موږ نوی او مترقی ادب به څنگه وي ؟
زور ادب د نوی ادب،ضرورت د نوی ادب موضوع او نوی عناصر، جغرافی طبیعت، اجتماعي عنصر، حيني عنصر، د نوي ادبي سبک او ظاهري ډول، د نوي نظم او شعر موضوع، د نوي نظم اوزان او عروض د پښتو نوي احيب به څوک وي؟
دا یو خورا دروند او گران بحث دی چی اوس د وطن د پوهانو او د پښتنو دې خواته فکر سویدی او نه موږ هم پردغه موضوع کله کله څه مضامین لیکلی دی، ځکه چی دغه خبر اوږده لمن لری نو زما په خیال خو . ، ځکه نو مي قلم راواخيست چي دغه گران او مهم است نور هم پسي و هم او د پوهانو د افکارو په ويسا نور څه هم پر وليکم.
زما دده اوږدې مقالې او پله نښتو خبرو لنډ فهرست هغه دی، چی دده مقالې په تندی کښی د لیکلو تر منځ راغلی دی. په مضمون کښی به د ادب دغه مهم پلوونه روڼ کړه سی. زه زیار کاږم چی د ژوندیو ژبو ژوندی ادب او دخپلی ژبی پنگه او زوړ اساس دواړه سره سم کړم او دادی چی خپلو پښتنو وروڼو ته د پښتو ژبی دنوی ادب د پالنی اوروزنی و لاری چاری. کونه په دغه لارکښی لومړی پل وگڼل سی، او نور د پښتنو پوهان او نن ورځ پښتو خوار کی ددوی لمنی ته لاس اچولی دی، هم دې خواته وگوری او نه پرېموږدی چی زموږی نوی ادب چی اوس پژون پسرلی دول نوغی غایی. غرونه د خندا اومسا را ډکوي، د خود رويه گل په شان شين سي، او د باغوان د پالني څخه ئې لاس وخيژي. نن زموږ ژبه نوې را ژوندۍ کیږی، زموږ د ادب نوی استی ایښوولی کیږی نوی تخمونه شندل کیږی، نن ورځ ليکوال او د قلم څښتنان د پسترتو د ادب د سيه پوه اولي اويلا. گه ورتوب د ژبي روزنه ونه کړي نو خداي دي نه کوي دا زموږ ژبه به د ژوند پر ځاي مړه سي، يا به د نورو ژبو تر اغيزي داسي لاندي سي، چي بيا به ئې نوي تکم او زموږ زامن په چاره پوري غيران کښی زما مقصد دغه دی چی دخپلو قلم والو وروڼو سره د نوی ادب په لارو او چاروباندی وږغېږم له ټولو پوهانو څخه هیله لرم چی دوی هم خپل افکار ونه اسپموی ک او هرڅوک په دغه زمولار. زه مخصوصاً د پښتنو ښاغلي اوسني ليكونكي او ادباء . نن ورځ د پښتو علم برداران دوی او ټوله د پښتو مینان را بولم چی دوی زما دغه کرښی په غور وولولی او هر څوک خپله رایه پر ښکاره کی. که زه سهوه سوییم راته ولیکی گوندی تر دغه منځ حقیقت ښکاره سی، او زموږ د نوي ادب لاره ښه سمه سی که خداي کول.
په مقصد پیل
د علمي ټولنو او اکاډمي گنو مهم کار خو دغه دي چي دوي خپل وطني ادب وپالي او ددغه د ارتقاء او لوړتيا په لاره کښي د نورو سره کومک او هم همراه و کړي که څه ادبيات هم هره ژبه ړه پله نه. چي دهغې ژبي اساسي عنصر گاڼه سي، مگر بيا دا ښکاره ده چي نوي نسل نوي ادب هم غواړي او اوس موږ ناچاره يو چي په پښتو کښي نوي ادب، ولرو او هغه شيان چي زموږ ادب ادبي په روزل کيلو، و ملت ويښوي، نو د ملت د ويښتوب او لوړتيا دپاره د ادباؤن روزنه لازمه ده، که اديب نه وي نو به ادب هم محوه سي په دغه خبره ک شکي هيڅ نسته او زموږ پياوړي ادباء لکه خوشحال خان اورحمان او پير محمد او نور ... ددغة ادب استادان او مبلغين دي او دوي موږ ته یو خورا قیمت لرونکې ذخیره شده را پرې ایښې ده مگر دلته یوه بله خبره هم هست، چی که څه هم دغه زوړ ادب ځنی اساسي د پښتنوالي او مليت عناصفهر زړي، زمو. سي بيا هم له بلي خواشديداً د پرديو تر اغېزې لندي دي. ، نو که څه هم موږ د خپلو زړو آدیبانو له لوړه مقامه انکار نه لرو، او دوی د ژبی لوی روزونکی او د ادب پشوایان اود پښتو د نام ساتونکی، بولو مگر سره ددغه هم په دھروی ادبی دھی چو موھی نبایستی. چی هغه ی ادبی و تجربه له پخوانیو زاو پېړیو څخه دخپل جغرافی موقعیت په سبب [23:24, 28/10/2023] Bilal: پښتنو خپل ملی آداب د پښتنوالی سره سم نه دي روزلي، ځکه چي له هري خوابه پر دوي باندي دپردو مدحش سېلابونه راتله ، او دوي به د خپل ملي ژوند په دفاع او جگړه بخت وو، او هیڅ فرصت ئي ددغه ډول شیانو و پالني ته نه و میندلی،اوس چي موږ په دې شیانو لاس وهو ښايي چي دکار له ابتدا څخه ویښ یو ، او زموږ ښاغلي ادبا زیار و کاږي ، چي دخپل ادب سټه پر ټینګ عصري او ملي اساس ټینګه کړي زه به لاندي د پښتو دنوي ادب تشکیلات د پوهانو دافکارو په استناد ولیکم او مثالونه به يې هم پر خپل موقع وښيم ادب دوې خواوي او دوه اړخه لري:
۱ د ادب موضوع
۲د ادب ظاهری شکل او ډول یعنی سبك.
