32

پښتو او اريايي کلمات

د پښتو ادب لنډ تاريخ

هغه ژبه چي تر اريايي هجرت دمخه ویل کېده دغه قديمه ژبه وروسته په نورو ژبو تبدیله سوه او پوهان داسي وايي، چي دوه زره څلور سوه کاله ق م د اريايي اقوامو ژبه يوه وه، خو یو زرکال پس یعني د (۱۴۰۰ ق م) په شاوخواکي تر اوسه د دوی ژبي سره بدلي سوي دي. د بعضو قديمو اريايي کلماتو له څېړني څخه داسي ښکاري چي په پښتو کي تر اوسه پوري هم هغه قديمي ريښې سته، 

چي د مثال په ډول يو څو کلمې دلته ښوولي کيږي :

اول - د اریا کلمه :

د اريا د کلمې معنی اوس مؤرخین اصیل او نجيب يا زارع بولي، ډاکټر جيگر المانى محقق وايي، چي د

اريا كلمه له (آر) څخه مشتقه ده، په سنسكريت كي د اصل او بنیاد په معنى وه.

د دې په مقابل كي مكس مولر يو بل عالم وايي چي (آر) كرهڼي او زراعت ته وايي، نو له دې جهته (ارین) کرونکی اوبزګردئ، د دې دواوړو خبرو تحليل د پښتو کلماتو په اساس کېدای سي. مثلاً که موږ(ار) داصل او بنیاد په معنی واخلو نو دا کلمه په پښتو ادب کي مستعمله ده، مثلاً ملا الف هوتك وايي :

دی له "آره" و ښاغلی

څه که شو په ویر نتلی

بل شاعر پیر محمد مياجي داسي وايي :

شيخ متي چي خليلي و

دی له آره لوى ولي و

که داسي وي چي د آر کلمه د زراعت او کښت په معنی واخلو نو دا کلمه هم د پښتو په يوه خاصه محاوره كي موجوده ده د کښتونو د رېبلو پر وخت کله چي زارعين لوکوي نو د هغه خلكو حال داسي بيانيږي :

"اره اره لور پر غاړه" چي په دې ځای کي هم اره د زراعت معنی لري او دا ښکاره ده چي قديمو اريايي اقوامو زراعت ته په ډېر ښه نظر کتل او زراعت د هر اصیل او شریف اريايي سړي کار و، نو له دې جهته لومړى قول او دوهم سره نزدې کېدای سي.

دوهم - ايانا وېجه :

هغه وخت چي اريايي قبيلو له خپله اصلي او قديمه ټاټوبي څخه د باختر خوا ته هجرت نه و کړی، دوی هغه خپل قدیم د استوګني ځاى (اريانا وبجه) باله.

د دې کلمې ریښه هم اوس په پښتو کي ژوندۍ پاته ده. په کندهارکي اوېجه د سرزمین په معنی وايي، مثلاً : "احمد محمود د خدای پر اوېجه نه پريږدي" له دې څخه ثابتیږي چي وېجه هم پخوا دغه معنی لرله.

 چي معنى يې هغه د ښاغلیو او اصیلو ټاټوبی ده، دغه کلمه اوس په پښتو کي د ورشو په شکل موجوده ده، چي معنى يې څړ ځاى دئ، ځکه چي د قديمو اريائيانو ژوند په مالداري و، نو دوی د خپلي استوګني ځای او د څړ سيمه ورشو بلله. ورته او رشه دواړه يوه ريښه لري، هر وخت (س) په (ش) اوړي، مثلاً کتل او کسل چي (ت) په (س) باندي اوښتې ده، او د (س) اوښتل په (ش) هم ډېر سته لکه راسه او راشه.


پښتو او ويدي ژبه

ويدي ژبه اريائيانو په هند کي د اريايي هجرت سره نږدې ويله، له دې ژبي څخه هم يو څو کلمې د مثال په توګه دلته د اوسنۍ پښتو سره مقایسه کوو.

سیند :

دا کلمه په ريګويدا کي سيندهو او په اوستا کي هندو وه، په اوسنۍ پښتو کي سيند هم په هغه قديمه معنی هر رود ته وايي او اباسين هم له دغي قديمي ريښي څخه د لوى والي په سبب پر اوسني دريايي سيند باندي ايښوول سوى دئ.

