32

تلفظ Pronunciation

د پښتو ادبیاتو تاریخ ږغپوهنه Phonology ، پنځمه برخه

لکه دمخه چه وويل سوه، د پښتو او اوستا او سنسکریت د ږغيزو او صحيحو توریو تر منځ ډير مشابهت دي، او په درو سرو ژبو کي د اعرابي حروفو په کومک د اصلي حروفو تلفظ كيږي، لاندي د تلفظ ځيني خصوصيات راوړل کيږي: 



ابتداء په ساکن

په سنسكريت کي په ساکن توري ابتداء کیده، او لکه چه ځيني محققين وائي، دا خاصیت د آريائي ژبو دي، او هر څوني چه ژبي غربي خوا ( يا سامي خوا) ته ميل کوي، دا خاصیت ځيني ځي. 

پښتو او سنسکریت دا آريائي مذيت تر اوسه خوندي کړي دي، په اروپائي ژبو کي هم عمومي دي مگر په پارسي ژبه کي ښائي چه له دې جهته نسته، چه پر دغي ژبي د سامي ژبو اثر خورا ډیر لویدلي دي، ښائي چه پخپله په اوستا او لومړنۍ پهلوي کي په ساکن ابتداء کیده، مگر وروسته چه د سامي تمدن اثر پر ایران ولويد نو ابتداء په ساکن محاله سوه.

ډير داسي کلمات په پارسي ژبه کي سته، چه یو زاید الف د تلفظ د سهولت لپاره په سر کي ور اچول شوي دي، لکه اشگرف = شگرف، اشکم= شکم، اشتر=شتر، اسمندر=سمندر. 

ښائي چه اصلاً دا کلمات پخوا په ساکن سره شروع کیده، مگر وروسته چه سامي اغيزي ډيري سوې، يو زايد الف ور اچول سوي دي. نو د ساکن د ابتداء په خاصيت کي پښتو ډیره سنسکریت ته ورته ده، او ښائي چه دا خاصیت دواړو ژبو له اصلي آريائي ژبي څخه موندلي وي.

خج (ایکسینت) Accent

ايكسينت يعني د تلفظ زور او د ږغ تکیه چه په پښتو ئې خج بولو په اکثرو آريائي ژبو کي اوس هم سته، مگر په سنسكريت کي خورا ډير ؤ، له ویدا او قدیمو گرامر پوهانو له بيانه ښکاري، چه د سنسکریت ایکسینت

يو ډول موسيقيت درلود، او د ټونیک tonic په رنگ و، د ږغ فشار نه و، او پخوا ئې درې ډوله درلوده (۱) لوړ خج raised) udatta) (۲) کښته خج unrised) anudatta) (۳) لوړيدونکي او گښته کيدونکي خج the (raising-falling) svarita چه هغه لومړی ډول ئې د هندو اروپائي ژبو د خج سره ډير مشابهت لري، او د سنسکریت خجونه اکثراً په شعر کي وه.

علاوه پر دغه چه له ایکسینت څخه په نظم کي کار اخیستل کيدي، او په ويدي قديمو متونو کي هم موجود و، او وروسته هم هر وید ځانته د ایکسینت سیستم درلود، په عمومي ډول هم ټولو ويدي الفاظو پر يوه يا دوه سلايبلو باندي ايکسينت درلود، لکه چه په هندو اروپائي ژبو کي سته. او کله به هم په ترکيبي الفاظو كي ايكسينت مكرر کيدي چه غبرگ خج double accent ورته وايو. د سنسكريت د مرکباتو ایکسینت accentuation of compounds  بيل احکام او اصول درلوده، او تقریباً په ټولو گرامري احکامو کي ايكسينت بيل بيل اثر کاوه. 