۱ موضوع :
هر ملت د ادب موضوع ځانله بېل اساسي عناصر لري چي هغه چاپېر او ماحول او محيط څخه زيږي او د هغه ملت له روحه سره سموالي لري، هغه اساسي لوازم او عناصر دغه دي :
الف : د جغرافی طبیعت لوازم:
ښايي چي زموږ ادب د پښتونخوا د طبعي او جغرافي طبيعت مصور وي او د پښتنو د مځکو ښايست او ښکلي توب ښکاره کي، او زموږ دلويو او جگو غرو ښکلي مناظر او زکونه وړک. تنو ادب باید دپښتنو د مینی د ښېگڼو ډک وی د اروپا په ادبیاتو کښی هم طبیعى ادب مخصوص ډول دغه کیف لری، او لومړنی او لوي محرک ئې هم د فرانس نامتو د فیلسوف منتسکیو ( ۱۶۸۹ - ۱۷۵۵ (ع) دی چی پخپل کتاب روح القوانین کښی ئې د جغرافیایی طبیعت پر اهمیت یو مخصوص بحث لیکلی او د اروپا د ادب مخ ئې دغی خواته ور و گرځاوه. کښي در وښيم : يو شاعر چي اوسېدونكي او د ښار د جغرافي طبيعت تر اغېزې لندي دى، هغه وخت چي د واوري اورېدنه په ژمي ويني نو دښاري تخيل پھنده دھينگ دھي پھنده هريوني کښي زدويي ور په ياديږي او په دې ډول دغه حالت تصوير كوي :
برف است که از هوا سرا زیر بود
یا هاون چرخ کرده حل مروارید
بالعکس یو پښتون چی د غرو د تخیل په هسکه دنیا کښی تل شعر وایی ، د خپل چاپېر (محیط) او جغرافی طبیعت سره سم په دې ډول هغه منظره راښئي :
پرلويو غرو واوري اورينه
که لمر وړانگی پر سپینو پر ښوځلوینه
په دې لنډۍ کښی پښتون شاعر یو خورا ښکلی او طبیعى تخیلى لری د پښتونخوا پر لوړو او جگو غرو باندى د واورى د اورېدلو منظر دی په حیرت کښی اچوی چی آیا دغه دلکو بر او. پرښو بندي لويږي او خليږي ، که سپيني واوري پر غرو پرتې دي؟ و گورئ دغه تخیل یوازی د پښتانه په جغرافی طبیعت اړه لری او زموږ په ادب کښي طبيعي او خور هم تنها سي، او د پښتنو روح ورسله آشنا دي نو شعر او وينا چي هر څومره پر جغرافي طبيعت سمه او موافقه وه هغومره اصالت له پلوه قدر او قیمت مومی، او د هگه ملت پر روح ژوره اغزه کوی، او ويونكي ته ئې "ښه شاعر" ويل كيږي.