كولا :

قديمو اریائیانو کورنۍ او خاندان ته (كولا) ويله او دغه کلمه اوس هم په پښتو کي دکهول او کاله په شکل موجوده ده، چي معنی یې هغه خانواده ده.

ستان :

دا کلمه په سنسكريت کي د ځای او مرکز او مملکت معنی لري، چي په پښتو او دري کي اوس د (ستان) په شکل مستعمله کلمه ده، لکه ګلستان، افغانستان، هندوستان وغيره، کله چي اريائيان په هندوستان کي خپاره سول دوی هغه مملکت دیوستهان وباله، چي معنى يې دعبادت ځاى دئ، دغه کلمه په مفرد ډول هم په پښتو او دري کي استعماليږي، مثلاً ښکارندوی د پښتو د غوري دورې شاعر وايي :

د اسلام د دين شهاب د نړۍ لمر دئ 

تور "ستان" يې کړ رڼا په جهادونه

دغسي هم د فارسي ژبي ليكوال فخر مدبر ليكي :

"به ستان لوهور در میان شدند"

سوما يا هوما :

پخواني اريايي اقوام چي د افغانستان په غروكي اوسېدل دوی يو مقدس بوټي سوما باله او له هغه څخه به يې يومشروب جوړاوه چي هغه به يې دعبادت پر وخت استعمالاوه، دغه نوم په اوستا کي هوما او په ويدي ژبه سوما راغلى دئ، چي په عربي يې (هوم المجوس) بولي، دغه کلمه اوس په پښتو کي د اومه يا هومان په شکل پاته ده، چي هغه خپل قدیم شكل یې خوندي کړی دی.

اشلوك :

دا کلمه په سنسكريت کي د نظم او شعرپه معنی ده، او دې ډول نظم په هندي اريائيانو کي رواج درلود،چي د هند د اشعارو په کتابو کي ذکر سوى دئ. په پښتو قدیم ادب کي دغه کلمه مستعمله وه، مګر معنى يې فقط منظوم کلام و او پيودلي ويناوي وې، چنانچه دغه کلمه په همدغه معنی د غوري شاعرانو په پښتو اشعارو کي راغلې ده، لکه ښکارندوی غوري چي وايي :

په بر بڼ چي ږغ د چوڼيو نغوږېده شي

 ته وا چندي سره پيودي اشلکونه

په دې بيت کي بر بڼ د لوړ باغ او چونی د بلبل، نغوږېدل د اورېدل، چندي د شاعر او اشلكونه د نظمونو په معنى دي.


دسیو:

په اريايي ژبو کي د (ش) يا د (ژ) یا د (ښ) یا د (س) یو پېشوند (سابقه) وه، چي د نفرت او بدۍ او کرکي مفهومونه يې لرل له دغي سابقې څخه په قديمو او اوسنيو ژبو کي ډېر کلمات راوتلي دي، چي له هغو څخه په ويدا کي دسيو يا داسه کلمې جوړي سوي دي او مطلب هغه خلك وه، چي پخوا په هند كي اوسېدل او د اريايانو دښمنان وو. په پښتو ژبه کي له دغه ريښې څخه د (نون) په نښلولو سره يو صفت جوړ سو، چي معنى يې هغه دكركي مفهوم لري، لکه دښن او دښنه په فارسي هم له دغي ریښې څخه دشمن او دشنام، دشوار، دوزخ، دزد او داسي نور کلمات جوړ سوي دي، چي ريښه يې هغه د پښتو سره مشترکه سابقه ده او تاریخ یې تر رګويدا پوري رسېږي.