د اوستا په قديمو نسخو کي (پر خلاف د ویدا) هیڅ ډول ايکسينت نه لیدل کیږي، او نه په ليک کي راغلي دي او له دغه جهته هم ایکسینت په پارسي کي خورا لږ مراعت کيږي. مگر په پښتو کي ايكسينت يو د تلفظ مهم رکن دي او ډير کلمات په همدغه ذریعه کي څه هم په حروفو او حرکاتو کي سره يو وي، خو په خج سره بيليږي، مثلاً وړي (برده) وړۍ (پشم) توري (حرف،تلخه) تورۍ (ترائي) اته (مقياس طول باندازه یکدست) اته (هشت) چه له دې قسمه كلمات په پښتو کي خورا ډير دي، او لکه ایکسینت چه په سنسكريت کي ډير عمومیت درلود او عمومیت لري په بښتو کي هم کټ مټ هغسي دي.

نو سړي داسي ويلاي سي چه ایکسینت د آريائي ژبو یو مهم خاصيت دي، او ښائي چه په آريائي اصلي ژبه کي هم و، مگر وروسته چه ويدي او سنسکریت ژبه په هند کي د علم ذريعه وه، او د آريائيانو اکثر علمي او ادبي آثار هم نظم وه، نو په سنسكريت کي خج ډير انواع وموندل، او په نظم کي ډير داخل سوه.

(۳) گرامر Grammar

د پښتو گرامري ساختمان او بنيه ډيره قوي ده او په اساسي قواعدو کي هم له زړو آريائي ژبو سره ورته ده. د مقايسوي څيړني د تکمیل لپاره زه غواړم چه دلته د گرامر ځيني اساسي او بنيادي مواد له سنسکریت او اوستا سره وگورم او په خورا لنډ ډول ئې شرح کړم.

اسماء Nouns

د ژبي له اساسي ارکانو څخه نومونه (اسماء) دي چه د جملې په ترکيب کي هم دغه مواد ډير په کار کيږي او د استعمال چاري ئې هم تفاوت کوي.

په پښتو کي اسماء ځانته مخصوص حالتونه لري چه په هر حالت case کي د هغه اسم په آخر پوري حركات يا حروف نښلي لكه فاعلي، مفعولي، ندائي او نور حالتونه.

 په سنسکریت او اوستاكي هم اسماء اته حالتونه لري او په هر حال کي ځيني اسماء په آخر کي تغير مومي. د اسم حالتونه په اوستا او سنسكريت کي دا دي: (۱) فاعلي nominative (۲) مفعولي accusative (۳) آلي instrumental (۴) مفعولي بالواسته dative (۵) عليت ablative (٦) اضافي يا ملكيت gentive (۷) ظرفيlacative (۸) ندائي.vocative


ښايي چه په آريائي ژبو کي دغه حالتونه له هند اورپائي مشترکي دورې څخه پاته وي، په پښتو کي هم اسماء دغسي حالتونه لري عمومي نومونه او مخصوصاً بيا هغه نومونه چه د پاي حروف ئې ږغيز (صايت) دي په مختلفو حالتوكي تغيير مومي او اكثر دغه ذكر شوي حالتونه د پښتو اسماء هم لري. 

مگر له ځينو آريائي ژبو څخه دغه د حالتو په سبب تغير وتلي، او دا قديم خاصيت ئې بايللي دي مثلاً فارسي

او انگليسي دا خاصيت لږ لري.

کمیت Number

په سنسكريت او اوستا کي نوم د شمير له پلوه پر درې ډوله دي مفرد، تثنيه، جمع. مگر په اوستا کي تثنيه يو مخصوص كيف لري، چه د ظرفي حالت يو مخصوص شکل ښکاره کوي او عمومي نده. 

مگر وروسته له آريائي ژبو څخه تثنيه ووتله او فقط مفرد او جمع پاته شول، په پښتو او پارسي او اکثرو اروپائي ژبو کي تشتيه نسته. ښائي چه تثنيه اصلي آريائي ژبني خاصيت نه وي، او د سامي مدنيت يوه اغيزه وي، ځکه چه په اکثرو سامي ژبو کي دا خاصیت تر اوسه هم پاته دي.

د دې خبري يو دليل دا دي چه بيله سنسکریته په نورو آريائي ژبو کي تثنيه اوس نده پاته، نو که دغه خاصیت خاص آريائي واي، ښائي چه داسي به په عمومي ډول نه زايل کيداي.