ب _ اجتماعی عنصر :
د ادب اجتماعي اجتماعي عناصر هم ښايي چي كټ مټ ملي او خپل وي زموږ نوي ادبيات اساسي بويه چي پر هغه ډول ټينگ سي چي اجتماعي عناصرئي دپښتو دملی روح او دپښتنوالي سره سم وي ، د ادب اجتماعي عنصر دوه اړخه لري :
لمری اړخ - تېره زمانه او د ماضي عنصر :
په دغه ډول کښي د پښتون ملي فولکلور (1) او کلچر (تهذيب) او روحيات او عادات او دودونه او اخلاق او عنعنات او رسوم او آداب ټوله راځي او دغه است. تاریخ سره نښلوی، او موږ د هغه ننگیالیو نیکونو او پلرونو په ژوندون خبروی چی دوی د یوه مخصوص نفکر او تمدن خلاق او مبتکر و د اروپا په نوی ادب کښی د فرانسه مشهور لیکونکی فلوبیر په خپلو کتابونه "سلامبو" او. توفیق الحکیم مصری پخپل کتاب ( محمد (صلعم) کښی د ادب دغه عنصر ښه روزلی او د تېرو پلرو ژوندون نې په نوی ادب کښی ښکاره کړیدی. زموږ په ملي ادب کښي هم له پخوا څخه ځیني خوږې او قیمت داره قصې او روایات پاته دي، چي موږ د خپلو نيکونو او د زړو پښتنو په افتخاراتو خبروي، ددغو ملي آثارو ژوندون او له ضياعه ساتنه پر موږ لازمه ده، او ښايي چي زموږ په ملي نوي ادب كښي دغه ملي آثار ښه منسي او زموږ د ادب دغه زوړ او پوخ عنصر وپاله سي، ولي چي ډیر زموږ زړې ملی پنگی په دغو کښی پرتې دي. او د پښتنوالي او مليت روح پكښي پټ دي زموږ ادباء بايد زيارو كاږي چي دغه مړه كېدونكي آثار بيرته ژوندي سي، او زموږ په نوي ادب كښي ئې پالنه وسي. دغسي هم نور زموږ ملي عنعنات او دودونه او دپښتنوالي زاړه مزايا او ښېگڼي ټوله په نوي ادب کښي روزنه غواړي او د نوي ادبيات سټه پر دغو ښېگڼو بندي ټينگيږي. که ادباء دې خواته توجه ونه کړی نو به زموږ د ژبی نوی ادب نقص او له زړو افتخاراتو څخه تش وی او پښتانه به هیڅ مینه او دلچسپی نه ورسره لري. :
دوهم اړخ _ نوی عنصر او نوې زمانه:
په دو عنصر عصري احتياجات او د نوي ژوندون تطورات او مدني حيات او ادبي اوفكري استقلال او نوري نوي خبري او نوي علوم او فنون اړه لري، د ادب دغه اړخ ملت مستعد كوي، چي د مدنيت صحيح اوغير مضروبن و مني او بر دغي. تکم هم تربیه کی، دغه عنصر موږ د نوی ژوندون او نوی عصر په دودونو خبروی، او موږ ته دا راښنی چی په نوی ژوندون کښی به زموږ اوضاع څنگه وی؟ او پر کومه لاره به روانه وی؟ اوڅه به کوو چی دسیالانو سره سم سو، او خپل نوامیس خوندی کړو؟ د فرانس په نوي ادب كښي د بلزك كتاب چي نوم ئې د انسانيت داستان" يعني د سړيتوب قصه ده او په اوسني عربي كښي د نيكلاي حداد كتابونه توي آدم اونوې حوا" د ادب ددغه عنصر ښې نخښي دي ، اما یوه بله مهمه خبره هم سته : دغه نوی عنصر ښايي چي حتي ئي المقدور او په خورا زيار پر زاړه عنصر تطبيق سي چي ملت ئې ومني او د دوي له زړو عنعناتو څخه مخالف نه وي او د ادب زوړ او نوي عنصر په داسي ډول حكيمانه تطبيق او يو هرځد. دملت په زړه کښی دننه ځای ونیسی. که فرضاً موږ دغه دوه عنصره په خپل ادب کښی اوږه په اوږه سره ونه دروو، نو به زموږ د ادب یو اړخ گوډ وی او هیڅکله به پوره ملی ونه بل سی ! درمان زموږ ژبه په دغه عنصر کښی خورا بې وزلی ده، او گناه هم زموږ او د هغو خلکو په غاړه ده چی ن قلم د دوی په لاس کښی دی. موږ تر اوسه پخپله ژبه کښي پر نوي سبك هيڅ نه دي ليكلي زموږ ځلمي كه څه ليكلي هغه خو په بله ژبه ليكي، او خپل ژبه ئې كورټ هېره ده، نن پرون ځيرالي چيرايم ادبي. ښتو له دغو ادبي تحريکاتو څخه محرومه ده ، او ځلمي مو پردو ښېگڼو کښي کمالونه ښکاره کوي. ادبي او علمي ټولني چي د پښتو در خدمت دپاره ديدن، ښايي چي هر راز احساس او ترغيب و کي چي زموږ ژبه د عصري ادبي خاونده سي هر څونه چي موږ په نورو ژبو کښي خپل دپاره ښه زهکاره کو، او ما. ژبو پر سرمایه زیاتیږی، پښتو آثارو، خوارکی ته خدمت نه دی
ج - اقتصادی او د ژوند عناصر :
که څه هم ادب د یوه روحانی خوند وسیله ده، او ډېره برخه ئې د نفیس هنر خواته ځی مگر بیا هم په حقیقت کښی د ژوندانه سره ټینگه رابطه لری، که ادب له ژونده بیل سی به. يوازي د روحاني خوند وسيله وي او په اوسني مادي ژوند کښي به دخل ونه لري اوسني مدنیت او د انسانانو فکری یون " ژوند اوماده داسی رابرسره کړیدی چی ټول هنرونه او نفیس صنایع او ادب فقط د همدې لپاره غواړی چي په ژوند کښي ددوي په کار ورسي او په اقتصادي لارو چارو کښي هم دوي ته گټه ور وي. پخوا ادب پخپله یو ځغلنده آس ؤ چی خپل سپور به ئې هغی خواته چی غوښت ،بیوی او انسان به د ادب تر ملونو لندی حرکت کاوه. مگر اوس ادب د يوه ملوني سوي آس په توگه پر هغي خوا ځ چي انسان ئې د خپل ژوندانه او مادي ښيگړو لپاره غواړي. اوسنی انسان وایی: چی د دب روحانی خوند په دې کښی دی، چی د نسان سره دکار او ژوند پر ډگر کومکی او مؤید دی، اود آدی. ژوندانه لپاره گټور سي. د ادب دغه نوې توجیه خو داسی ده، چی موږ هم سترگی ځنی پټولای ولی چی موږ هم ژوند غواړو او د خپلو اقتصادي او مادي اړتياوو په جال كښي نغښتي يو. د پښتو نوی ادب به خامخا دغه ځوان نوی عنصر خوندی کوی که نه وی د یوه مړه ادب په برستن کښی د مړو سره ځان نغښتل د عاقل سړی کار نه دی.
