پښتو ادب د اجتماعی څېړ له پاره
ټولنه او اجتماع په مو جودا توکی یو خاص ناموس دی چی هیڅ شی له دی څخه نسی وتلای . یو ژو ندی جسم که انسان وی که حیوان یاکه کوچنی ذره بینی میکروب دا ټوله له خورا وړه کیمیاوی ټوټو څخه جوړ سویدی چی داټوټی هم د بیخی کوچنو ټوذراتو څخه مرکبی دی ، او دغه ذری هم یو له بله سره نښتون په دوی کی دژو ندا نه حرکت پیدا کوی أو کوچنی او لوی ژوی (حیوانات ) ټوله په دغه اجتماعی خاصیت د ژوندانه مجموعی لری چی ددری اجسام ځنی ترکیب سوی وی . نو لکه دژو ندیو اجسامو چی د ژوندانه له مجموعی څخه جوړیږی دغسی هم هر جسم او هر فر دله نورو سره نښت او یو ارتباط لری او دغه د اجتماع خاصیت د پو ها توله خوا حتی په خزندو او چینجو او حیواناتو او مرغانو او وحشی هگانو کی هم ښوول سویدی (۱) . انسان هم ددغی طبیعی سلسلی یوه کړی ده . مگرد بشر اجتماعی بنیاد پر اجتماعی . نظاماتو ایښو دسو یدی . او ځکه چی یوازی دده ژوندون مشکل دی نو تل د ټولنی په سیوری کی خپل ځان له ناو ړو واقعاتو څخه ژغوری
(۲). لکه دانسانی افرادو درو حی تحقیق له پاره چی دروحیا تو علم د (سایکالوجی ) په نامه مو موجود دی دغسی هم د انسانی ټولنو دروحیاتو له پاره (اجتماعی روحیات ) ډیر عمیق او په زړه پوری بحثونه او څیړنی لری.
طبیعی پوهان خو انسانان د رنگ اقسامو ویشی. مگر اجتماعی فلاسفه ملتونه دروحیاتو پر اصولو سره بیلوی دوی وا یی چی هر ملت ځانته بیل دی او دا خاصیتو نه ددوی (قومیت او ملیت ) ور جوړوی (۳) او د هر ملت ثقافت او مدنیت هم له دغو عناصرو څخه تشکیل کیږی چی د علم الاجتماع په اصطلاح یی (اجتماعی نفس یا ملی روح ) بولی او دا هغه جذبات او مشاعر او ذهنیات او تصورات او اوهام او عقاید او نفسی حالات دی چی یو ملت له بله بیلوی اود (فکری وحدت) تر سیوری لاندی وده کوی (۴) د هر ملت تاریخ ددوی دروحیاتو ښکارندوی او دنفسی حصایصو هنداره ده .
۱ د بلا کمار عناصر اجتماع دوه پنځوسم مخ.
۲ دابن خلدون مقدمه شپږ ویشتم مح.
۳ د گوستا ولوبون سیر تطورالامم څوار لسم مخ.
۴ روح الاجتماع نولسم مخ.
هره لوړتیا او بری او هر کښته توب او پرزیده چی یو او لس ته ور پیښیږی دغه ددو ی دروحیاتو اغیزه او نتیجه ده دکتور گوستاو لوبون وایی: (که انسان ناببره یوه پردی هیواد ته ولاړسی لومړی شی چی دی یی هلته وینی د هغه قوم خپل خصوصی اخلاق اورحیات او
مشترک جنسی صفات دی چی په ټولو وگرو کی څرگندیږی او دا را ښیی چی هغه او لس ځانته یو بیل (روح) لری او (اجتماعی نفس) یی هم گوښیی دی (۱) ددی علمی خبری مثال ددنیا په ټوله دنیا کی یهودیان کاغ او طماع او گټندوی او پول پرست دی ځینی تو کمونه په تالا او یرغل او سخت ژوند ښه پوهیږی د ځینو جوړ یږی حقیقتا دملتو د ارتقا ملت (اجتماعی نفس ) ځینی جور یږی حقیقتا د ملتو د ارتقا یالویدو سبب گرزی . او خورا درنی اغیزی هم لری
(۲) د ټولنو د (اجتماعی نفس ) په تشکیل کی دوه مهم سببونه لویه برخه لری.
