وحیات؛ یا د ټولني نفسيات
طبيعي پوهان انسانان د رنگ پر اقسامو وېشي مگر اجتماعي فلاسفه ملتونه د روحياتو پر اصولو سره بېلوي. دوی وايي چي هر ملت ځانته بېل فکري او عقلي او روحي مميزات لري لکه د دوی جسماني خواص چي گوښي_گوښي دي، دغسي هم د دوى عقلي خصایص او روحي مميزات سره بېل وي، دا خواص د دوی قومیت او مليت جوړوي او هغه علم چي له دغو روحیاتو او ممیزاتو څخه بحث کوي پسیکولوژي Psychology يې بولي چي د افرادو جذبات او روحي کيفيات بېل او د ټولنو او مللو دا بېل څرگندوي چي اخلاق او خصایص او گوښي دودونه او ځانته مشاعر او احساسات چي هر ملت يې بېل بېل لري او هغه جذبات او ذهنیات او تصورات او اوهام او عقايد او نفسي چي یو ملت له بله بېلوي، دغو ته د ملت "اجتماعي نفس" يا ملي روح وايي د علم النفس او پسیکولوژۍ په اصطلاح خو "ټولنه" هغه بولي چي انفرادي مشاعر او احساسات یې په یوه مقصد پکښي غونډ او د “فکري وحدت" تر اصولو لاندي وي.
د ملتو دغه روحیات او اجتماعي نفسيات دي چي د دوی ټوله ښېگړې پورې تړلي او د هر ملت ثقافت او مدنیت هم له دغو څخه زېږي.
د هر ملت تاریخ د دوی د روحياتو ښکاره کوونکی او د نفسي خصایصو هنداره، هره لوړتیا او بری او هر کښته توب او پرزېده چي يو اولس ته ورپېښيږي دغه د دوی د روحياتو اغېزه او نتیجه ده. گوستاولوبون وايي که انسان ناببره يوه پردي هیواد ته ولاړ سي لومړی شی چی دی یې هلته ويني د هغه قوم خپل خصوصي اخلاق او روحيات او مشترك جنسي صفات دي چي په ټولو وگړو کي څرگندیږي او دا ښيي چي هغه اولس ځانته يو بېل "روح" لري او اجتماعي نفس يې هم گوښی دی.
د دې علمي خبري مثال د دنیا په ټولو ملتونو کي څرگند ليدل کيږي په ټوله دنيا کي يهوديان کاغ، طماع، گټه خوښوونکي او روپۍ ټولوونکي دي. کورگاني توکمونه په تالا او يرغل او سخت ژوند ښه پوهيږي، کرنه او تجارت يې له لاسه نه راځي. د انگليسانو په ملي روح کي متانت او کلکه اراده سته. آمریکایان عملي روح ډېر لري. هندیان روحاني ژوند او تصوف افکار غوره کوي، دغه "خصايص بارزه" يا اخلاقي او عقلي نواميس چي د ملت اجتماعي نفس ځني جوړيږي حقيقتاً د ملتونو د ارتقا یا لوېدو سبب گرځي او خورا درنې_درنې اغېزې هم لري.