32

ملا اختر د تاریخ لیکوال

د افغانستان د پښتنو د تاریخ نومورکي مؤرخین

دا سړی له کومه بله خایه هیڅ ما نه دی پېژندلی خو بیلیو انگرېزي طبيب چي په ۱۸۵۷ م کال د سياسي فد سره کندهار ته راغلی و داسي ليکي : چي ماته د کندهار حکمران سردار غلام حیدر خان د امیر دوست  محمد زوی اوه توکه تاریخي کتابونه راکړل او په هغو کي یو د ملا اختر تاريخ و چي په   ۱۱۶۳ ق ۱۷۴۱ م کال تالیف سوی دی، او په دې کتاب کي داسي کښلي دي چي تر قیس دمخه درې وروڼه وه: بلو( د بلوڅو پلار) ازبک او افغنه.

بيليو خو د پښتنو پر نژاد او قبيله شناسي باندي ډېر مطالب لري خو د نورو هغو کتابو نومونه يې نه دي کښلي، کوم چي سردار غلام حیدر ده ته بخښلي وو. (وگورئ د ۱۸۵۷ م د سياسي وفد رویداد په افغانستان کي د لندن چاپ ۱۸۶۲م).