32

د ويدا بخدي سندري يا زړه او ورکه برخه

د پښتو ادبیاتو تاریخ ، دریمه برخه

ويدا د آريائي اقوامو زړې سندري او اشعار دي چه څلور برخي لري. دغو څلورو برخو ته ئې ”معلومي سندري“ وائي، مگر هغه وخت چه آریائیان د هندوکش به شمال کي اوسیدل او گښته لا نه وه را شيوه سوي دوي ځيني نوري سندري هم درلودې چه تر دغو معلومو سندرو دمخه او پخواني وې. د معلومو سندرو خورا زړه برخه ریگویدا Rig Veda ده چه پوهانو د ریگویدا له مطالعې څخه دا خبره څرگنده کړې ده چه دا سندري په يو وخت كي ندي ويلي شوي بلکه آرتهر مكدونل وائي چه د ژبي او تخیل او سبک له پلوه دغه سندري بايد په څو سوه کاله کي ويلي شوي وي.

 ویوین دوسن مارتين هم ليكي: چه ریگویدا زاړه او نوي سرودونه لري، چه زړې سندري ئې تر نوو( ۵،۴) پيړۍ دمخه دي.

له دې څخه چه پخبله د ريگويدا معلومي سندري هم د یوه وخت او يوه ځاي او يوې زمانې ندي معلوميږي

چه د ويدا ژبي په هره زمانه کي تحولات ليدلي دي، او د هري زمانې ژبي ځانته بيل شكل او بيله بڼه مودلې ده،او تر ریگویدا دمخه نوري سندري هم په آریائیانو کي وې. پخپله ریگویدا هم ډیر ډیر د هغو پخوانو ورکو سندرو او پخوانو شاعرانو يادونه کوي، په دې باب کي ډوټ Dutt مورخ په واضح ډول هسي ليکي: ”د ریگویدا په کتاب كي چه کوم اختلافات سته، دا ټول د هغو ورکو سندرو یادگار گڼل کیږي، او دا تغیرات چه په ويدي ژبه کي ښکاري دا را ښئي چه تر دغو سندرو دمخه هم نوري سندري وې چه هغه ورکي دي، د ریگویدا متن پخپله “پخواني پوهان“ يادوي، او له هغه سندري ذکر کوي چه پخوا ويلي شوي وې.

له دغو ټولو څخه ښکاري چه آریائیانو هندوکش په شمال او بخدي كي ځيني سندري درلودې چه اوس وركي دي، دا سندري کټ مټ لکه پښتو ادبيات شفاهي وې، يعني لکه د پښتو بدلي د خلقو په ياد وې او يوه له بل څخه زده کولې په دې ډول پښت پر پښت نورو ته نقل کيدې او دغه سندري ”د آريايانو وركي بدلي“ بولي.

وروسته چه آريائي اقوام د هندوکش جنوبي ورشوگانو ته را شیوه سول نو دوي د سپين غره، ارغنداو، کنړ او سوات په غرو او درو کي ځيني سندري درلودې او بيا چه تر اباسین (انډوس) پوري وتل، د پنجاب په ورشوگانو كي دغه بدلي پسې بشپړي کړې چه د ويدا کتاب هم دغه بدلي دي او اوس ئې سمهيتا Samhita يعني مجموعه بولي او پر څلورو برخو ويشلي کيږي.

مقصد دا دي: چه تر ریگویدا دمخه هم زموږ په هیواد کي آريائي بدلي وې چه د هغو ژبه به هم

غالباً هغه آريائي اصله او پخوانۍ ژبه وه، مگر دې ژبي تحول وموند، او ويدي ژبه ځني جوړه شوه، چه د ويدا د کتاب څلور برخي په دغه ژبه دي ځکه چه په ويداکي موږ د وطن د غرو او رودو نومونه راځي، نو دا ښکاري چه د پخوانو او وركو بدلو ژبه هم دلې ويله کيده او د معلومو سندرو ژبه يعني ”ويدي ژبه"هم دلې زموږ په هيواد کي د هندوکش جنوب ته پیدا شویده.