32

مؤرخین د لوی مؤرخ له نظره

د افغانستان د پښتنو د تاریخ نومورکي مؤرخین

زما لپاره د خوښۍ ځای دی، چي د لوی استاد پوهاند عبدالحي حبيبي د آثارو د چاپولو او ترتيب په لړ کي د دوی د دغه قيمتي او مهم اثر "نوموركي مؤرخين" په ترتیب او طبع بریالی کېږم.

د افغانستان او حتى منطقې په ليکوالو او مؤرخينو كي استاد حبيبي يو داسي مؤرخ دی، چي په تاریخ، ادب، اجتماعي، سياسي او ملي تاريخ او ورسره تاريخي جغرافيه کي د ډیري پراخي مطالعي، ژور علمي نظر او دقيقو علمي او مسلکي ابتکاراتو خاوند دی.

لوی استاد لا د طلوع افغان مدیر و( ۱۳۰۸ ش څخه وروسته) چي د افغانستان پر اجتماعي تاريخ، لرغوني او معاصر تاريخ يې علمي او مبسوط مقالات کښل او د طلوع افغان پاڼي يې په خپلو مفيدو او مهمو تاريخي او علمي پلټنو ښایسته کولې او افغانان يې د خپل هیواد او خلکو له تاريخي عظمت او برمه خبرول، د تاریخ د ملي قهرمانانو کارنامې او ملي مفاخر يې ورپېژندل.

په دې خصوص کي د لوی استاد لیکني او مقالات لا هماغه وخت د طلوع په پاڼو کي منحصري نه سوې پاته بلکي د خپل علمي، ادبي او مسلکي قوت له پلوه يې د کابل د ادبي انجمن خپرونو ته هم لاره وکړه، په کابل مجله او د کابل په نورو موقوتو خپرونو کي هم خپرې سوي، علمي دنيا او د افغانستان د تاریخ علاقمندان یې د لیکنو له علمي فيضه بهره مند سول.

په ۱۳۱۷ ش کال کي چي لوی استاد د پښتو د نوميالي شاعر خوشحال خان خټک (۱۰۲۲ - ۱۱۰۰ هـ ق) کلیات د "خوشحال مرغلري" په نامه چاپ او نشر کړل، د دغه مغتنم او گټور اثر په مقدمه کي يې د تاريخي

پلټنو یو کوچنی څنگ په کتابي شکل خوندي سو، او کله چي يې د عبد القادر خان خټک (۱۰۶۳ - ۱۱۲۴ هـ ق) او لوی احمد شاه بابا (۱۱۶۰ـ ۱۱۸۶ هـ ق) (طبع ۱۳۱۸ کندهار، طبع ۱۳۱۹ کابل) دېوانونه خپاره کړل، د دغو دېوانونو په مفید و مقدمو کي يې هم خپلي تاريخي پلټني او گروېږني ځای کړي. 

لوی استاد په ۱۳۲۰ ش کال د پښتانه شعراء لومړی ټوک وکيښ او په ۱۳۲۳ ش کال يې د پښتو د ادبي تاريخ او د پښتنو او افغانستان د ملي او اجتماعی تاریخ گرانبها ذخیره د دانشمند او سترگور مؤرخ محمد هوتک پټه خزانه نشر کړه، علمي او تحقيقي شروح، تعليقات او مقدمات يې پر وکښل، چي په کتاب کي د راغلو او یا دو سوو رجالو، اماکنو، كتبو او تاريخي وقايعو په څېړنه، څرگندونه او پلټنه کي د تاريخ او ادب له محققينو او محصلینو سره پوره مرسته کولای سي. په ۱۳۲۵ ش کال چي د ادبياتو د پوهنځی چاري هم ور وسپارل سوې، نو يې د پښتو د ادبياتو د تاریخ د لومړي ټوک په کښلو او نشرولو د افغانستان د تاريخ د مهمو تاريخي مسايلو او پښتو ژبي د تاريخ او قديمو ادبي او تاريخي رواياتو په باب پلټني، تاريخي څېړني د علم او ادب مینانو ته وړاندي کړي.