۲ د لیکلو اصول او سبک :
ادبیات علوم دو مهمي برخه لري :
نثر او نظم :
نثر:
ځکه چي زموږ عصري احتياجات او د مدنيت او نوي ژوندون چاري او لاري ټوله په نثر اړه لري، او په علمي او فني منشورو . کتابونو سره موږ علوم اوفنون خپرولاي سو او صنعت او حرفت ښوولای سو او رواجولای سو نو زما په فکر تر نظم ونثر ته ډېره توجه لازمه ده. ښايي چي د پښتو په نثر كښي يو داسي سبك او ډول جوړ كو، چي د افادې او استفادې سهولت ئې مهم هدف او عنصر وي. یعنی د نثارۍ او قافیه طرازۍ له گرانو او مغلقو ډولونو څخه پاک وی او د پاړسو له وروستنی مغلق هندی سبک څخه لی مرغی وی، د نثر لیکلو په ډول او سبک کښی دھله دھله دڵه ضور تهنه: تو تقریر او تحریر یعنی ویل او لیکل د پاړسو او عربی ژبو په راز سره لیری او بېل نه دی، هر څه چی په خوله ویل کیږی کټ مټ هغه په قلم لیکل کیږی. د پښتو دغه خپل طبيعي او خداي ورکړي ښه سبک ښايي چي وسائل سي، اوزموږ ادباء ئې تقویت و کی نه ښایی چی د هند تخیل یا د میرزامهدی او بیدل د نثر ډول موږ پخپله پاکه ژبه راگډ کو زموږ قلم وال پښتانه ښایی چی دگرم۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔ ژبو د ډول تر اغیزی نه کی لاندی، بلکی هر کله هغه مطالب په داسی ډول اداء کړی چی د پښتو له محاورې او خصوصیاتوسره سم وی. د پښتو دغه طبيعي خپل سبک چي ويل او ليکل ئې سره بېل نه دي، د افادې او استفادې په ټولو شعبو کښي خورا غنیمت او ښه دی زموږ ليكونكي دي سر له اوسه دې خواته ملتفت وي، چي د ژبي د انشاء دغه بې الايشه او سپېڅلي ډول د نورو ژبو د تکلف او تصنع په تقلید خیرن او کرغیړن نه کی
ب : د لغاتو او محاوراتو په غوره کولو کښي ښايي چي د پښتو د ټولو قومو د ذوق مراعات وسي يعنى ښايي موږ په پښتو کښي يو گډ او متحد سبك ومومو، چى دغه كه سبك ټوله پښتانه ذوقا ومني،که څوک د یوې خوا لغات او محاورې واخلی او د نورو دا پرېږدی، البته دغه سبک ټوله پښتانه نه سي منلاي. مگر په لغاتو او محاوراتو کښي خو هغه افضل او د غوره کولو و دي، چي د اوتو ژبي د خصوصياتو سره نښت او نژدېوالي ولري، او د ادب په قالب کښي ژر تر ژره راتلاي شي، له سوات اوباجو. جنوبی خوا بیا تر شلگر او مقره د سلیمان د غره لمنو بیا د کوږک او کندهار تر رغو او ډنډو له کاکړو او ښوراو که بیا تر سیستان او فراه او تایمنو پوری د پښتو ژبی هغه ذخایر ادباً چی پله، ادبا. څو چی د پښتونخوا ټوله لغات او محاورې او د تکلم اصول، د قومونو د ژبی د مخصوصی مزایاو سره را غونډ نه سي اوله هره چا څخه د هغو کوټه کښی ناست وی، د یوه قوم د ژبی مقدرات نه سی فیصله کولای او نه صلاحیت لری. دالته یوه خبره خورا لازمه ده، مطلب دا نه دی چی پخپل منځ کښی لکه ځنو چی فهمول ده، اختلافات لری، یا یو د بل مزایا نه سره منی، یه یه یه! زه په دې قايل يم چي د پښتو سوچه او كره لغاتو او محاورو ښه ذخيره د ننگرهار په غرو يا د جنوبي خوا په رغو کښي پرته ده، زه په د قايل يم چي د پښتو د ادب ډېه زنگ ديونک. د خيبر دغرو شاوخوا يا د پېښور اوننگرهار په پاکو اوآسماني غرونو کښي اوسي، که څوک د رحمان بابا يا د