د هندوکش د جنوب وضعیت

د افغانستان پخوانی تاریخ شپږم ، دوهمه برخه

د کابل دره او د موریا وروستنی عناصر:

اسکندر که څه هم په هند کښی فتوحات وکړل او پنجاب ئی و نیو خو یونانی سلطني هند ته دوه گټه ورسوله چه هغه د دغه ځای د راجا گانو په منځ کښی د نظریاتو اتفاق او د آرزو گانو یووالی او اتحاد دی. پخوا له دې چه د هند په خاوره باندی یونانی حمله وشی په دغو ځایو کښی بی اتفاقی انتهائی درجی ته رسیدلی وه، لکه چه په هند کښی د اسکندر د کامیابۍ یو مهم عامل د پنجاب او تاگزیلا د راجا گانو مخالفت و. او پخوا له دی چه اسکندر ورسیږی یو د بل د مضمحل او خرابولو دپاره د تحفو او سوغاتو او تعارف سره د آریانا شرقی ښارونو ته د هغه د هر کلی او استقبال دپاره راتلل. په هر حال د یونانیانو فتوحاتو په هنوی کښی د يو والی او وحدت روح پوکړ؛ او هغه وخت چه اسکندر په بابل کښی وفات شو، او د ده جنرالان د ده د مفتوحه او نيولو ځمکو د ویشلو په فکر کښی شول هنديانو له موقع نه استفاده وکړه او (موریا) نومی کورنی د هند د لومړۍ لو یې تاریخی پادشاهۍ او سلطنت د تشکيلولو اراده وکړه، د دی کورنۍ مؤسس (چندراگوپتا) او د هغی له مشهورو پاچاهانو څخه چه په آریانا کښی دبودیزم د خپرولو او د ودانيو په لحاظ ئی مهم رول لوبولی دی (اشوکا) د دغی کورنۍ د مؤسس نمسی دی لکه چه مربوط تفصيلات د پنځم فصل په دوهمه برخه کښی ورکړی شوی دی. موريايانو هغه وخت چه سلطنت ته ورسیدل هر کله چه یونانیانو ئی ته ئې زړه ډک ؤ د هند په خاوره کښی د هغوی له فتوحاتو څخه د انتقام اخستلو په نیت ئی د آريانا په هغو شرقی برخو تیری وکړ چه د یونانی حکمرانانو په لاس کښی وی او تر دغه وخته پورې لا د یونان او باختری مستقل دولت میدان ته راوتلی نه ؤ، او هر کله چه محلى او يونانی جنرالان او حکمرانان پخپل منځ کښی سره په جنگ ؤ جگړه کښی وو څوک د آریانا شرقی برخو او ځمکو ته ملتفت نه شول او موریایان چه اصلا ئی مرکز په «پتالی پوترا» (نننۍ پنه) کښی ؤ د غرب خواته مخ په وړاندی راغلل او له اندوس یعنی د هند او آریانا له طبیعی او تاریخی سرحد نه هم تیر شول او «پوشکا لاواتی» (چارسده) «پارا شاپورا» (پیښور) «گنده هارا» (اوسنی سمت مشرقی)، « نگارا هارا» (ننگرهار) لمپاکا (لغمان) تگاو، نجراو، کابل حتى د اراکوزی او د هندوکش د جنوب ځینی نوری برخی ئی هم ونيولی او د حکمرانانو په ذریعه ئی هغه اداره کولې. او هغه وخت چه د باختر د پاچا (ایوتیدم) او د شامی سلوسی پاچا (درېم انتیوکوش) ترمنځ د صلحی او دوستۍ تړون او معاهده په بلخ کښی وشوه (سوفا گازنوس- sopagasenos) نومی حاکم د کابل په دره کښی د موريايانو په نامه حکمرانی کوله.

په هغه ترتیب چه بیان شو (دا برخه ونه لوستل شول) ایوتیدم د یونان او باختری سلطنت د لومړۍ کورنۍ د پادشاهانو په شان دومره فرصت او قدرت و نه موند چه سمدستی د هندوکش جنوب ته متوجه شی، د دریم انتیوکوش په ظهور سره دغه نظريه وځنډیدله، وروسته تر دی چه د شاهی سلوسیانو له خوا د (ايو تيدم) زړه جمع شو او پخپله انتيو کوش هم اراده وکړه چه د اراکوزی او د هندوکش د جنوب د لاري شام ته بیرته لار شی، د باختر د پاچا دپاره له دې نه ښه موقع بله نه وه چه د موریا وروستی حکمران د کابل له دری څخه لیری کړی، نو له دې کبله ئی یو تولگی عسکر د (انتیوکوش) سره ملگری کړل چه په عین زمان کښی د هندوکش په درو او جنوبی منطقو کښی له هغه سره مشایعت وکړی او د موریا وروستی نفوذ او سلطه هم له منځه لیری کړی. (سوفا گاز نوس) چه ځینی خلک دی پخپله د کابل د درې له اوسيدونکو نه بوف جنگ او مقابله و نه کړه او د باختر د پاچا په فرمان او د هغه په اراده تسلیم شو او په دغه ترتيب بيله کومې غیر مترقبې پیښی د هندوکش له جنوب او د آريانا له شرقی غاړی نه یعنی د کاپیسا، د کابل له پاسنۍ درې او گندهارا او غربی پنجاب څخه د موريايانو موقتی نفوذ لیری شو. انتیوکوش د کاپیسا او کابل څخه د مقر او غزنی له اوسنۍ لاری نه يا غالباً د هغی جنوبی لارې نه د تیرېدلو  نه وروسته چه دسپین غر په بیخ کښی تیرېدله په ( ٢٠۵ ق م ) کال کښی ئی ځان اراکوزی (د ارغنداو وزی) ته ورساوه او له دغه ځای نه د کرمانیان (کرماین) د لاری نه یعنی د هماغی لاری نه بیرته لاړ چه د اسکندر دبیر ته تگ په وخت کښی د ده يو جنرال (کراتروس ) تعقیب کړی وه.

