د زړو ژبو او پښتو عروض Versification
په آريائي اقوامو کي زاړه کتب او آثار ټول نظم دي، لکه د کتاب په لومړيو برخو کي چه اشاره وسوه، ریگویدا او گاتها دواړه يو راز نظم دي، دا نظمونه په مخصوصو لحنو او وزمو ويل کيده، تر دې حده چه اسلامي مورخينو د زردشت کتاب اوستا زمزمه باله. علاوه پر دغو کتابو د هند آریائیانو ډیر نور منظومات هم درلوده، د دوي قصص او روایات لکه مهابهارتا او راماينا او نور ټول منظوم وه، په دوي کي نظم دوني رواج درلود، چه اکثرعلوم طب، نجوم، رياضيات ئې منظوم کړي وه، او دا منظومات به ئې په يادوله، البيروني دا مطلب په ښه ډول تصريح کوي، حتي دي وايي چه ما د اقليدس او مجسطي او اسطراب ترجمه په سنسكريت کي دوي ته وکړه، دوي فوراً په اشلوک يعني يو راز نظم تبديل کړه.
ځکه چه نظم په دوي کي ډير رواج درلود، او اكثر ديني او علمي او ادبي متون ئې منظوم وه، نو هم له دې جهته د نظم کولو علم (چهند) لکه دمخه چه مو ويلي دي، په ويدي علومو کي ډیر اهمیت درلود، او پر هر عالم لازمه وه، چه دا علم زده کړي.
د آريائي اقوامو قدیم منظومات، په سنسکریت او اوستا او پهلوي ژبو کي د سلايبل (هجا) په حساب وه لکه اوس چه په اروپائي ژبو کي هم دغه نظمي اصول جاري دي، د منظوماتو د ټوټو د سلايبل (گړ) تناسب او په شمیرکي مطابقت ضروري و، قافیه ډیره لازمه نه وه.
که څه هم د سنسکریت علم العروض (چهند) ډیر ارت علم دي، او هم ډير کتابونه پکښي کښل سوي دي، او علامه البيروني پخپل کتاب الهند كي يو باب د دغه علم د تفصيل لپاره مخصوص کړي دي، مگر اساسي هغه د سلايبل (گړ) شمير دي. البته د شعر ټوټې په هر موقع کي دگړ په حساب بیل بیل رنگ مومي، او اوزان او بحور هم له دې لامله تغير كوي.
د پښتو د خپل شعر او نظم اساس هم دگړ حساب دي، چه د يو نظم او شعر ټوټې د دغه حساب له رویه باید برابري وي او دا ډول اشعار تر اوسه هم په پښتو کي سته، ټول ملي اشعار يعني هغه شعرونه چه د پارسي او عربي په تقليد كي ندي ويل سوي، دغه رنگ او خاصیت لري.
البته پښتو ځني مدون او مردف اشعار هم لري چه د پارسي د غزل قصيدې، رباعي او نورو بحورو پر وزن ویل سوي دي، مگر که دقت وکړو هغه هم تر عربي عروض چه خلیل بن احمد ته منسوب دي، نسي لاندي كيداي.
نو گویا ټول پښتو اشعار، کم چه په ديوانو کي مضبوط دي يا شفاهي اشعار چه خلق ئې لولي، او سينه په سينه نقل كيږي، د سلايبل او گړ پر حساب برابریږي، مثلاً د پښتو د ملي شعر يو مهم وزن لنډۍ ده، چه د دغه لومړۍ مسرۍ به ضرور (۹) گړه، او دوهمه مسرۍ به ئې (۱۳) وي، چه د يوې لنډۍ مجموع گړونه(۱۳+۹)= ۲۲ کيږي.
د پښتو علم العروض (چهند) هم پر دې اساس بنا کيږي، او دا د گړ حساب یو خاص آريائي عروضي اساس دي چه په ټولو هندو اروپائي ژبو کي له قديمه پاته دي. د پښتو او سنسکریت او اوستا زاړه منظومات ټول تر دې علمي اساس لاندي دي، او په ټولو اروپائي ژبو کي دا قانون په نظم کي جاري دي.
اما د خليل بن احمد عروض يو سامي اساس دي، چه پارسي ژبه ئې هم تر خپل اثر لاندي کړې ده، او دا کار هم تر اسلام وروسته درې څلور سوه کاله پس سوي دي، البته د پارسي زاړه آثار به هم لکه پهلوي پر قدیم آريائي قانون برابر وه.