32

شاه محمد د (تاریخ خاندان سدوزايي) ليکوال

د افغانستان د پښتنو د تاریخ نومورکي مؤرخین

دا کتابگوټی شاهزاده شاه محمد سدوزايي د سندهـ په ټهلی کي په دري ژبه تالیف کړی او په ۳۰ نومبر ۱۹۱۳ م غره محرم ۱۳۳۳ ق یې پای ته رسولی دی. په خپله دغه مولف ولد جان محمد بن خدادا بن تاج محمد بن پیر محمد بن ایوب شاه بن تیمور شاه بن احمد شاه و. چي په لومړي فصل کي د ايوب شاه په دوهم فصل کي د ايوب شاه زامن په درېيم فصل کي د شهزاده پیرمحمد سفر شکارپور ته په څلورم فصل کي د دغه شهزاده مرگ. په ۱۸۸۴ م کي ښيي. په پنځم فصل کي د پیر محمد زامنو او شپږم فصل د شهزاده شاه محمد د ميري بيان او اووم فصل د شاه محمد تكاليف اتم فصل د نورجهان او نهم فصل د شاهزاده دين محمد يادوني دي. 

د دغه کتاب خطي نسخه ما د شکارپور گړي ياسين د دراني بدر عالم په کتابخانه کي لیدلې وه، او د سدوزو د کورنۍ د ايوب شاه د ټبر شجرهٔ نسب په دې دوو سوو کلو کي ځني معلوميږي.