سیمجوریان
د "سيمجور" کلمه د حبستي په وينا په " نامهای ایرانی" کښې د زرین گور خر (سیم کور) په مانا ده او دا د خراسان د یوه سردار ابو عمران سيمجور نوم دی چې د ساماني اسماعيل د احمد د زوی په دربار کښې يې د سرمنشي (دوات دار وظیفه درلوده (۲۸۷ هـ) نو ځکه يې دى "دواتي" باله چې د خراسان یوه لویه کورنۍ وه. ۱- ابو عمران سيمجور دواتي پر ۲۹۸ هـ کال د ساماني اسماعيل د زوی احمد له درباره د سيستان په حکمرانی و ګمارل شو، خو یو کال وروسته ( ۳۰۱) (هـ) سيستانيانو له نصربن احمد سره مخالفت وکړ او سیمجور له هغه ځايه وووت په (۳۱۴هـ) کال چې امیر نصر د احمد زوی "ری" ونيو د هغه ځای حکومت يې سيمجور ته ورکړ دی د خپل مهال زړور او جنګیالی و، چې پر ٣١٦ هـ کال د خراسان په څنډو کښې د ابوالحسن د ناصر اطروش له زوی سره هم جنګېدلی دی.
۲ - ابو علي ابراهيم د سیمجور زوی تر خپل پلار وروسته د مرو هرات، نیشاپور او قهستان حاکم و ۳۳۳ - ۳۳۵ هـ) نوح د نصر زوی، دی د ابو علي احمد چغاني تر ګوښه کولو وروسته د خراسان په حکمرانی وټاکه، او څه موده هم د ګرګان والي و چې پر ٣٣٦ هـ کې مړ دی.
۳- ابوالحسن محمد د ابراهیم زوی او د سيمجور لمسی: د پلار تر مړينې وروسته د خراسان سپه لار او لقب یې ناصر الدوله و، پر ٣٥٦ هـ كال له يوه لښکر سره د "ری" نيولو ته وګمارل شو او د ۳۷۸ هـ کال پر ذیحجه مړ دی.
۴ - ابو علي محمد مظفر د محمد زوی د ابراهيم لمسی د پلار تر مړينې وروسته د هغه پر ځای کښېناست او حاجب الباب و، څه موده هم د پلار پر ژوندانه د هرات حاکم و خو تر هغه وروسته په نیشاپور کښې د خراسان واکدار او سپه لار وټاکل شو، سکه یې هم وهلې ده، د خپلواکۍ دعوه يې کوله، تر هغې چې د بلخ له حکمران سره يې لاس يو کړ او د ساماني امير نوح په مقابل کښې یاغیان شول خو امیر سبکتګین او زوی يې محمود له دوي سره وجنګېدل او د ۳۸۴ هـ کال د روژې پر ۱۵ ورځ يې په طوس کښې مات کړل؛ ابو علي خوارزم ته وتښتېد او هلته د (٣٨٦ هـ) کال په روژه کښې ونیول شو په پای کښې يې سبکتګین ته په لاس ورکړ چې د گردیز په کلا کښې بندی و او پر ۳۸۸ هـ کال مړ شو.
۵ - ابو القاسم علي د محمد زوی او د ابراهيم لمسی: د هرات والي و او پر ٣٨٦ هـ کال نیشاپور ته ولاړ د سبکتگین د دربار له خلکو سره یوځای شو د قهستان حکمراني يې ومونده د ټیټوالی او پاسوالی تر لیدو وروسته له ساماني منتصر سره یو ځای شو (۳۹۱هـ) په سرخس کښې يې د سبكتكين له زوى نصر سره جګړه وکړه ونیول شو او غزنه ته يې واستاوه.
۶- ابوالحسن د ابو علي سيمجوري زوی پر ۳۸۵ هـ کال چې يې پلار له برمه پرپووت دی ری ته ولاړ خو په نیشاپور کښې د امير محمود لاس ته ورغی غزني ته واستول شو او په ګرديز لاکښې بندي و.
۷- ابوسهل د ابو القاسم علي زوى او د محمد لمسی: د ۳۸۸ هـ پهشاوخوا کښې يې ژوند کاوه. د دې کورنۍ نومياليو په خراسان کښې د ساماني د وخت او د غزنوي دورې د پيل په پېښو کښې لويه ونډه درلوده، ډېره موده يې په بشپړ ځواك او خپلواکی حکومت کړی دی کله يې هم د پاچا په عنوان سكه وهلې ده، چې د ابوالحسن محمد ناصر الدوله سکه شته له ۳۷۲ څخه يې تر ۳۷۷ ه پورې حکومت کړي او يوه لور يې د نوح بن منصور سـامـانـي پاچا ماندینه وه. همدارنګه ابوعلی محمد مظفر عماد الدوله (۳۷۷ - ۳۸۷) هـ) هم سکه وهلې وه او خپلواکي يې درلوده. (۴۸) نمبر نسب پاڼه دې وکتل شي)
مأخذونه
الكامل - تاریخ یمینی - طبقات ناصری - نامهای ایرانی، د بارتولد ترکستان - د زامباور معجم ۳۱۰