تر دغه مهاله وروسته لوی استاد د افغانستان د تاریخ او د ژبو (پښتوـ دري) د ادب په تاریخ دومره کتابونه وکښل، رسالات او مقالات يې نشر کړل، قدیم تاريخي او ادبي متون یې چاپ کړل چي تفصيل يې دلې نه ځاييږي، خو د ويلو وړ ده چي د دوی قيمتي او ادبي تاريخي ليكني نه يوازي په افغانستان کي ارزښتني او د درناوي وړ دي، بلکي د سيمي په هيوادو او حتى بين المللي علمي محافلو کي هم په درنه سترگه ورته کتل کيږي، دانشمندان او محققین استفاده ترې کوي.

لوی استاد د خپلو دغو علمي او ادبي او تحقيقي هڅو او زيارونو په نتيجه کي تر سلو زيات مستقل تاريخي، ادبي او علمي کتابونه د پنځو سو په شاوخوا کي علمي رسايل او تر درو زرو زياتي تحقيقي او علمي مقالې د علم او ادب دنیا ته وړاندي کړي دي چي د افغانستان، سيمي او نړۍ فرهنگي او ثقافتي تاريخ وياړ په کوي.

د لوی استاد ادبي او تاریخي او نور علمي آثار نه يوازي د گران هیواد افغانستان د علمي مؤسسو او فرهنگي ادارو له خوا خپاره سوي دي، بلکي د سيمي د هيوادو علمي او فرهنگي مؤسسو او د بين المللي محافلو علمي مجامعو هم د دوی مفید او گټور آثار خپاره کړي دي.

د پښتو او دري ژبو د تاریخ ادب په باب د ډيرو مهمو او علمي گڼو مقالو او کتابو تر څنگه لوی استاد د افغانستان د ملي، اجتماعي او سياسي تاريخ په مختلفو څنگونو ډېر زيات مقالات کښلي او د لرغوني او معاصر افغانستان تاريخي جغرافيا يې په مغتنم ډول د مقالو او رسالو په ترڅ کي هر اړخيزه څېړلې ده، د دغو مقالاتو یوه درنه برخه د آريانا په مجله او نوري يې د هیواد په نورو موقوتو خپرونو او د سیمي د هيوادو په موقوتو علمي نشريو کي خپرې سوي دي. له دغو رسالاتو او مقالاتو سربېره د استاد تاريخي مهم او د يادوني وړ کتب دا دي :

- افغانستان بعد از اسلام

- تاریخ مختصر افغانستان

- افغانستان در عصر گورگانیان هند

- د افغانستان تاريخي پېښلیک او نور...

د نوای معارک، فضایل بلخ، طبقات ناصري او زين الاخبار گرديزي، شروح، تعلیقات او مقدمات هم دوى كښلي دي.     

...

د تاريخي مدارکو، منابعو، وقایعو او اسنادو په څېړنه کي د استاد د څېړني روش او عمومي میتود نهایت پر علمي او تحقيقي شهادتونو او علمي استنتاجونو ولاړ دی.

د معاصري تاريخ ليکني میتودونه په نقد او ارزیابۍ ولاړ دي او مؤرخ باید خپلو ټولو تر واک لاندي ماخذو،مدارکو، كتبي اسنادو او نورو خورو ورو پاڼو ته د نقد او کره کتني په سترگه و گوري، او کره او کوټه سره بېل کړي. د اوسنۍ زمانې پلټونکی مؤرخ دې ته اړ دی چي د خپلو ټولو خبرو اسناد وښيي  د لوی استاد په ټولو لیکنو کي دغه معاصر او پر علمي معايير برابر روش لیدل کیږي. لوی استاد د وقايعو په تحليل کي د ډېر دقیق او مبتكر او منقد نظر خاوند دی، هره پېښه او هره تاريخي او اجتماعي پديده د اسنادو، ماخذو او علمي مشهودو دلايلو په رڼا کي څيړي. د تاریخ او ادب په څېړنه پلټنه او گروېږنه کي د دوی اتکاء په خطي او معتبرو چاپي متونو، د لرغونپوهني د تحقیقاتو په نتایجو، ډبرلیکونو، مسکوکاتو او نورو لرغونو کلتوري او تاريخي مواريثو بنا ده.

