32

ساکان، پارتیان او پهلوایان

د افغانستان لنډ تاریخ لومړۍ برخه

د هخامنشي پاچهانو په ډبرلیکونو کښې وليدل شو، چې د ساکه قبيلې د آمو ها غاړې ته د پامير په شاوخوا کښې د هومه راوړونکيو يا د ګړندیو ساکانو په نومو د هغو پاچهانو تر ادارې لاندې اوسېدلې او د پارت (خراسان) له لارې د زرنګه د رنګیانه ځمکې ته راتېرې شوې خپل نوم يې سکستان - سیستان ته ورکړی و او هم یې د هندوکوش په شمالي سيمو او باختر کښې ژوند کاوه چې بيا له دې ځايه لوېديځ او ختيځ خواو ته خپرې شوې او د دوى پېښې د آريانه د تاريخ برخه ګڼل کېږي. موسیو هاکن په خپل کتاب کښې چې په افغانستان کښې د فرانسې د لس کلنو کيندنو نتیجه نومېږي وايي: صحرانشين ساكان تر عمومي مهاجرت دمخه په باختر کښې یونانیانو ته راتلل او د سرتېرو په ډول نوکران کېدل د دوی ځينې مشران لوړو ملکي او عسكري رتبو ته رسېدلي وو چې د هغوی له جملې څخه هرا یوس (Heraius) د يونانو باختري د وروستيو پاچهانو په تقليد سكه وهلې، او داسکه يي "هاكن" په تاشقرغان کښې موندلې وه. دا قبيلې له باختر څخه د هريرود ناوې او له هغه ځایه د هلمند او ارغنداو ناوو ته راشیوه شولې او د پاچهۍ په جوړولو يې لاس پورې کړ چې د دوی د هېواد وېش ختيځ پلو ته د بولان شاوخوا ته د سند تر ناوې پورې هم رسېدلی و او هغه یې "کی - پن Ki - Pin" بللی دی او د ساكه لهدې قبيلو څخه چې د ارغنداو او کښته سند په ناوو کښې اوسېدل پوه سړي چې مايوس . (Mayos) نومید د ۷۲ ق م په شاوخوا کښې د "بازيليو زباز یلیون میگا لیوس مایوس په عنوان یعنې لوی شهنشاه مايوس" سکه وهلې ده او د خپل هېواد وېش يې تر ټکسیلا پورې رسولى دى، چې يوه ډبرليك يې په ټکسیلا کښې پر مسي غاب کشف شوی چې نېټه يې (۷۸) ق، م) ده، له دې څخه معلومېږي چې د ختيز پنجاب د يوناني پاچهانو نفوذ د مایوس په لاس له منځه تللی دی او اووه زره سکې يې په يوناني او خروشتي ليکنو موندل شوي دي. تر مایوس نومي وروسته د ده له پاتې کسانو څخه دوه نور هم د سكو له مخې پېژندل شوي چې يو يې ازيس AZES (۵۰۵ ق، م په شاوخوا کښې) او بل ازيليسيس - AZILISES دی. دوی په یوه عصر کښې اوسېدل او د دواړو پر سکو باندې په يوناني خط لوی شاهنشاه" ليکل شوي دي. داسې سکې هم ليدل شوي دي چې د دواړو پاچهانو نومونه يو په يوناني خط او بل په خروشتي ليكل شوي دي وګوری ۲۶ مه نومره (عکس). هغه وخت چې دغې ګرځندویې کوچۍ قبيلې د آمو د بهیدو جنوب ته د باختر په سيمو کښې له پکهت - پښت او پښتنو سره ګډې شوې د ساکه نوم يې په دغو پښتنو کښې پريښوو، چې په زابل او کابل کښې د پښتنو د سهاك قبيله او په هلمند کښې ساکزي (سکزی) تر اوسه د دغه نامه ریښه لري، د دوی نورې قبيلې په خراسان کښې د هريرود له ناوې څخه د خزر بحيرې