32

د حاجي محمد عارف قندهاری د (مطلع او مقطع) لیکوال

د افغانستان د پښتنو د تاریخ نومورکي مؤرخین

حاجي محمد عارف د قندهار دی او د یوه خورا مفصل تاریخ لیکونکی دی چي لومړی ټوک یی (مطلع) نوميږي او بل يې (مقطع). محمد عارف په کندهار کي د بیرم خان میرسامان و. او د هغه سړي سره يې تر مرگه ملگري درلوده. هند ته ورسره ولاړ چي بیرم خان ووژل سو نو عارف له كجراته حجاز ته ولاړ له حج وروسته تر (۹۸۵ هـ) د مظفر خان سره و، په (۹۸۶ هـ) د اکبر پاچا دربار ته ولاړ او د پنجاب په ديواني مقرر سو. مگر ژر يې استعفا وکړه او د مظفرخان سره په تانده کي اوسېدی. په (۹۸۸ هـ) په دغه ځای کي د مظفرخان سره یو ځای ووژل سو. محمد قاسم فرشته د ده له کتابه ډېر مطالب را نقل کوي او داسي ښکاري چي نسخه يې د ده کتب خانه کي ده د دې نسخې لومړنۍ او وروستنۍ پاني نسته خو خوشبختانه دغه ناقصي پاڼي د انگلستان د کیمبرج په کتبخانه کي خوندي دي. په (مطلع) کي د همایون د عصر حوادث ضبط وو او په (مقطع) کي د سلطان محمود له  عصره بیا تر (۹۸۶هـ) پوري د هند د ټولو پاچهانو او د پښتنو د سلطنت احوال کښلي دي. نو حاجي عارف کندهاری پوه پښتون مؤرخ دی چي په هند کي يې خپل کتب ليکلي دي. دى شاعر هم و امين زاري یې دغه دوه بیتونه ضبط کړی دي:

صد ارزو است در دل تنگم گره زدوست

دل نیست در برم گره آرزوی اوست

ای بسا توبه که چون توبه دیرینه من

خوبرویان بشکنند بیک چشم زدن

د حاجي عارف د (مطلع) درک اوس نسته او دغه کتاب ورک دی.