کشتري : 

په پخوانو اریانانو کي د پاچاهانو او لښکريانو ډله کشتري بلله كېده، دا کلمه هم په  ويداکي ذکرسوې او بيا په سنسکریت او ويدي ژبو او هندي کي تراوسه موجوده ده. په پښتو ادب کي دغه کلمه د پیرروښان په خیرالبیان کي د تورکښي په شکل راغلې ده، يعني هغه څوك چي توره کاږي او مقصد يې هم عسكري او د جنګ خلك دي، د لومړۍ کلمې لومړۍ ټوټه هم کښ او دوهمه ټوټه تري کټ مټ دغه معنى لري او د دغو ژبو سره نزدېوالی څرګندوي: کښ (توري) كشتري يعني شمشيري. له دغومثالو څخه د پښتوژبي مشاركت له ويدا او اوستا سره ښه معلوميږي مګر له دغو قديمو ژبو څخه چي په غربي اريايانو او اېران کي ويله کېده زړه پاړسي هم ده، چي تر میلاد دمخه تقریباً (۵٠٠) کاله ژوندۍ وه، په دې ژبه کي کوم کتاب نه دئ پاته مګر ځیني ډبرليکونه سته، چي پر هغو باندي د زړې پاړسو يو څه نوشتې پاته دي.

پښتو او زړه پاړسي

زړه پاړسي (٢۵٠٠) کاله دمخه په پارس کي ويله کېده او د هخامنشي پاچاهانو د دربار ژبه وه، خو د دې ژبي کوم کتاب نه دئ پاته، فقط د اېران او مصر پر ځينو ځايو باندي د دې ژبي يو څو ډبرلیکونه په ميخي خط پاته دي، چي ټول (۴٠٠) لفظونه كيږي.

 د هخامنشي کورنۍ يو لوی پاچا داریوش دئ (۵٢٢تر ۴٨۶ ق م)، د ده په امر د بهستون پر غره يوډبرليك كيندل سوى دئ، چي په څلورم ستون کي درې مسرۍ يوه اخلاقي حماسه لیکلې ده او هغه په دې ډول ده : دا درې مسرۍ داسي لوستل کيږي :

ني ارې که اهم.

نې دروجه نه اهم. 

نې زوره که ره اهم.

د دې شعر هره مسرۍ شپږ شپږ هجاوي لري او که موږ ورته ځير سو، نو دغه درې مسرۍ په لږ تغير داسي په پښتو را اوړي :

          نې اړيکه اوم. 

         نې دوره جنه اوم. 

         نې ځوركړه اوم.


د كلماتو تطبيق

اول : نې Né د نه مخفف دئ.

دوهم : اړېکه Arika په پښتو کي د اړ له مادې څخه اړیکی اوس موږ استعمالوو چي معنى يې پای بند او مسامع او عضو ده دغسي اړتيا مشكلي او احتياج ته وايي. 

دريم : اوم د وم يا ومه يو شكل دئ چي اوس يې هم بعضي پښتانه (اوم) وايي. 

څلورم : په دوهمه مسرۍ کي د دروجنه كلمه اوس کټ مټ د دروه جن په شکل موجود ده چي معنى يې مکار او فریبنده ده.

پنځم : ځورکړه – اوس د پښتو ځورکړه يعني ځورکوونکی او ظالم او ستمګر ځني جوړېږي او په دې ډول دغه کلمات په لږ تغيرد پښتو له اوسنۍ  کلمو سره برابرکېدای سي او دا موږ ته د پښتو او زړې پاړسي نزديکي راښيي، چي تر اوسه په دې لا رکي نوره وسيعه مقايسوي مطالعه نه ده سوې.


پښتو او زړه دري

د افغانستان په شمالي خواوو او د هندوکش په لمنو کي (۳۰۰۰) کاله دمخه يوه ژبه ويله کېده، چي د اوسنۍ دري ژبي مورګڼل کيږي، له دې ژبي څخه فقط يو ډبرليك په (۱۹۵۱م) کال د بغلان په سرخ کوتل کي پيدا سوى دئ، چي (٢۵) سطره او (٩۴٧) يوناني حرفونه لري او ټول كلمات يې (١۶۵) دي خو د هري کلمې په منځ کي يوه فاصله په دې شكل (هـ) موجوده ده. په دې کتیبه کي (۲۸) حرفونه په دېواني رسم ا الخط استعمال سوي دي:

الف او زور

ب

پ

ف

ت

ث څ

خ

د

ر

ز

س

ش

ښ

ک

ګ

نګ

ل

م

ن

و

حفيف (و)

هـ

معروفه (ي)

مجهوله (ې)

فتحه

پېښ

کسره

فاصله