32

رای چنرس د (چهار گلشن) مؤلف

د افغانستان د پښتنو د تاریخ نومورکي مؤرخین

دا سړی په هند کي اوسېدی په ۱۱۷۳ ق کال يې خپل کتاب تالیف کي چي بيا نو د ده لمسي رای بهان منشي په ۱۳۰۴ ق تکمیل کړی دی. خطي نسخې يې د هند په علي گړ او بانکي پور او برټش موزيم کي سته او خورا گټه ور کتاب دی چي د هند د پښتنو شاهانو تاريخي معلومات لري او د افغاني درانو د وختو دولتي عایدات هم په شرقي ولاياتو، لکه لاهور او ملتان کي ښيي.