اول وراثت دی چی ملی خصایص له اسلا فو څخه اخلافو ته درانقلیږی او داپه فرنگی اصطلاح تاویز م بولی د ملتو نفسی صفات لکه جسمانی صفات ټینگ وی . او په وراثت سره تل له یوه پښته بل پښت ته ځی د پلرو او نیکونو آثار د هر ملت روحیات اود ژوندون لاری ور اړوی . مگر په دغه تطور کی د ملتو روحیات او ارثی نظامات په خورا سو که ډول او ښتل مو می چی مشاهد هم نه وی (۳). د اجتماعی نفس تشکیل دو هم مهم عامل محیط دی او هر محیط ځانته اغیزی لری . اخلاق او دودونه جذبات ، نفسیات او نور ټول د انسان مادی او معنوی خصایص اومزایا د محیط په اختلاف تغییر کوی . مثلا هغه آریایان چی تقریبا دوه نیم زره کاله پخوا د پښتو نخوا څخه دهند تودو اور شو گانو ته شیوه سول هلته ددوی رنگو نه ، عادتونه او ټول خصایص هم وگرزیدل . مگر هغه دلی چی په دغو غرو کی پاتی سوی خصایص بیل دی دوی خپل قومی او هیوادنی ملکات او جذبات او اجتماعی نفس لری .
ځکه چی ادبیات یعنی ژبه ، متلونه ،کیسی ، او نور ادبی روایت تل د هغه ملت د اجتماعی نفس او ملی خصایصو هنداره وی . نو که څوک وغواړی چی دیوه ملت اجتماعی نفسیات او جذبات مطالعه کړی . نودد غی څیړنی له پاره په ادبیاتو کی ډیر ذخایر او مواد لاس ته ور تلای سی .
ژبه :
ژبه د هر ملت پر عقلیت له دی پلوه دلالت کوی چی په هر عصر کی د عقلی ذخایرو یو مهم مظر ژبه ده . ولی چی ژبه په یو پلانه ده پیدا سوی ، او نه له اسلافو څخه اخلافو ته دغسی بشپره راغلی ده لومړی پلا انسانانو د خپلو ابتدا یی اړتیاوو له پاره ځینی الفاظ جوړ کړل وروسته چی نوی شیان مینده کیدل ، نومونه هم له منځه وتل نو پدی راز هره ژبه دیوه مستمر مرگ او ژوندون په مرحلو کی سیر کوی . دغسی هم د ژبی اشتقاقات او تعبیرونه د هغه ملت د لوړتیا سره سم وده کوی مثلا که د فرانسوی ژیس یو دسلو کالو دمخه قاموس وکتل سی نو به دراډیو او تلویزیون نومونه نه سمی پکی مینده او داخبره ثابتوی چی فرانسو
یا نو هغه وخت داشیان نه پیژندل په دی ډول هره ژبه د هغه ملت پر عقلیت ښه رڼا اچوی .
اود هر مملکت د طبیعت او محیط اثر پکی کیږی . بښتو ژبه هم ددغو ټولو موثراتو تراغیزی لاندی ده پښتانه پخوا دغرواو د ښتو خلق وو دوی له بحره لیری پاته وو ځکه نو د بحی حیوانانو له پاره نومونه نه لری باالعکس ددوی په ژوندانه کی مالداری او پونده گی ډیره وه . حیات یی په غیلو او د پسونو په محصولاتو کاوه نو د بسو دپاره ډیر نومونه لری.
هر راز پسه په اختلاف د نوع او عمر نوم لری . اوښ هم ددوی د حمل و نقل لویه ذریعه وه. نو ددی حیوان له پاره هم ډیر نومونه سته او دا د اجتماعی او حیاتی محیط اثرو نه دی.
د طبیعی محیط اثر هم پر ژبی ډیردی . مثلا پښتانه ډیر په غرو کی میشته وو نو دډیرو نومونه د اقسامو او اوزانو په اختلاف اختلاف خورا ډیر دی لکه ډیره ، گټه ، تیږه ، پرښه ، غرگی ، کاڼی ،شگه ، سنگر ، لپاڼکی شاخه او نور ...
