ابراهیم بېټنی د (تاریخ شېرشاهي) بشپړوونکی
دمخه وویل سوه چي تاريخ شېر شاهي شيخ عباس سرواني کښلی دی. تر (۱۰۲۰ هـ) وروسته چي نعمت الله خپل مخزن وکيښ ابراهيم چي په خټه بېټنی ؤ راولاړ سو او مخزن افغاني او تاریخ نظامي هغه (طبقات اكبري چي نظام الدین احمد هروی کښلی و) او نور کتب یې وکتل او غالباً يې ځيني حوادث په خپله هم ولیدل نو يې د شیخ عباس سرواني تاريخ شېرشاهي تکمیل کړ. لکه دمخه چي مي وویل: زما څخه د تاريخ شېرشاهي يوه قلمي نسخه سته، چي په (۱۱۱۳ هـ) په کندهار کي کښل سوې ده، دا نسخه د ابراهيم بیټني تكملې هم لري او دی په خپله د کتاب په پای کي هسي کاږي:
"مصنف اصل این تاریخ شیرشاهی عباس خان سروانی است. چون بعضی مقدمه چنانچه احوال بازیها در و وقایع کرړنیان و مذاکره نوحانیان و بعضی معرکه ها داخل در این تاریخ نبوده بنا بران نواقص می نمود. در اينولا احقر العباد ابراهیم بیټنی انرا از تاریخ نظامی که او نیز احوال شیرشاهی و اسلام شاه نوشته است و بعضی مقدمه از کتاب مخزن افغانی که آن نیز از تصنیف نعمت الله سامانی است انتخاب نموده داخل این تاریخ کرده باتمام رسانید...
په دې ډول ابراهيم پر تاریخ شیرشاهي تکمله او اضافات ليکلي دي او هغه کتاب یې بشپړ کړی دی. داسي ښکاري چي د شېرشاه او اسلام شاه احوال په خپله عباس کښملي وو ابراهيم پر هغه تاريخ دا لانديني وقايع اضافه کړه :
۱. د عدلي او بازبهادر د پاچهۍ احوال او د کرړانيانو او نوحانیو د تسلط وقایع.
۲. په مالوه کي د بازبهادر سلطنت چي دا پاچا هم د سور له قبيلې څخه دی او ابراهيم يې شرح حال مفصل کښلی دی د کرړانيو احوال په دې فصل کي د تاج خان او عماد خان او نورو پښتنو امراوو احوال د جهانگیر تر عصره راغلي دي. د ابراهيم دغه تكملې د پښتنو د گمنانو پاچهانو په احوال کي زموږ سره ډېر کومک کوي او ډېر هغه رجال راښيي چي په هغو کي وختو کي يې سلطنت کړی دي.
ځکه چي ابراهيم د خپل تاریخ په پای کي جهانگير ستايي او وايي چي په دغه عصر کي دی په هند کي ژوندی او اوسېدونکی ؤ نو موږ دا ویلای سو چي ابراهيم د جهانگیر معاصر دی او د ده د ژوندانه دوره هم تر (۱۰۰۰ هـ) وروسته شروع کیږي. د ابراهيم له لیکه ښکاري چي دي ښه لیکوال او پلټونکی مؤرخ دی، د تاریخ کتب یې ډېر كتلي او استفاده يې ځني کړي ده.