د آریانا یفتلی دولت او هندی گوپتا

د افغانستان پخوانی تاریخ يوولسم ، دوهم عصر

په د مخنيو مخونو کښی مو تر دغر عنوانونو لاندی اخشنور او د آریانا د خاورې په یووالی او د هندوکش په جنوب کښی د زابلی قبیلې پیدا کیدل او میشت ګسدل بیان کړل چه اخشنور یفتلی مقتدر پاچا سره د دی چه د ساسانیانو په جنگونو کښی اخته و له هغو فرصتونه چه د جنگونو تر منځ فاصلو کښی پیدا کیدل استفاده وکړه او د آریانا د خاورو د یووالی په باب کښی یی خپلی نظریې په کرار کرار عملې کړی او زابلې قبيله چه په یفتلې قبيلو کښې مهمه قبیله وه د ده د زمامدارۍ په زمانه کښې د هندوکش په جنوب کښې خپره او تيت پرکه شوه او په تیره بیا د اوسنی غزنی په شاوخوا کښې په زابل او زابلستان کښې میشت او پريوتل، په هغه بیان سره چه وشو کیداری محلی امرا چه د ساسانیانو د فشار په اثر ئی خپل مرکز لمرختیزی گندهارا د پیښور ښار ته نقل کړی او لیږدولې و له منځه ووتل او کوشانی رئیسانو زیاترو جگو ځايو ته پناه یووره.

د هندوکش په جنوب کښی د زابلیانو میشت کیدل او د هغوی شجاعت او قوت د دی باعث شوی و چه هندوکش د جنوب د علاقی زباتره حکومتونه او نایب الحکومگۍ دوی ته وسپارل شی او د مخه مو وویل چه د یفتلی دولت نفوذه د ۴٧۵ کال په شاوخوا کښی په گندهارا کښی پیدا شو له دغه تاریخ نه راوروسته یفتلیان له هندی گوپتایانو سره گاونډ او سرحد شریک شول او د هغوی په تاریخ ئی نوی باب پرانیستل شو چه د هند په خاوره کښې یوه سلسله جنگونه او فتوحات دی د آریانا یفتلی دولت څرنگه چه ساسانیان ئی لویدیزی خوانه مات او مضمحل کړل هندی گوپتایان ئې هم لمرختيزى خواته مات او په شاو رهل او په هغه بیان سره چه پس له دی به راشی په هند کښې تر لیری ځایو پوری مخ په وړاندي لاړل. 

د هندی گوپتایانو دولت: د دی فصل په اول مخ کښی مو وویل چه په آریانا کښی د یفتلی دولت د پیدا کیدو په وخت کښی لمر لویدیزه خوا کښی ساسانیان مقتدر شوی وو او خپل نفوذ ئی د هندوکش په دواړو خواو کښې خپور کړی و او په ختيزه خوا کښی د گوپتا دولت د خاوری پیړۍ په اوله ربعه کښی میدان ته راووت د گوپتا کورنۍ د هند دوهمه ملی تاریخی شاهی کورنۍ ده چه د موريايانو نه وروسته په مگده کښې پيدا شوه او د اسکائی او کوشانی کوچنیو پادشاهانو ځینی آثار ئی له منځه لیر ئی کړل او په هغه ځای کښې امپراطورۍ تشکیله کړه د گوپتا د کورنۍ موسس د موریا د کورنۍ د مشر سر سلسله په شان چندراگوپتا یا سندراگوپتا نومید چه شخصیت او د سلطنت لومړی وختونه ئې بیخی نامعلوم او په نیاره کښې دی او د ۳۲۰ او ۳۳۰ مسیحې کلونو په منځ کښی سلطنت ئی کړی دی د ده نه وروسته د ده زوی (سمودراگوپتا) په تخت باندی کیناست او د هند په بیلو بیلو برخو کښی ئې فتوحات وکړل او دو نسنت سمیت په نظریه د جمنا او چیل سیند د ده لمر لویدیز سرحد ؤ او د دغه سیند د لمر لویدیزو برخو د کوشانی کوچنیو امراوو سره ئې سیاسی دوستانه روابط درلودل، وروسته بیا دوهم چندراگوپتا او د ده نه وروسته لومړی (کوماراگوپتا) او بیا د ده زوی (سکاندا گوپتا) د ۴۵۵ په شاوخوا کلونو کښی په تخت باندی کښیناستل او دغه یوه داسی دوره ده چه اخشنور یفتلی امپراطور په آریانا کښی په ډیر قدرت او دبدبی سره پاچائی کوله ځینی مدققین په دغه نظریه دی چه یفتليان لومړی ځل د گوپتا د قلمرو په سرحدو کښی د لومړی (کوماراگوپتا) د زمامدارۍ په زمانه کښی پیدا شوی دی او ځینی مورخین داسی نظریه لری چه دغه پیښه د هغه د زوی (سکا ندا گوپتا) د سلطنت په زمانه کښې شوی ده هغه څه چه حقیقت ته نژی دی دادی چه یفتلی زابلی قبیله وروسته تر دی چه د هندوکش په جنوب کښی میشت او پريوتله د هند په خاوره يې په حملو لاس پوری کړ چه زیاتره دغه حملی محلی وی تر دی چه تورامانا خپلی لویی او جدی حملی شروع کړې.