پدغه ډول د طبیعی او مادی شیانو له پاره ډیره او مترادف نومونه لری لکه غر شاگی پوزه ،غوڼدی، توره ، مگر د معنویاتو او عواطفو او احساساتو له پاره ډیر کلمات نسته ځکه چی دوی یو مادی سپیڅلی ژوند درلود د سرور لو لهوو لعب اصطلاحات او نعمتونونه لږدی ځکه چی دا شیان په پښتنو کی لږ و مګردنول ویر ناورین ، بخول نومونه متعدد لری . و هجو می اقداماتونومو نه هم لکه یرغل ،تالا،غدی، زغل ،چور ، چپاو ډیر دی .
له اخلاقی پلوه هم ډیر بد اخلاق په پښتو کی نه وو . نو ځکه د هغو نومونه په پښتو کی نه لرو .
دکیږ دی هر دیرک بیل بیل نوم لری . ځکه چی په کیږدی کی د پښتنو روز مره ژوند و هغه کلمات چی قوت او قدرت پکی پروت وی شته لکه غښتلی پیاوړی ، گړندی زغرد ، کروړ ، کلک ، اما د ضعیف له پاره موضوغ کلمات لږ دی . ولی چی پښتانه ټول غښتلی او توریالی وو.
د ځینی موجودو طبیعی مناظرو له پاره ښه ښه نومونه وو ځکه چی د قدرت دلاس ښکلی شیان ددوی ترستر گولاندی وو لکه رڼا ، روښنایی ، وړانگه ، پلوشه ، ربڼه چی دضیاء مختلف مظاهر دی . د بارانو له پاره څو نومونه سته لکه پسته ،وور، هښه ، وسه ، شیگره ، شیبه ، پونه ورینگی او نور .
په مملکت کی لوړی ژوری ډیری وی . نو دی دوو حالتو ته ډیر الفاظ سته لکه لوړ ، بر، پورته ، هسک ، پاسی ، او چت ، جگ ، یا بالعکس کښته ، کوز، شیوه ، ځوړ، لاندی .
د پښتو د لغاتو او کلماتو مطالعه د اښکاره کوی چی پښتانه عقلا او فکرا حقیقیون (ریلیسټ) وو یعنی د خیالی او وهمی شیانو خوا ته یی میل خورا لږوو . ددوی ادبیا ت هم ساده او
سپیڅلی طبیعی وو، خیالیت (ایډه یالیزم ) لږ پکی ښکاری .
مثلا د پښتو ژبی تذکر او تانیث چی پر پښتنو عقلیت هر شی ته په داسی سترگه گوری چی هغه نظرور ته ښایی او دغه خاصیت یی په ادبی ژبه کی هم خوراښکاره دی لکه په فارسی ادب کی ساه ، شاه خوبان دمعشوق له پاره استعمال سوی وو او داځکه چی شاعر او عاشق په ټول اقتار، د شاهانو په ډول دمعشوق په لاس کی گاڼه نو یی خپل معشوق شاه لاله سنایی غزنوی وایی :
نه ازین جانه از آنجا دل من برد مهی
زین گهر خندگا ری و شکر بوسه شهی
ځکه چی په فارسی ژبه کی دمذکراومو نث فرق نه و نو دغه شاه طبعا مذکرو گاڼه سو اود شاعر د عشق طرف هم . پسر او کافر بچه وگرزید.
هر زما نی باسنا یی درخرابات ای پسر
صد لباسات عجب دانی زهی کافر بچه
داد عشقبازی یو غیر طبیعی جریان و چی د معشوقی پر ځای معشوق اود محبوبی پر ځای محبوب او گل پسر او کافر بچه ودرید او داسی ښکاره سوه چی د هر شاعر ممدوج او معشوق یوازی مذکر جنس دی . مگر دا خبړه ډیره ممکنه وه چی کوم شاعر به په طبیعی شوق یو شعر دکو می پیغلی په مینه کی هم ویلی وی . خو په ژبه کی د جنس فرق نه و .
نو ځکه شاهد ، شاه ، بت ، صنم ، سروسېی آفت ، عقل و جان او په سوو نو ردمعقانو نومونه ټول پر هغه گل پسر او جنس مذکر اطلاق سول.
