له آریانانه د هندؤ فارس
خواته د آریائیانو مهاجرت
د هند خواته: لکه چه د دغه فصل په سر کښی مو ولیدل آريائیان د ویدی زمانې نه پخوا او په دغه دوره کښی د هندوکش د شمال او جنوب په دواړو خواؤ ځمکو کښی خپاره شوی دی اود (ریگ وید) د زمانی په آخرو وختو کښی ځینی ښاخونه له طبیعی لارو یعنی د هغو سیندونو د مجرې د لارې چه د آریانا شرق او جنوب او جنوب غرب خواته بهیږی د سندهو (سند) د حوزې خواته او په ماورای شرقی برخو کښی ئی خپاره شول په دې خبره کښی څه شک نشته چه د آريائیانو ځینی ښاخونه د هندوکش له جنوبی برخو څخه يو ځل او په يو وخت کښی د سند د حوزې خواته ندی روان شوی بلکه کرار کرار او په غیر محسوس ډول ئی ځاې بدل کړی دی او د کوبها (کابل) د کرومو (کرمې) د گوماتی (گومل) دراسا (کنړ) دسوتی (سوات) او د سراسواتی (ارغنداب) سيندونو هر يو ډېره موده دوی ځنډولی او معطل کړی دی. لکه چه د هندوکش د جنوب د سرودونو په موضوع کښی مو وویل چه له دغو سيندونو نه هر يو مهاجرې قبیلې دومره ځنډولی وې چه د هغو په غارو یوه سلسلسه سرودونه او اشعار ووائی او ادبی مدرسه جوړه کړی.
په هر حال مهاجر آریائیان د آریانا د شرق خواته پخپل تگ او حرکت کښی هغه لوی سیند ته ورسیدل چه هغه ئی یواځی سیند یعنی (سندهو) یاد کړ او د دغه لوی او تاریخی سند په غاره چه د آریانا او د هغی د ماورای شرقی ځمکو طبیعی سرحد شمیرل ئیده ډېره موده پاتی شول او يوه سلسله خاطرات په دغه علاقه کښی د دوی نسبتاً اوږد ځندوالى او توقف ثابتوى.
د باختری کتلې په آریائی قبیلو کښی هغه قبیله چه د ټولو له پخوا د سيندهو سواحلو ته راغله د بهارته مشهوره قبیله او د هغی مربوط ښا خونه او کورنۍ (عشيرې) دی. دغه رنگه یو شمیر قبیلی چه د (لسو قبيلو) په جنگونو کښی یادی شوی دی د ټولو نه مخکښی د سندهو غاړې ته و رسیدلې، او هر کله چه د بهاراته قبیله د شمیر او قوت له مخې د نورو نه زياته او لوړه وه د شرقی او جنوبی لارونه د سند حوزې ته ورسیدله او په ماورای شرقی ځمکو کښی ئی مخ په وړاندې لاړه.
بهاراته ورشه: هغو آریائی قبیلو چه د اریانا د شرقی لوی سیند غاړی ته ورسیدل دغه سیند ئی صرف په عام نوم (د سندهو) سيند ياد کړ. دوی هغه ځمکه نه پیژندله چه د دغه سیند لمر خاته خواته پرته وه، او دغی ځمئی کوم ټاکلی نوم نه درلود تر دی چه دوی مخکښی لاړل او د دی ځمئی له طبیعی ممیزاتو څخه خبر شول. داسی معلومیږی چه د (بهاراته) قبیلی چه د مخه مو له بخدی څخه د هندوکش جنوب ته د دی قبیلی تگ او حرکت بیان کړ په هغه قوت او اقتدار چه ئی درلود نوری آریائی مهاجری قبیلی ئی د سندهو په ماورای شرقی خاورو کښی ترخپل تاثیر لاندی راوستلی. له دی جهته د آریائی قبيلو ټول رزمی داستانونه چه لمر خاته خواته د دوی د تگ او حرکت په وخت کښی میدان ته راغلى دى ټول بلا استثنا د ( بهاراته) قبیلی په نامه د (مهابهاراته) یعنی د (لويو بهارتيانو) په نامه مسمى شول.