تورامانا: هغه لومری سری چه د هند خواته د يفتليانو د چپاوو او فتوحاتو د پیښو په لرکی شهرت لری تورامانا دی چه په هند کښی د یفتليانو د ځینو حملو د کيدو د تاريخ له مخی دی په لومړیو وختو کی جنرال يا نايب الحکومه يا امير بللی شو چه د اخشنور له خوا د زابلی قبیلې د مشرانو او رئیسانو له جملی څخه انتخاب شوې او د هند خواته په ځينو اقداماتو یې لاس پوری کړی دی او وررسته بیا د آریانا په تخت باندی د خپل جلوس په زمانه کښی یی د گوپتا په قلمرو کښی د فتوحات لمن پراخه کړی ده دغه نظریه تر زياتې اندازی پوری د (سکاندا گوپتا) په ضد بیا بیا حملی هم تاییدوی که څه هم د دغو جنگونو کیفیت او جزئيات يې معلوم ندی مگر دومره ویلی شو چه د یفتلیانو حملو د گوپتا پاچا (سکاندا گوپتا) لمر د لویدیزی خوانه ډیر وارخطا او پریشان کړی و لکه چه هری خواته په تیره بیا د خپل قلمرو په لمر لویدیزو غارو کښی بی ساتونکی یعنی محافظین مقرر کړی او شپه او ورځ يې فکر کاوه چه کوم منصبدار د لمر لویدیزو سرحدو د ساتلو دپاره مقرر کړی چه په آخر کښی یی (پرناداتا Parnadatta) وټاکه ونسنت سمیت وایی چه د  (سکاندا گوپتا) د سلطنت په آخرو وختو کښی د ده د طلایی مسکوکاتو اندازه (عیار) له (۱۰۸) نخودو څخه ۷۲ نخودو ته کمه شوه او دغه د هغو خرڅرنو نتیجه وه چه د یفتلیانونو مقابلو او جنگونو غوښتل او د هغو لکبله د گوپتا د دولت خزانی خالی شوی او اقتصادی حالات خراب شوی وو په هر حال د ۵۰۰ مسیحی کال تر شاوخوا بوری د هند په خاوره د یفتليانو حملی دومره ډیری موثری او قوی نه وی تر دی چه تورامانا د یفتلی پاچا په حيث په جدی اقداماتو لاس پوری کړ او په نتیجه کښی د گوپتا د امپراطورۍ بنسټ د ساسانې امپراطورۍ په شان خراب او برهم شو او هندی امپراطورۍ هم په محلی امراوو بدله شوه او د هند د لونیو لاره پرانيتل شوه.

د تورامانا نوم په دریو لیکنو (کتیبو) کښی یاد شوی دی چه په بیلو بیلو ځايو کښی د ده په فتوحاتو باندی شهادت ورکوی دغه لیکی په دغو ځايو کښی دی: 

الف په (اران Fran) د سگر Sagar علاقه کښی د ده د پاچایی اول کال ته اشاره کوی (ت) دکورا Kura سلت رنج Salt Range لیکنه ده چه په هغی کښی (مهاراجا تورامانا ساهاجاولا) بلل شوی دی ساها هماغه (د پاچا لقب دی او جاولا قبيلوې قوم دی او لکه چه وموليدل په کرار کرار د (زاول) او (زابل) کلمه ورځنی منځ ته راغله نو د دوهمې لیکنی له مخی تورامانا (تورامانا مهاراجا زابلی پاچا) بللی شو او پر دغه ترتیب هیڅ شبه نه پاتی کیږی چه د یفتلی زابلی قوی قبیلی څخه چه د هندوکش په جنوب کښی خپره شوی وه يوه سلسله پادشاهان او اميران سلطنت ته رسیدلی دی چه لومړی پاچائی د اگړۍ توراما نا بللی شو دوهمه لیکنه بل اهمیت هم لری څکه چه دواله دو پوسن د نظريې له مخی دغه مقصد هم ورځنی معلومیږی چه د ۵۰۰م په شاوخوا کښی د تورامانا د پادشاهۍ په لومړی کال کښی دهان یاو شنو DhanyaVisnu د (ماتری ویشنو Matri Visnu) ورور چه د گوپتایانو تابع و د یفتليانو په تسلط باندی ئی اقرار کړی دی.  