اما پښتانه د ادب او عشق او تعبیر پر میدان ریالیزم ته مایل وو دری هغه د فارسی او عربی تعابیر واخیستل مگر هغه یی ټول د خپلی ژبی پر طبیعت برابر مونث کړل اوددوی اجتماعی نفس دلته په ادب کی یوه ښکاره اغیزه وکړله.
مثلا لکه په فارسی ادب کی چی (شاه )د مذکر معشوق صفت و دغسی (محبوب) هم استعمال سو ، بیدل وایی
بید ما غی مژده پیغام محبوبم بس است
قاصد آواز درینهای مکتویم بس است
کله چی محبوب د ادبی ژبه کی استعمال سی مطلب یی حتما نارینه دی . ځکه چی یو بل شاعر غوښته چی له خپلی ښځی معشوقی څخه شوه وکړی نو دی پدی بیت کی د محبوب
پر ځای محبوبه یا ده کړه :
محبوبه چو بی وفا بر آمد
شرمند انتخاب خویشم
د پښتو په ادب کی هم شاه ، محبوب استعمال سول مگرد پښتنو اجتماعی مزاج دغه کلمات په مذکر ډول نه سوای منلا ی .
او حتما یی د پښتو ژبی احکام پرجاری کړل له شاه څخه یی ونثه شها ، شهی شهو چوړه کړه . او له محبوب څخه محبوبا څخه او دادواړی کلمی په پښتو ادب کی داسی ډیری ستعمال شوی چی اوس یی هیڅوک پر دی نه بولی ، احمد شاه بابا وایی:
په خوارا غله محبوبا
عجب ښکار دلربا
چی یی سر په مینه کیښود
هغو یووړه محبوبا
د شهی استعمال هم ډیرو، خوشحال خان خټک ویلی دی:
دشهی تورو سنبلو
په سپین مخ بی تسلسلو
له ژبی او ادب څخه د پښتو اخلاق او اجتماعی اوضاع هم څرگندیږی . مثلا زهره هغه ستوری دی چی ماښام راخبږی او ځینی پښتانه یی ( میلمه سترگه ) بولی دا ځکه چی دوی به ماښام ضرور میلمه ته منتظر وو او یوازی به یی ډوډی (میلمه سترگه ) وبلله. یعنی هغه سترگه چی داراو خیږی نو میلمه هم راځی .
پدی ډول که د پښتنو لغتونه او کلمات او ادب له روحی پلوه تحلیل سی نو د پښتنو اجتماعی روحیات څرگند وی . پخوا نو پښتنو خود حقیقت او ریلیزم خوادر لوده دوی خیالی نومونه لږ ایښوول . یعنی هغه شیان چی ددوی په حیات کی داخل وو. نومونه یی په خپله ژبه ور ته در لوده . مگر د پښتو صرف او نحو او فقه اللعه داښکاره کوی ، جی ددوی د عقلیت دابر خه هم بیخی تنگه نه وه . ځکه جی صرفی مشتقات او مواد دو مره ډیر دی. چی پر اکثرو انسانی روحی حالا تو باندی ښه دلالت کوی . او ددوی عقلی ارتوالی څرگندوی.
