آریان اویجه

افغانستان د تاریخ په رڼاکې

 يو له ډېرو مهمو مسایلو څخه چې ټوله اريايي ټولنه، هندي او ايراني ټولنه او په عمومي ډول هندي او اروپايي ټولنه ډېره ځانګړي دلچسپي ورسره لري اريايي پالنځی (روزنتون) یا زانکو ده آریایی زانگو یا استوګن ځای هغه موضوع ده چې له کلونو کلونو راهيسې يې د ختيځ او لويديځ د ډېرو پوهانو پاملرنه ځانته را اړولې ده او د هغې په باره کې بېلا بیل موضوعات منځ ته راغلي تر هر څه لومړی باید دا څرګنده شي چې اريايي استوګن ځاى يا زانګو څه شی دی؟ ځکه چې هند او اروپايي قومونو د يوې سترې بشري ټولنې په توګه د تاريخ په اوږدو کې تر پېدا پښت او پراختیا وروسته مختلف مرکزونه درلودل چې لږ تر لږه یې یو د لومړنۍ زانګو او پاتې نور يې د سترو څانګو په توګه ګڼلای شو. دهند او اروپايي قومونو د لومړۍ زانګو يا ټاټوبي په اړه د ختيځ او لویدیځ د يو شمېر پوهانو ترمنځ د نظر اختلافات او د يو شمېر نورو ترمنځ د نظر یووالی شته دی دا زانګو له مرکزي آسيا نه نيولې د خذر تر جنوب بالقان او د دانيوب ترسیمې پورې مختلف ځايونه ټاکلي، چې دلته يې يادونه له دې مقالې نه دباندې ده.

د استوګن ځايونو له سترو څانګو نه یوه همدا د اريايي ټولنې څانګه ده چې د هند و ايراني په شهادت يې نوموړی د (آریا) یا (ایریا) پــه نــوم یا دول او ډېر په افغانستان، هند او ایران کې تيتي شوي دي، چې په اویستا کې دغه د اريايي قومونو استوګن ځای آریانا ویجه) یاد شوی دی. په بل عبارت په وندیداد کې د اوستا له ډلې نه اويستايي لومړي قطعه ځمکه د اريايي ميمون له ۱۶ قطعو ځمکو نه یوه همدا ده، چې آریانا ویجه یا آریا نم ویجو ورته وايي پوهانو د آريانا ويجه د قلمرو د ټاکنې په باب ډېرې څېړنې وکړي او بېلا بېل نظريات يې وړاندې کړل، خو په غالب ګومان، چې د دې ځمکې د سهي موقعيت د ټاکنې وسیله پخپله اویستا ده، ځکه چې د شپاړس ګونو خاورو د ترتيب او هغو اشارو له مخې، چې د اویستا په بندونو کې ورته شوي، داسې څرګندېږي، چې (آريانا ويجــه هغــه قطعه ځمکه وه، چې نسبتاً لوړه او له ځينو رودخانو سره نښتې، چې نوم او نښان يې د يو شمېر ځانګړنو سره موجود دی، نو د دې مطالبو په پام کې نیولو سره کولی شو چې دا قطعه ځمکه د اکسوس آمو دریا) درو د سرچینې ته نژدې او يا داسې ووایو چې د اکسوس ایکزارت یا امو سيند او سردریا ترمنځ د فرغاني په سیمه کې تثبيت کړو. د اویستا په یو جز وندیداد) کې د آريانا ويجو) موقعیت د روانوهي دیتیا او بل وانګ وهي چې دا د ژبو پېژندونکیو او پخوانی جغرافیه پیژندونکيو د څېړنې له مخې د یتیا په اصل کې د سيند نوم و او همدارنګه یې وانګوهي قانون او (داد) ترجمه کړی، هغه نوم چې د دې دواړو کلمو له ترکیب نه جوړ شوی داسې مانا وركوي. د (ديتيا ) سيند چې له هغې خوا نه قانون عدل او انصاف منځ ته راغلی، چې دا قانون د زر تشتري دين او د عدل و انصاف يې د واکمنو واکمني تعبير کړې ده، چې دا دواره تعبیره ډېر په ځای او حقیقت ته نژدې دي، لکه څرنګه چې د زرتشتري دين، عدل او انصاف د آمو سيند ته نژدې په بلخ کې د واکمنو له خوا منځ ته راغلی په همدې وجه څرګندېږي، چې (آريانا ويجه) د آمو د سیند غاړو څنډو ته ډېر واټن نه لري. یو تن بنداهش د یو لړ غرونو لکه د کود و راس غر او يو شمېر سیندونه چې له آریانا ويجه څخه تېریدل لکه دايي تيك) او (دراګا) نومونه اخیستل همداراز بنداهش د دايي تيك د سيند په باب وايي، چې دا سيند له ایران وج) نه راغلی او د غرنيو سيمو له منځ نه تېرېږي وړاندې وايي، چې د (درگاه) رودخانه په آریانا ويجو كې ده او د هغې پر غاړو د زرتشت پلار پورو شپه استوګنه کوله د دې څرګندونو په اساس چې د دندیداد) او (بنداهش) له خوا شوي ښکاره څرګندېږي، چې د امو سيند د رودخانې سيمه د آريانا ويجــه) د خاورې په ټاکلو کې مهمه ونډه لري. که چېرته د دې دوه سيندونه په پام کې نیولو سره یوه ژوره کتنه وشي د (ديتيا) او دراگاه) چې عبارت د آمو له سيند) او (سردریا) څخه دي، نو په دې اساس کولی شو، چې د دوو یادو شو رودخانو ترمنځ اريايي لومړۍ قطعه ځمکه او د هغوی استوګن ځای اریانا ویجه په فرغانه کې وټاکو. په دې کې شک نه شته، چې که چېرته يوازې په ديتيا) يعني آمو سيند باندي تكيه وشي د يادې شوي خاوري مرکز به لا ډېر د دې رودخانې سیمې ته او حتی د کین پلو غاړو ته د بکتریان په خاورو کې قرار ومومي، خو لکه څنګه چې دوه سيندونو د آريانا ويجه له خاورې سره نژدېوالی درلود او وروسته د لومړۍ ټوټې ځمکې څخه په ۱۵ نورو قطعو کې هم د آریایانو د حرکت او مهاجرت په ترتیب سره یادونه شوې ده. لکه (سغده) (مورو) (بخدي) او نور چې عبارت ترې سغدیان د مرو سيمه او بلخ دي له نود تحليلي منطق له مخې ویلی شو چې دا روزنتون یا زانګو او ټاټوبی همغې (فرغاني) څخه عبارت دی. د افغانستان په شمال کې د هندۍ او ایرانی اريايي ټولنې استوګن ځای اریان ويجه له دې ټوټه ځمکې سره تل په تماس او ورته ډېره مساعده وه. همدارنګه په اريايي منابعو داستانونو او اسطورو کې يـې مهم نقش ښکاره او څرګند دی.