111

دوينو ستوى

درکوچه های سرخ شفق ، معاصر

زه اوته

دواړه په گډه سره

لاړو د وينو په لار.

* *

شپه توفانی غوندی وه .

اولاره دیره پاتی

سړو سیلیو وچو دښتو کی نځا کوله

ځنگل ډوب شوی ؤ دویری او سکوت په سین کی

* *

شپه توفانی وه ،

باد غوغا کوله

څپی په سین کی اوښتی لكه دو اوروغرونه . . .


لاره په وينوسره وه

بړی وه دړی وړی

ماڼو گان ستړی ستومان

او شپه وه تکه توره

له لری لری د بگو واو ازدنه راتلل .

* *

خو ، زه او ته دواړه په گډه سره 

وومخ پروړاندی روان .

ز موږ په مخه که نیمزالی ډيوي

لكه نیم ژونده شمه - لږلږ رڼا کوله .

* *

ځینی ر او پر زيدل

او ځينى و تعبيدل

ځيني لاهوشول د بوینا کی توری شپی په ډنډکی .

* *

خو ځينو دوینو په سرو ستورو "توره شپه" وويشته .

چی ، زه او ته دواړه په گډه سره

ساحل ته ورسيزو