خو دی هم نه ستایی او نه د مکانیزم په زلفو او جمال پوری بدلی وای خو مو به دې ډلی ته حق ورکو چی د آرت جمالی مقاصد د ژوند د تنظیم او د انسان دپارت او ښېگڼی. استفاده از کاندی او آرټ یو حیاتی شی و گرزوی اما کله کله د انسان فطری میلان یوه مجرد جمال او آرټ ته هم وی چی د کوم غرض لپاره نه موزیک اوری او نه کوم شعر بلکی د روحانی تسکین او وجدانی آرام لپاره ترنم ،کوی یا یو باغ. او گلزار گوری، یا شعر وایی یا ناځی چی دا هم د انسان یو روحی نیاز دئ او هم گومان کوم چی ترقی پسند به هم دغه روحی اړتیا لری. وایی د انگریری مشهور ادیب او فنکار، شکسپیر په خپله ډرام نویسی د دواړو او مسلکو از نظر کړئ دئ، ایدیالیزم او ریالیزم ئې مفید سره گد کړی دی او یو مرکب معجون ئ. دی. که موږ د شرق شاعری تـه دقیق سو، دغه کار لا مخکی شرقیانو کړی و. اکثر فنکاران و چی دوی د ایډیالوجی د آسمان پر کنگرو گرزیده، مگر د انسان د ژوندانه او حتي طبقاتي ښېگڼو فکر ئي هم درلود، تاسي د سعدي ايديالي تغزلات او قصاید ولولئ بیا نو گل او بوستان هم و گورئ چی دا سحر کار فنان او آرټست څه بلا کوی؟ زموږ هنرمند فنکار او مشهور شاعر خوشحال خان هم په خپل ادب کی دواړی خـواوی سره گډی کړی دي، د ده آرټ د ژوندانه لپاره داسي استعمال سويدئ چي د ايدياليزم مزايا او هنرونه ئه هم نه دي بايلي خوشحالي خان که شاعر و خويو و جنگي. او د قوم مشر هم ؤ، د ده هنر ژوند و، او ژوند ای هنر.
له کوم وخت چی به د مینی په معنوی دنیای کی یو پوځ ایدیالسټ ؤ، نو به ئې مجرد عشقی سوزان اشعار ویل، او د آرټ تخلیق بـه یـې دې جهته کاوه چی پخپله دغسی آرټ د روحی تسکین لپاره او. کی ده کوم بل غایت او هدف نه درلود، دلته د ده آرټ خاص د آرټ لپاه و، آیا دغسی روان سلیس او غزل تاسی ته پخپله خوږه پښتو کی پس له ډیر وروزانه دماغ فرسائیو او روحی محرومیتونو څنگه خوند در کو؟
آیا دغسی مجرد آرت انسان له پکار نه دی زما یو سپین ږیری - باذوقه _ متقي او فقيه استاد و چي د احاديثو او تفسير او فقه او ادب تر جدي درسونو وروسته به يې ويل : اوس روحي تفكر او تفريح ته نياز دئ نو به ئې د خوشحال یا شیدا یا رحمان یا حافظ یا جامی اشعار په ښه ترنم آورېدل او ویل به یې دا د روح غذا ده ! په دې غزل کی زموږ مقدر فنان (خوشحال خان صرف د آرت او نفاست تخلیق کوي؟
ستا وصال لکه دریاب دی زه ماهی
په هجران دي هر زمان دئ په ما، هي
په ژړا مي ځني خواست د سپيني خولې كړ
په خندانې ئي وي چي څه کا دا سړی؟
وې ئې څوک یې چی زما په کوڅه گرزې ؟
ښه حاضر خواب مي ورکړستا مریي!
هم په څو رنگه ناله هم په تن ناله سوم
بېلتانه را باندی وكــــــر كـــار دنــــــی
ځوانۍ بهار څه ښه دی در بغه دریغه !
دا بهار که همیشه په دنیا وی
گل سنبل، نسرین، نرگس، لاله غوټۍ
د مقدم سره دی راووړ درست پسرلی
چی ئې ونیسم پــه غـــر کــی راتــه گــوري
لکه مست د موره پیو کي کبلي
دا شیرین یاران به نه وینم چی و مرم
خدایه ما په جهان تل لرې ژوندی
دبر صفت د ښاپیریو اورېده سي
و لی استا د مخ څوک نه وینم مځی
اورنگ زیب به د کابل د خلل غم کا
ساقی وخت د نوبهار دی راوړه می!