 لوی استاد پوهاند عبدالحی حبیبي د افغانستان او پښتنو د تاریخ د بېلابیلو برخو له څېړني سربېره د مختلفو دورو د مؤرخینو پر آثارو کره کتني او علمي نقادانه تبصرې هم کړي دي، د قديمو او معاصرو مؤرخينو تېروتني او زیاتی کمی یې ښوولي او د علمي اسنادو، مدارکو او شواهد و پر بنا يې د مؤرخينو پر ليکنو حاشيې او شرحي کښلي دي او همدارنگه یې د مستشرقینو تېروتني هم د تاریخ په خصوص کي يادي کړي او سمي کړي دي. د استاد د دغه ډول ليکنو ځيني برخي په کتابو کي او ځيني يې هم د مقالاتو په شکل په علمي خپرونو او نشريو کي چاپ سوي، چي د څېړنو دغه برخه د استاد د تاريخي پلټنو او تاریخ نگری یو ښکلی او جلا باب دی. 

د افغانستان او پښتنو د مؤرخينو پر آثارو له تبصرو او کره کتنو علاوه استاد د دغو مؤرخينو د کتابو او آثارو د معرفۍ هڅه کړې ده په دې سلسله کی استاد د رهنمای تاریخ افغانستان  په کښلو سره د افغانستان او پښتنو د تاریخ ۵۸۰ کتابونه او مؤرخین لنډ لنډ معرفي کړي دي چي دا دی په دې کتابگوټي کي هم د افغانستان او پښتنو ۱۳۸ تنه مؤرخین او د هغوى تاريخي او يا تاريخي ارزښت لرونکي آثار معرفي سوي او د افغانستان او پښتنو د تاریخ او ادب علاقمندانو ته وړاندي کيږي. 

څرنگه چي د دغه کتاب زياتره مؤرخين د پښتني تاريخ په باب آثار او تاليفات لري او زياتره هم پښتانه دي نو غواړم چي په پښتنو کي د تاريخ ليکني په سير او هم د پښتنو د تاریخ په منابعو څو لنډ ټکي څرگند کړم : په پښتنو کی د تاريخ ليکني سير :

کله چي موږ د خپلي ژبي په کتبي آثارو کي تاريخي آثار پلټونو له دوه  ډوله تاريخي آثارو سره مخامخ کيږي : (۱) تاريخي کتابونه. (۲) تذكرې.

 پښتو او پښتانه د تاریخ اهمیت او د خپل ملت او وطن او خلکو د کارنامو میړانه او نورو اجتماعي، سياسي او ملي حوادثو او وقايعو ضبط ته متوجه وو. نو په دې برخه کي يې هم د تاريخ مستقل کتابونه او هم د ادبي آثار و تذکرې کښلي چي په ضمني توگه ځینو تاريخي وقايعو ته پکښي نغوتي سوي او یا هم ځيني وقایع پکښي څېړل سوي دي. د تذکره نگارۍ له پلوه زموږ ژبه او ادب کابو اته سوه کلنه سابقه لري او زموږ لومړنۍ لاس ته راغلې تذکره د سليمان ماکو تذکره ده چي په ۶۱۲ هـ ق کال په ارغسان کي کښل سوې، ورپسې موږ د پښتو د ادبي تاريخ داسي منظمه تذکره نه ده تر لاسه کړې او یوازي د محمد هوتک پټه خزانه زموږ بله منظمه تذکره ده چي په ۱۱۴۲ هـ ق کال په کندهار کي کښل سوې ده. دغه دواړي تذكري خاص ابتكارونه لري، څرگندوني يې د پښتو او افغانستان د تاريخ په څېړنه کي د لومړي لاس موادو حيثيت لري. دغه رنگه مستقل تاريخي کتابونه چي په ضمني توگه ادبي مآثر هم پکښي غونډ دي د ۶۵۰ په حدودو کي زموږ په ژبه کي کښل سوي دي. له دې جملې څخه تاریخ سوري، اعلام اللوذعي في اخبار اللودي، لرغوني پښتانه،غرغښت نامه او نور يادولای سو، چي سترگوراو دانشمند مؤرخ او تذکره نگار محمد هوتک یا لیدلي او يا يې نومونه تر موږ پوري را رسولي دي او د پټي خزانې په کښلو کي يي بالواسطه يا بلا واسطه د ماخذ په توگه ترې استفاده کړې ده.

