32

د ملتان لوديان د ۳۷۰ - ۴۰۱ هـ شاوخوا )

د افغانستان لنډ تاریخ دریمه برخه

د (٣٦٦هـ ٩٧٦م) په شاوخوا کښې سبکتګین په غزني کښې واکمن او ساماني واکمن، بې واکه او کمزوي شول ځکه نو د افغانستان ښارونه له تخارستان او بلخه تر گوزگانان هرات ،سیستان بست او کابل تر گردیزه د غزني په پایتخت پورې وتړل شول (٣٦٨هـ- ۹۷۸م). په دغه وخت کښې دافغانستان ختيزو سیمو تر ماورای سند او ملتان پورې د ملتان د لوديانو په نامتو کهاله اړه درلوده او له لاهوره تر خیبره جیه پاله کابلشاه حکم کاوه. هغه وخت چې سبکتګین پر کابل او ننګرهار يرغل وکړ، جيه پاله وړاندې ورغی او د غزني په شاوخوا کښې يې ورسره جګړه وکړه خو مات شو د جګړې د تاوان تر ورکولو وروسته بېرته لاهور ته وګرځېد او د قنوج ډهلي اجمير او كالنجر راجه ګان يې له ځان سره ملګری کړل ديو لك چمتو سپرو سره تر خیبره را تېر او د کابل سیند پر غاره لغمان ته راورسید. سبکتګین له هغه سره جګړه وکړه په زرګونو سړي يې ځنې ووژل او نور يې پر شا وشړل، د سند تر سینده پسې ولاړ، په پېښور کښې يې خپل يو امير له اوو زرو سپرو سره پرېښوو او په خپله غزني ته راغی (۳۸۱هـ. پر (۲۸۷ هـ - (۱۰۰م) کال چې امیر اسمعيل ساماني له عمر وليث صفاري سره جنګېده، امیر احمد فريغوني د عمر وليث له خوا هم د بلخ حکمران وپېژندل شو قابوسنامه دی د ډېرو آسونو د ګلو خاوند ګڼي چې د ورځې یې زر ارزق بهانمان راوړل او دا خبره مبالغه نه ده، ځکه چې د دې سيمو خلك تر اوسه د اسونو د ګلو په ساتنه او روزنه مشهور دي. د دغه کهاله یو بل واكمن ابو الحارث محمد د احمد زوی دی چې موږ هغه د دري ژبې د پخوانۍ جغرافيې کتاب (حدود العالم) له مخې پېژنو، دی پوه پالونکی واکمن و چې دا کتاب پر (۳۷۲ - ۹۷۲م) کال ده ته وړاندې شوی و او د دې کورنۍ د ډېر ځواک په وخت كښې حکمران و، اصطخري د (۹۵۱-۳۴۰) په شاوخوا کښې هغه یاد کړی دی. د بارتولد په وینا (۳۶۵ (۹۷۵ ع کال يې خپله لور ساماني زلمي پاچا نوح د منصور زوی ته ورکړه، د العبتي په وینا تر (۳۸۰) هـ - ۹۹۰م کال وروسته نوح د منصور زوی دی د فایق جګړی ته را وغوښت خو ماته يي وخوړه ابن اثیر وايي چې پر (۳۸۳هـ) كال نوح له خراسانه ګورګان ته راغی او ابوالحارث ورسره یو ځای شو او پر چې سبکتګین له له فايق سره جنگیده ابو الحارث د سبکتگین (۳۸۵ هـ) کال د ملاتړ له پاره هرات ته راغی او د العبتي په وينا، په همدغو وختو کښې خپله بله لور د سبکتګین زوی محمود ته ورکړه او د سبکتګین یوه لور يې خپل زوي ابوالنصر احمد د محمد زوی ته په نکاح کړه، پر (٣٨٦ هـ - ٩٩٦م) کال چې سبکتګین مړ شو همدغه ابوالحارث د محمود او د هغه د ورور اسمعیل تر منځ روغه وکړه، له محمود سره غزني ته لاړ او پر (۳۸۹هـ (۸۹۸م) کال محمود د اسمعیل نیول هم ابوالحارث ته وسپارل دا د