خوشحال خان او نورو ښاغلو پښتنو سي اديبانو زيار اوسترا د مليت گرانبها احساسات پھگوهروي. دوي زموږ د مليت د بنياد کاڼي ايښي دي، دوي هغه غيور او ننگيالي پښتانه دي چي د دنيا غښتلي بريالي فاتحين لکه سکندر. او نادر هم ددوی دمت زور ته سر کښېښو دوي خپله ژبه د لوړو غرو په ككريو كښي د پردو له آغوزې ساتلې ده، اوس كه موږ د ژبي ادبي ذخيره يا مخصوصي مزايا او ښېگڼي لرو، هغه خو ډېڼرو كولي ڼو ڼوڼر زموڼو ديوڼو ديوڼو ديوھد و. مز لنډ دا چی اختلاف هیڅ خبره نیست او نه وه اونه به وی د کندهار دا مشهور خبره دلته صادقه چی : موږ دلې و ، او دلې یو او دلې اوسو " اما په پلټنه او تتبع او گروېږنه کایژرکی او گروېږنه کښژی هدف دادی چی د . غونډي سي گوندي موږ تر ښه ډېر ښه ومومو، او له افضله افضلتر ته ولاړ سو، او له کامله اکمل لاس ته راړو، خو د ژبي حقيقيايا له هري خوا اوه هره گوټه راغونډ په، او هري خوا او هره گوټه راغونډ پ. و متحد سبک میندل کیږی وبس ج : زموږ په ژبه اوس ځینی پردی لغات او کلمات گد سویدی، چی دغه هم د نه ځنی طبیعي عوامل و اثر دی او ددنیا هیڅ ژبه له دغه اختلافه نه ده فارغه ځینی خلک دغه د پښتو لو نوری گڼی دوته اف گوس ، په کښي به داسي ژبه نه وي چي د نورو ژبو کلمې ئې نه وي اخيستي، دا خو دانسانو د اجتماعي ژوندون او بين دنيا گډون يو طبيعي اثر دي، اود طبيعت د سېر په مخ کښي څوك دمه سي در. اولوړو ژبو کښی نن فرانسوی خورا شهرت لری الفرد فویه : (۱۸۳۸-۱۹۱۲ (ع) نامتو عالم لیکی : چی په دې ژبه کښی (۳۸۰۰) لاتینی او (۴۲۰) جرمنی او (۴) ایتالویی پنجاهی او (۱) اسپانوی (۱۱۰) سامی او (۶۵۰) مجهول اونور ډېر پردی كلمات داخل دي، يعني له (۲۷) زرو كلمو څخه معمولً (۶) زره كلمې ددې ژبي پردي دي (٢)
په مشرقی ژبو کښی خو عربی خورا آرته ده، او مهذبه ژبه ده، که د خوارزمی مفاتیح العلوم او د احمد جوالیقی (متوفی 539 ه) المعرب او د شهاب الدین خفاجی شفاء اللیل او د حریری دره الغواص. به تاسي ته ښكاره سي، چي په دغه ژبه كښي ځونه كلمات د پرديو ژبو يعني له پارسي لاتيني عبراني سرياني، جبشي، سنسكريتيني قطبي او نورو څخه راغلي دي، او دغي ژبي په ځان كربي. ډېر کلمات د پارسی اوعربی تر منځ مشترک یا ځینی بیا خاص له پاړسو ژبی څخه عربی ژبی اخیستی دي()چی د عربی پوهانو هغه ټوله بېل بېل ضبط او ليكلي هم دي. دا کلمات کله عربو پخپله ژبه کښي معرب کړي او کله ئې کټ مټ بېله کومو اړولو اخيستي دي لکه خرم او کرکم. (4) د غربي او مشرقي د مشهورو او مهذبو ژبو مثال مي ددې جهته هغه خلک چي پښتو د پرديو لغاتو گډون کړي وپوهيږي او علما کورټ نقص نه بل کيږي، په پړتو پوري يوازي چو نه را. زه دا عقیده لرم او اثبات ته ئې هم حاضریم، هغه کلمې او لغات چی زموږ په او ښارو اومدنی کلو کښی د پردیو ژبو څخه د اجتماعي گډون او عوامل و په باعث پښتو ته راغلی دي، په رو كره او. هم په غرو او رغونو کښیسته، نو ځکه په دغه بحث کښی زه خبره پر ځو برخو وېشم :
(۱) د پردیو کلماتو په مقابل کښی اوس موږ ډېر غیر مستعمل پښتو لغت لرو چی له ښارو څخه ئې هجرت کړی دی، دا کلمات موږ ته.
