32

توخیان (۱۲۰۰ هـ )

د افغانستان لنډ تاریخ شپږمه برخه

د غلجيو افغانانو يو ټبر چې په زابل د ترنك او ارغند او پر غاړو، د کلات په غرو کښې د مقر تر بریدونو اوسېږي توخي نومېږي. د ډهلي د تيموريانو او د ايران د صفویانو په وختو کښې د توخيو یوه کهاله ددغو دوو شهنشاهیو په منځ کښې خپل واك ساته، چې پر (٩٦٢هـ) کال د همدغو خلکو یو نومیالی شاه محمد کلاتي په کندهار کښې حکمران و، چې همایون هغه ولایت ورسپارلی و. تر شاه محمد وروسته د اورنگزیب پر مهال له دغه کهاله څخه ملخی" نومي د کلات حکمران، چې د اورنگزیب دربار رسماً د سلطان ملخي په لقب وپېژاند په هغه فرمان کښې چې د (۱۰۹۳) - ۱۶۸۱ - ١٦٨١م کال د دریمې خور (جمادی الاولی) پر (۹) د عالمګير له درباره دده په نامه صادر شو دی یې د ټولو غلجيو ملك وګاڼه چې د حکمرانۍ بريد يې له يوې خوا د صفوي هېواد تر شاوخوا او بلې خوا د هند د عالمګبر دولت تر پولې رسېده، د ده د زړو کلاو کنډوالې تر اوسه د شاه جوی او کلات تر منځ شته. د ده په وخت کښې د صفويانو او غلجيو ټبرو تر منځ سختې جګړې وشوې چې جبار خان سلیمانخېل چې د کابل او جلال آباد پر لار په خاكجبار کښې ښخ دی یې په ترڅ کښې ووژل شو، ملخي د ابدالي تبر له مشر سره چی خدا داد سلطان نومېد یو تړون و تاړه تر خپلو منځو یې د کندهار د جلدك د ګرما وناوه ويش او برید و ټاکه دی د اېنځرګي او سرې ډبرې سرخ سنگ تر منځ د دروازګۍ په جګړه کښې ووژل شو، دا پېښه د (۱۱۰۰ هـ ١٦٨٨م) په شاوخوا کښې وشوه او پر ځای يې حاجي عادل كښېناست. تر يوه وخته پورې ده په خپله او د ده زوی بایی خان پر کلات او څېرمه سیمو حكومت كاوه، د ترنك درود پر غاړه د کلات او جختران کلاوې د دوی مرکز و، چې په پای کښې بای خان هم ووژل شو، ښالم (شاه عالم) د علی خان زوی، د ملخي وراره او زوی یې خوشال خان هم څه موده حكمراني وکړه، د دغه کهاله وروستني محلي حکمرانان د خوشال خان زامن اشرف خان او الهیار خان وو چې اشرف د اعليحضرت احمد شاه ابدالي له خوا تر غزني پورې د کلات حکمران شو او پر هند باندې په لومړۍ حمله کښې له احمد شاه سره ملگری و د تیمور شاه په وختو کښې د اشرف خان زوی امو خان ته د غلجیانو مشرتوب ورسېد د دغه کهاله پایڅوړ د امیر عبدالرحمن خان تر وختو واك درلود. نوميالي توخيان 

۱-شاه محمد کلاتی د ٩٦٠ هـ شاوخوا)

 ۲ - سلطان ملخی د ۱۰۹۰ هـ شاوخوا ) 

۳ - حاجی عادل د ملخي زوی د ۱۱۰۰ هـ شاوخوا ).

 ۴ - بای خان د عادل زوی د ۱۱۱۵ هـ شاوخوا) 

۵- شاه عالم مشهور په ښالم خان د علی خان زوی (د) ۱۱۵۰ شاوخوا)

 ٦- أشرف أو الله يار د شاه عالم زامن د ۱۱٦٠ هـ شاوخوا) 

۷-اموخان د اشرف خان زوی د ۱۲۰۰ هـ شاوخوا) 

مأخذونه:

 پته خزانه - صولت افغانی - حیات افغانی - خورشید جهان - آریانا ۲ - ټوك تاريخ سلطانی - د توخيو شفاهي روايتونه.