32

ملا محمد صدیق (تاریخ بلوچستان)

د افغانستان د پښتنو د تاریخ نومورکي مؤرخین

دا د اخوند ملا محمد صدیق تالیف دی، چي د ملا فتح محمد زوی او د فتح محمد پلار ملا حیات د ملا شهداد زوی و، چي دغه ملا شهداد له خپل ورور سره د اتلسم قرن په اولو وختو کي د بلوڅو قلات ته راغی او په مهري كي اوسېدى.

ځکه چي دغه دواړه وروڼه د فضیلت خاوندان وو، نو يې د قلات د خانانو دربار ته لار وموندله او د خان قلات میر احمد خان تر وفات وروسته له دغي کورنۍ څخه صالح محمد وزیر ؤ، بیا نو د میر نصیر خان په وختو کي ملا حيات د ملا شهداد زوی او بیا فتح محمد وزیران وو، د دوهم مير نصیر خان تر وختو او ۱۸۴۵م پوري وزيران له دغي کورنۍ څخه وو.

 اخوند محمد صدیق په مستونگ کي زوکړی او خپل تاریخ یې په ۱۱ رمضان ۱۲۷۶ ق ختم کړ، چي سل مخه لري او يوه خطي نسخه يې د کوټي د سید عبدالمجید شاه سره او بله نسخه يې د بلوڅو د کلات په کتابخانه

کي ده.

هیتو رام په خپل کتاب تاریخ بلوچستان کي له دغه کتابه نقل كوي چي د بلوڅو د قبیلو خپل داخلي جنگونه بیانوي او بيا د هوتک شاه حسین حملې پر شال او مستونگ او قلات باندي ښيي، او د مير محبت خان او نصیر خان احوال تر میر محراب خان او ۱۸۴۵ م کاله په دري ژبه ليکي.