وطني خوشحال خان
د وطن مينه او د خپلي خاوري محبت لکه چي د انسان په خټه کي سته پښتانه خو په خاص خبر د وطن سره مینه لري، دوی مثل کړی دی چي : " هر چاته خپل وطن کشمیر دی. خوشحال خان هم د خپله غره سره ډېره مينه لري د ده عمر د وطن د خاوري په ساتنه كي تېر سوى دى او خان يې پر دغه خاوره وژلی دی خوشحال خان ډېر وختونه د خپلي خوږې مبني په بېلتون ليري په هند کي تېر کړي او د وطن غوښتو په تور د وطن د غرو او ونو او گلستان په ارمان خوراد وير نارې وهي، د ده زړه د وطن د مبني خوږمن
دی د بېلتانه سندري او كوكاري خني خيري :-
که يو خله مي رسيد وسي تر سينده
نور دي مه ويتم به تورو سترگو هنده
نه به سترگي د سړي په ما خوږې سي
نه يي ماته په اوبو سي د چا تنده
خوشحال خان بیله خپله وطنه پر هیڅ خای کي نه خوښيږي :-
د خوشحال د زړه خوښي نه سي بي سرايه
خپل وطن يي پر هر چا باندی کشمیر کړ
خوشحا لخان د هند له بنديخاني څخه خپل وطن ته داسي سلامونه او د زړه احترامات استوي :-
که گذر پر خیرآباد و كري نسيمه !
یا دی گښت وسي د سرای د سیند پر سیمه
په وار وار سلام خما ورته عرضه کړه
ورسره خما دل سوریه خو تسليمه
... الخ ص ۲۳۷
خوشحال خان له بنديخاني څخه خپل د زړه اور او د بېلتون ناري او غليلي تل وطن ته را استوي، او خپلي اوښکي د وطن په ياد بهوي :-
د بڼو اوښي مي ويني سي تري ځاځي
دا د تن جامه مي نه وي د اغوستو
دا غزل چي د خوشحال ورسي تر سرابه
ښه یاران به یې ناري و كا په لوستو
وطن خو گران دی ولی چی هلته سړی زوکړی وي او د هغه ځای په اوبو او هوا لوى سوى وي خاص بيا هغه
وخت ډیر گران دی چي د سړي خواږه خپلوان او اشنایان هلته وي، يو عرب شاعر دا وطني فلسفه داسي ښيي :-
و من مذهبي حب الديار لاهلها
وللناس في ما يعشقون مذاهب
خوشحال خان هم دغه فلسفه په ښه ډول څرگندوي :-
چی پکی خواره ياران دي
پیشور تر هر دیار شه ښه
په هند کی چنباگل دی
تر دا گل د وطن خارښه
د سرای قدر نور چا نه زده
به خوشحال دی تر فرخار ښه
خوشحال خان په هند کي اوسي د دې ځاى حیات د ده په نظر کي يو دوزخ دى د وطن به یاد داسي ژاړي :
نور جهان سفر سو باندي سرای دار القرار دی
کله به خوشحال دارالقرار لره وردرومي
د خوشحال خان وطن د پښتونخوا يو سپېره غر دی که څه هم دا خای نور څوک نه خوښوي، مگر د ده په نظر كي داسي قدر لري :-
د وطن وني چندن اگر دي
خاوري يي واړه مشكو عنبر دي
که سرای و نورو و ته سنگر دی
كاني بي واړه ماته سره زر دي
خوشحال خان د مغولو د لښکرو او جگړو څخه په وطن کي ډېر په تنگ دی د هغو د جهانگیری حرص دا سپیڅلی پښتون په خپل غره کی هم نه پریږدی مگر دی د وطن حب دومره لري چي هيڅکله خپله خاوره غليمانو ته نه سي پرېښوولای
درزی لا گرز لري غچي سوزن لري
یو جمدر گوتی خوشحال خيرن لري
کوچ بی آسان دی مشکل هیڅ نه دی
غم د یارانو درد د وطن لري
په دې ډول خوشحال خان يو حقيقي وطن دوست او پر مینه مین پښتون دی :