ښکاره هم دي، ښايي چي زموږ ادباء ئي بېله معلومه واخلي، او استعمال او کي مثلاً : د سيب پر ځاي مڼه دلباس پر ځاي کالي، د سايې پر ځاي سيوري او نور .. په دې ډول به زموږر. مستعمل او ژوندي سي. ځيني داسي پردي کلمات او لغات همسته چي اوس دستي ئي موږ په در مقابل کښي پښتو لغت نه وينو، او ښاروالو ته ئې پښتو کره لغت معلوم نه دي، دا لغات بايد ژر تر ژره فهرست او ضبط سي ورو نچسته نو د هر گوتو. کښي، پلټنه وسي زما ټينگه عقيده ده چي لومړي خو به ئې پښتو کره نوم مينده سي که نوي مفغن كلمات اي ضرور لاس ته راځي. د سوات او باجوړ له غرو څخه بیا د سپین غره تر لمنو اود سلیمان د غره په لمنو او د کاکړو او ریگوا په خواو کښي ډېر كره لغات سته، باید ددغه لغاتو د پلټنی دپاره یونده ذوق خااره. دغو ټولو ځایو څخه څو څو تنه راوغوښته سی چی لغات او سی. کلمات ځني ضبط سي. په دې ډول د پردیو کلماتو په مقابل کښی به موږ ضرور پښتو کلمات ومومو، اودغه به ورو ورو رواج که مو فرضاً کومه کلمه کی نه کړه پیدا، نوبه ئې تر میندلو پوری عجالتا هغه عربی او پاړسو کلمې وایو څو چي کره پښتو میندله کیږي
(۲) هغه کلمې او نومونه چی نوی زماني زېږولی دي، او تر اوسه نې په عربی او پاړسو کښي هم خپل نومونه نسته او د نوي مدنيت له خوا هره ورځ زموږي کره راځي دا پوژو د پښتو د خواخو. د خاوندانو او اهلو او محتاطو خلکو یوه ټولنه به ورته جوړیږی چی په دې باب کښی لومړی تر یوه صحیح پروگرام لاندي
: فکر وکی، او په نورو ژبو کښی د لغاتو د وضع اون . وگوري د پښتو لغاتو د ريښو او جوړېدو تحقيق وکړي، د پښتو خصوصي او اصلي مزايا تر نظر لندي راوړي، ددې ژبي زاړه د فقه اللغه او فقه الصوت لعلي عليه اصول نورو ژبو له نوو او زړات. اتحاد او یوه فکر وضع ورته وکی او ورو ورو دغه وضع کړی کلمات خپاره او مستعمل کی، د پښتنو پوهانو فکری اتحاد په دغه ځای کښی خورا ضرور دی، او یو سړی حق نه لری، چی د ټوله قوم د ژبی وضع اوس که مثلا یو سړی یا یو فکر په دغه کښی اقدام وکی هیڅوک ئې نه منلای او نتیجه ئې یو ادبی فوضویت اوورانی ده، په دې باب کښی د وږمې په یو تېره گڼه کښی اوږد څه لیکلي دي
نظم :
د پښتو نظم هم په نوى ادب کښي دوه پلوه لري : لومړي پلو ئې د شعر او منظوماتو موضوع ده چي اديب به ټوله هغه عناصر و لوازم چي د مخه مو د موضوع په بحث کښي وليکل گوري او مراعات به ئي کو. یعنی د پښتو نوی شعر به د پښتنو له سپېځلو او تودو احساسو ډک وی. او د دوی ژوندون او پاک عواطف به ترسیم کوی او ټوله هغه طبیعي او اجتماعي او اقتصادي عنااصر به په نوو اشعارو. کښی پراته وی. نوی شعر به د پښتو او پښتنوالی د لوړی او آسمانی دنیا څخه ږغیږی، او هغه محیط به دنیا ته ور څرگندوی چی هلته افغان شریفان په مادی او معنوی خپلواکی د ملیت په غرور او د روح په مناعت او لوړتوب او دافغانیت د تو دو احساساتو او شریفوعواطفو سره ژوندون کوي: يعني د تخيل خوا ښايي چي بشپه پښتني او انساني وي او د پښتنو اشعار ددوي ښه خواص او ښېگڼي او قومي سجايا ښکاره کي. مثلاً : يو شاعر د عشق او ميني په شاعرانه ماحول كښي ځان تردي اندازې پوري كښته كوي چي وايي :
شنیده ام كه سگان را قلاده مي بندي
چرا بگردن حافظ نم نهي رسني
بالعکس : پښتون هیڅکله په هیڅ ډول ځان نه بایلی د مزاج استقلال اوملی غرور د مینی په سوځونکی دنیا کښي هم له لاسه نه باسی، یعنی د ځان کښته والی او سپیتانه کوړت نه مني د پښتو د ادب پلارخوشحال خان خټک وايي:
مرگ لره واړه د دهلی لښر راغلی :
ته لا د خوشحال په مرگ ځان روغ نه گڼی ننگ کړی
وگورئ ! پښتون شاعر په عين هغه حال کښي چي د دلدار دلاسه مرگ غواړي بيا هم خپل غرور او د روح مناعت نه ورکوي، او ذلت ځان نه مني، محبوبا ته یو وار خپل پښتنی اهميت او دروندوالی ښئي نو په خورا شاعرانه انداز. دغه ما فقط یو لنډ مثال ووایه چی د پښتون دملی روح ممیزه ده او د نوی ادب په مظاهرو کښی ئی احیاء د نوو آدیبانو پر غاړه ده د پښتو زوړ ادب که څه هم د پردو تر اغېزېزېڐ ڐسی دَه دَه دَه دِه دَلَه. ملي روح تجليات او روڼاوي هم پكښي برېښي، بويه چي نوي ادباء د پردو هغه سپك او كرقيړن له خپله آثار وباسي او يوازي مزايا ئې واخلي، وگورئه ! چی له دغه تخیله ځونه بې سیکی او بي خودي او رخاوت ښکاره دی.