تر کڅو پورې د پارت په نامه میشته شوې او ځمکه یې هم د دوی په نامه ياده شوه، څنګه چې له خپل اصلي ټاټوبي باختر څخه د هريرود ناوې ته تر دامغان د خراسان يوه برخه پورې تللې وې نو د ژوستن په وینا د پارت په نامه مشهورې شوې چې پارت په سکايي ژبه تبعيد شوي ته وايي او دوىهم له بأختره هجرت کړى و. سر او لف کرو انګریز افغان پیژندونکی د کندهاره د ساکانو حکمرانانو په نومو کښې له پښتو سره ډير شباهتونه موندلي او ليکي چې د ساکي حکمرانانو دا نومونه پښتو ته نژدې دي سپاله که دمه Dama-Spalag (سپاله = سپاه) + (ګه . د تجلیلی تصغیر نخښه + (دمه = جلال - برم) چې  ټوله جمله د مجلل سپاهی په مانا ده. بل نوم سپاله هوره Spala-Hura دی سپاله = سپا + هوره = اور یا هور) د اور سپاهي يا لمر سپاهي او بادرنا سپاهي په مانا ده. همدارنګه د چستنه Chastana نوم همدا د پښتو څښتن" د مالك او خاوند په مانا دی. او که مور پارت - پارتهوه د ژوستن په وینا "تبعید شوی" او "مهجور" وبولو، نو په پښتو کښې يې اوسنی شکل "پردی Pradia" یعنی بیگانه او مهاجر دی یا به د پښتو (پرته) PRATA وی د دریم حرف په زور کښې) چې دغه هم دلیری مانا لري لکه چې وايي له مخه مې پرته شه يعني لېرې شه یا پلانی پرتې وایې یعنې له عقله لېرې خبرې کوي. داسې ښکاري چې سيستان ته د ساکه قبيلو لومړني مهاجرتونه تردي وختو ډېر پخوا پيښ شوي دي د موسیو فوشه په وینا لوی کوروش (۴۵۰) ق، م) د سیستان د نيولو په وخت کښې دا "ساکان" د دوی د ښو خدمتو په سبب ښه کړونی - نیکو کردار په یونانی کښې ايو يركت (Evergetes) بلل همدا خلك د (۳۳۰) (ق م) په شاوخواکښې پر همدې ځمکه اوسېدل، چې سکندر هم دوی نازولي وو او ښه نرمه رویه یې ورسره درلوده وګورئ تمدن ايراني کتاب د (۲۵۰ ق، م) په شاوخوا کښې بلخی ارساس - ارشك ـ اشك د "فريیابت زوی له خپل ورور "تیرداد" سره لوېديځ خواته لاړ، د پارت یونانی حکمران فریکلیس يې وواژه او داشكاني سلطنت بنسټ يې کښیښوو، په يوناني او خروشتی دواړو ژبو يې سكه ووهله او خپل ځان يې بازیلیوزبازیلیون (شهنشاه وباله چې منځته راتګ يې د ۲۴۹ ق م په شاوخوا کښې او پایتخت یې اوسني دامغان ته څیرمه و، داشکاني پاچهانو سلسله ده ته منسوب ده د سترا بو په وینا دی تر دوو داخلی جنګو وروسته د خپل نيزه وال له لاسه ټپي شو او د هغه ټپ له امله پر ۲۴۷ ق م کال مړ ۲۴۸ ق م کال دده زوی تیرداد د دويم اشك په نامه کښیناست ښه غښتلی مدبر پاچا و تر بابل پورې يې فتح وکړه او ختيځ خوا د باختر شاوخواته ورسېد، خو له باختر یوناني پاچا دویم د یودوتوس" سره يې د سيليوکي دولت په مقابل کښې روغه وکړه او د یووالی لاس يې ورکړ، شو. پر دی چې زور شو مړ شو، او پاچهي يې له ۲۴۸ څخه تر ۲۱۴ پر تخت ق، م پورې وه.