دریمه کتیبه په گوالیار نومی شان کښی موجوده ده چند تورامانا د زوی (می هیراکولا) د سلظنت ١۵ کال سنه لری او د د غو کتيبو له مخی ویلی شو چه د هند د فتوحاتو جدی مرحلی د تورامانا په سلطنت کښی د  ۵۰۰م کال په شاؤخوا کښی شروع شوې او ډیری کامیابی ئی گټلی دی. ده (ماکالا) نومی ځای یعنی (سیالکوټ) نظامی مرکز وگرځاوه او له دغه ځای نه ئی د هند تر زړه (مرکز) پوری خپلو فتوحاتوته پراختیا ورکړه. (ونسنت سمیت) وائی چه: د دغو چپاوونو او حملو کوونکو مشر چه بيله شک او شبهی نه شی څو کاله دوام وکړ، یو سړی ؤ چه (تورامانا) نومید او د ۵۰۰ سنی نه پخوانی د (مالواد پاچا) په حيث د هند په مرکز کښی حاکمیت درلود. ده د هندی په اصولو شاهی عنوان (مهاراجا) په ځان کيښود او (بهانو گوپتا Bhanu gupta) او (ولابھی Valabhi) پاچا او نورو شهزادگانو او محلی امیرانو هغه ته باج ورکاوه. هغه وخت چه تورامانا د ۵٠٢م په شاؤخوا کښی مړ شو په هندی متصرفانو او نيولو ځايو کښې د ده نفوذ ډير ټینګ شوی ؤ چه د هغه د زری (می هیراکولا) په لاس ورثی د ده د هندی متصرفاتو مرکز (ساکاله) یعنی په پنجاب کښی اوسنی (سیالکوت) ؤ. 

می هیراکولا: د (تورامانا) نه وروسته د ده زوی (می هیراکولا) د پاچائی په تخت کښیناست ده د خپل پلار مفتوحه او نیولی ځمکی وساتلی او په ځینو نورو اقداماتو ئی لاس پوری کړ، او د هند په خاورو کښی ئی د یفتليانو فتوحاتو ته پراختیا ورکړه ځينو د دې له نوم څخه (مهر گل) تعبیر کړی دی او د (لمر گل - گل آفتاب) نی ترجمه کړی دی. ځینو نورو دغه نوم ته د سانسکریت شکل ورکړی دی، او هم (میهیراکولا) ئی (د لمر نسل) یا د لمر کورنۍ ترجمه کړی ده. په دغه ترتيب ئی (می هيرا) «مهر» او (کولا) ئی (کورنۍ) ترجمه کړی ده. ځينو هم له دغه نوم نه (مها کولا) جوړ کړی دی چه (مها] (ستر) او ( کولا ) (کورنۍ) معنی لری چه مرکب مفهوم ئی (ستره کورنۍ) کیږی. 

