له میلاده مخکې په دریمه پیړۍ کې لرغونی اراکوزیا یا (نننی کندهار)
(آراکوزیا) یا کندهار له میلاده مخکې په دریمه او څلورمه پیړۍ کې د سیمې یو ډیر مهم ستراتیژیک او سیاسی مرکز وو. آراکوزیا د نننی افغانستان په سیمه کې هغه ځای هم وو چې هلته مقدونی سکندر د خپل نظامی کمپاین په لړ کې د (آریا) یا هرات وروسته یوه نظامی هډه (ښارګوټی یا سکندریه) جوړه کړه. دا سکندریه لکه د سکندر په لاس د نورو جوړو شوو ښارګوټو یا سکندریو په شان د دوو سیندونو د یوځای کیدو په موقعیت کې جوړه شوې وه، چې هغه د هلمند او د ارغنداب سیندونه دی چې اوس هغې ساحې ته زوړ کندهار وائی. دا ځای یوه طبعی غنی سیمه هم ده چې زراعتی تولیدات یې تر ډیرو نورو ځایونو ډیر دی. اراکوزیا ځکه یوه ډیره مهمه ستراتیژیکی سیاسی او اقتصادی سیمه وه، چې په غرب کې د فارس او په شرق کې د هند په لاره کې پرته وه. په نننی افغانستان کې دننه د هرات (آریا) وروسته دا ښار مقدونی سکندر په کال ۳۳۰ ق م کې بې له کوم مقاومت څخه ونیوو. دا چې ولې سکندر وغوښتل هلته یوه سکندریه جوړه کړی، دا پخپله ددې ښکارندوی دی چې دا سیمه یا ښار په ستراتیژیکی لحاظ سکندر ته هم ډیر مهم وو.
لرغونی کندهار حتی د هخامنشیانو په پراخه امپراتوری کې هم یو مهم ښار یا ساتراپی ګڼل کیده. د کوروش او داریوش په دربار او پوځ کې د اراکوزیا څخه د ځینو افسرانو او جنګیالیو یادونه هم شوې ده. سکندر په لرغونی کندهار کې د یو نوی ښارګوټی بنسټ کیښود او هغه یې په اراکوزیا سکندریه یاده کړه. مخکې لدې چې د شرق په لور خپل نظامی کمپاین ته ادامه ورکړی، په اراکوزیا کې یې ۴۰۰۰ پیاده او ۶۰۰ سپاره پوځیان د (میمنون) په نوم د یو یونانی ساتراپ په مشری پریښودل. د سکندر دا تصمیم دا ښئی چې ده پخپله هم لرغونی کندهار یو مهم ښار باله ځکه یې د یو ساتراپی د مرکز په صفت یې پیژندلی وو۱.
د کندهار د نوم په هکله د نورو ډیرو نظریاتو ترڅنګ ځینې منابع دا هم وائی چې د (کندهار) نوم هم د سکندر سره ارتباط لری. ځکه چې په افغانستان او په ټوله جنوبی آسیا کې الکساندر په سکندر یادیږی او د سکندر په لاس جوړو شوو ښارګوټو یا نظامی هډو ته الکساندریا ویل کیدل. ویل کیږی چې دا د الکساندریا نوم پدې سیمه په سکندریا بدل شوی او کرار کرار سکندریا په کندریا او کندار یا (کندهار) بدل شوی دی. مګر د اسلام له راتلو وروسته، لکه د نورو ډیرو محلی نومونو په شان یې معرب شکل نیولی، چې (ک) په (ق) بدل شوی، لکه کُندُز چې یوه تُرکی کلیمه ده په قُندُز، کندهار په قندهار، کلات په قلات او داسې نور.
په سیمه کې د یونانیانو د اقتدار په وروستیو کلونوکې چې کله آراکوزیا د یوې موافقې په اساس یونانی شاه سلیوکوس، په هند کې د موریا د کورنی امپراتور چندراګوپتا ته پریښود، بیا وروسته د هماغه موریا د کورنی د مقتدرترین شاه آشوکا په زمانه کې لاهم آراکوزیا (کندهار) د موریا د امپراتورۍ د ادارې لاندې وو. په کندهار کې د آشوکا ځینې فرمانونه یا کتیبې چې د تیګو په لوحو کې حک شوی وولاس ته راغلی. دا فرمانونه اکثره په یونانی ژبه لیکل شوی وو، چې دا ددې ښکارندوی دی چې د آشوکا په زمانه کې چې لوی هند د پراکتریک په ژبه غږیده، مګر اراکوزیا یا لرغونی کندهار لا هم د یونانیانو یو ایالت وو او یونانی په کندهار کې د لیک لوست رسمی ژبه وه۲.