همدارنگه د خواجو مليزي تاريخ افاغنه (۱۰۳۱ - ۱۰۳۳ هـ ق تالیف )تاریخ مرصع،تواریخ حافظ رحمت خاني، هغه مهم تاريخي آثار دي چي د پښتنو د تاريخ ډېر تياره څنگونه روښانوي. زه دلې د ټولو تاريخي کتابو نومونه ځکه نه اخلم چي لوی استاد پوهاند حبيبي په دې رساله کي مفصل معرفي کړي دي، خو څه چي زه يې پر خبرو کولو آرزو لرم دا دي چي د پښتو ژبه د لیکل سوو تاريخي آثارو په جمله کي سعادتنامه افغاني هغه مهم تاريخي اثر دی چي تر يوه دوو وروستيو کالو دمخه يې چا نوم نه و اخیستی،او دا دی د خان روشن خان د یادونو له مخي د لوی استاد په دې اثر کي هم معرفي کيږي. دغه تاريخي اثر د خپل تاریخي ارزښت تر څنگه ادبي ارزښت هم لري، او د کتاب نثر زموږ د نثر د تاريخ په څېړنه کي نه سي هېرېدای. د سعادتنامه افغاني نثر دا دی :

"پېښور ته راغلي پښتانه ټول درې کوره دي او بعضي قبيلې د دې دريو قبیلو سره یو ځای اوسي چي دوی ورته حصه لکه د ورور ورکړې ده خو دغه همسايه دي او دا لويي کورنۍ درې دا دي : اول خیښي، دویم غوري، دریم کرلاني اوس به د هر یو کور تفصیل بيانيږي چي دا دي :

تفصیل د خیښی دا دی یوسفزي گگیاڼي او ترکاڼي چي دا وخت په لغمان کي ميشته دي. دا د خيښي اولاد دي،مامدزي (محمد زي) چي په اشنغر كي اوسي، دا د زمند اولاد دي، د خيښي تره ؤمگر خيښي لکه د ورور ځان سره نيولي دي..."

 د خان روشن را یه دا ده چي دغه تاریخ تر تواریخ حافظ رحمت خاني (۱۱۸۱ هـ ق تالیف) دمخه لیکل سوی دی، له دې خبري څخه ښکاري چي دغه تاریخ به د دولسمي پېړۍ په اوايلو کي کښل سوى وي نو يې نثر د خپل ادبي قوت او سلاست له پلوه د دولسمي پېړۍ له ښو نثرونو څخه گڼل کېدای سي او موږ به یې د خپل نثر په تاریخ كي ستايو.

زموږ په ژبه کي خو د تاریخ  کښل كابو اته سوه کلنه سابقه لري مگر مولوی محمد اسمعيل هزاروي د قاعدة افغاني  په مقدمه کي کښلي دي :

 "پوشیده نماند که در کتب تواریخ افغانی چنان یافته شده است که اول کسیکه در افغانی تصنیف شروع نموده خواجه محمد نام شخصی بود که در اوایل سال نهصد هجری کتابی مشتمل بر آمدن قوم افغان به سمت پشاور و واقعاتی که در مبادی بایشان روی داده تصنیف کرد". 

