دسیو Dasyu
هغه وخت چه آریائی اقوام د افغانستان له غرو او ورشوو څخه د هند خواو ته شيوه شول او تر اباسین ور تیر شول، دوي د هندوستان له اصلي بومي خلقو سره مخامخ شول او له دغو خلقو سره ئې جگړې او مقابلې وشوې، څو ورو ورو ئې هغه خلق مات کړل او مځکي ئې ځني وينوې. د هند بومي وگړي چه تور لينگي ئې بولو د تور پوست او پلنو پزو خاوندان وه، دغه خلق پخوانو آریائیانو دسیو، داس Dasyu یا Dasa بلل، چه معنا ئې دښمن، میر څمن، بیدین ده.
دا کلمه په هند کي د آرين يعني نجيب او شريف په مقابل کي استعمالیده. آرین چه غنم رنگي انسانان وه، د
”شریف“ په نامه ئې ځانونه ستايل، او د هند تور لینگيان ئې ”دسیو“ يعني دښمنان او بد خلق او بې شرفه گڼل، ويدي عصر شاعرانو دوي پيت پزي او تور پوستي بللي دي، او دغه اقوام اوس په هندكي "دراويدي" بولي.
په ريگويدا کي د آریائیانو او دسیو د جگرو ډير تفصيلات راځي، او هر کله دوي له خپلو ارباب انواعو څخه خپل بری پر دسیو باندي غواړي، اندرا چه د جنگ رب النوع دی، هر کله دسیو سره جگړې کوي.
تر ویدا وروسته د ایران د داریوش په ډبر لیک کي هم د آريائي اقوامو په مقابل کي د دوي د مستملكاتو خلق په دې نامه بلل شويدي، او وروسته په هند کي د دې کلمې معنا لږ تغير خوړلي (داس) تش د غلام او مريي او چوپړي په معنا پاته شوي دي. گييگر الماني وايي چه په اوستا کي دانو هغه دانوه یا د ریگ ویدا (دسیو) او وروستني (داس) دي، چه د آریائیانو دښمنان او رقباء وه، دانو چه په ۱۳ یشت ۳۷-۳۸ فقره او په ۵ يشت ٧٣-٧٤ فقره کي راغلي دي د ارباب انواعو دښمن او اندرا ئي سخت مخالف دي، دگراسمن به ډکشنري کي هم دانو او داسه دواړه له يوې ریښې څخه را وتلي نومونه دي.
د اوستا په ځینو برخو کي دژ یا دش Dush عموماً د بد او بابیز په معنا و، چه د ډیرو کلماتو په سر پوري کلمه نښته، د خورده اوستا په اور مزدیشت کي (دوش مينو) ليدل كيږي چه دغه اوسني د پارسي ژبي (دشمن) هم له هغې زړې کلمې څخه جوړ شوي دي، تر پهلوي ژبي دمخه چه کمه ژبه ويله کيده په هغې کي (دشمير) دشمن او معاند او ضد په معنا و دغه (دش) د ډیرو پاړسو کلماتو په سر کي راځي لکه دشمن، دشنام، دشوار، دژخیم، دوزخ دزد.
له دغو ټولو مطالعاتو څخه ښکاره شوه چه د ويدا دسیو، داس او بيا هم دانو او د اوستا دش مينو او بيا د پهلوي دشمېر له يوې ريښې څخه دي، او هم په سنسکریت کي دش dash کټ مټ هغه (داس) دي،چه د مریی او غلام او کښته به معنا ؤ، او داش هم دغسي دي.
اوس چه سړی وگوري د سنسکریت (دش) يا (دس) هغه د اوستا (دش) گرد سره یو شی دي، او په پښتو کي هم دا ټول موجود دي داسي د سين ابدال په شين خو پخپله په دغو کلمو کي سته او (ش) هم کله په (ښ) اوښتلاي سي نو په پښتو کي طبعاً (دش) اوړي (دښ) کيږي یو (ن) د پښتو د نسبت له اداتو څخه پوري ونښلوئ
(دښن) به سي، لکه پم او پمن، خیره، خیرن ،پخه ،پخن او نور. نو چه (دښ) د بد او بابيز او ضد په معنا و (دښن) هم دغو صفاتو ته منسوب كيږي، او د (ن) د ادات له خواصو څخه دا ده چه اکثر د عیوبو لپاره راځي.
د (دښن) کلمه په پښتو کي خورا عامه ده. او په پخواني ادب کي ښه ځاي لري، جمع ئې "دښنه" او "دښني" هم د دشمنۍ به معنا مستعملي كلمې دي، مثلاً سليمان ماكو وائي: پر دښن ئې يرغل وکاوه... سره ومړوړل ئې دښته.
ملكيار وائي: توري تیرې کړئ... دښن مو پرې کړئ.
بابا هوتک وائي:
زلمو پر ننگ ځانونه مړه کړي
دښن په عشيو مو پييه کړئ
امیر نصر لودي د پښتو خورا پخواني شاعر وائي:
زما دښنه هسي توراکړي
يا توراني دښن چه وايي
عبدالقادر خان خټک وايي:
خو عارف د چا په ښو شکر گزار دي
نه په بدو د دښنه لري گله