32

د پښتو ژبي موقعيت د ژبو په وېش کي

د پښتو ادب لنډ تاريخ

د ايشيا په ژبو کي دوه قسمه ژبي په منځنۍ او غربي ايشيا کي سته:

١. يوه ډله يې اروپايي يا هندو اروپايي بولي، چي په هند او افغانستان او اېران او ماوراء النهر كي ويل کيږي او په اروپا کي هم دغه ژبي سته، لكه لاتين، جرمني، انګرېزي، فرانسوي او نوري. دا ژبي اريايي له دې جهته بولي چي له پخوانيو اريايي اقوامو څخه پاته دي. دغه اقوام څلور زره کاله تر میلاد دمخه له يوه شمالي ځايه څخه هغه يې (اريانا وېجه) باله د افغانستان سيمو ته راغله، دوی په دغه وخت کي يوه ژبه ويله چي د هغې کومه بولګه او نخښه نه ده پاته او علماً يې(اريك) بولي يعني هغه ژبه چي اريائيانو ويله.

۲. بله ډله د ايشيايي ژبو څخه سامي ژبي بولي، چي په دغه کي عبري او عربي او سرياني او حبشي ژبي داخلي دي او د دغو ژبو څېړنه زموږ په بحث اړه نه لري.