مثلا په فارسی کی خندیدن د یوه روحی کیفیت دښکاره کولو له پاره سته چی نور اقسام یی په لبخند ، شکرخند، زهرخند سره تعبیر کیږی مگر د پښتو خند ، خندل اومسا مسیدل فرق
لری . لومړی حال عام او دو هم خاص دی چی معنی یی تبسم او لبخند دی علاوه پردی هڼیدل ، شیدل ، کټیدل هم دخند مختلف انواع او خاص موضوعی کلمات دی چی په ترکیب سره ندی جوړ سوی . په هڼیدل کی لږ څخ بیباکی او په شنیدل کی مستی او په کټیدل کی دخندا نهایی حال ښودل کیږی چی په عربی یی قهقه بولی الفرد فویه (اتلس سوه اته دیرشم نه تر نو لس سوه دو لسم میلادی ) فرانسوی دروحیاتو محقق لیکی چی جرمنیان د احتیاج پروخت ضروری کلمات جوړوی . کانټ او هیگل ځانته د ضرورت له پلوه ځنی کلمات جوړ کړی دی عربی ژبه هم له دی خوا ارته سوی ده نولډ که آلمانی مستشرق وایی چی دعربو شاعرانو ډیر لغات په خپلو اشعارو کی په کوم تقریب په ځینو معنا و وراوړی وو ورو سته لغت ټولوو نکو خلکو پر دغو کلماتو د موضوعوالفاظو گمان وکړ او په خپلو کتابو کی یی درج کړل . مثلا هیضم او هراس چی دزمری په معنا یی راوړی دی حال دا چی دغه کلمی بیلی معناوی لری
دا خاصیت تریوی اندازی په پښتو ژبی او ادب کی هم لیدل کیږی چی له اجتماعی او جغرافیی محیط څخه پیدا سو یدی . او اوس د پښتنو دروحیاتو په پلټنه کی ښه کار ځینی اخیستل کیږی . دغسی د پښتو ژبی آهنگ ، ږغونه او کلمات اود ژبی درو ندوالی او صلابت دارا ښیی چی ددی ملت مزاج او روحیات خورا کلک او درانه او غښتلی دی مثلا په پشتو ادب کی پښتون په خاصه معنا استعمالیږی ، چی د انسانی صفاتو جامع سړی ته وایی . که وویل سی چی پلانی پښتون سړی دی دلته خوبو داښکاری چی دغه سړی پښتون ملت ته منسوب دی . خو پدی جمله کی دا معانی هم پراته دی چی هغه سدی رحم لری ، عاطفه لری دلاور دی ، غیور دی ، غریب پالونکی دی او نور او نور په آخر کی له دغی کلمی څخه یوه ډیره جامعه اود ډیرو معناوو ډکه بله کلمه زیږی یعنی ( پښتنواله ) اودا هم د پښتنو په اخلاقی قاموس کی د ټولو انسانی ښو صفاتو جامعه کلمه ده .
نو د پښتو ژبی آهنگ او فقه الصوت او ادبی ساختمان او وینایی جوړښت ددی ژبی دویو نکو روحیات او نفسی جذبات او اخلاق په ښه ډول څرگندولای سی.
شعر:
دهر ملت اشعار ددوی عقلی ژوندون ښکاره کوی . اخلاق ، دودونه ، دیانت ، عقلیت او نورروحی خصایص یی ښیی . په شعر کی د ملتونو اجتماعی نفس او روحی ساختمان او فکری بنیه داسی ښکاری لکه په هنداره کی چی هر څه ښکاریږی . د پښتو اشعار خودوه ډوله دی . یو هغه شعرونه او بدلی دی چی مونږیی لغړ او سپیڅلی ملی مال بولو ، اوبل هغه شعرونه دی چی پښتنو شاعرانو د عربی یا فارسی ژبو شاعرانو په ډول ویلی دی او ددغو ژبو ادبی او عروضی او قافیوی او فکری اغیزی لری.
هغه اشعار چی دو زن اوقافیی او نورو خصوصیاتو له مخی بشپړ پښتو د ی هغه ټوله ددی قوم د عقلیت او تفکر نیتجه ده مگر هغه اشعار چی په عروضی ډول دی او دنورو ژبو اشعارو سره سم ویلی سوی او تقلید سویدی، پداسی شعرونو کی هم د پښتنوالی عقلیت اغیزه کړی او تر خپل او لسی اثر یی لاندی کړیدی .
دشبلی نعمانی په قول عربی شاعر تل د نفس عزت او خپل غرورساتی مین که څه هم خپلی محبوبا ته اړوی او وصال یی غواړی مگر دی د گدا په څیرندی البته جانباز دی مگر غلام ندی د مینی مصیبت ته تیار دی . مگر ذلیل ندی مثلا یو عربی شاعر خپلی مینی ته داسی خطاب کوی:
فلا تحسبی انی تخشعت بعد کم ولا اننی بالمشی فی القید احزق
(یعنی دا گمان مکوه چی زه به تا پسی خاشع سم او نه به به بند سره له یو نه پاته سم )
عربی شاعری داسی نظایر ډیر لری پدی لاندی بیت کی هم شاعر د قوم په میړانه اودلا وری فخر کوی او هغه د خپلی معشوقی له خولی داسی ښیی.