خوشم با ناتوانی گر چه هر ساعت ز پا افتم
که وقت رفتن از کویش چوبرخیزم بجا افتم
(مظفر)
که د حوادثو سېلۍ راوالوزي نوپه مقابل کښي ئې يو شاعر شکوې کوي اونارې وهي:
زتند باد حوادث که از جفا رفته است
چه شكوه ها كه زلب هاي مدعا رفته است
مگر پښتون شاعر داسي نه دي كه دنيا پرله گډه سي، دي خو ځان نه بايلي نه داسي بې سكه او مړ دي چي هر چيري ولوده هغه ئې خاي، او نه داسي سپكه خخله ( خاشه ده ) چي هر بادئي ښوروي، د پښتون شاعر د ملي روح صلابت او كلكوالي د خوشحال خان له دغه تخيله څنگه بريښي
د عالم ډيري خبري لور پر لور توري لښكري
زړه مي نه خوځي له ځايه، غر خو هسي وي کنه
د لومړیو بیتو رخاووت او سپکتیا او ددې مضمون دروندوالی او ثبات وگورئ، د شاعر چی خپل ملی روح قوی او غښتلی وی، او خپله قومي پنگه ئې کلکه او تکړه وي نو کله ددنيا د حوادثو او ويرونو او الامو څخه دا نارې وهی یه یه ! دی کورټ ځان نه بایلی دده زړه لکه غرله متانته له ځایه نه خوځی. دای زموږ دملی روح تجلیات زموږ په زاړه ادب کښی چی اوس باید زموږ نوی ادبی ټوله بیرته ژوندی کی، او هغه کرغذین او ناوړه بیشک چی دپردوله تقلید شده است. يستل سي او زموږ سپېڅلي پښتني روڼ ادب له هغو تیارو څخه وژغورل سی. دا خو زموږ د نوی ادب د موضوع پلو ؤ چی لږ څه مو وڅېړلی اوس به نو دوهم پلو وپلټو چی هغه نو اوزان، قوافی عروض بحور دی زموږ زوړ نظم او شعر لږه د پاړسو او عربی د عروضو اولیزانو په کالبد دیزانو. او عروض درلوده چی هغه تراوسه موفق زموږ په غرو او رغو کښی سته او اکثر د پښتو اشعار خپل خصوصی اوزان لري.
مگر له هغه وخته چی د عربی ژبی عروض او اوزان زموږ ژبی ته راغلی دی چی د ملت له روحه سره ئې تماس کړی او ملی رنگ ئی هم میندلی دی له دېری جهته نو اوس د تابعیت هم حقوق ملی بشپھ لله. گڼل کیږی او موږ نسو کولای چی دغه د سوو کالو د ادباوو زیار بې څه او بې گتی وبولو او ددوی قدر ونه کو. یه یه ! زموږ زړو آدیبانو زیار کښلی او ډېره ادبی پنگه نی مور ته پرې ایښی ده، او دوی په خپل ملی ادب کښی یو خورا قیمتی باب هم زیات کړیدی پر ملي اوزانو . ږه ژبه کښی را زیاتی کړده ، او زموږ شعر او ادب ئې په ښکلی کړی دی، د دوی زیار هر کله مشکور اونه هېرېدونکی دی. مگر موږ اوس غواړو چی زموږ شعر دي يوازي په هغو بحورو او اوزانو کښي محدود نه وي، ښايي چي خپل شعر ته د نوي زمانې سره سم ارته لمن ورکو، د قدماوو د زيار زړه او خوگه هم اوخو. چی دغه پنگه زیاته کی او په هغه زاړه گوټ کښي ئي محدوده او محصوره نه پرېږدي ځکه چي موږ خپل او مخصوص عروض اوزان هم لرو، په پښتنو کښي، ډيري لندۍ، سندري ، نیمکی ، ټکي ، سپري بدلي ،نارې سته ،چي هرقسم ئي ځانله بېل وزن او عروض او بحور او قوافی لری. دغه شیان ټوله زموږ د نوی 6 ملی شعر اساس کېدلای سي. که ادباء دغه اوزان قید او را ضبط کنید کی مطمئن باشید یو داسی علم العروض چی د خلیل بن احمد تر عروض به ډېر ارت او وسیع وی ،ومومو او دا کار خورا سهل هم هر پښتون ته د ملی بدلو او ملی ترانو او سندرو اوزان معلوم دی فقط ټولول او ابداع کرد که موږ کلو ته ولاړ سو، یا د غرو د خلکو زړه وونکی ږغونه او نارې وارو داسی ډېر آثار به ومومو هو ! مقاله زموږ دا هم نه دی چی خپل پخوانی ادبیات اوزاړه آثار پرېږدو بلکه هدف دا دی چی د خپل ادب لمن پکښ محدوده نه کړو، هغه زړه مدونه سرمایه خو مو په لاس کښی ده، اوس به د خلکو د بدلو د اوزانو په تدوین او. رواج هم بوخت سو، او د ادب لمن به