له دې څخه چه په اوستا کي هم دا خاصیت، د سنسكريت غوندي قوي او مطرد ندي، معلوميږي چه اصلي آريائي به نه وي، علاوه پر دغه تثنيه په پهلوي ژبه کي هم نه وه، او فقط مفرد او جمع ئې درلوده.

جنس Gender

سنسکریت او اوستا دواړو تذکیر او تأنيث درلود، او د جنس له پلوه کلمات سره بیلیده، په دواړو ژبو کي درې جنسه اسماء موجود وه:

۱- مذکر masculine 

۲- مؤنث feminine

۳- مخنث neuter

داسي ښکاري، چه دغه د جنس gender تقسيم په اصلي آريائي ژبه کي هم وو، وروسته چه سنسکریت او اوستا او پښتو ځيني وزیږیدې، هم د دغو درو جنسو تقسیم پکښي پاته سو. په پهلوي کي هم د تذكير او تأنيث لحاظ كيدي، مگر له پارسي ژبي څخه بالكل وووت. په ځینو اروپائي ژبو کي تر اوسه هم د مذکر او مؤنث وجود لږ او ډير سته.

په پښتو کي هم لکه سنسکریت او اوستا مذکر او مؤنث اجناس موجود دي، چه لکه هغه ژبي مؤنثات ځانله نښانې او علایم لري، اما مخنث چه په الماني او روسي کي هم سته، هغه کلمه ده، چه ظاهراً د مؤنث علامه نلري، او په مقابل کي نر جنس هم موجود نه وي، مگر مؤنثه شميرله کيږي، دې ته موږ اوس سماعي مؤنث وايو، چه د سنسکریت دگرامر په اصطلاح ئي مخنث بولي.

اعداد Numerals

د اعدادو په نومو او ترتيب کي اکثر آريائي ژبي سره نزدې دي سنسکریت، اوستا، پښتو هيڅ بیلتون نه سره لري او په خاص ډول پښتو ور نزدې ده په عمومي هندو اروپائي ژبو او په سنسكريت کي له يوه تر لسو پوري اعداد بيل نومونه لري، وروسته پر عشري سيستم برابر، هغه تر لس گښته اعداد له ۱۰، ۲۰، ۳۰ او تر سله پوري ور سره يو ځاي کيږي، سل زره په ويدائي دوره کي loksoh بلل کیده، چه وروسته د lakh کلمه ځيني جوړه سوه. 

په سنسكريت او اوستا کي کټ مټ لکه اوسنۍ پښتو، تر آحاد وروسته چه عشرات شروع کيږي، نو لومړي آحاد وروسته عشرات تلفظ کيږي، په يوناني او لاتيني کي هم دغسي دي. مگر په پارسي کي دا نظام لکه انگليسي تر شلو پوري د سنسكريت او اوستا په شان دي خو تر شل لوړ اوړي، يعني لومړی عشترات وروسته احاد ويل كيږي.

مثلا په سنسكريت کي وايو ایکاده شه (۱۱) دواده شه (۱۲) په اوستا کي وايو دايوه ده سه (۱۱)، دوه ده سه (۱۲) چه په پارسي او انگليسي کي هم دا نظام قايم دي، يازده، دوازده eleven, twelve او نور مگر وروسته چه تر شل لوړ سي، په پارسي او انگليسي کي دا نظام گرزي، دمخه عشرات وروسته آحاد ذکرکیږي لکه بیست و یک twenty one او نور، مگر په پښتواوسنسکریت او اوستا کي تر آخره پوري لومړي احاد، وروسته عشرات ويل کيږي. لاندي د اعدادو د نومو جدول وگوري، چه پښتو ته څنگه نژدې دي.


