32

شيخ عباس سرواني د (تاريخ شېرشاهي) ليکوال

د افغانستان د پښتنو د تاریخ نومورکي مؤرخین

تاريخ شېرشاهي د شېرشاه سوري او د ده د کورنۍ په احوال کي شيخ عباس خان سرواني ليکلی دی، سرواني د پښتنو یو قوم دی. دا پښتون مؤرخ د سوري پاچهانو د کورنۍ احوال له ابتداء څخه د اسلامشاه تر مرگه مفصلاً ليكي. تاریخ شېر شاهی د نعمت الله په ماخذو کي هم دی چي د مخزن افغاني په مقدمه کي يې يادوي.

د دې کتاب قلمي نسخه له ما څخه سته خو د ابراهيم بېټني تكملې هم لري، د تاريخ شېر شاهي متن دوي برخي دى : لومړۍ برخه په خپله شیرشاه او دوهمه برخه د ده د زوی اسلامشاه مفصل احوال دي. ژبه يې پارسو ده او موثق تاريخ دی چي عباس سرواني غالباً خپل مشاهدات كښلي او د دغو دوو تنو پښتنو پاچهانو حال او د سلطنت حوادث يې مفصل ليكلي دي. شيخ عباس فاضل او عالم او سترگه ور مؤرخ ښکاري او د ده کتاب هم د سوري کورنۍ د تاریخ لپاره ډېر غنیمت دی، موجوده نسخه په کندهار کي د نورو کتابو سره یو ځای په (۱۱۱۳ هـ) ليکلې سوې ده. د مؤلف احوال يې اوس نه دی را معلوم او د کتاب د نورو نسخو درک هم نه لرم. شیخ اما الدین په تاریخ افغاني کي لیکي چي دغه کتاب هم زما ماخذ دی د شېرشاهي تاريخ فارسي متن وروسته په هند کي چاپ سوی ؤ او یوه پښتو ترجمه يې په (۱۳۵۴ ش) کال په کابل کي چاپ سوه له دې ترجمې څخه ښکاري چي عباس د شيخ علي سرواني زوی ؤ، او د ده نیکه بایزید د شېرشاه په وخت کي د ده حضور ته له روهه هند ته راغلی ؤ او دغه کتاب د اکبر پادشاه په امر عباس لیکلی دی.