په هر حال د یفتلی پاچا د نوم لفظی معنی هر څه چه وی وی به، په دى کښی شک او شبهه نشته چه د خپل پلار (تورامانا) نه وروسته په تخت باندی ناست دی او د «ساکالا» د پنجاب د (سيالکوت ) له ښار څخه چه د یفتلی دولت د هندی متصرفاتو مرکز ؤ د هند په خاوره ئی د خپل پلار د فتوحاتو لمن پراخه کړی ده. د کشميره نيولو (د انیاو یشنو) تر کلندی (نارمادا) چه د جمنا د سیند شاؤخوا منطقی وی او د ۵۰۰ په شاؤخوا کښی د ده د پلار (تورامانا) تابع شوی وی د پخوا په شان تابع او مطیعی پاتی شوی. د هند په خاوره کښی د (می هیراکولا) د جنگونو او پر مخ تگونو جزئیات په لاس کښی نشته یو ( کسماس Cosmas) نومی راهب د ۴٧ د مسیحی کال په شاؤخوا کښی يو کتاب ليکلي او په هغه کښی ئی له یفتلی پاچاهانو څخه يو پاچا د (گلاس) (Gollas) په نامه یاد کړی او بحث ئی ورباندی کړی دی، او د هند پاچائی بولی او وائی چه د دوو زرو جنگی بیلانو او د ډیرو سیرو نظامو قواؤ په ملاتړ او پشتیبانی د خراج د اخستلو په باب خپله تقاضا تحميله کړې وه ځينى مدققين (گولاس) هغه پاچا چه دوه زره جنگی پیلان ئی درلودل هماغه (می هیر اکولا) بولی (ونسنت سمیت) په یقینی دول دغه (گولاس) (می هیراکولا) گڼی همدغه مدقق د بلخ پخوانی ښار د (می هیراکولا) بل پای تخت او بامیان او بادغیس د یفتلیانو نظامی مرکزونه شمیری؛ او وایی چه هند په دغه وخت کښی د هنیانو (یفتليانو) د یو ولایت حیثیت درلود سره د دی چه دقیق معلومات په لاس کښی نشته دومره ویلی شو چه د اریانا د یفتلی دولت نفوذ چه په (تورامانا) سره تر پنجاب پوری رسیدی ؤ د ده د زوی (می هیراکولا) په زمانه کښی د هند په زیاترو ځایو کښی خپور شو او د یفتلی پاچا زورور او (مدد او=دا برخه ونه لوستل شول) تعرضی تو او د گوپتا د امپراطورۍ بنست او د هغی د امپراطورانو مقاومت بیخی مات کر او د گوپتا امپراطوری ئی په یو څو محلی امارتونو تبدیله کړه، او د دغه پاچا پیشرفت په هند کښی يوفوق العاده هرج ؤ مرج پیدا کړ. 

(می هیراکولا) په هند کښی په ډیر شدت وحدت سره پاچائی کړې ده او ځينو هندی منابعو د ده د لويو فتحونه په وحشت ناکو وینو تویولو او په مرگ ؤ ژوبله تعبیر کړی دی پوره معلومه نه ده چه (می هیراکولا) ترکوم کال پوری په هند کښی پاچائی کړی ده، او په دغه ځای کښی د یفتلیانو نفوذ څرنگه پای ته رسیدلی دی.

تر کوم ځای پوری چه د ځینو ليکنو ( کتيبو) له مخی معلومیږی وروسته تر دی چه د گوپتا امپراطوری خرابه او ورانه شوه ځینو شهزاده گانو په بیلو بیلو ځایو کښی د محلی امیرانو شکل پیدا کړ چه ځینی د (می هیراکولا) تابع او ځینی ورسره په مخالفت او جنگ کښی وو او د ۵۱۰ مسیحی کلونه وروسته دغه جنگونه سخت او زورور شول او د ۵۴۲ کال تر شاؤخوا پوری ئی دوام کړی دی. 

د (یودگوپتا) نه وروسته چه د دې کورنۍ او سلالی وروستی امپراطور ؤ هغه لومړی سړی چه په یو جنگ کښی ئۍ (می هیرا کولا) ته ماتی ورکړه (بهانا گوپتا) دی چه د امپراطورۍ لقب ئی نه درلود او د بنگال د محلی امیرانو جز شمیرل کیږی. دی د یو بل امیر سره چه (گو پاراجا) نومید او ښائی چه د ده تابع ؤ په ۵١٠ کال کښی متحد او متفق شو او په یو جنگ کښی ئی کامیابی وگټله، دغه کیفیتونه او واقعات چه د (اوان) په کتیبه کښی ثبت دى ځينو مدققينو د يفتليانو لومړی ماتی تعبیر کړې ده او بیله شک او شبهی نه یو محلی جنگ او محلی ماتې وه چه په هند کی د (می هیراکولا) په سلطه او نفوذ باندی ئی تاثیر وکړ او له دې نه وروسته ډیر کلونه یی هم په هند کښی نفوذ، آمریت او سلطنت درلود، او له پخوانه زیات ئی په هندیانو باندی سختی او تنگسیا راوستله او تر فشار لاندی ئی ونیول تر دی چه د هند بومی شهزاده گانو د مرکزی هند د راجا ( ياسودهارمن ) تر ریاست لاندی د (می هیراکولا) په ضد اتحادیه جوړه کړه او د ۵٢٨ مسیحی کال په شاوخوا کښی ئی هغه ته سخته ماتی ورکړه یاسو دهارمن هغه لومړي سړی دی چه په هند کښی د یفتليانو د نفوذ د لیری کولو په مسئله کښی ئی مهم رول لوبولی دی. (واله دوپوسن) هغه د (مانداسور Mandasor) د تابعو او محلی امراوو له کورنۍ څحه بولی او وائی چه یفتليانو ته په ماتی ورکولو فخر کوی. 

