تاریخ افغانستان
د دې کتاب مرتب او چاپوونکی په اردو ژبه میر اشرف علي د مجمع الاخبار موسس دی چي د بمبئی د افضل الدين په چاپخانه کي په ۱۲۶۱ ق۱۸۴۵م کال ۳۴۰ مخه چاپ سو. په دې کتاب کي له لومړي مخه تر ۹۰مخه د سید فدا حسین تركسوار بخاري حيدري له كتابه چي په ډهلي کي چاپ او خپور سوی و (وگورئ :۷۱) را اخیستل سوي مطالب دي. له ٩٢ تر ۱۴۰ د انگرېز او افغان د لومړي جنگ او اکبرخان د وختو واقعې بيان سوي دي، چي دغه برخه هم د شیخ ذوالفقار الدین سجونپوري له اردو تاريخ افغانستانه اقتباس ښکاري. له ۳۲۰ تر ۳۳۱ مخه پوري تر لومړي جنگ را وروسته د افغانستان او سند واقعې بياني سوي دي، چي په خپله میر اشرف علي سره راټولي کړي دي.
داسي ښکاري چي همدغه کتاب به د میرزا عطا محمد ښکارپوري په لاس کي و چي د نوای معارک په ليکلو کي به يې گټه ځني اخيستې وي.
( وگوری : ۴۳)
توضیح : لکه د دې رسالې تر نمبر (۷۱) عنوان لاندي چي وليکل سوه "سید فدا حسین عرف نبی بخش بخاري حيدري د تراكسوارانو جمعهدار په ۱۸۳۹ م کال د انگرېزانو د متجاوز لښکرو سره افغانستان ته راغلی و ده خپل مشاهدات په ۱۸۴۲م په ډهلي کي چاپ کړل چي د میر اشرف علي د کتاب د لومړۍ برخي ماخذ و".
تر دې علاوه د ابو القاسم دهلوي ظفر نامه (د دې رسالې نمره ۷۰) چي په فارسي منظومه تاریخچه وه شیخ ذوالفقار الدین سجونپوري په اردو ترجمه کړې وه، چي دغه هم د میر اشرف علي د تاریخ افغانستان په دوهمه برخه کي له ۹۲ تر ۱۴۰ مخه ځای سوې ده.
(د تفصیل لپاره وگورئ : نوای معارک د حبيبي چاپ د ۳۶۶ – ۳۶۷ مخ لمنلیک)