هغه بل لوی شی چه د دی قبیلی عظمت ښکاره کوی دا دی چه دوی د سندهو په ماورای شرق کښی د خپلو خپریدلو په وخت کښی د دغه سیند اود گنگا تر منځ ځمئی په ( بهاراته ورشه) یا په (بهاراته ورته) یعنی د (بهاراته په اور شو (چرا گاه) سره یادی کړې، او دغه لومړنی لوی او مشخص او جامع نوم دی چه په هند باندی ئیښودل شوی دی او موسيو (سيلون لوی) فرانسوی مشهور هند پیژندونئی وائی چه (بهاراته ورشه) د هند لومړنی ملی نوم دی. لکه چه د آریانا په کتاب کښی موهم بیان کړی دی چه (بهاراته ورشه ) له دوو کلمو نه جور شوی دی چه یوه ئی (بهاراته) ده چه د دی قبیلی خاص نوم دی، او بله کلمه (ورشه ده چه د اراکوزی د حوزی په پښتو کښی ئی خپل پخوانی تلفظ او مفهوم ساتلی دی. (ورشه) د (ورشو) په ډول د ارغنداو د حوزی په پښتو کښی د (اورشو چراگاه) په معنی ده.
او په دغه ترتیب (د بهاراته ورشه) له مرکب نوم څخه د ( بهاراته اورشو ) ترجمه او تعبير کیدلی شی. هغه وخت چه بهاراتیان د خپلو څارویو او حيواناتو سره له آریانا نه د سندهو ماورای شرقی ځمکو ته خپاره شول نو د سند حوزه او د هغی نه هغه خوا ځمکی ئې د خپلی اورشو په نامه مسمى کړې او (بهاراته ورشه) د هند لومړنی ملی نوم وگرځید د هند کلمه لکه چه د مخه په یوه پاورقی کښی یاده شوی ده یو داسې نوم دی چه د (سندهو) د کلمی له مخی د سند د سیند آریائی قوم پیدا شوی دی.
داسیو:ـ مهاجر آریائیان هغه وخت چه د آریانا له تاریخی سرحد یعنی د سندهو له سیند نه د شرق خوا ته مخ په وړاندی لاړل د هند د محلی او بومی اوسدونکو سره مخامخ شول او دوی ئی د ( داسیو) په نامه یاد کړل، آریا او داسیو دوه لویې او عمومی کلمی دی چه په ویدی سرودونو کښی په زرگونو وارې يادې شوی دی. له چه د سرودونو له مندرجاتو نه معلومیږی د ویدی زمانی آریائیانو داسیویان د تنفر او په بده سترگه کتل، او هر کله چه سرودونه زیاتره مذهبی جنبه لری نو د آریا د کتلی او داسيو اختلاف په لومړیو وختو کښی زیاتره د معتقداتو له حيثه معلومیږى ځکه چه دوی ئی د (بی دین) (د ارباب انواعو) دښمن په صفت او د (هغو کسانو په شان گڼلی دی چه قربانی نه کوی) سربیره دعقیدو په اختلاف باندی د قیافی، ځیری، رنگ او د بدن د پوستکی له مخی هم د آریائیانو او داسیویانو په منځ کښی اختلاف موجود ؤ لکه چه په همدغه لحاظ له سرودونو څخه د دوی دوه ممیزه علامې معلومیدلی او ایستل کیدلی شی چه: یوه د بدن د پوستکى تور والى أوبله پلن سرونه دی.
