بامي Bami
دمخه تاسي د (پکهت=پښت=پښتون) او (بخد=بخدي=بلهيکا) د کلمو په تطبيق او نژدې والي کي د بلخ او باختر د نامه ريښې وليدلې او دا هم درته معلومه سوه، چه پښتون کام په پښتونخوا کي تر خپریدو دمخه د بخدي په ورشوگانو کي و، نو ځکه د بخدي او بختي او پکهت او پښتون نومونه هم سره نزدې او شریک او له يوه اصله دي. له خورا قديمي زمانې د بخدي يا بلخ ښار يو صفت له ځانه سره لري، چه دغه صفت په اوستا کي يو ځاي سريرا srira يعني ښكلي ذكر كيږي، او وروسته هم دغه صفت بامیک یا بامي دي چه معنا ئې ځلاند يا ښکلي گڼله شوي، او په پاړسو کي بلخ درخشان یا د دقيقي شاعر په اصطلاح "بلخ گزین" او د مسعودي مورخ په ترجمه په عربي "بلخ الحسنى" بلل شوى دي.
جیکسن معروف مستشرق وايي: چه د اوستا یوه پهلوي نسخه په سمرقند کي پيدا شوې، او د اتم مسيحي قرن ده، په دغه نسخه کي راغلي دي، چه د ویشتاشت زوي په بلخ با میک Balkh Bamik کي د نوازک Navazak ښار جوړ کړ. دارمستتر وايي: چه بامیک درخشان معنا لري، او په اوستائي ژبه او زندكي ريښه باميه Bamya ده چه ځلاند ته وايي.
له دغي تاريخي پلټني څخه ښکاري چه بامیک زړه اوستائي کلمه ده چه په پهلوي ژبه کي هم پاته وه، او وروسته په پاړسو ادب کي بامي شوه، د پاړسو ادب په لومړيو آثارو کي دا کلمه وينو، مثلاً فرخي سيستاني چه د۴٢٩هـ په حدودو کی مړ دي وائي:
مرحبا اي بلخ بامي همره باد بهار
از در نوشاد، رفتي يا ز باغ نو بهار
حکیم اسدي طوسي په ۴۵۸ هـ هسي وايي:
بفروختن اين حال گيتي فروز
سپه راند از امل شه نیمروز
سوی شیر خانه بشادي و كام
که خواني و را بلخ بامي بنام
فردوسي طوسي د ٤٠٠هـ په شا و خوا که وائي:
سوي بلخ بامي فرستاده شان
بسي پند و اندرزها دادشان
یا دا:
درم بستد از بلخ بامي برنج
سپر دو نهادیم یکسر بگنج
علامه البيرني د ۴١٠هـ په حدودو کي د بلخ ذکر کوي او وائي: بلخ واسمه في القديم بامي لكه لوړ چه مختصراً در ښکاره شوه، بامي تل د بلخ سره يو ځاي راغلي دي، او د استعمال له ډول او مورد څخه هم دا څرگنديږي، چه بامي د دې ښار لقب ؤ او يا د دې ښار په صفاتو او جغرافيوي اوضاعو اړه لري، چه قدماو بامي بللي دئ.
د پاړسو ژبي د لغاتو پلټونکو او فرهنگ لیکونکو هم د دغي کلمې معنا لكه د استعمال له مورده چه ښکاره کيږي، ضبط کړې وه، يوفرهنگ لیکونکي داسي وائي "بامي د بلخ لقب او تلفظ ئې د راضي پر وزن کيږي." د بامي کلمه چه سړی واوري ژر ئی فکر د بامیان خوا ته هم ځي چه بامیان هم یو تاريخي ښار دي او ښايي
چه د بلخ بامي او بامیان تر منځ تسميوي اشتراک هم وي.