(کاندرا گومن) بودائی مؤلف چه د ژوندانه تاریخ ئی په صحیح صورت معلوم ندی د یفتلیانو ماتی د هغه سړی په لاس بولی چه  (جاپتا Japta) نومید او دغه سړی نه په یقینی صورت بلکه د احتمال له مخې هماغه (ياسو دهارمن) بولی. د چین زائر(هیوان تسنگ) چه تقریبا د (می هیراکولا) په سل کاله وروسته هند ته ورغلی دی د (می هیراکولا) او د هندی محلی امراوو سره د ده د جنگونو په باب کښی د هندیانو له خولې نه قصی اوریدلی دی چه زیاتره ئې د افسانی حکم لری ـ دی د (مگدی) د بودائی مذهب پاچا (بالا دیتیا) څخه او د (می هیراکولا) له ظلم او تعدی گانو او د هندی امیر له ډیری ويرې او له ويرې او ډار څخه په غرونو کښې د هغه د پټیدو او ضعف څخه بحث کوی او په آخره کښی قصه په داسی ډول تماموی چه ډیر خلک جمع شوی او (می هیراکولا) نیسی؛ او د مکدې د پاچا د مور، د شفاعت په اثر «بالادیتیا» هغه بښی، او هغه وخت «می هیراکولا» د کشمیر د پاچا په نزد پناه وروړی او له څو مودی نه وروسته د هغه تخت ؤ تاج اشغالوی. 

هندی داستانونه او کتيبې له دې نه زيات په هند کښی د (می هیراکولا) د حکومت او پاچائی د دوری د پیښو په باب کښی معلومات ورکولی نه شی هغه څه چه د هغوی د اغراق آمیزو او مبالغه ناکو عباراتو او لهجو څخه معلومیږی چه د یفتلی دولت نفوذ يووار او په یو ټاکلی تاریخ د هند له خاورو څخه لیری شوی ندی او زیاتره هغه جنگونه چه د مخه مو ورته اشاره وکړه محلی جنگونه وو چه د گوپتا د امپراطورۍ د جبهی دو رکوتی کیدونه وروسته د بیلو بیلو ځايو محلی امراؤ پخپله شروع کړی وو چه تقریباً دیرش کاله ( د ۵۱۰ د کال له شاوخوا نه د۵۴٢ کال تر حدودو) پوری ئی دوام کړی دی چه مونږ هغه هم د یفتلی دولت دم ملک نيولو د اقداماتو جز بولو. په دغه دوره کښی د آریانا د یفتلی دولت نفوذ د پخوا په شان د اخشنور د عظمت د دوری په شان ټینگ پاتی ؤ، او (می هیراکولا) پاچا زیاتره د هند محلی امراؤ په آرام کولو بوخت و هر کله چه د هندی محلی امراؤ منفردانه اقداماتو نتيجه ور نه کړه نو د ۵٣٠ کال په شاوخوا کښی او په وروسته کلونو کښی د هند د راجاگانو سره متفق شول او په گده ئی د (می هیراکولا) سره مقابله وکړه او په نتيجه کښې د آریانا د یفتلی دولت نفوذ د هند له مرکز څخه کرار کرار لیری شو او په آخره کښی له هغه ځای نه بیخی خلاص شو او د کشمیر په علاقی پوری خاص شو. او (می هیراکولا) لکه چه (ونسنت سمیت) نظریه ورکوی احتمالا د (۵۴٢) يه شاؤخوا کښی د چین د زائر (هیوان - تسنگ) نه یوه پیړۍ پخوا مړ شوی دی. که څه هم د یفتلی دولت سیاسی سلطه د (می هیراکولا) په مرگ سره له هند څخه خلاصه شوه مگر طائفی ئی د اندوس (سند) نه هغی خوانه پاتی شوې لکه چه زیاتره محققین راچپوتیان د یفتلی اولاده بولی.

