د امیر علي شېر فکری بنسټ او سیاسي شخصیت
امير علي شپر نوايي (فاني) د منځنۍ آسيا د اسلامي دورې يو لوړ علمي، سياسي، ادبي، هنري او حربي شخصيت دئ چي د خپل عصر په ټولو اجتماعي او فكري غورځنگونو كښي ئې درنه برخه درلوده. دده شخصیت پنځه لوړ یاد سوي صفت لري چي هر يو ئې د بيلي پلټني وړ دي، زه اوس تش د ده شخصیت څرگندوم
پخوانۍ آریانا، یا د اسلامی دورې زوړ خراسان هغه سیمه ده، چی له خورا لرغونو زمانو څخه دلته د انسانى ټولنو د مدنیت او تهذیب هر. ډول میراثونه میندل کیږی دلته لوی او غښتلی دولتونه جوړ سوي اوپه تمدن او فرهنگ کښي ئې داسي حرکت او سره گډېدني ښکاره سويدي چي ددنيا د فرهنگ په تاريخ کښي خپل ټاکلي ځاي لري.
دې سیمی خلکو ډېر دمخه د انسانى تمدن په گڼو څانگو کښی غوره برخه درلوده او خپل ژوند ني د آزادۍ په سيوري کښي په ښه توگه تېراوه پخپله دھپاره دھه پو جهانى حکومت کولو په خاص عنعنات لرل، چی کله کله دمور خانو په نوشتو کښي ساتل سويدي.
مثلا : هیون تسنگ چینی زایر چی په نهم هجری کال دلته راغلی او تر ۲۴ ق پوری ئې ددې سیمی ښارونه حکمرانان او ادار طرزونه ولیدل دی وایی چی دلته مالی او لښکری دفترونه، حاکمان، قاضیان. او دولتي کار دانان و او خلکو د ژوندانه ځيني اصول او قواعد لرل. د عربو د اسلامی لومړیو پیړیو مورخان هم د خراسان د خلکو خنی اوضاع او عنعنات او د جهانداری اصول ښیی، چی ددوی ،فرهنگی مدنی اوسیاسی جوړښت ښه ځنی څرگندیږی. لکه چی وویل سول د خراسان خلکو لا دمخه دغسی خپل ځنی پخوانی عنعنات د جهاندارۍ لپاره درلودل. خو کله چی دوی اسلام اومانه او د اسلام تمدن په تشکیل کښی ئې لویه برخه واخیسته نو د یونان او نورو ملتونو علوم ئی هم عربی او خپلو ژبو ته رانقل کړل. دلته نو د یونانی، رومی او مصری افکارو او مدنی روایات یووه غټه برخه له آریایی فکری پانگو سره گډه سوه، د سیاست او جهاندارۍ د لارو چارو په څرگندونو کښې روزبه د دادویه زوی چی په نامه مقفی مشهور ؤ، د لارو چارو په څرگندونو. عربی ته راواړول اوخپل کتابونه ئې ادب الکبیر او ادب الصغیر ئې وکښل او د بغداد د خلیفه منصور لپاره ئې په رساله الصحابه کښی د مملکت د نظام عدالت، قضاء، لښکری او. ملکی چارو د سمښت قوانین ولیکل او دا د هجری کلونو د دوهمی سدۍ د منځ یووه پېښه ده. په ادب الدنیا والدین، نصیحه الملوک، قانون الوزراء او نورو کتابو کښې د مملکت د چارو د سمښت او د جهاندارۍ لاری چاری څرگندی سویدی، خوتلیل ئی دنی رنگ لری. په خراسان کښی خو تر ۲۰۰ ق وروسته د پوشنگ د طاهریانو، د بلخ د سامانیانو، د سیستان د صفاریانو او بیا د غزنی آل ناصر آزاد سلطنتی سازمانونه جوړسول او پوهانو ئې د جهاندارۍ لپاره د خپل خراسانی ثقافت پر بناء داسی لا چری و. د اسلامی فکر او اخلاقو پانگه لری او هم د یونان د فلسفی ا لهاماتو او د افلاطون او ارسطو له اخلاقی او سیاسی مفکورو سره لږ و ډېر څنگ لگوی. ددې خراسانی پوهانو د سر سری ابو نصر فارابی (۲۴۰ - ۳۳۹ ق) د السیاسه المدینه او آراء اهل المدینه الفاضله او الآدات الملوکیه خاوند دئ، چی د مدنیه فاضله د مشرتبه لپاره ئې دوولس شرطه ټاکلی دی. او بیا د هرات یوبل پوهاند محمد بن یوسف هروی چی په ابن ابی ذر عامری مشهور او په 381 ق م دی د خپل عصر دعوای سیاسی افکارو یو کوچنی دائرة المعارف " السعاده الاسعاد کتاب و کېښ دی وایی چی د انسان نیکبختی په سیاست کښ لای. او د هر ښه سیاست نتیجه اسعاد یعنی د نورو سعادت ته رسول دي.