 نور اشکانی نامتو پاچهان دادي 

- ارتبان: اردوان (۲۱۴) تر ۱۹۶ ق، م) د تیر داد زوی چې د ده په وختو کښې دریم انتيو کوس پر پارت حمله وکړه او باختر ته راتير شو.

 ۴ - فري ياپت د اردوان زوی (له ١٩٦ تر ١٨١ ق.م). 

ه - لومړی فرهاد د فري ياپت زوی (له ۱۸۱ تر ۱۷۴ ق، م) د باختري د يمتريوس معاصر.

 ٦ - مهر داد د لومړي فرهاد ورور ( ۱۷۴ - ۱۳۶ ق، م) لوی او هوښیار پاچا و، چې د باختري يونانيانو غربي ولايتونه او مرو يې ونيول، اراکوزی، کابل او سند يې لاس ته راوستل او د پارت د هېواد وېش يې د سند تر سينده ورساوه. خو سره له دې هم د ده حکومت مشروطه و، د شورا دوهمجلسونه يې لرل چې د دوی په غوښتنه يې کار کاوه. ۹۵ – 

۷دویم فرهاد د مهر داد زوی (۳۱۶) - ۱۲۷ ق، م) ده ساکه قبيلې خپلې مرستې ته وبللې چې له انتيو کوس یونانی دولت سره په جنګ کښې له ده سره مرسته وکړي خو ساکا نو په چور او چپا ولاس پورې کړ، او فرهاد له دوی سره وجنګید څو چې فرهاد ووژل شو، او پارتیانو ماته وکړه. 

۸– ارتبان دویم (اردوان (۱۲۷) - ۱۲۴ ق، م) دی د دویم فرهاد تره او د فري ياپت زویو، چې د دویم فرهاد تر مړينې وروسته د پارت پر تخت کښېناست دی د تخار له خلکو سره چې د باختر یوه برخه وه ونښت، په يوه جنګ کښې د لاس پرموټ ټپي او له همدې امله مړ شو، پارتیان پرشاشول، همدا وخت و چې ساکانو در نگیانه (سیستان ونیو او هغه یې په خپل نامه سګستان ( معرب يې سجستان) وباله او ان د کابل تر نيولو ورسته د هند خواته هم تیر شو او هلته يې د هندوساکه یا هندو سيتهين دولت جوړ کړ. همدارنګه کرخنده صحرايي سپين پوټکیو آریایی قبیلو (هون) د شمال له خوا یرغل وکړ او د ۱۲۷ ق، م په شاوخوا کښې يې باختر او تخار ونيو او د هغه ځای یونانیان یې جنوب ختيز خوا د کابل او سند لوري ته وشړل، او دا ټولی صحرايي قبيلي (ساکه تخار هون شمالي آريايي خلك وو، چې د ژيړ پوستو له توکم (نژاد) څخه نه وي بلکه د دوی ژبه - څيرې - بڼې بیخې ساکان پارتیان او پهلوایا  اريايي دي د تورن فان كشف شوي آثار دا مطلب ښه څرګندوي.

 ۹ - دویم مهر داد دارتبان زوی (۱۲۴) - ۷۶ ق، م) لوی پاچا و، چې په خپل ۴۸ کلني سلطنت کښې پر ساکانو او سرکښو قبېلو بریالی شو او د باختر او سیستان یوه برخه یې ونيوله او د خپل سلطنت وېش يې هماليا غروته ورساوه. خو لوی مهرداد د پارت د دولت پایتخت له خراسانه د دجلې غاړې .