دا چي موږ د نوموړي مولوی د يادښت له مخي يو بل قديم مؤرخ او د پښتو ليکوال پېژنو سمه او ښه خبره ده، مگر دا چي کښلي يې دي چي دی لومړنی مصنف دی دا خبره سمه نه ده دمخه يوازي د تاريخ په خصوص کي د شيخ ملي دوتر او تر دغه دوتر دمخه تاريخ سوري، تذكره الاوليا، لرغوني پښتانه او نور کتابونه لرو چي یا په خپله کتابونه او يا يې هم مواد او روایات تر موږ پوري رارسېدلي دي.

د پښتنو د تاریخ منابع :

د پښتنو د تاريخ په کښلو كي له كتبي تاريخي او دې ته ورته آثارو سربېره ډبرلیکونه د لرغون پوهني له کشفياتو څخه د تر لاسه سوو مدارکو او متفرقو اسنادو څخه د لومړي لاس موادو په توگه کار اخیستل کېدای سي.

همدارنگه زموږ ادبي آثار د تاريخ د کښني لپاره له مهمو موادو څخه گڼل کيږي، که څه هم دغه آثار اساساً د نورو هدفونو او غرضونو لپاره ایجاد سوي، ويل سوي او يا کښل سوي او د تاريخي وقایعو د ضبط منظور نه دي رامنځته سوي، خو د خپلو مقاصدو د شرح په ترڅ کي يې ځای ځای داسي يادوني او تاريخي مطالب تر لاسه کيږي چي زموږ د تاريخ په ليکلو کي ترې استفاده کولای سو زموږ لیکنی او گړنی ادب دواړه له دې پلوه غني دى.

(۱) کرنی ادب :

زموږ په گړني ادب کي لنډۍ، سروکي،غاړي، سنځر خيلي ناري دهوتکو نارې داسي سندري دي چي د پښتو د ملي، اجتماعي او کلتوري تاريخ په ليکلو کي له پامه نه سي غورځېدی او د لومړي لاس مهمو آثارو په توگه ترې استفاده کېدای سي.

(۲) ولسي سندري :

له دغو سندرو څخه چاربیتې، بدلي او کسرونه داسي مواد دي چي هره سندره د يوې مهمي تاريخي واقعې په شننه او څرگندونه کي له مؤرخينو سره تر هره بله ماخذه زیاته مرسته کوي،خو له بده مرغه چي زموږ د دغو اولسي سندرو قديمي بولگې د زمانې سړو سېليو ورسره وړي دي او يوه قديمه سندره يې هغه د بابا هوتک (۶۶۱ - ۷۴۰ هـ ق) ويلې او د پټي خزانې پاڼو تر موږ پوري رسولې ده  دغه سندره د پردو تاړاکگرو په وړاندي زموږ د مېړني اولس قهرمانانه مبارزې څرگندوي، تر دې بدلي وروسته د ډيري مودې دغه ډول سندري له موږ سره نسته، خو هغه چاربيتي او بدلي چي دارمستتر (۱۸۴۹ - ۱۸۹۴ع) د پښتونخوا د شعر هارو بهار د كوټي سيد محمد عمر په گلشن اشعار افغانی مرحوم نصر په تاريخي چاربیتې  او څېړندوی خدمتگار په تور بريښ کي ضبط کړي دي داسي بدلي او چاربیتې دي چي د انگرېزي امپرياليستي لښکرو د تار او تاړاک او يرغل په مهال کي د زړه ورو پښتنو قهرمانانه مبارزې، سرښندني او مېړاني پکښي ستايل سوي. د دښمن تيري، د خاينينو کرغېړن اعمال او د دوی ماتي او رسوايۍ يې پکښي بيان کړي دي او په رښتيا چي هره سندره يې د ملي تاريخ يو باب دی.

دغه رنگه په کسرونو کي د انگرېزي تاړاک له غندني پرته د مروتو او خټکو مروتو او وريرو مروتو او يوسفزو د شخړو او لانجو په باب مواد سته چي زموږ د اولس د مختلفو قبيلو د تاريخ په كښلو او من حيث مجموع د پښتو د تاريخ په کښنه کي د مؤرخينو په ښه ورځي.