بعضي مورخين داسي هم ليکي: چه بلخ بامي د بلخ بامیان په نامه هم ذکر شوي دي، بامي او باميان دواړه مشهور دي. ذكي وليدي توغان چه د اسلامي آثارو او زړو کتابو پیژندوني، او د استانبول د پوهنتون د تاریخ استاد او پوهنوال دي هم وايي چه ښايي د بامیان نوم له بامي څخه اخیست سوي وي، نو باميان بايد بلخيون يعني د بلخيانو په معنا وي، او ښايي چه د بامیان ښار د بلخ خلقو ودان کړي ځاي وي.
لکه چه د دغو محققو تاریخ پوهانو راي ده، باید هم ضرور د باميان نوم له بامي سره اړه ولري، ځکه چه دا دوه معروف او مشهور ښارونه هر وخت تر يوه اداره لاندي وه، يو ثقافت ئې درلود، د يوه مدنیت مراکز وه نو ليري نده چه موږ د علامه زكي وليدي خبره ومنو او د گنج دانش په روايت ويسا وکړو.
اوس چه تاسي ته تر يوې اندازې د بلخ با مي د نامه تاریخي او ادبي شهرت ښکاره سو نو به د بامي د کلمې شرح د پښتو ژبي له خوا هم لاندي وليكم چه دغه کلمه اصلاً پښتو ده او دا نوم هم پښتو دي. د پښتو په اسماء الرجال کي موږ د بامي نوم اوس د يوه قوم پډول وينو، باميزي د ابداليو له ځیرک څخه د پوپلزو په ښاخ کي يوه پښه ده او د دې قبيلې افراد تر اوسه هم په قندهار کي سته د قندهار په اوسنی ښار کي يوه مخصوصه محله د با میزو کوڅه بلله کیږي. د دې قوم په نامه، پدې ډول خو بامي یو علم یعني د سړی نوم دي او موږ ته دا ښکاره کوي چه دا کلمه د نامه (اسم) په ډول زموږ په اسلافو او پخوانوکي مستعمله وه او دوى بامي پر سړو نوم ايښو.
که څه هم د علمي قانون رویه اسما او اعلام معلول په علت ندي مگر بیا هم د يوه علم اطلاق پر سړيو باندي بيله کومي نژدې يا ليري وجه تسميي نوی او کومه رابطه د اسم او مسمي تر منځ هم کله کله موجوديږي که موږ د پښتنو اسماء الرجال او اعلامو ته ځیر سو دا به را ښکاره سي چه د دوي په پخواني ژوندانه کي د قدرت او د طبیعت له مظاهرو سره رابطه ټينگه وه يعني دوي د يوه نوم د ايښوولو پر وخت د هغو شیانو نومونه اخیسته چه هغه شیان د دوي په حيات کي داخل وه او دا هم هغه د طبيعي محيط يوه غير شعوري اغيزه ده چه پر ټولو مخلوقاتو باندي جاري ده او په پاي کي د اجتماعي پوهانو له خوا دغه د "قانون تطابق محيط" په نامه ياديږي، ښه اوس به نو وگورو چه بامي د څه شي نوم و؟ او له کومي خوا راغي چه د پښتنو په نومو کي ځاي ونيو؟ پښتانه د گلانو سره ډيره علاقه لري، او د دوي په غرو کي طبيعي او غرني گلان خورا ډير کيږي. مثلاً په پښتو کي جندي خان، پوپل، گلاب، غاټول او دغسي نور ډیر نومونه سته چه هر يو د يوه گل نوم دي بامي هم د دغه ډول نومو څخه گڼل کيږي او اوس ښکاره او څرگنده او زباده شوی ده چه بامي هم د يوه گل نوم ومثلاً شیخ اسعد بن محمد سوری د ۴۲۵هـ متوفي چه د پښتو يو خورا پخواني شاعر دي په يوه قصيده کي وايي:
نه غټول بیا زرغونيږي په لاښونو
نه با می بیا مسیده کا په کهسار
غټول يا غاټوي يا خټول خو موږ پیژنو چه لاله دی مگر با مي زه تر اوسه نه پیژنم چه د کوم گل نوم دي؟ ښائي چه غټول د لاله عمومي نوم و او بامي ئې بيا مخصوص خاندان او فرعي قسم وي!