د فاربي او عا مري د فكر په سياسي مكتب كي وروسته، د عنصر المعالي كيكا و وس قابو سنامه او د امام غزالي ځيني ميتوديك آثار راووتل، چي تر ټولو د عامري او غزالي سياسي لارښووني منطقي. سمښت لری، او د خراسانی روایاتو او د دین او فلسفې یو گټه ور امتزاج ځني ښكاري.
د فارابی د مدینه فاضله د جوړولو او چلو دپاره عامری سیاست پر دور څانگو ویشی
لومړی : د سایس یاني د مملکت د مشرتابه صفات.
دوهم : د مساس یانی د خلکو اجتماعي وظايف.
دریم : د سیاست چلولو لاری چاری، چی هر یووه دریم : څانگي لري او گرده يوويشت ځانگي دي :
اول : د سایس صفات : .
۱ د نفس قوام او مړ وچتوب
۲ د سیاست د سنو رعایت
۳ حزم .
۴ د مرام ډولونه او شرایط
۵ نرمي او احسان
۶ عنف او تینگښت
۷ دښمنانو د ضرردفع کول
دوهم : د مساس صفات :
۱ مسنون تولید
۲ معاینه کول او وده
۳ روزنه او پالنه
۴ د ښځو تهذيب.
۵ د صنعت کارانو تهذیب
۶ اجتماعي مالي اقتصاد.
۷ د هیواد د ساتونکو پالنه
دریم : د سیاست ضروریات :
۱ د ښو کاردانانو غوره کول
۲ د غوره سوو کاردانانو صفات.
۳ د کاردانانو قوانین او آداب
۴ د وزیر او مشاور تا کنه .
۵ د وزیر او مشار صفات .
۶ د مشوري لاري چاري
په دې ډول کله چی امیر علی شهر نوایی په یوه مکتب کښی د سلطان حسین بایقرا سره په سمر قند کښی درس لوست او بیا په ۸۷۳ ق کال دی د هرات د دربار مهر بردار او بیا لوی وزیر کېدئ، د خراسان په فکری مدرسه کښ. سیاست مدن او جهاندارۍ لپاره ځنی علمي او عملي كړنلاري ټاکلي سوي وي ځکه چي پخپله امير هم د علم او تجريي خاوند ؤ، نو ده به هم هسي حکومت چلاوه چي د عقل او پوهني له اساسو سره سم ؤ او هم داده است جهته جهان خلدا. کښی خوښ وه او د خراسانی سیاست د سعادت او اسعاد پر بنیاد برابر ون، د عبدالرزاق سمرقندی په قول مملکت یا سلطنت خراسان د آرامی اوسوکالۍ په سیوری کښی د علم،ادب، هنر او فرهنگ داسی پالنتون،سو، چی دی منځنۍ اسیا په تاريخ کښی د( هرات هنر) یو خاص باب گڼل کیږي
تر امير علي شهر نوايي د مخه د شاهانو د پاچهي بناء پر زور او ظلم ولاړه ،وه وژل نړول او تالا کول د هر غالب یو عادي کار و تر سلطان حسین بایقرا دمخه اسفزاری د 866 ق کال د حکومت کولو یو کرغیړن منظر داسی ښیی : " سلطان ابوسعید میرزا را معلوم کرد که خواجه معزالدین شیرازی و شیخ احمد صراف در وقت وصول وجوه به مردم ظلم و تعدا بسیار کردند. سلطان خواست که آنهارا به عقوبتي هلاک کند که سبب عبرت سایر عمال و مباشر آن باشد. پس حکم کرد که شیخ احمد صراف را بر درب ملک پوست کرده بعداً به عذاب الیم کشته و خواجه معزالدین در دیگ آبجوش انداخته تا پخته شد ... .