اذا اسو د جنج اللیل فلتات ولتکن
خطاک خفافا فان حرا ستا اسد
(عمر ابن ابی ربیعه )
یعی (ماښام چی د شپی وزر تور سی نو ته راشه مگر پلونه ورورو ږده چی زموږ ساتنوال زمری دی ).
په شرقی شاعری کی ځینی داسی مثالونه هم سته چی شاعر ډیر ځان سپکوی او خپل وقار او شخصیت د معشوق په مخکی له لاسه باسی .
مگر د پښتو ادب که کله په تقلیدی ډول داسی نمونی ولری . په خپل اصلی رنگ کی یو ممتاز او موقر شکل لری او پښتون شاعر ځان دونی نه سپکوی او خپل غرور او مناعت نه بایلی مثلا خوشحال خان خو دعشق پر میدان قربانی ته حاضر دی . مگر د خپل نفس لوړتیا او عظمت هم په عاشقانه ژبه محبوبا ته داسی ښیی
مرگ لره یی واړه دډهلی لښکر راغلی
ته لا د خوشحال په مرگ ځان روغه گنی ننگ کړی
سربازی او تریالیتوب په عشق کی هم دده سره ملگری دی او د رقیب مخی ته توره په لاس ورخی :
په درست جهان به نه وی یو ماغوندی رسوابل
ورځم توره وکښلی چی مین وارو م په تابل
اوس نو له دغه بیته سره دیوه بل شاعر دا مضمون پر تله کی چی وایی:
فلک به حال من خسته دل جفا ها کرد
که با جان گدایان بی عصا نکند
یو بل شاعر په عشق کی دونی پټ پټانه کوی ، چی قطعا د معشوق نوم نه اخلی اودنورو خبرو په ترڅ کی د خپل نا مهربان یار پوښتنه هم کو:
بهر مجلس که جاسازم حدیث نیکو آن پرسم
که حرف آن مه نا مهربان را در رمیان پرسم
اوس نو ددغه روحی حالت په مقابل کی د خوشحال خان دغه عشقی صراحت ته و گوری:
زه خوشحال کمزوری نه یم چی به ډار کړم
په ښکاره ناری و هم چی خوله یی راکره
د پښتون شاعر پر ځان ویسا او په پیتنوا له کی ددغه مزیت اندازه له دی بیته ښکاری چی خوشحال ویلی دی :
د مز ریو مړنتوب په لښکر نه وی
مټ یی هر کله یوازی پر خپل ځان وی
متلونه:
په پښتو کی متل عین هغه شی ته وایی چی په عربی یی مثل بولی ، ښایی چی متل له عربی څخه مفغن سوی وی . ځکه چی کله په تفغین کی ث په ت بدلیږی لکه میراث چی میرات سو. د عربی لغت پوهان وایی چی مثل او نظیر اودا کلمه له عربی مثل څخه جوړه سوی او پرټولو حکمتو او لڼدو قصو او اساتیرو اطلاق سوه .
د پښتو ادب یو مهم ټوک دغه متلونه دی چی په لنډو وینا وو که حکمتونه اود ګټی خبری ځای شوی دی . په متلو کی د ملتو دروحیاتو خورا ښی ښی نکتی پرتی وی او ځینی پوهان وایی چی تر شعر متلونه دعوامو له تفکره حکایت کوی . اود متلو الفاظ لکه اشعار
مصنوعی او پالش سوی نه وی ، او دعوامو په ژبه وی . نو متلونه دوگړو ږغ گټلی سو. او پر روحیاتویی دلالت تر شعر ټینگ او دویساو ړ وی . متلونه د ملتو د اجتماعی ژوندون اوددوی د عقلی هویت ښکاره کوونکی دی . په مختلفو اوضاعو او کیفیاتو کی د تجربو او از میښتو متل دی ( جنگ په وسله کیږی او ننگ په غله ) له دی متله لاندی خبری استخراج کیدلای سی . د پښتنو اجتماعی ژوند پر دوه رکنه ولاړو . اول له ځانه څخه دفاع ، دوهم یو له بله سره په روغه ژوند کول . چی پدی متل کی اول ته جنگ او دو هم ته ننگ
ویل سوی دی ددوی عسکری احساسات په دفاعی او خصمانه حرکاتو کی او د ننگ جذبات په خپلوی او روغه کی د ژوندانه مداروو.
