د پښتو او قديمي دري مشابهت
دغه (۲۸) علامې چي د بغلان په کتیبه کي په (۱۶۰) كلمو کي استعمال سوي دي د پښتو سره يې ټول حروف بېله (ف هـ) مشترك دي، مخصوصاً (۶) نمبر حرف، د پښتو (څ) ته نزدې دئ، دغسي په دغه الفباكي (۷) نمبر حرف د (خ) آواز لري مګر په (۱۳) نمبر حرف (ښ) کي (ش) او (خ) سره يو ځاى سوي دي او د پښتو (ښ) ږغ ادا کوي، او له دې څخه ښکاري چي دغه ږغ قديم دئ او په قديمه دري کي هم و، ځکه نو په پښتو کي اوس هم دغه درې سره سره آوازونه بېلي بېلي معناوي افاده كوي، مثلاً :
شندل - پراګندن
ښندل - بخشش
خندل - خندیدن
له دې څخه معلوميږي چي په قديمه دري کي هم د ( ښ) صوت موجود و، مګر د پښتو خاص ږغونه لکه (ټ، ړ، ډ، ڼ) په قديمه دري کي هم نه وو او په دې کتیبه کي هم نه ليدل کېږي، نو دلته باید سړی ووايي چي د ژبو د تقسيم له پاره د اباسین او هلمند تر منځ يو ايزوګلاس (هغه ځاى ته وايي چي په هغه کي دوې ژبي سره یو ځای کیږي) پيدا کېږي، د پښتو او دري ږغونه او كلمات سره مشترك كيږي دغه دوې ژبي په ځینو نورو ګرامري خصوصياتو کي هم سره نزدې دي، مثلاً:
اول حالت (condition) په اوسنۍ پاړسي کي د کلماتو شکل یا حرکات د ګرامري حالت په تغير سره نه تبديلېږي، مګر په پښتو کي ډېر کلمات د ګرامري حالت په تبدیل سره خپل شکل یا آواز اړوي او په دغه خاصيت کي زړه دري د پښتو سره شريکه ښکاري، مثلاً په دغه ډبرليك كي د كانيشكا نوم كله كانيشكي او كله كانيشكو راغلى دئ او ځيني نور نومونه هم دغسي سته، چي د فاعلي يا مفعولي حالت په تغير سره اوښتي دي.
دوهم په توصيفي تركيب کي هم په زړه دري کي لکه اوسنۍ پښتو صفت تر موصوف دمخه ویل کېده، مثلاً (مشت خرګومن) يعني لوى خرمن يا لكه (بك شا) يعني لوى شاه.
دریم : ابتدايه ساكن : اوسنۍ دري ژبه ابتدايه ساکن نه لري، مګر په قديمه دري کي لکه پښتو په ساكن ابتدا کېدله، مثلاً د بغلان په کتيبه كي (STAD) ستاد د اوسني (ايستاد) په معنا يا د اوسني فرمان کلمه قديمه دري کي فدومان (Fadoman ) غرومان د (ف) په سکون تلفظ کېده.