د یفتلی دولت د قدرت سقوط او د ملوک الطوائفۍ د دوری شروع کیدل: 

نپکی ملکان: د (می هیراکولا) وفات او په هند کښی د یفتلی دولت د نفوذ ختميدل د آریانا د یفتلی دولت د عظمت د سقوط مقدمه شمیر له کیږی د (می هیراکولا) د وفات کیدو په زمانه کښی د آریانا توله خاوره د یفتلی حکمرانانو په لاس کښی وه چه ځینو ئی د امارت شکل درلود او دیری پیړۍ ئی دوام کړی دی: د هندوکش په جنوب کښی په تیره بیا د (زابل) په علاقه کښی لکه چه ومولیدل یفتلی (زاولی) توی قبیلی او د دوی رئیسانو ډیر نفوذ درلود ـ سربیره په دی په څو نورو مهمو ځايو کښې لکه کاپیسا - بامیان – جاغوری بادغيس ـ غرجستان او بدخشان چه ځینی ئی د یفتليانو نظامی مرکزونه او اډی وې؛ عسکری افسران او رئیسان مقرر وو په دغه بحرانی دوره کښی چه څرنگوالی ئی بیخی تیاره او نا معلوم دی د کیداری کوشانيانو (کوچنیو کوشانيانو) اولاده چه څو موده پخوا ئې د افغانستان د لمر ختيزو کهستانونو جگو ځايو ته پناه وړی وه ، د کاپیسا او د هغی شاوخوا ناوو ته راښکته شوه او د زابلی رئیسانو په مرسته د هندوکش په جنوب او د افغانستان په ځینو نورو مرکزی برخو کښی ئی د محلی امارتونو په تشکیل لاس پوری کړ. 

دغه رنگه په ځینو نورو ځايو کښی چه د مخه وویل شول یفتلی مشرانو یا د کوشانو یفتلی رئيسانو د یو شمیر محلی امارتونو په تشکيلولو شروع وکړه چه د هغو موجودیت په يوه شمیر مسکوکاتو سره ثابتیږی، او په هغو سکو کښی ډیره څیړنه او زیاته مطالعه به چه عموماً يفتليانو - نپکی ملکانو – د بامیانو شیرانو د غرجستان شاریانو او نورو ته ئی نسبت کیږی، د دری څخه د ځينو نومونه په تدریج سره واضح او څرگند کړی. لکه چه په دی وروستیو زمانو کښی دریزهٔ کوهستان په صدق آباد کښی د یفتليانو د سپینو زرو یوه لویه سکه د کوشانو ساسانی د طلائی محد بولو یو مسکوکاتو په نمونه پيدا شوې ده چه تر اوسه پوري په هيڅ يو کتلاک کښى لیدل شوی نده. دغه رنگه د کابل له بریکوټ (دهمزنگ) نه هم د سپینو زرو یو د یفتلی سکه په لاس راغلې ده، همدغه شان د غزنی د علاقی له هغه ځای نه چه یفتلی زاولی قبیله پکښې اوسیدله او تمرکز ئی پکښې موندلی ؤ د غوربند د فندقستان له بودائی معبد څخه ځینی سکی پیدا شوی دی، سربیره په مسکوکاتو د فندقستان له معبد څخه (د پاچا او ملکی) مجسمې او د بامیانو د ککرک د درى له بودائې معبد څخه د ښکاری پاچا تصویر په لاس راغلی دی چه هغه اول باید په دغه ځای کښی د یفتلی فصل له ختمیدو نه پخوا ځای او بیان کړو. ځکه چه د يفتليانو د ترقۍ له دورې نه وروسته یعنی د ۵۵٠م کال له شاؤخوا نه وروسته له افغانستان څخه د چینی زائر (هیوان – تسنگ) د تيريدلو تر وخته پوری (٦٣٢ م) همدغه يفتلی یا (کوشانو یفتلی) محلی امراوو د هندوکش د شمال او جنوب په بيلو بیلو ځايو کښی پاچائی او سلطنت درلود او د چینی زائر د تیریدلو په وخت کښی مهم ئی د کاپیسا سلطنت ؤ چه په دیارلسم فصل کښی به ورځنی بحث وکړو.