( روضات الجنات)
سلطان حسین بایقرا د سلطنت اوږده دوره (۳۸) کاله په خراسان کښې د امیر علی شېر نوایی په تربیه او مدیریت اداری او عدالت او د سمی جهانداری او ادب او فرهنگ د ودی پالنی لپاره نسبتاً یووه مثالی دوره وه.
امير علي شېر ددې پر ځای چي څوک پوست کي يا کوم څوک په ايشنده کړايي کښي واچوي په دې پوهېدئ چي انسان د څو زرو کالو تجربې او داسماني کتابو ښووني او د سیاست د چارو گرده پوهان سیاست د ځان سعادت او اسعاد يعني د نورو خوشبخته کول دي نه وژل ځورول او په بده ورخ لړل وايي چي ده د سیر الملوک کتاب دخپلو تجربو او مطالعو بر اساس کښلی و اودده شاعرۍ او منثور و آثارو یوه غټه برخه هم دغسیرز سیاسى ښوونى دی او پ. په ازبکی ژبه ای محبوب القلوبسته، چی د امیرانواو وزیرانو د مملکت دارايي اصول نې هم ښوولی دي، او په جامعه کښي د هر ډول کار کوونکو راز راز وظایف بېل بېل بیانوی دا کتاب چی پروفیسر کونونوف په تصحیح په ۱۹۴۸ م کال په لینن کښی چاپ لومړی خبر کی د پادشاه جامعه عمومي اوصاف ښي چي په مملکت کښي څنگه اوست. او عمومی امنیت جوړولای سی په دوهم څپرکی کښی د مملکت د مشرانو او بېگانو وظایف څرگندوی چی دوی به هم د پاچا او هم د خلکو خدمتگاران وی او د د دستگاه به په ښه توگه چلوي
. په دریم څپرکی کښی د ناو او ناپوهو مامورینو کرغیړن کاره اخلاق بیانوی چی د ورانۍ باعث دي او داسي کارداران بايد له مملکت څخه ورک کړل سي.