د ځينو کلماتو سره نژدېوالی
د بغلان په ډبرليك كي چي كومه دري قديمه ژبه استعمال سوېده، ځيني داسي كلمات لري چي اوس د پښتو په يوه لهجه کي کټ مټ يا په لږ تغير موجود دي، چي دلته يې د نمونې په ډول يو څو کلمې ښوول کېږي : بګ : دا کلمه پخپله د بګ لنګ په نامه کي موجوده ده، چي پخوا د بغلان نوم و، په اوستا او قديمه پارسي کي بګه (Baga) او په سنسكريت کي بها ګه (Bahaga) و، په روسي کي هم اوس بغ د خدای په معنا موجود دئ، دا کلمه په دغه کتیبه کي د يوه بل نامه په سر کي هم سته اودا کلمه بکپور (Bagpur) ده، چي معنا يې شهزاده وه. دغه بګ چي په ډبرليك کي جلا په معنا د خدای او عظیم یا بادشاه او د کلماتو په سر کي هم په دغو معناو ذکر سوى دئ، اوس د پښتو په محاوره کي د لوی او عظیم په معنا سته. په کندهار کي وايي : پلانی بک سړی دئ، يعني جسماً لوى دئ، د پښتو شاعر شمس الدين کاکړ، چي د (١٢۵٠ هـ) په حدودو کي ژوندی و داسي ويلي دي :
هسي شوم طالع زما دئ
باطن ووړ په ظاهر بګ
د بګپور دوهمه ټوټه يعني (pur) هم د پښتو سره مشترکه کلمه ده، چي په تربور کي ژوندۍ پاته ده، نو د دې کلمې تاريخي تحول داسي دئ :
زړه دري (پوهر puhar) اوسنۍ پارسي پور، لکه شاهپور، پښتو بور لکه تربور (تره بور). یوه بله کلمه چي په دغه ډبرليك كي پښتو ته ډېره نژدې ده اير(EIR) ده، چي د آتش پرځای استعمال سوې ده او دا کلمه تر اوسه هم د پښتو په وزیري لهجه د (اير) او په نورو لهجو کي د (اور) په ډول پاته ده، خو د پښتو په يوه بله کلمه کي چي (ايره) د خاکستر په معنا ده په ښه ډول موجوده ده، دغسي هم (مال) په ډبرليك كي د وخت او هنګام په معنا راغلي دئ چي تر اوسه هم په پښتو کي (مال يا مهال) وخت ته وايي او د پښتو په قديمو اشعارو کي دا کلمه راغلې ده او دا ثابتوي چي دغه کلمه اصیله پخوانۍ کلمه ده او له عربي څخه نه ده اخيستل سوې. يوه بله ډېره ښه کلمه چي په دې کتیبه کي راغلې ده الوښال (ALOSHXAL) ده، دا کلمه که موږ تجزيه کړو اوله ټوټه يې الو ښکاري، چي د پښتو او اوسنۍ فارسي (اروا) يې اوسنی پاته سوى شكل دئ او په اوستا کي دا کلمه اورونت وه، چي په پهلوي کي اوروان او په فارسي کي روان ځني جوړ سوى دئ، نو د زړې دري (الو) د اوسنۍ پښتو د (اروا) له فارسي ژبي (روان) سره له يوې ريښې څخه دي.
د کلمې دوهم جزو پښتو اوسنی (ښاد) او د فارسي (شاد) او د پهلوي ژبي (شات) او د اوستا (شاته) او د زړې فارسي (شياتي) و، د (د) او (ل) او (ت) ابدال په اريايي ژبو کي ډېر دي، لکه دست او لاس یا لس یا ده، نو مجموعاً د زړې دري الوښال د پښتو اروا ښاد دئ، چي معنا يې هم د عربي (مرحوم) او فارسي ژبي شاد روان ته نزدې ده، يعني هغه څوك چي له دې دنيا څخه تللی وي او په بله دنيا کي اروا خوښه وي.
تر دې ځايه د پښتو ژبي او قديمو اريايي ژبو مقايسه او پرتله وسوه، چي د دغو ژبو پخواني روابط سره ښکاره کوي. ځينو پوهانو پښتو له هندي ژبو څخه د سنسكريت له لمسيانو څخه ګڼلې او ځينو هم اېرانۍ ژبه بللې او د يو څو پوهانو دا هم عقیده ده، د ساكا له ژبو څخه پیدا سوېده. د سنسكريت او هم له اوستا او هم له نورو اريايي ژبو سره اشتراك لري نو نه خالصه هندي ده او نه اېراني. بلکي د افغانستان په لساني او فرهنګي ايزو ګلاس کي له اصلي اريايي ژبي څخه راپاته ده، چي ډېرقديم مميزات يې هم تر اوسه خوندي کړي دي، چي په تیرو څېړنو کي د پښتو نزدېوالی له سنسکریت او اوستا او زړې پاړسي او دري سره په لنډ ډول بيان سوي دي.
د تفصيل له پاره يې د پښتو ادبياتو تاریخ لومړی او دوهم جلدونه وګورئ او هم هغه کتاب وګورئ، چي ما په دري ژبه د بغلان پر ډبرليك باندي د (مادر زبان دری) په نامه کښلی او چاپ کړى دئ.