د افغانستان په شمال او جنوب کښی يو شمير مسکوکات پيدا شوی او پیداکیږی چه مدققینو هغه د (نپکی) یا (نپکی ملکا) او (تگین شاهی) د ټولگیو په نامه ویشلی دی د نگین شاهی مسکوکات معمولا په اوومه مسیحی پیړۍ او په وروسته زمانی پوری اړه لری او سربیره په دی هر کله چه دوی د نپکی تولگی مسکوکاتو په مخ باندی بیا ضرب وهلی دی څرگنده او واضحه ده چه وروسته ذکر شوی تولگی له هغو نورو نه ړومبی او پخوانی دی او دغه موضوع په نورو کتنو او مطالعاتو سره تائید کیږی معمولا د سوالیه علامی په استعمال سره د (نپکی ملکا) مسکوکات د کابل د سیمی د ۵ یا ٦ پیړۍ په کوشانی پادشاهانو پوری اړه لری او نسبت ئی ورته کیږی دغه هغه وخت دی چه کوشانی حتی د کیداری کوچنیو کوشانیانو پادشاهان له منځه وتلی او یفتلی دولت هم د خپلی ترقی او عروج دوره تیره کړی ده له له بلی خوا هر کله چه لږ وروسته یعنی د شپږمی پیړۍ په وروسته وختو ئی د غرجستان له شاریانو څخه د یوتن څومی سکی د فندقستان له بودائی معبد نه کشف شوی دی غالب گمان دادی چه (نپکیان) یفتلی یا کوشانو یفتلی محلی امراوی چه د هندوکش د شمال او جنوب په ځینو ځایو کی ئی امارتونه درلودل او غزنی، جاغوری، بامیان او کاپیسا د لمر ختيز هندوکش په جنوب کښی د هغوی مهم مرکزونه وو موسيوهاکن د بامیانو د باستان پیژندلو د نوو تجسساتو د کتاب په ٦٢ مخ کښی دوه مسی سکی تصویر کړی دی چه له غزنی نه پیدا شوی دی او هغه د ( نپکی تیپ) په قطار کښی حسابوی د دغه مسکوکاتو د تصوير له خپريدلو څخه د دغه پروفیسر مقصد د بامیانو د باستانی آثارو په کتلو او مطالعاتو کښی د (ښکاری پاچا) د تاج او د هغه تاج سره د دغو مسکوکاتو د پادشاهانو د تاج مقائسه ده چه د بودائی معمول په خلاف ئی په سرلری چه تصویرونه ئی د ککرک او بامیانو په دره کښې لیدل کیږی د دغو کتنو او څیرنو د نتیجی ذکر کول هم په دغه ځای کښې بی فائدی ندی څکه چه د پروفيسر هاکن په عقیده د بامیانو او غزنی محلی امیرانو په دغو وختو کی ( ۵ او ٦ م پیړۍ) داسی تاجونه درلودل چه دری میاشتی او دری کرې ئی درلودلی. که څه هم د غزنی د دغو سکو څخه يوه سکه یوه میاشت او یوه کره لری او په نورو کښې دوې میاشتی او دوی کری لیدل کیږی. خو هر کله چه د پادشاه د صورت دوه ربعی معلومیږی دریمه میاشت او دریمه کړه د دغه پروفیسر په عقیده پټه پاتی شوی ده. د ککرک د درې د ښکاری پاچا او د بامیانو د بودا په تاج کښې چه ښائی دغه پاچا په بودائی جامه کښی ښکاره کړی دری میاشتی او دری کری واضحه لیدل کیږی. او د موسیو هاکن په عقیده د دغه امیراو د غزنی د امیرانو تر منځ چه دغه مسکوکات ئی ضرب کړی دی خامخا د خپلوۍ تعلقات موجود وو. باید دا وویل شی چه موسیوهاکن د ککرک د درې ښکارې پاچا د کوشانو ساسانی امیرانو په ډله کښی بولی چه په بل عبارت د کیداری کوچنیو کوشانيانو له پادشاهانو څخه یو تن دی چه یوه زمانه د ساسانیانو تر نفوذ لاندی راغلی ؤ او په دغه ترتیب د دغه تصویر نقش پنځمی پیړ ته منسوبوی دغه کار د هغه څه مانع نه دی چه د مخه مو وویل مگر د غزنی مسکوکات او هغه پادشاهان چه په دغو سکو باندی نقش دی د یفتلی مسکوکاتو او پادشاهانو سره ډیر شباهت لری او (د کوشانو یفتلی) د نومونو د ترکیب ضرورت محسوس ګیږی د پاچا او ملکی مجسمی چه د غرجستان د پادشاهانو نه د یو پاچا د مسی مسکوکاتو او د خسرو پرويز د يوې سکې سره ٦٢٧ - ۵٩٠ د غوربند د فندقستان له معبد څخه پيدا شوی دی خو سر نه لری دوی خامخا د همدغی کوشانو یفتلی گډی او مخلوطی کورنۍ څخه دی چه د درو په کږلیچونو کښی ئی ځای په ځای محلی امارتونه او حکومتونه تشکیل او قایم کړی وو او په داسی حال کښی چه توکیویانو (لویدیزو ترکانو) او ساسانيانو هر يو له شمال او غرب نه په تهدیداتو او مداخلو کښی کوششونه کول ـ دوی د هندوکش د لوړ او ستر دیوال په سیمه کښی د خپلو رعیتو په روزنه او سر پرستی بوخت و تردی چه هیوان تسنگ په ٦٢٢ م کال کښې زمونږ مملکت ته راځی او ځای په ځای د دوی د ژوندانه دقیقی تبلوگانې رسم کوی چه ځای په ځای به په راتلونکو فصلونو کښې له هغو څخه پرده لیری کړو او بحث به ورځنی وکړو.