موږ ته دا هم ښکاره ده چه په بلخ کي تر اسلام دمخه يو معبد و چه نووهار ئې باله او شرح یې دمخه راغله. دې بودتون لوي لوي عمارتونه او جگي جندۍ درلودې چه له ليرو ځايو څخه ئې خلق ليدلو ته ورتله د مورخينو په قول ئې بیرغونه په ترمذ کي دوولس فرسخه ليري ليدل کيده که موږ په تاريخي سترگو وگورو د دې بیرغو آثار په خورا پخوانۍ زمانه کي هم وينو ځکه چه په اوستاكي هم بخدي د جگو او لوړو بيرغو هيواد بلل شوي دي. د گلانو استعمال او وجود د بلخ په نوبهار کي هم له قديمه څخه و ځکه چه هغه معبد به هر کله په گلو ښکلي و حتي دا رسم اسلامي مورخينو هم لیدلي و ياقوت حموي خپل کتاب ئې تر ٦٠٠هـ وروسته کښلي دي د عمر بن الازرق الكرماني په روايت ليکي چه نوبهار په بلخ کي يو مشهور او لوي معبد و چه هر کله به په حريرو او نورو ښکليو او قيمتي ټکرانو پوښلي و او د هغه ځاي د خلقو دا دود و چه یوه نوی او ښه بنا به ئې جوړه کړه نو په گلانو به ئې پوښله او د پسرلي په وخت به ئې لمړني گلان هم پر دې نو بهار اچول، او د نو بهار پر شا و خوا لکه ښار ډيري ودانۍ وې، چه زایرین به هلته اوسیدل.
د ياقوت له دې روايته ښه څرگندیږي، چه په پخواني بلخ کي نو بهار و او په نو بهارو کي د خلقو دا دود و چه په پسرلي به ئې دا خونه په گلانو پوښله ځکه چه بامي په پښتو د گل نوم دي، او بلخ هم بلخ باميان يا بلخ بامي بلل کيدي، او د دغو گلانو استعمال د بلخ د خلقو مذهبي دود او رسم و، نو هیڅ ليري نده چه بلخ په همدې سبب بلخ بامي نوميدي، او تر اوسه هم دگل سرخ د پسرلي ميله په مزار شريف کي جاري ده، چه د سخي په مزار کي كيږي.
د ادب او بلاغت په علومو کي دا خبره هم زباده شوې ده، چه يو لغت د زمانې د تيريدلو او د محيط له گرزیدلو سره سم د معنا او استعمال له پلوه تطور مومي، لکه چه تاسي په دې کتاب کي ډير وليدل له حقيقته مجاز ته گرزي او ډيري نوي نوي معناوي په تقريبي ډول مومي، نو د زړو آثارو استناد د بامي معنا هم دوه احتماله لري.
لومړی دا چه دا د زاړه سريرا ( ښکلي) پر ځاي په حقیقي مفهوم دريدلي وي نو ئې معنا هم ښکلې او درخشان ده، دوهم دا چه معنی ئې اصلاً لکه په پښتو کي چه سته يو گل وي ځکه چه د گل او ښکلي توب تر منح يوه حقيقي او ازلي او خلقتي او طبيعي علاقه سته نو به وروسته د مجاز په ډول د (ښکلي او ځلاند) په معنا مشهورشوې وي.
په دواړو صورتو د بامي کلمې اصل او ریښه په پښتو کي سته، او لکه لوړ چه ذکر سوه د پښتو بامي او د بلخ بامي او باميان تر منځ يوه ټينگه علاقه سته، چه دلته د تاریخي او لغوي اسنادو په ويسا په لنډ ډول ښکاره کړه سوه.