وسله په دوی کی مهمه او غله مهم داړتیا شی و.
دی اجتماعی اړتیا دوی زراعت او کرنی ته پاڅول . نو یی په اخلاقو کی زراعتی روحیه اود کرنی قدر کول داخل سول . دا روحیه که څه هم دزړو آیایانو ده او اوستا ددوی زراعتی حالت ښه څرگندوی مگر په پښتنوالی کی خو دغه زوړ روح بل راز سو او پښتنو دروحیاتو سره سم د ننگ دپاره یوه وسیله سوه او له دغه څخه مونږ ته څرگندیږی چی د پښتنو د اجتماعی ژوندانه اساس ننگ و . نو د ننک دپاره غله او کښت ضرور و اودی کیفیت د پښتونخوا وگړی اکثر کرونکی او زراعت پیشه کړل.
( پر پجه و خوت کشمیر یی ولید).
دابل متل دی او دار اښکاره کوی چی پښتنو په عین ملی غرور اود ځان په ویسا کی خپل خد نه ورکاوه . یعنی په لږ څه له هو له نه وتل او بی ځایه تکبر یی نه کاوه دلوبو کاروله پاره یی لوی وسایل پلټل او یوه جزوی وسیله یی د مهماتو له پاره کافی نه گڼله .
(( دډیرو لرگی دیوه غوزی))
د اجتماعی تعاون روح څرگندوی . او دکولکټیویزم اساس په اجتماعی کارو کی ښیی.
کله کله په پښتو متلو کی ، د فلسفی گرانی خبړی هم راغلی او داښیی چی د پښتنو عقلیت سوچ بدوی او غرنی نه و ددوی په فکر کی ژور توب هم موجودو . مگر طبیعی رنگ یی درلود د صنعتی او موضوعی پوهنو صیقل نه ووهلی مثلا دا فکر چی جهان زموږ د اعمالو د نتیجو د انعکاس ځای دی او هر سړی ته د خپلو چا رو جزا او مکافات رسیږی . په انسانی اجتماع کی د افکر ډیر دی مولانا جلال الدین بلخی وایی:
این جهان کو هست و فعل ما صدا
این صدا باز گردد سوی ما
پښتو دغه اجتماعی قانون په یوه متل کی لنډ ښوولی دی چی :
(( مه کوه په چا ، چی و به شی په تا)).
پدی ډول د پښتو هر متل یو ه حکی او گټور ه وجیزه ده چی د دوی روحیات او اجتماعی ژوند ښه ځینی ښکاره کیږی.
قصی:
لکه شعر او متلونه ، د پښتو قصی او روایات هم ددوی د اجتماعی نفس ښکارندوی دی دروغی ژوند جنگ دو دو نه د عشق او مینی حالات او روحی جذبات د دوی ذهنیت او افکار د ملگری او رفاقت لاری او حالونه . شاعرانه حیات شرافت دننگی سره علاقه توریالیتوب، دفاعی او هجومی احساسات د ښځو شریفانه اخلاق ، لڼده داچی پښتنی قصی ددی ملت روحیه په ښه ډول څرگندوی .
د پښتو قصی او نکلونه د ځینو پهلوانانو یر سیرت او کردار ، مشتملی دی او شاعرانه سپیڅلی خوا هم لری چی په دوا ړو کی ددوی د اجتماعی نفس او اصلی بڼه ښکاری اود دغو قصو ناری او بدلی ډیری داسی نکتی لری چی د ملی روحیاتو په پلټنه کی خورا مهمی دی .