په دې کښي څه شک او شبهه نشته چه دغه دوه نښې او علامې په نژادی مشخصاتو کښی بی تاثیره نه دی او په زیاترو ځایو کښی د نژادی تیپونو د جلاوالی او تمیز د عواملو په جمله کښی حسابیږی. د داسیو د پوستکی توروالی په سرودونو کښی په ډېرو ځایو کښی یاد شوی دی، او په دې کښی څه شک نه پاتی کیږى چه د مهاجرو آریائیانو د پوستکی نه د هند د بومی داسیویانو د بدن پوستکی تور ؤ، لکه چه یو سرود وائی: (ای اندرا آریائیان چه قربانی درکوی په جنگونو کښی وساته. اندرا په جگړو کښی په هغه جگړو کښی چه د افتخاراتو چینه او منبع ده آریا ته په زرگونو مرستې رسوی. اندرا د مانو د گټې او فائدی دپاره بی دینیان په اطاعت مجبور کړل او هغه دښمن ئی هلاک کر چه پوستکی ئی تور دی) مانو په سرودونو کښی د آریا پلار بلل شوی دې، او تور پوستکی دښمنان هماغه داسیویان دی په بل ځای کښی په یوه جمله کښی آریا د داسیو په مقابل کښی د ( سپین پوستی ) په نامه راغلې ده، او په واضح ډول د آريا او داسیو په مقابله ښکاره کوی. (د اندرا د ډیرې غوښتنې له کبله او په هغه پسی ماروت تندر پر داسيويانو او سیمویانو حمله وکره، دوی ئی د خپلی تالندی (رعد) په ضرباتو سره هلاک کړل، او د دوی کښتونه او نصلونه ئی پخپلو سپين پوستو دوستانو باندی وویشل) له دغو دوو جملو له مخی معلومیږی چه د آریا او هندی داسیویانو له نژادې مميزه نښو او علامو څخه يوه نښه د پوستکی رنگ ؤ.
دغه رنگه د داسیو د دماغ او سر شکل او د هغه پلنوالی د آریائی شاعرانو توجه څانته وگرځوله او هغه ئی د خپل باريک او لور دماغ په مقابل کښی جلا کوونکی او مميزه نښه گرځولې ده. د دغو دوو نژادی صفتو له مخې چه د پوستکی د رنگ توروالی د سر او دماغ پلنوالی او غټوالی دى مدققين عموماً دې نتيجې ته رسیدلی دی چه داسیویان یعنی د پنجاب اوسیدونکی له آریانا نه د آریائیانو د راتگ نه پخوا هماغه ټور پوستی بومی قومونه وو چه اروپائی مدققين ئی عموماً د (دراویدی) په نامه یادوی.
د داسیویانو او مهاجرو آریائیانو په منځ کښې ډېر سخت او خونړی جنگونه شوی دی د سرودونو له ځينو اشاراتو نه معلومیږی چه داسیویان ډېر زیات او مقتدر وو، او د پنجاب په حوزه کښې ئی ډېری ټینگی او جنگی کلاگانی درلودلی، لکه چه څینی رئيسانو ته ئی د (۹۹) او (۱۰۰) کلاگانو نسبت شوی دی، او له دغه څخه مقصد دا دی چه دوی ډېرې زیاتی کلاگانې درلودلې. داسيويانو په جنگونو کښې ډبرې سختی اوکلکی مقابلې کړی او آریائیانو ته ئی زیانونه هم رسولی دی، لکه چه دغه مقصد له ځينو سرودونو څخه معلومیږی، او آریائیانو له خپلو ارباب انواعو نه خاص بيا له (اندرا ) او (اگنی) نه خپل ترلاس وتلی څاروی اورمې بیرته غوښتلې. په هر حال داسیویانو د آریائی نوو مهاجرينو د پرله پسې فشار او راتک په اثر د څو پیړیو مقابلو له وروسته لومړی د پنجاب د شمال غرونو ته پناه ویوره، او بیا کرار کرار له دغه ځای نه لاړل او د هند د جنوبی برخو لارئی ونیوله.
د هند په خاوره کښی د آریا او داسیو د جګړو او اړو دور د لویو عکس العملونو څخه يو عکس العمل د طبقو يا (کست) پیدا ګیدل دی چه د مخه هم ورته اشاره وشوه او د پيدا کیدو مهم علت ئی د داسيویانو سره جگره وه ځکه چه آریائیانو د خپل عرق او وینې د ساتلو دپاره تروسې او قدرته پوری کوښښ کاوه چه د داسیویانو سره ګډ او مخلوط نه شی او په دغه ترتیب د برهمانا (روحانیونو) کشاتریا (جنگيالیو) يا (د کسب او حرفی د خاوندانو) او د سودرا یا د اجوتو د ټیټی طبقی څلور گونی طبقې پیدا شوې.