 له گړني ادب، اولسي سندرو او كسرونو سربېره چي زياتره يې شفاهي شكل لري زموږ لیکنی ادب او ادبي آثار هم د تاريخي موادو د درلودلو له پلوه غنی دی. زموږ د مختلفو شاعرانو په دېوانونو، حماسي منظومو، د روحاني اشخاصو په مناقبو او جنگنامو کي د پښتنو د سیاسي، اجتماعي او ملي ژوند د تاريخ په باب بېلابيلو دورو تاريخي مواد تر لاسه کېدلای سي، زه دلې پر دغو ټولو ادبي آثارو بحث نه کوم ځکه پر دغو موضوعاتو جلا جلا پند پنډ کتابونه لیکل کېدای سي خو څه چي زه دلې کاږم صرف یو اجمال دی.


 (۱) د شعراوو په دېوانونو او نورو منظومو آثارو کي :

د پښتنو شعراوو له ډلي څخه د خوشحال خان آثار د تاريخي موادو د خوندي کولو له پلوه ډېر غني دي، د خوشحال په کلياتو کي د ده ځيني غزلي، قصايد او ټوټې تاريخي وقايع شرح کوي، دغه ډول د ده په مثنویاتو کي سواتنامه  او فراقنامه دغه خصايص لري.

 فراقنامه خوشحال خان د خپل حبس  په زمانه کي کښلې ده په دې کتاب کي که خوشحال خان له يوې خوا د خپل وطن، دوستانو او کورنۍ څخه د ليريوالي له امله دردوونکي نارې کړي دي له بلي خوا په همدغه کتاب کي ځيني داسي انتقادي ټوټې او تاريخي منظومات گورو چي د ده نقادانه نظر او د ده د کلام عمومي روح ترې څرگنديږي او هم د ځينو مهمو تاريخي پيښو څرگندونه کوي، د نمونې لپاره د فراقنامې لاندي بيتونه د کتلو وړ دي :

په خوله شرع شرع نومړي

دی د شرع حکم کوم وړي

پلار تړلی پادشاهي کا

سل ناحقه گمراهمي کا

دا د خوارو زر آهونه

لور په لور اوجاړ ملکونه

سکه وروڼه یې قتل کړي

ده یي مال گنجونه وړي

دسکه وراره عورته

په ستم کره فضیحته

زر.ناسازي زر فساده

دم وهه له عدله داده

په دا هومره قباحت

دم وهه له شریعت

په دا هومره رسوایي

دم وهه له پارسایي

الحذر له دې زمان

الامان له دي سلطان


له دي سربېره د خوشحال خان د کورنۍ او زامنو په دېوانو کي د شعر په ژبه موږ داسي نغوتي او يادوني وينو چي د تاريخي وقايعو د ضبط له لکه پلوه ارزښتمني يادوني دي، د هجري (۱۰۴۴  ۱۱۰۶ هـ ق) ځيني منظومات او یا هم د سکندر خان خټک هغه منظوم ليک چي يې ا شرف خان هجري ته لیکلی دی د خپل ادبي قوت تر څنگه ځيني زموږ په تاريخ کي ارزښتمن او مهم نکات هم رانغاړي. 

دغه ډول د مصري خان گگیاڼی (۱۱۵۰ ق حدود) په دېوان کي چي کومه قصیده د پردو سپاهیانو د وحشیانه اعمالو او د پښتني کليو د چورولو او لوټولو په باب ضبط ده  زموږ د دولسمي پېړۍ د تاريخ په کښنه کي نه سي هېرېدای او یا هم هغه خبري چي د انگرېزي استعمار د مظالمو او چال چلند په باب قاسم علی خان اپريدي (۱۲۳۲ هـ ق حدود) په خپل کلیات  کي کړي، د دیارلسمي پېړۍ د پښتني مبارزو ځيني تياره گوټونه روښانوي.