32

د (حقیقت بناء و عروج فرقهء سکهان) ليکوال

د افغانستان د پښتنو د تاریخ نومورکي مؤرخین

د دې کتاب ليکوال نه دی معلوم، خود تیمورشاه معاصر ښکاري، او د خپل وخت دير لسمي سدۍ د لومړيو برخو حال یې تر هغه وخته کښلی دی چي تېمورشاه بيرته ملتان ونیو. د دې کتاب یوه انگرېزي ترجمه بنرجي په ۱۹۴۲م کال له کلکتې څخه خپره کړه خو د لندن رایل سوسایتی د کتابخانې په فهرست کي د دغه کتاب مؤلف په غلطه تیمورشاه گڼل سوی دی او خطي نسخې يې ډیري دي. د احمدشاه او تېمورشاه په وختو کي چي څه له سکهانو سره پېښ سوي دي يو معتبر ماخذ یې دغه کتاب دی.