څلرم څپرکی د ظالم او جاهلو بدلگامو پاچهانو عيوب رابرسیره کوی چی څنگه خان او مملکت او خلک د تباهۍ کندی ته اچوی؟ پنځم څپرکی د وزیرانو مهم ښیی چی د مملکت ادارات اقتصاد د انصاف او عدالت چاری په دوی پوری اړه لری، او که دوی د خلکو څخه راټول سوی مال برابر کاندی نو لکه هغه طبیبان دی چی. ناروغه په زهرو ژنی. ( د ازبکی نسخې څخه د ښاغلی دکتور واحدی تلخیص ) د امير علي شهر دري اوازبكي اشعار دده د سياسي پاخه فكر روڼــه مظاهر دي، په دري ادب كښي دمخه امير خسرو بلخي د بحر الابرار قصيده، په حكمت او موعظت كښې ولي وه بيا اوسر مولانا قجه خپله. او مضمون وویله امیر علی شیر هم د تجفة الافکار په نامه ۷۳ بیته یوه غوره قصیده د حضرت جامی په نامه اهداء کړه چی دده اخلاقی اوسیاسی نظریات د شعر په ژبه ښه څرگندوی. پرته له دې دده ځيني مفصل مكتوبونه هم په ازبکي ژبه ست چي پاچا ته له سره تر پايه د سلطنت د كارو او د مملكت د ادارې او سياست چلو گرده لاري چاري ئې ورښولي دايي دايي داسي تقسيم زماني چلو سه روزه. سره په جماعت اداء کړه بیا نو له حرمه راووزه او په دېوان کښی کښېنه ! د خلکو دادخواه واوره ! که په چا ظلم سوي وي ظالم ته داسي جزاء ورکه چي د نورو پانيات سي بيا نو د مملکت ارکان د مشورې دپاره ر! غواړه او ټولو ته هغه کارونه وسپاره چی تر ماښامه باید انجام سی، او د نورو ورځو کارونه هم په هغو وروځو کښی تمام سی، او که چا خپله است. وظیفه پای ته نه وی رسولې باید چی تنبیه سي.
بیا نو پاچا ته نصیحت کوی او وایی : خدای دي توفيق در کړي چي شراب بيخي پرېږدي خو لږول اي خورا ضرور گڼه د فراغت وختنه په کتابخانه کښي تيروه! په هفته کښي دوه ورځي شرعه په خپل حضور کښي جاري ساته تل د عراق مملکت ته هوښیار خلک استوه چي صحيح احوال درته راورسوي. په ښار کښي شراب خاني قمار خانې او د عيش کورونه وتړه په مساجدو کښي امامان برگزاره کړه، چي د هغې کوڅې هلکانو ته درسونه هم لولي، دغه تدريس دي په کلي کښي هم جاري وي. د اوقافو اداره او کتنه هم د اعتماد وړ خلکو ته وسپاره ټولو کاردارانوته امر وکړه چی په دېوان کښی حاضر وی او دخلکو کارونه بی خنده اجراء کړی او مالیات ژر دیوان ته ورسوی او له چا څخه بې ځایه تمه ونه کړه باید چی یو معتمد سری و ټاکل سی چی د پاچا د دیوان گرده واقعات هر ورځ ثبت کاندى، او د کار د کولو تاریخ هم په امر روزنامه کى وکاږی او هر حکم چیه سوى باید باشد. په وسی او ټول عرایض او حکمونه ئې په خوانا خط ثبت سی، او د هرچا د نوبت ساتنه وسی. بله داده چی ولو دوانیانو ته حکم وسی چی د سوداگرو کارونه ورسم کړی. د زکات ټولولو په کارونو کښي د شريعت حکم وساتي او سوداگران را جلب کړی چی تجارت ورنق ومومی. د ازبکی ژبی څخه د یووه مکتوب لنډیز چـی واحـدی ژباړلى دئ) امیر علی شېر کله کله د یوه تجربه کار رهنما په توگه د خپلو تر لاس لاندی کشرانو ته هم سمه لار او د سیاست او مملکت دارای چاري
. ښيي، په يو مکتوب کښي چي اصل ئي په دري ژبه دي، خواجه افضل الدین ته د برادر ارجمند او شهاب الدین عبدالله مروارید ته د فرزند دلبند په خطاب لارښوونه کوي او داسي وايي :