ته یووړ او دار منستان اوروم له دولتو سره په جنګو بوخت پاتې شو، نو ځکه تر هغه وروسته دپارت د دولت پيښې په آریانه پورې اړه نه لري، او زموږ د تایخ برخه نه ده. داشکانیانو له سلسلې څخه تر پېنځمې ميلادي پیړۍ پورې په ایران ارمنستان او د لوېديزې اسيا په مختلفو برخو کښې ډير پاچهان پاچهۍ ته رسېدلي دي، خو زموږ له هېواد او زموږ له خلکو سره يې اړه نه لرله خو څلورم اشك څلورم) (فرهاد پر ۳۳ ق م کال ظلم او تیری وکړ او خلکو پر هغه بلوا وکړه دی ختیځ خوا ته وتښتېد او هغو ساکانو ته ورغی چې په باختر، سیسات رخج او نور وځايو کښې اوسېدل او له دې ځايه بېرته خپل هېواد ته لاړ. د ساکانو او پارتيانو له ګډو څانګو څخه چې په جنوبي افغانستان او غربي هند کښې يې پاچهي کړې ده، يوه څانګه هم د پرتهوا - پهلوا ده چې د دې څانګی د سياسي تشکيلاتو او ادارې لومړی ځای سګستان او اراكوزي د هلمند او ارغنداو ناوه ده ددې څانګې د خلکو واکمني د میلاد په لومړۍ پیړۍ کښې تر ټکسیلا پورې رسېده او هغه وخت چې اپولو نیوس APOLLONIOS پر ۴۳ - ۴۴ م کال د ټکسیلا د لیدو له پاره راغی هلته له دې خلکو څخه یوه یوویشت کلن پاچا د فراوتيس Phraotes (فرهاد) په نامه پاچهي کوله. د سیستان او اراکوزي د پهلوا د خپلو اکو پاچهانو د لړۍ مؤسس ونونیس Vonones نومیده په سکو کښې د لوی شهنشاه به عنوان یاد شوی او د ۱۲۰ ق م په شاوخوا کښې يې پاچهي جوړه کړې ده، سکې يې په يوناني او خروشتهي ليك دي او پر ځينو سكو يې د خپلوانو او تابعانو نومونه هم ليکل شوي لکه سپه له هوره ورور يې Spalahora او سپه له ګادمه Spalagama وراره يې سپه لی ریزا Spalirisa بل ورور يې نو ځکه ويلکېدای شي چې د سا که پهلوا د کورنيو افرادو په دې خاوره کښې يو بل ته نژدې په يوه عصر کښې په ګډه حکمراني کوله د دونونيس دا خپلوان د هېواد په مختلفو ځايو کښې د ده نایب السلطنه ګان وو د ۱۱۰ ق، م په شاوخوا کښې وګوری ۲۷ مه نومره (عکس) د دې سلسلې بل لوی پاچا ګندو فاریس Gandophares یا اندوفیریس دی (۱۹ - ۴۸م) چې په سکو کښې شهنشاه - ژغورونکی نه ماتیدونکی او دیندار معرفي شوی دی او هم د پېښور شمال ختيز ته د تخت بايي په ډبرلیکونو کښې (۱۰۳م) ګودو هره Guduvhara هم دا پاچا ګڼلی شوی چې له سیستانه یې تر سند و پنجاب پوری واك درلود، ځينو مورخانو د اوسني کندهار نوم پخوانی کند وفارو ده ته منسوب بللی دی چې په دی نامه کښې د "فر" تاريخي کلمه د برم او جلال په مانا شته او مانا يې برم کتونکی دی که موږ دا نوم په پښتو واړوونو" گونده فر" د اساسي جلال او برم مانا ور وركوري او موږ وينو چې د آريانه د  کوشاني پاچهانو پر سکو يې هم د "فر" توری ليکلي دي. د لرغوني هند د سياسي تاريخ ليکونکی د تخت بايي د ډبرليك له مخی د ګند و فاریس د پاچهی وخت ۴۷ م کال ټاکلی او وايي چې دا کال نه مسيحي رواياتو سره هم سم دی په دغه اساس نو دغه پاچامزدي (زردشتي) دین لاره، خو د حضرت مسیح شاګرد او په هند کښې د هغه د دين "مبلغ سنت توماس د ده دربارته واستول شو او پاچا د مسيح دين ومانه چې په مسيحي روايتو كښې د ګند و فوروس په نامه یاد شوی دی، له همدې سببه ده په ځينو سکو کښې له خپل نامه سره دديوه ورته Deva-Varta صفت یعنی دین دارهم لیکلی دی. . د لرغوني هند په سياسي تاريخ کښې ليکي چې له ګندو فاریس سره هم دده ځینې خپلوانو په حکمرانی کښې ګډون لاره، چې يو له هغو څخهد ده ورا ره ابدا کاسیس Abdagascs د افغانستان په جنوب کښې، اوله جنرالانو يې اسپاورمن Hspavarman اوسسه (چچ) او له حکمرانانو څخه يې څخه سپیدنه Spedana اوسته وستره Satavastra په ټکسیلا کښې وو. د کند و فاریس تر مړينې وروسته د ده ارت هېواد د ده د ځای ناستو تر منځ پر کوچنیو برخو وویشل شو د ۵۰م شاوخوا چې د هغو له جملې څخه سنه باريس Sanabares په سیستان کښې، پاکوریس Pakores او سسه په ګندهاره او لودیز پنجاب کښې حکمرانان وو، د دوی سکې په يوناني او خروشتي ليکدودونو له تكسيلا څخه لاس ته راغلې دي، د پهلوا له همدغو شاهزادګانو څخه اورتاکنس هم دسكو له مخی پیژندل شوی دی، چې دی يې همهغه ګودا - گاد د ګند و فاریس ورور بللی دی، چې د ميلاد د لومړۍ پېړۍ په دويم نيمايي کښې يې حکمراني کوله، د چارسدې په خروشتي ډبرلیکونو کښې يې نوم ګادسا دی چې ځينو دا نوم د ګندو فاریس د قبيلې نوم هم ګڼلی دی په دغه صورت کښې نو د مهابن د لمنو د پښتنو د ګدون" د قبيلې نوم هم را په يادوي چې د چچ (همهغه سسه) د ځمکې په شمال کښې پرته ده عربي مؤرخانو دانوم په "صصه" معرب کړی و. 

وگوری ۲۸ مه نومره عکس