د ترکو او ساسانیانو ملگرتيا او اتحاد: په هغه ده ره کښی چه په آریانا کښی د یفتلیانو سقوط شروع او ملوک الطوائفيو ديو واحد سلطنت ځای نیوه او اشغالا وه د آريانا له سرحداتو نه د باندی یوه واقعه پیښه شوه چه تفصیل به ئی په راتلونکی فصل کښی راشی، دغه پیښه د ترکو او ساسانيانو اتحاد او یو کیدل دی چه دلته په لنډ صورت ورته اشاره کوو او د هغی په اثر په آریانا کښی د یفتليانو د وضعیت بحرانی دوره لا پسی وخید او خطرناکه شوه او د دوی د مقاومت دماتیدو او د پردیو خلکو د لاس وهلو او مداخلی سبب وگرځید. 

توکیویان یا غربی ترکان چه راتلونکی فصل مو د دوی دپاره وقف کړی دی د یو سړی په واسطه چه (استامی) نومید او ده ته (سن یابگو) وائی د تومن خان نه وروسته د یوی پراخی او لویی امپراطورۍ په تشکیلولو بریالی شول چه د بالکاش د سيند له شاوخوا څخه د پامیر ترگاونډيو ځایو پوری ئې پراختیا درلوده، او لومړۍ ځل ترکانو او د دوی امپراطورۍ د آریانا د شمال شرقی سرحدو سره تماس پیدا کړ (استامی) د امپراطورۍ په پخوانی پراخوالی چه تشکیله کړی ئې وه قناعت ونه کړ او د سغديان او باختر نیولو ته ئی اقدام وکړ؛ مگر بيا ئی هم په يواځې ځان په اقداماتو لاس پوری نه کړ او ساسانی خسروانو شیروان یی خپلی مرستې او ملگرتيا ته راوباله.

ساسانیانو چه د آریانا د یفتلی دولت د پیداکیدو او ظهور په واسطه خپل عظمت د لاسه ورکړی او محکوم او باج ورکوونکی شوی وو د ترکانو ظهور او د دوی همکاری او مرسته ئی د یفتلی دولت په غورځولو کښې په خوښې سره ومنله: ساسانی پاچا (قباد) چه د یفتلی دولت په مرسته د فارس په تخت باندی ناست و دری زامن درلودل: ( کلوس، زم، او خسرو) هر کله چه کلوس د مزدکی دین پیرو ؤ نو پلار او ورونه ئی له ده څخه خوا بدی او متنفر وو تردی چه قباد دروم له امپراطورۍ (جوستن) نه غوښتی وو چه د ده زوی او د ده په ځای ناست خسرو وپیژنی لکه چه په ۵۳۰ کښی قباد د خپل مرگ په وخت کښی خپل خلیفه خسرو انوشيروان وټاکه په دغه ترتیب د امو سیند په شمالی غارو کښی د ترکانو د پیداکیدو په زمانه کښی خسرو په ساسانی تخت باندی ناست و او د ده او استامی په ملگرتيا او اتحاد په ۵٦٦ کال د آریانا یفتلی دولت سقوط وکړ، ترکانو د څه مودې دپاره په شمالی برخو لاس پیدا کر، او ساسانيانو په ځينو لمر لويديزو برخو کښی نفوذ وموند او د هندوکش په جنوب کښی د کوشان او یفتلی رئیسانو خپل وضعیت ټینگ او تقویه کړ او یوه مقتدره پاچائی او محلی امارتونه ئی تشکيل کړل چه له هغو څخه به په راتلونکو فصلونو کښی بحث وکړو.