د آشوکا له څوارلسو فرمانونو څخه دوه په ارامایک (Aramaic) ژبه ترجمه شوی وو، چې دا د پارس د امپراتورۍ رسمی ژبه وه. نو داسې ښکاری چې دا ترجمې به پدې سیمه کې هغه چا کړی وی چې هم په دواړو ژبو پوهیدل او هم یې فلسفې او سیاسی پوهه درلوده. آشوکا د موریا د کورنی لومړنی شاه وو چې بودیزم یې ومانه، ډیر عقیده مند بودیست وو او بودیزم ته یې ډیر خدمت وکړ. دده په اقتدار کې بودیزم تقریباً په ټول هند کې خپور شو. ده به بودیست راهبان لیرې سیمو ته لیږل چه د بودیزم دین او د بودا ارشادات نورو خلکو ته تبلیغ کړی. داسې ویل شوی دی چې کله به د آشوکا له خوا بودیست راهبان د مدیترانې سیمې ته د تبلیغ لپاره تلل، ددوی سره به د لرغونی کندهار څخه ترجمانان تلل، کوم چې په دواړو ژبو پوهیدل. په کال ۱۹۰ ق م کې اراکوزیا بیرته د هند له حاکمیت څخه خلاص شو او د باختری یونانیانو له خوا ونیول شو، چې پاچا یې (لومړی دیمتریوس) وو.

دا عکس په ۱۸۸۰ کې اخیستل شوی چې په کندهار کې د انګریزانو نظامی هډه وه.
داسې ویل کیږی چې پخوانی سکندریه د همدغه نظامی هډې په موقعیت کې وه.

د آشوکا یوه لوحه چې په کندهار کې کشف شوې او په یونانی او آرامی ژبو لیکل شوی. دا ددې څرګندوی دی چه ددې سیمې خلک په دواړو ژبو پوهیدل.
د کندهار دوه ژبنۍ ډبرینه لیکنه (د آشوکا فرمان):
دا ډبرینه لیکنه په ۱۹۵۸م کال کې د کندهار د (چهل زینې) په سیمه کې وموندل شوه. دا یو دوه ژبنی فرمان دی چې په یونانی او آرامی ژبو لیکل شوی، او د هند د موریا د امپراتورۍ د واکمن د اشوکا د اقندار په زمانې ارتباط لری کوم چې له ۲۶۹ق م څخه نه تر ۲۳۳ ق م پورې یې حکومت کاوه.
دا د اشوکا تر ټولو زوړ پیژندل شوی فرمان دی، چې د هغه د سلطنت د لسم کال ۲۶۰ ق م پورې اړه لری.
دا یوازینی فرمان دی چې په کلاسیکه یونانی او آرامی ژبو لیکل شوی دی. د دې فرمان اعلان په کندهار کې معمولاً ددې ثبوت ګڼل کېږی چې اشوکا په هغه وخت کې د افغانستان په دې برخه واک درلود. ښائی دا وروسته له هغې وی چې سیلوکوس دا سیمه چاندراګپتا موریا ته د سولې په یوه هوکړه کې په ۳۰۵ ق م کال کې وسپارله.
دغه فرمان دا هم څرګندوی چې پدې سیمه کې د یونانیانو د پام وړ ټولنه موجوده وه، خو له بلې خوا دا هم ثابتوی چې د هخامنشی امپراتورۍ له سقوط څخه څو لسیزې وروسته لا هم د آرامی ژبې هلته اهمیت درلود، یعنې دواړه ژبې معمولې وې.
د پورتنی ډبر لیک د یونانی ژباړې پښتو ژباړه:
"د شاه د سلطنت څخه لس کاله تېر شوی دی. پاچا پیوداس اشوکا خلکو ته د تقوا تعلیم ورکړی دی؛ او له هماغه وخته په خلکو کې لا زیاته پرهیزګاری پیدا شوې ده، او هر څه په ټوله حکمرانی کې وده کړې ده.
پاچا د ژوندی موجوداتو له وژلو څخه ډډه کوی او نورو کسانو لکه ښکارچیان او ماهیګیران هم له ښکار کولو لاس اخیستی دی. که ځینې خلک لا هم ښکار کوی، نو هغوی هم د خپلې وسې په اندازه له افراط څخه کار نه آخلی. خلک د خپل مور او پلار او مشرانو اطاعت کوی. د تیر وخت او راتلونکی کې به د دغه عمل له امله به دوی په هر حالت کې ښه او خوشاله ژوند ولری".