چی زړه سوی د خوشحال په فریاد نه سي
په سینه کی دی سندان. زړگی ؟؟؟
د خوشحال خان په لوی دوان کی به تاسی داسی تفكهات ډېر ومومئ اووه آه زره بیتونه داسی دی، چی فقط د آرټ په مجرد او غیر انتفاعی اړخ پوری اړه لری مگر خان خواسی حکمداراقت هم و ده خپله هنرمندی او فنی او ذکور لی. داسي چارو کي هم استعمالاوه چي هغه د روزمره ژوند سره اړه لري او کله د اوسني ترقي پسند هنرمند په ډول يو مدقق نقاد ځني جوړېده، چي د رياکارانو د ريا او مکر پرده يې څيرله چوپه، اوه. وايي :
زما ژبه نه ده اورده
گذارونه د ټوپک کا
انتقاد او کرتیسیزم خو د نوی ریالیزم او ترقی پسند روح روان دي، تاسي وگورئ چي خان ځيني مذهبي متعصبان او راياکاران په کومه ژبه رسوا کوي:
دا تاراج لکه شیخان کاندی په مکر
افریدی نه دي دا هســــــي تـــــاراجي
صفايي د زړه په کار ده نه د ږيري
څو به ږيره گــرزوي شانه عــاجـي !
دائي سخر د بنگال د مځكي راووړ
چي درست اوښ په گټكي و مانده حاجي
دغه انتقادي تَهره ژبه يوازي شيخانو ته نه ده متوجه، بلکي د خپل عصر ظالم زمامداران هم رسوا کوي او په هغه وخت کي . چی خلکو به اورنگ زیب پر دربار سجده کولې، او د گردنکشانو او لویو جهاندارانو څټونه هم د ده تخت ته ټیټ وه، خوشحال خان په کومه ژبه او په څه ادیبانه استهزا او عارفانه تجاهل هغه ربا كاري ښیي
وخت د اورنگ زیب دئ
د هرچا تسپې په لاس دي
خدای خبر نی دئ په زړونو
چی ریا، که په اخاص دي؟
تر دې لا خوږه دا ده چی دې ظالم امپراطور نور شخصى افعال څنگه رسوا کوي :
د د دور شیخان ډیر دی لور په لور
و نگزیب پادشاه د واړو د انځور
په هغه چاړه قلم ساز کا قرآن کښي
په هغه چاړه ښـــهــــــرگ پرې کا د ورور
په رکوع کي تسبیحات د پلار د مرگ کا
په سجود کي ځوروي خپله مشره خور
ر د خوشحال خان ژوند له قومه سره و او د خپل آرټ یووه لویه برخه یې د قوم د اصلاح او ویښولو لپاره وقف کړې وه، د پښتنو بد عادات او عیوب به یې غندل او دغه انتقاد یې داسی تېز او موجه او انتفاعی و چی د پوهانو په عقیده خوشحال یوازی قوه شاعر نه و بلکی یو سوشل سایکولوجست هم و ده لیدل چی پښتانه د خپلی او لپاره. تر پښو لاندی کوی او هم په دې باعث دوی د خپل ملی مرکزیت څښتنان نه دي او د پردو استعمار څپې يې ملي ژوند ور ورانوي نو. دی د پښتنو حال بیانوي :
اوښ له باره سره کور ته ورغلی
په اولجه د اوښ د غاړی د جرس دي
بل ځای د ده دار انتقادی ژبه پښتنو ته د دوی یو بل عیب داسي ښیي:
پښتانه واړه بد ځوی دي
کور په کور کاندی غورزی
یو چی سر کاندی په پورته
بل يې ووهي مغزى
دا اجتماعي لوي او مخرب او مدهش عيب تر اوسه هم په موږ پښتنو کي ست کوم چي خوشحال خان څو سوه کاله دمخه خنـي ژړل او ويل يي :
خوشحال خان د رياليزم په دنيا کي مظلوم آزاري يو راز سبوعيت او حيوانيت بولي او داسي ښکاري چي د ده آرټ د غريب او بې وزلي په نفع هم استعمال سوي دئ لکه چي وايي :
دا چي خانان دي امراگان دي
په هند کي گرزي په هر مکان دي
غوښي هدونه د مظلومانو خوري
زما تر فهم واړه د دان دي
آیا په ترقی پسند ادب کی به هم تر دغه لوړ زننده او تند تعبیر د مظلومانو په طرف دارۍ کی پیدا سی؟ دا ؤ د د د فني استعداد قريحي لند بحث چي د ايدياليزم او رياليزم له پلوه وڅېړل سو، لنده خانواد يي دا ده چي خوشحال خان یو مقتدر آرټسټ او فنکار دئ چی او فن تیز هم آیدیالوجیک مزایا او ښ. مجرد آرت گڼل کیږی او په آرټ د آرټ لپاره خدمت دئ. اما دى يو ريالسټ هم دئ چى د آرټ په ذريعه يـې ژونــد تـه هم خدمت کړئ او خپل هنر ته يې انتفاعي او عملي ډډه هم ورکړې ده، نو ځکه :
همېشه به پرې نارې وي د بلبلو
دا چی ساز کړ نن خوشحال په ویل ساز (۱)