خورا پراخه او آرته کو. دا خبر د کړو و ده چی ددې سندرو او بدلو او لنډیو لکه اوزان چی او ئې زموږ علم العروض ته خدمت کوی، هغسی هم ددغو رغونه او اصوات او تغنی زموږ دسیقۍ ادغام شد. ، موږ به د هندی محزن او روح وژونکی موسیقۍ له لاسه خلاص کی او د خپل ملی روح سره سم به یو ژونده او غورخانده موسیقی ومومو. دا مضمون د نوی ادب پر تشکیلانو لږ څه اوږد سو، تر اوسه لا هم ځینی د ویلو خبرى پاته دي مگر د نه اوږدېدو په نظر دغه مضمون اوس لنډوو، او دگ بحث حق نوري څانگي اوخواوي به بيا ورو ورو اورو ترو. خو د دې مبحث پای دغه دی چی د نوی ادیب اوصاف او لوازم هم وښیو چی څوک د یوه ژوندی او مترقی ادب د جوړولو دپاره په پښتو کښی خدمت کولای سی؟ او زموږ د ژبي نوي اديب څوک دي؟ څه صفتونه به لري .د پښتو نوی ادیب به څوک وي
۱ هغه څوک چی پر لازمو معارفو احتوا او ددنیا په ادبیاتو کښی عصری معلومات لری د پښتو د زاړه مدون او غیر مدون ادب سره وی، او د مشرق ادبی علوم هم لږ څه ورته معلوم وي.
۲ هغه څوک چی د ادب د موضوع عناصر او لوازم لکه دمخه چی مو ذکر کړه ورته ښکاره وی یعنی د خپل ملت په جغرافی او اجتماعي او اقتصادي عنصر پوهيږي، او په ادبي کښي ئ. د مراعات اقتدار هم ولري
۳ . د نوو افکارو د تطبیق او تحلیل او تدقیق قوه ولری، چی جدید مطالب د ملت د روح او عنعناتو او اجتماعي عناصرو سره سمولای سي، او ځان نه پکښي بايلي يعني ادب ترقي او تجديد د ملي روحياتو سره طبيق کولاي سي د نوي مترقي. فکر د راوړلو قوت ولری.
۴ د افادې او استفادې قوه یعنی د قلم زور او ادبی تلقین چی آخذه او دافعه قوه هم ورته ویلای سو نوی ادیب باید پخپله د ښېگڼو د جلب او پوهنی او اخیستلو قوه ولری، چی بیا ادبی نو هغه مزایا ملت ته ادب له خوا تلقین او تبلیغ کی
۵ د کار ذوق او د پښتو او پښتنوالی سره د زړه او شخصي مينه. مطلب دا دی چی په ادب کښی سوداگری گډه نه کړی پخپل ذوق او شوق کار وکړای سی او دغه خدمت یوازی د نوکرۍ په ډول نه وی، بلکی د زړه مینه هم ورسره ولري
. روحي ادب او معدي ادب
په دې عنوان د مصر یو مشهور ادیب په الثقافه کښی یو خورا ژور او معلمه مضمون کښلی ؤ ځکه چی دلته هم زموږ د موضوع سره نښت لري، نو ئي مطلب لنډ ليکو :
دا پوه ادیب ادب پر دوه ډوله ویشی :
روحي ادب : چي دو ذوق او احساس او انساني ښو جذباتو څخه زیږی او محرک نی فقط د انسان زړه او دده ښه عواطف وی دکومی شخصي مادي گټي سره ربط ونه لري.
معدي ادب : چي د دنياوي متاع او د پسو دپاره وي، اومحرک ني مادي او بد شهوتونه وي او فقط د گيدي د خدمت دپاره اديب قلم چلوي او يا مضمون ليكي يعني سوداگري كوي، او پس ترينه باسي.
لومړی ادب ژبه ژونده کوی، او د اجتماع دسمون لپاره لو وسیله ده، اما دوهم ادبرا تور او لغوړن دی، او د ژبی په ژوندون کښی هیڅ فایده نه لری او نه یو ملت ویښولای سی. نو نن ورځ هم موږ په پښتو کښي داسي ادباء غواړو، چي د ذوق او پښتني احساس په تحريک د پښتو خدمت وکي، او مادي نفع تر روحي متاع فدا کي او ددغه کاره سره د زړه مينه ولري يعني روحي معبود اديب نه. تر دې ځایه مو د پښتو برای نوی ادب او د پښتنو برای ملیت او عناضر و باندی څه څېړنه وکړه که هم موضوع هری خواته څانگی لری مگر چی اوږده نه سی دلته ئې ختم کوو په پای کښی دونی بیا وایو چی نوی ادب باید فقط په ژوندانه پوری اړه ولری او د خلکو د ژوندانه خدمتگار وي (۵) :
اي نوي آديبه !
ږغ کړه ماته چي ژوندون مي په نصيب سي
راته مه وايه د مرگ زړې سندري