32

کامران خان سدوزی د (کلید کامرانی) مؤلف

د افغانستان د پښتنو د تاریخ نومورکي مؤرخین

دا مشر هم د پټي خزانې په ذریعه د یوه مؤلف او مؤرخ په ډول پېژنو محمد هوتک د شېخ رضي لودي په احوال کي هسي ليکي چي : "کامران بن سدو خان په ښهر صفا کي په (۱۰۳۸ هـ) یو کتاب وکيښ چي کلید کامراني يې نوم ؤ په دې  کتاب کامران له كتابه د شیخ احمد بن سعيد اللودي چي په (۶۸۶ هـ) يې کښلی او نوم يې اعلام الوذعي في اخبار اللودي دى هسي نقل کا..." کامران خان سدوزی د پښتنو له خورا نوموړو خلکو څخه دی او د دوی کورنۍ په کلو کلو پر کندهار حکمراني او پاچهي کړېده، د کامران خان پلار هغه معروف سدو خان دی چي د سدوزو د پاچهانو ټبر ټول د ده اولاد دی، د سدو پلار عمر خان ؤ، د عمر پلار معروف بن بهلول بن کاڼی بن بامی دی دغه خلک په کندهار کي ډېر مشهور وو د سدو پلار عمر د صفویانو په عصر کي د کندهار مرزبان او واکمن ؤ، په خپله سدو خان د (۹۶۵ هـ) په ذیحجه کي زوکړی او (۷۵) کاله ژوندی او د کندهار واکمن ؤ سدو پنځه زامن درلودل : خواجه خضر خان، مودودخان،زعفران خان، کامران خان، بهادر خان  لکه له پټي خزانې څخه چي ښکاره سوه، کامران خان عالم او مؤرخ او ليکوال واكمن ؤ، د سدو خان تر مرگ وروسته د ده مشر زوی خضرخان پر کندهار واکمن سو، او تر ده وروسته يې زوی چي خداداد سلطان نومیدی د اورنگزیب له درباره هم  د کندهار په حکمداري پېژندل سوی ؤ، د خضر خان بل زوی شیرخان نومېدى چي لوی احمد شاه بابا (رح) د ده له پښته دی.

 کامران خان د شاه جهان مغولي پاچا معاصر ؤ (۱۰۳۷ ـ ۱۰۷۶ هـ) او د هغه پاچا سره يې دوستانه روابط درلودل، په (۱۰۴۷ هـ ) دی د شاه جهان له خوا رسماً د کندهار په حکمداري پېژندل سوی ؤ او په (۱۰۵۰ ه) د ربیع الاول په درېیمه کامران خان او د ده ورور مودود (مغدود) خان ډهلي ته تللی ؤ. 

د کامران خان د مرگ تاریخ نه دی راته معلوم، خود د ده ورور مودود خان د (۱۰۵۳ هـ) په شوال له هغه میر یحیی سره جنگ وکړ چي د شاه جهان له خوا د کابل حاکم ؤ او په دغه جنگ کي ومړ.  د کامران خان کلید کامراني كتاب ما نه دی لیدلی او نه يې په کمه کتبخانه کي درک لرم. خو د محمد هوتک دغه کتاب په لاس کي ؤ او لکه دمخه چي هم وويل سوه د ملتان د لودي کورنۍ تاریخ او هم د دوی پښتو اشعار یې  له دغه کتابه را نقل کړي دي، چي د پښتو ژبي خورا پخواني ادبي آثار گڼل کيږي. داسي ښکاري چي کلید کامراني هم د پښتنو سياسي او د پښتو ژبي ادبي تاريخ ؤ او کامران خان په تاریخ پوه او عالم پښتون حکمدار ؤ چي په خپل کتاب کي يې له اخبار اللودي څخه هم مطالب نقل کړي وه.