په دغه ترتیب که څه هم شامی یونانی دریم انتیو کوش د باختریانو د آزادی او خپلواکۍ د روح د خپه کولو او د یونان او باختری دولت د موجودیت د محو کولو په قصد راوتلی و او د نورو اقداماتی د ناکامیدو نه وروسته خپل محض راتگ ئی پر آخرنۍ  چاره گڼله مگر پخپل مقصد هیڅ موفق نه شو بلکه مادی او معنوی زیان ورته هم ورسید او بیا له دغه حالت نه هره فائده چه متصوره وه هغه د باختری دولت په نصیب شوه کوم وخت چه انتیوکوش باختر ته راغی له نژدی څخه ئی د باختر د قواو عظمت او د آزادۍ غوښتنی روحیات او خپل ضعف او کمزوری و لیدله او پوه شو چه د ده د نيکونو استعماری سیاست کومه معنی نه لری چه یواځی د اسکندر د موقتی فتوحاتو په اساس بنا شوی و او په هر ترتیب چه وی قهرا باید د یونان او باختر د سلطنت خپلواکی او د ایوتیدم پادشاهی په رسمیت و پیژنی. او که چیری حقیقتاً غواړی چه یوه ورځ د غربی پارتیانو په ضد د هغوی له وجود نه استفاده وکړی باید د دوستۍ ا و خپلوۍ لاره ونیسی او پريږدې دی چه د یونان او باختری دولت هر څومره چه کولی شی معناً او مادتاً د خپلی خاوری، قواو، او اقتدار په پراخو او کښی زیاتوالی وکړی. په دغه صورت د دریم انتيوکوش د مراجعت نه وروسته د باختر دولت د ایوتیدم په زمامدارۍ کښی یو اساسی او متین شکل پیدا کړ، له يوې خوا د سلوسيانو د حرص او استعمار طمعه بیخی زمونږ له مملکت نه و شکیدله، او له بلی خوا د موریایانو سلطه پخپله له منځه ووتله او په هغه ترتیب چه وروسته تردی به ئی بیان کړو هغه ټول ولايتونه چه د آریانا په طبیعی او تاریخی سرحد و کښی داخل وو د باختر د دولت جز وگرځيدل او يو قوی دولت ورڅخه جوړ شو.

ایوتیدم، د آریانا یووالی: په دوهم فصل کښی د آریانا جغرافیائی، نژادی اوسیاسی موضوع او مفهوم او معنا بیان شوه په دریم فصل کښی د دغه مفهوم څخه د اوستا له نقطی نظره څخه هم تعبیر شوی دی، او ولايتونه ئی د لاتین او يونان د کلاسيکی جغرافيه ليکونکو او مورخينو له نقطى نظره څخه وویل شول، څرگند او توضيح شول، د همدغو یونانی مدارکو په استناد ویلی شو پخواله دی چه د یونان او باختری خپلواک سلطنت منځ ته راشی، هغو یونانیانو ته چه زمونږ د مملکت سره ئی تماس درلود زمونږ د مملکت پخوانی نوم او تاریخی چوکاټ ورته معلوم و، لکه چه (ارانو ستنس) د دریمی ق، م، پیړۍ په اول نیمائی کښی له دغه مقصد نه بحث کوی، هغه یونانیان چه په باختر کښی زیزیدلی وو، او باختر ئی مسقط الراس او وطن گرځیدلی و او د دغه ځای په فضا او عنعناتو کښی روزل شوی وو، د نورو یونانیانو نه د آریانا په طبیعی او تاریخی حدودو او چوکاټ باندی ښه پوهیدل او پوره ور معلوم وو، او له دوی څخه هر یو کوم وخت چه فرصت موندلی دی بلخ او باختر ئی چه (د آریانا ملغلری او افتخار ئی) باله د مملکت د مرکز په حیث گڼل او نور ولایتونه ئی یو په بل پسی سره نښلولی او يو ځای کړی دی.