شما را حق سبحانه و تعالی جاه می کند. شاه عنایت نموده. التماس آن است که اوقات خودرا به غفلت نگذرانند و عجزه و زیر دستان را به شفقت د دلجویی بنوازد و کار و خاکساران به مرحمت و نرمی پیشه کنند .... و در همه کاری اخلاق و راستی پیشه کنند. و از سخنان راست که صلاح دولت و رعایا و سپاهداران باشد نترسند... . ( اسناد و نامه های تاریخی ۴۱۴ - د تهران چاپ) علی شیر خو پخپله د خراسان د سلطنت امیر او د نظام الدین والدوله، رکن السلطنت او نورو هسکو القابو په درلودنی سره دیوه لوی مملکت، دوهم مقتدر سری و مگر دده جهان بینى د علم. د جاه جلال برم دی نه مغروره کاوه پخپله د شاهی خول هم په سپکه استرگه. ويني د تحفة افکار په او مشخص کښي داسي وايي :
آتشین لعلی که تاج خسروان را زیور است
اخگري بهر خیال خام پختن در سراست
د علی شېر پ زمانه کښي شاهان په کوم مادي قيد يا د خلکو د پوښتني مقيد نه وو داسي څوک به نه وو چي د حق خبره په ډاگه پادشاه ته وايي نوامير علي شهر هر دغسي مطلق العنان ته مرگ او خلاصه لار ور په يادوي او. د انسان عاقبت ته یی متوجه کوی چی مطلق العنان انسان په وجدانی توگه له ظلمه را وگرځوی او د وجدان په پهی ئې وتړي دی وايي
شه که یاد مرگ نارد زوست ویراني ملک
خسرو بی عاقبت، خُسریلاد و کشور است
امير په سترگو ويني چي دلته له سياستوالو څخه بهله، يوه بله ډله ياني شيخان هم پر جامعه مسلط دي نو تر شاهانو وروسته په تحفة. الافكار کښې دغي ډلي ته هم په انتقادي سترگه گوري :
تا بود شیخ ريايي نکته گو، زورست رنج
تا شتا رایج بود، عریان زسرما مضطر ست
تخم رسوايي دهد بر دانه تسبیح زرق
آری آری دانه جنس خویش را بار آورست
په دې قصیده کښی چی د ټولنی هسکی ډلی او ددوی اعمال په کره سترگه وینی، د جامعې د کسب گری ډلی د لاس تڼاکی ستایی او دکار او رنج رسیدن به مقصد مرغلره گنی :
مرد کاسب را زرنج دست، کف پر آبله
شد دلیل گوهر مقصود کش دست اندرست
د امیر عقیده دا وه چی داری یوازی په جهان شدت نه چی چليږي او هر زورور حکمران په داسي شعر بېروي :
ای فلان سوختي خلایق را
ملک را شدت تو ویران کرد
آتشی را که چون تو سوزنده است
جز به کشتن علاج نتوان کرد
نو که څوک خلکو ته گټه رسوی، تل به سرلوړی وي :
در افشان گشت چون بر فرق مردم
به شاهان چتر شد ابر بهاری
د علی شهر نظر ډېر ارت او د انسان پر مینه او ښبگری ولاړ دی. که د خلکو له خوا ناوړی هم ور ورسیږی دی خپله مینه او محبت نــه سپموی او دا هغه مقام دی چی د شرق ستر مفکران یې لری، حافظ. ویلی وو:
زیمن عشق به کونین صلح کل کردم
تو خصم باش و زما دوستي تماشا کن
نوايي وايي :
گر رسد ناخوشي از خلق، خوشم چون فانی
زانکه با ناخوشی اهل جهان خوش دارم
په دې ډول د علی شېر عقیده دا وه، چی دسیاست په پټی کښې د انصاف او عدالت له زنی پرته بله دانه، نه زرغونی، او نه به دست ورکوي نو پوخ جهاندار هغه دی چي د انصاف زني کري :
کار چون کشته درون بود، آن شد دهقان
که درین مزرعه جزدانه، انصاف نکشت
ددې لنډي څيړني په پاي کښي د نوايي د یوه ازبکی بیت ترجمه راوړو، چی دی څنگه د آزادۍ مهم په شاعرانه پیرایه کښی ښکاره. کوی او داسي وايي :
که په یووه طلایی قفس کی سورگل هم وغوړیږی، دغه گل به بلبل ته د اغزی په څېر ښکاری، دا ځکه چی آزادي نه لري. (۱)