غربی څانگه یا امادی او پارسوا: څرنگه چه آریائیان له بخدی به د هندوکش جنوب ته خپاره شول، او يوه څانگه ئی د هند په خاوره کښی لمر خاته خواته خپره شوه له دوو زرو ق م نه وروسته چه له بخدی څخه د حرکت او مهاجرتونو مبدأ بلل کیږی څانگو او ښاخونو د هریرود او هیرمند او فراه رو د د سیندونو مجری چه د آریانا د غرونو له سلسلې څخه د غرب او جنوب غرب خواته بهیږی تعقیب کړه او د اوسنی دښت لوط په ماورای غربی برخه کښی سره خواره شول. هغه مهمی آریائی قبیلی چه له آریانا نه ئی د غرب خواته مهاجرت وکر د (امادی) او ( پارسوا) قبیلې یعنی مادیان او فارسییان دی چه د خپلو مربوطو کورنیو او عشيرو او څاریو سره د (آریائی څانگو) یعنی د آریانا د غرو له سلسلی څخه د وښو او څرځای او اور شو د لټولو او پیدا کولو دپاره د غرب خواته لاړل. په لومړی فصل کښی مو په لڼد صورت اشاره وکړه چه د دریو زرو ق م کلونو په شاؤ خوا کښی حمله کونکی او متهاجمين د بين النهرین له شاؤخوا نه د خزر په جنوبی څکګو کښی پیدا شول او د ځان سره ئی مدنیت راوور چه هغه ته (پروتو عیلامی) وائی په همدغه ترتيب ساميان له بين النهرين څخه د شرق خواته مخکښی راغلل او د فارس په خاوره کښی ئی څای ونیو سربیره په دې د فارس د خلیج په غاړو کښی تور پوستی هم اوسیدل چه اصلیت ئی چندانی معلوم نه دی.
اشوریان چه د نژاد په لحاظ سامی وو په هغو ځمکو کښی چه وروسته بیا د مدیا او فارس په نامه مشهوری شوې میشت شول او ډېری پیړۍ ئی په دغو برخو کښی مدنی حاکمیت او سیاسی سلطه درلوده دغه وضعیت یعنی په دغو علاقو کښی د سامى عناصرو د قومونو ژوندون دوام درلود، تر دې چه آریائی ښاخونو د مشرق له خوا یعنی له آریانا نه په دوه زره ق م کال کښی دغرب خواته په مهاجرت پیل وکړ او د سامی نژادو عناصرو سره مخامخ شول. د مخه مو په لومړی فصل کښی ولیدل چه د هغو تحقیقاتو له مخی چه د قبل التاريخ په باره کښی د کاشان او د فارس د نورو څایو په شاؤخوا کښی شوی دی د نوی قوم د پيدا کیدو نښی چه غالباً په آریائیان وی د یوزر ق م کال په شاؤخوا کښی په دغه ځای کښی پیدا شوی دی.
دغه آریانیان له سامی کانون یعنی له بين النهرين او د عربستان د شبهه جزيرى له متصلو څمکو څخه مخکښی ندى تللی، بلکه لکه چه د آئین عقیدو، ژبی، عاداتو او د زرگونو نورو شیانو نه معلومیږی د باختری آریائیانو له کنلی څخه ځینی ښاخونه په ۲۰۰۰ ق م کښی جلا شوی او د طبیعی لارو په اوږدو کښی یعنی د هغو سیندونو د مجری په اوږدو کښی ئی چه له آریانا نه لمر پرېواته خواته بهیږی په تگ لاس پوری کړ او کرار کرار د دښت لوط نه هغې خوا ځمکو کښی خواره او تیت شول، په دریم فصل کښی په د آریانا د برخو د غربی سیندونو اهمیت د اوستا له نقطې نظره څخه بیان کړو، او په دغه ترڅ کښی به په ډېر دقيق صورت د غرب خواته د آریا د مهاجرو قبيلو د تگ او حرکت په منزلونو باندی هم ډېره رڼا واچوله شی. په هر حال په دغه ځای کښی او هغه شی چه په دغه فصل پوری مربوط ؤ له آریانا ته د ځینو آریائی قبیلو یعنی دامادی او پارسوا د تگ او حرکت مبدأ بیان شوه. په دوی کښی د نوی ځای، او په نوی محیط کښی د دوی متقابل تاثیرونه به پخپل ځای کښی په لند صورت بیان شی.