د پورتنی ډبر لیک د آرامی ژباړې پښتو ژباړه:
"د شاه لس کاله تېر شول. زموږ سردار او پاچا پیوداسین، د حقیقت بنسټ ایښودونکی شو. له هماغه وخت راهیسې د ټولو انسانانو په منځ کې شر کم شوی دی، ټولې بدبختۍ له منځه تللی دی او سوله او خوښی په ټوله ځمکه کې خپره شوې ده.
برسېره پر دې، دا خبره د خوراک په برخه کې هم صدق کوی: زموږ د سردار، پاچا لپاره یوازې یو څو محدود حیوانات وژل کېږی. کله چې خلکو دا ولیدل، نو ټولو انسانانو د حیواناتو له وژنې لاس اخیستی، حتی هغه کسان چې کبان نیسی یعنې د کبانو نیونکی هم تر دې بندیز لاندې راغلی دی. په همدې ډول، هغه کسان چې پخوا بې قیده وو، نور بې قیده نه دی پاتې.
او د مور او پلار او مشرانو اطاعت کوی، د هغو مکلفیتونو پر بنسټ چې تقدیر هر انسان ته ټاکلی، حاکم شوی دی.
او د پرهیزګار خلکو لپاره هېڅ ډول سزا یا محکمه نشته. دغه عمل، یعنې د قانون تطبیق، ټولو انسانانو ته ګټور ثابت شوی، او په راتلونکی کې به لا ډېر ګټور وی".
د کندهار دوه ژبنۍ کتیبه هغه ځانګړۍ سند دی چې په سیمه کې د آشوکا د جغرافیاوی نفوذ، د سیمې د ژبو او کلتوری تنوع او د موریا د حکومت د اخلاقی او اجتماعی اهدافو او په سیمه کې د یونان او پارس د کلتور د موجودیت د حقیقت ښکارندوی دی. دا هغه ځانګړې پاڼه ده چې په هغه کې یوازې په یوه سیمه کې د بودیزم، هیلنیزم او د پارس کلتور سره یوځای شوی دی. دا سند داهم ښئی چې کندهار په هغه زمانه کې د هند، پارس او د هیلن د کلتور تر منځه یوه ستراتیژیکه څلور لاره وه او په سیمه کې ددې درېو کلتورونو د ادغام منطقه وه.
د کتیبې ژبنی اهمیت دادی چې دا کتیبه د هغې زمانې په دوو ډیرو مهمو ژبو لیکل شوی دی. د یونانی حاکمانو اداری ژبه کلاسیکه یونانی وه او د هخامنشیانو د امپراتوری په غربی سیمو کې رسمی ژبه آرامی وه. دا د آشوکا یوازنی فرمان دی چې په بشپړه توګه په کلاسیکه یونانی ژبه لیکل شوې ده چې د ژبپوهانو له نظره ځانګړې ده. په لیکنه کې د آرامی ژبه ددې ښکارندوی دی چې د هخامنشیانو د امپراتوری له سقوط څخه لا څو لسیزې وروسته هم آرامی ژبه په ادرای او ټولنیزو چارو کې کارول کیدله.
د کتیبې اخلاقی پیغام؛ تقوا، له تشدد څخه پرهیز، د والدینو اطاعت او پر حیواناتو ترحم دی. دا هغه ارشادات دی چې د آشوکا په نورو ترلاسه شوو فرمانونو کې هم په واضحه توګه لیدل کیږی ، کوم چې دا د آشوکا لخوا د بودیزم د (دهما) د اخلاقی او معنوی قانون خپرول وو.
په کندهار کې د یونانی ژبې موجودیت د یونانی مهاجرو یا د سکندر له زمانې څخه د پاته عسکرو د لمسیانو د موجودیت ښکارندوی هم دی. او د آرامی ژبې موجودیت د پارس کلتوری وجود وو. په ټوله کې دا ددې ښکارندوی هم دی چې لرغونی کندهار د مختلفو کلتورونو زانګو وه.
ددې کتیبې د کشف څخه مخکې باور داوو چې د آشوکا اقتدار یوازې د هند په سیمه کې وه، مګر دی کتیبې دا ثابته کړه چې د اراکوزیا سیمه هم دده د ولکې لاندې وه، او لرغونی کندهار په هغه زمانه کې یو ډیر مهم ستراتیژیک ځای وو چې د هند، پارس او د یونانی نړۍ ترمنځ د تګ او راتګ مرکز بلل کیده.