دکتور گوستاو لوبون وایی :
قصی هغه حوادث دی چی د حکایت اود ملت حقیقی مشاعر څرگندوی . قصی هغه حوادث دی چی د حکایت کوونکی عاقله پوهه متاثره سوی وی دپښتو ادب پدغه خوندره برخه کی یوه قصه د پتی خان بړیڅ او رابیاده چی د بست دزاړه ښار او سیدو نکی وو دا دواړه میتان په ټولو واقعو کی سره ملگری دی پښتنی میرمنی په جنگو کی په خپله شاملیږی او توریالی دی . هغه وخت چی له شپیتو تنو ملگرو څخه یوازی پتی خان اودده مینه رابیا پاتیږی نو سهار را بیا پتی خان ته په دی ناره سره د جنگ تشویق کوی او وایی:
سردسره پلنگه هسک که پتی خانه
را بیا گلی پنده ، ورته کړه سپریږی
چی پتی خان لاله ځایه سرنه وورا پورته کړی . رابیا د جنگ له پاره پرآس سپره وه اود غلیم مقابلی ته تله . نویی پر خپل مین داسی ناره وکړه :
(سر دسره پلنگه هسک که پتی خانه )
را بیا گلی پنده ور ته کړه سپره شوه
پتی خان پداسی حماسی ږغ ځواب ورکی:
( که تتی د گرواریو سانگی تتی یامی خوریی! یا می مور یی څویی نه کړم پردا سپینه سینه پڅی )
په پای کی پتی خان یوازی د جنگ پر میدان پاتیږی نوداسی وایی :
( که بوټی هندوستان می بوټی بوټی په سپیتانه کی خلاص نه سوو اوس راواړوه د سپینو چړو موټی )
پدغو نارو کی د خلقو جنگی احساسات اود روح کلکوالی اود دوی د ښځو روحی او معنوی غښتلوالی او نه ما تیدونکی اجتماعی نفس ښکاری چی د پښتنی اجتماعی مزاج او فکری جوړښت هم تر پښتون کښته او ضعیف نه و.
عفت او ناموسداری او پاک ژوندله پښتنی اخلاقو څخه دی . فر او ښځه واړه پاکه لمن لری او عشق یی هم په عفت کی وی د (ښادی او بیبو) نقل زموږ دو گړو په قصو کی شهوت لری . عاشقانه احساسات چی خورا تیز او تر هر څه اثرناک او اغیزه لرونکی دی هم د پښتنوالی روح نه سی مغلوبولا ی ښادی خو پر بیبو مین و او بیبو هم دده په مینه کی لیونی وه مگر د دوی عشق هم د عفت په سیوری کی وه او بیبو تر واده د مخه معاشقه ښکاره کول لوی پیغور او ناوړه کار گاڼه . ځکه نو چی یووخت ښادی له بیبو څخه خوله غواړی بیبو داخواست نه منی او ناره پر کوی:
چی دا ښادی هلک و مایی تل اودی څړی
اوس چی دا ښادی رالوی شونو له ما غواړی خولگی
ښادی ولاړ ورک سو کېول یی توب پوهیږی او سخت پښیمانه کیږی او له ډیره خجالته او عاشقا نه غیر ته له وطنه ورکیږی . دی غواړی چی ځان له پیغوره و باسی نو کلی کور پریږ دی او ځی .
ښادی ولاړ ورک سو کیول یی پریښود بیبوخو دده په مینه کی سو ځیدله د فراق او بیلتانه په لمبو کی مکوټ سوی وه یوه ورځ چی د بکواپر دښت کاروان تیریږی نو دبیبو خپل مین ښادی ور په یادیږی و گوری په څه ارمان ناره پری کوی:
(کاروانونه دبکوا پر دښت تیریږی
ښادی ورسره نشته
په دانور کاروان می مینه نه ماتیږی
زما ارمان
ښادی می بایلو ).
وگوری یوه مینه چی د خپل مین سره دونی مینه لری او بیله ده یی په چامینه نه ماتیږی بیا هم دده بی ځایه خواهش نه سی منلای. ځکه چی د پښتنوا لی څلی ددوا ړوپه نظر کی تر عشق لا هم درانه او مقدس دی.
پښتو داسی ډیری قصی لری لکه آدم خان او درخانی ، مومن خان ا وشیرینو ، جلات خان او شمایله ، موسی خان او گل مکی، توردلی او شاهو او نوری چی ټولی دغه قصی د خلقو دروحیاتو او اجتماعی نفسیاتو رڼی هنداری دی.