تاريخ په پاڼو کښې د ابوالحارث وروستنۍ یادونه ده. العبتي پر (۳۹۴ هـ - (۱۰۰۳م) کال د فريغون بن محمد په نامه يو پټه خزانه او د ده له پښتو شعره څرګندېږي چې دا تور غلط او دى ملحد او بې دينه نه و. ابوالفتوح داود تر نصر وروسته د ملتان تخت ته ورسید او پر (۳۹۵ هـ ۱۰۰۴م) کال سلطان محمود د بهاتیه پر حکمران (بجی راو) باندې يرغل وکړ، داود څه اعتنا ورته ونه کړه ځکه نو پر دا بل كال محمود له نوي لښکر سره د ننګرهار له لارې ورغی، لومړی یې راجه اننده پاله په پېښور کښې مات او بيا ملتان ته ورسېد او تر اوو ورځو کلا بندۍ وروسته داود لودي پر کال دوه لکه او په بل روایت دوه کروره در همه خراج ومانه شل زره در همه يې هم د جګړې تاوان ورکړ محمود سره يې د روغې تړون وتاړه او تر (۴۰۱) هـ ۱۰۱۰م) کال پورې يې پر ملتان او د افغانستان پر ختیزو سیمو حکومت وکئ، خو پر همدغه کال محمود پر ملتان يرغل وکړ او هغه یې ونيو، د کندهار د شمال د غورك په كلا كښې يې بندي او همهلته مړ شو. که څه هم چې د داود په مړينې د پخوانيو لوديانو كهول له منځه ولاړ خو د داود اولاده تر هغه وروسته هم په ملتان کښې وه، او د فخرمد بر په وینا د داود زوی شیخ د سلطان مسعود تر مړينې وروسته په ملتان بلواو کړه، چې د سلطان مودود له خوا يو لښکر د لوى حاجب احمد محمد او فقيه سلیطی په سپه سالاری دده د سر کوټلو له پاره وګمارل شو، همدا چې لښکر د وایوه کلا ته ورسېد، نوموړی شیخ له خپلو ملګریو سره منصوره ته ولاړ او غزنوي لښكريانو ملتان ونیو دا په ملتان کښې د لودي کهاله د پايڅوړ ورستی یادونه ده. دا کهول په هند کښې د اسلامي او افغاني ثقافت لومړنى ممثل دی، د دغه کهاله دوه تنه شيخ رضي د حميد وراره او نصر د حميد زوی د پښتو ژبې شاعران وو، د دوی شعرونه او ژوند پېښې د پښتو شاعرانو تذکرې پټې خزانې د شیخ احمد ابن سعيد اللودی د کتاب اعلام الوذعي في اخبار اللودي (٦٨٦ هـ ۱۲۸۷م) په حواله راوړي دي، "فرشته" هم د هغو افغانیت لیکلی دی. موږ وینو چې لوديانو پر (۸۵۵ هـ) کال بیا د بهلول لودي په مشرۍ په هند کښې د سلطنت دویمه کورنۍ جوړه کړې او سل کاله حکومت کړی دی (۹۳۲) هـ خو د لوديانو لومړی کهول د افغانستان په يې تاريخ اړه لري او د بهلول کورنۍ په هند کښې پاچهي کړې ده. د لومړی کهاله نومیالی

۱ - شيخ حميد لودي د ۳۷۰ هـ شاوخوا ).

۲- شیخ رضی د حميد وراره (د ۳۸۰ هـ شاوخوا). –

۳ - نصر د حميد زوی د ۳۹۰ هـ شاو خوا . 

 ۴- ابو الفتوح دواد د نصر زوی (۳۹۵) شاوخوا  

۵ - شیخ د داود زوی د ۴۳۲ هـ شاوخوا) 

اخځونه

 تعلقات هند و عرب - زين الاخبار - د پښتو ادبياتو تاريخ ۲ ټوك - شوکت افغانی - تاریخ یمینی - فرشته - طبقات اکبرى - حدود العالم - تاريخ سند - ابن اثیر - حیات افغانی - خورشید جهان - پته خزانه - آداب الحرب.