32

دهرقی قصیدی موضوع

د پشتو ادب په تاریخ کی قصیده

قصيده په دری ادب کې ډيره د ستاینی او مدح لپاره لکه د عربو قصیده استعمال سوه. په سامانی اوغزنوی دوره کې د دربای شاعرانو په خوله او قلم داسی د لويانو او پاچهانو په ستاينه کې وسروړله سوه، چې په دغه دوره کې بی له مدح اوستاینی بل څه لږ پکی لیدل کیږی. د رودکی ، فرخی او عنصری او منوچهری او منجیک  اوغضايرى او نورو مشهورو شاعرانو قصايد چې وينو په سل کی نه نوی د مقتدرانو ستاینی دی. مگر په همدغه غزنو ی عهد کې حکیم ناصر خسرو بلخی د قصيدې مخ له تشی مداحۍ څخه د حکمت او موعظت خواته وگرځاوه او قصيده يې د اخلاقی تبلیغ او اجتماعی اودینی اصلاح اود فلسفې او حکمت په گرانبها مرغلرو جړ او کړه. ناصر د دې مهم کار اساس کښېښود او حضرت حکیم سنایی غزنوی پسی تکمیل کړ. ده هم له مداحی څخه ځان و ژغوره او قصیده يې د اخلاقو او موعظت او حکمت او تصوف او انسانی ښېگړو په ستاينه ښايسته کړه، او دا ښکلی محبوبا یی له درباره را وایسته، او د درویشا نوپه خانقاه، د دردمندانو په کوډله، د عارفانو په درسگاه او د رندا نو په بزم کې ودروله. دلته نوموږ گورو چې هغه درباری قصیده اوس روحانی ښکلی نغمه سوه. 

په هغه غزنی کې فرخی قصیده د سلطان محمود په ستاينه کې په داسی مبالغه آميزه ويناډ کوله:

شهنشاهی که شاهان را زدیده خواب بربايد 

ز بیم نه سنی گرزش به جا بلقا وجا بلسا

دل خارا ز بیم تیغ اوخون گشت پنداری !

که آتش رنگ خون دارد چو بیرون آیدا زخارا

سنا یی په دغه قصیده داسی ښکلی روحانی کالی واغوستل:

از ین مشت ریاست جوی رعنا هیچ نكشا يد

مسلمانی زسلمان جوی، و درد دین زبود ردا

به صاحب دولتی پیوند، اگر نامی همی جویی

که از یک چاکری عیسی چنان مصروف شد یلدا

قصیدی په عر بی ادب کې خاص تکنیک درلود، او د قصيدی ويلو آداب او فنی لارې چارې بیلی کړی او تا کلی وی. قصيده به په يوه تشبیب یا نسیب شرو کېده، دا تشبيب به د معشوقی مینی او شوق او عشق ستاينه يا به د شاعر د احوال بیان ؤ. نسيب په عربی لغات کی هم د معشوقی د ښکلاوو صفت او د محبت او مینی بیان دی، (د المعجم في معايير اشعار العجم ۴۰۶ مخ) د اغانی په روایت په اسلامی دوره کې د نسیب                          گو یا نو امام جميل بن معمر هغه عاشق شاعر دی، چی د عبد الملك بن مروان معاصر ؤ،  اوخلکو به هم په دغه سبب امام المحبین باله ( الاغانی ۷-۸ ) ځينو شاعرانو به د خپلو قصيدو په تشبيب کې د ځينو ښکلو پيغلو توصيف کاوه، او هغه به د اسی خوښی سوې، چی شاعر به يې میړه کیء لکه نصیب چی د عبدالعزيز بن مروان مریی و په تشبيب کې يوه ښکلى نجلی (هند) وستايله او هغی د ی په خپله مړوښى ومانه (آداب اللغه) دا نسیب په دری قصايدو کې هم دغه ډول ليدل کيږی،خو فرق یې دونی دیء، چی د عربی ادب د نسیب موضوع د معشوقی ښکلا او جمال دی، مگرد غزنوی دورې د قصا يدو تشبيب د شاهد یا نگار یا صنم په وصف جړاو کيږی.

مثلا دغه نصیب وایی:

ارونی قبا النظر اليه فاننی

احب قبا انی رایت به هندا

یعنی ماته قبا (غر) راوښیيء، دا غر پرما ځکه گران دی چی ما هلته د هند (خپله معشوقه) ليدلې وه. فرخی سیستانی د سلطان محمود د یوه وزير په مدح کی د قصيدی تشبیب د اسی شروع کوی:

بردم اين ماه به تسبیح و تراو يح به سر

من و سیکی و سماع خوش آن ماه پسر

مگرد فارسی قصیدی تشبیب پردغه حال محسور نه سو پاته چاپیر او ثقافت او زمانی پر هغه باندی اغیزه وکړه، او دا ځکه چی د خراسانی شاعر په مخ کې د طبیعت ښکلی مناظر او د کوهسارښا پسته لمنی، د گلشن او چمن تازه هواوې او د بلبلانو خواږه ږغونه او د اوبو ډك بهانده سيندونه اوداسی نورې ښکلی منظرې پرتې وې، نو له دغو ليدنو کتنو څخه هم شاعر د قصيدې په تشبیب کې کار واخیست اود خپلو قصيدو پيل يې په پسرلنيو مطالعوو کیء، مثلا د فرخی د یوې قصيدې تشبيب داسی شروع کیږی:

بر آمد نیلگون ابری زروی نیلگون دریا

چو رای عاشقان گردان چوطبع بیدلان شیدا

د ابوالفرج رونی د يو تشبيب مطلع دغه ده: 

نوروز جوان کرد بدل پیر جوان را

ایام جوانیست زمین را و زمان را

د شرقی ادب د قصيدی دغه خاص رنگ ؤ چی شاعر به په نسيب يا تشبيب قصيده شروع کړه، او پس له دغه به يې د خپل شعر آهنگه او مضمون داسی تر تیب کړ چی د خپل ممدوح ستاینی ته د یوه گریز لار ومومی. دلته د شاعر وظیفه درنیده، ځکه دا گریز باید په داسی ډول سوی وای، چی ډیر ښايسته او مناسب او په زړه پوری وای. د غه حال ته يې په ادبی اصطلاح (حسن تخلص) هم وايه چی کله کله به دغه گریز او تخلص پر (حسن طلب ) او دعا ختمیده او قصیده به هم ورسره تما ميده.

دا ټول مراحل یعنی تشبیب او تخلص او حسن طلب او دعا د شاعر په مهارت او استادی اړه درلوده، چی

څنگه يې ادا کوی.

 او كوم كوم الفاظ او مناسب او په زړه پوری مضامین پکی ځایوی. داسی قصیده په ادبی اصطلاح مشببه بلله کیده چی بی تشبیبه قصیده به یې مقتضیه بلله.