  اعداد

      پښتو

              اوستا

              سنسکریت

۱

یو

ایوه            aeva        

ایکم  ekam     

۲

دوه

دوه   dva         

دوا   dva       

۳

درې

تهري         thri       

ترtri         

۴

څلور

چتور               catwar      

چتوارcatvar   

۵

پنځه

پنچه    panca       

پاڼچهpanca    

۶

شپږ

ښوشshvas      

ششsas      

۷

اوه

هپتهhapta        

سپتاsapta    

۸

اته

اشتasta        

اشتاasta     

۹

نه

نوnava          

تاوهnava     

۱۰

لس

دسه  dasa        

داشهdasa    

۲۰

شل(ویشت)

ویسیتيvisaiti   

ویشتيvisati   

۳۰

دیرش

تهریستthrisat  

تریشتthriset    

۴۰

څلویښت

چتوریستcatwarest  

چتواریشتcatwarisat  

۵۰

پنځوس

پنچاستpancasat    

پنچاشتpancasat    

۶۰

شپیته

ښوستيshvasti    

ششتيsasti      

۷۰

اویا

هپتایتيhaptaiti    

سپتتيsaptati     

۸۰

اتیا

اشتایتيastaiti    

اشیتيasiti     

۹۰

نیوي

نوایتيnavaiti     

نوتيnavati      

۱۰۰

سل

ستهsata         

شتاsata         




په دې ډول پسله سله هم په درو سرو ژبو کي احاد تر عشراتو دمخه دي، او لکه د اعدادو نومونه چه په درو ژبو کي سره نزدې دي، نظم او قواعد ئي هم دغسي سره ورته دي.





افعال Verbs

په افعالو كي هم د سنسكريت او اوستا او پښتو مشابهت سره ډير دي، د زمانو اقسام او معروفو او مجهولو افعالو ډولونه، او د افعالو اوښتنه د سوابقو او لواحقو په واسطه، او ضمير او تصريف او تغير دا ټول هغه خصوصيات دي، چه په پښتو کي اوس هم سته.

د پښتو اکثر مصادر لکه سنسکریت یوه اسمي ريښه لري چه له هغه څخه بيا د اداتو په الحاق افعال بند کیږي، فقط فرق دوني دي، چه د پښتو افعال تثنيه نلري، او د سنسکریت افعال ئې لري، په دې خصوصيت کي پښتو له پارسي او اروپائي ژبو سره نزدې ده.

 د تأنيث حروف

په سنسکریت کي هم لکه پښتو د تأنيث حروف سته چه که کومه کلمه و غواړي چه مؤنثه ئې کړي، هغه حروف ئې پاي ته راوړي: (آ - ی) او په پښتو کي دا کار (هـ) وركوي مثلاً خر- خره، وز- وزه، او نور.

د نفي حروف

په سنسكريت کي هم د نفي حروف لکه پښتو (آـ ن=يه- نه) دي، چه دا حروف په پښتو کي استعماليږي، مثلاً: نه ځم - يه نه ځم.

د کلماتو د ساختمان اصول

په پخوانو آريائي ژبو کي که مطالعه وسي، او كلمات او الفاط ئې په غور وکتل سي نو دا ښکاره کیږي، چه

اكثر اسماء او كلمات مشتق دي. او جامد اسماء لکه په سامي ژبو کي چه سته په آريائي ژبو كي نسته. اوستا او سنسکریت دواړه دا خاصیت لري او د آريائي ژبو عمومي ډول دغسي دي.  

سنسكريت جامد اسماء نلري، علماء وايي: چه ټوله کلمات ئې ريښې لري، او مشتق دي، او ټول معلول په علت دي، او د سنسكريت د کلماتو ټولي اصلي ريښې تر۴۰۰ زياتي ندي، نو د سامي ژبو هغه کلیه چه (اسماء معلول په علت ندي) په آريائي ژبو کي نه تطبیق کیږي، او که موږ پښتو ته وگورو، کلمات او الفاط ئي عينا لكه اوستا او سنسکریت له ريښو څخه مشتق دي. 

مثلاً اشوه چه په سنسكريت کي آس ته وائي، له (اش) او (وه) څخه جوړ سوی دي، (اش) تگ ته وايي او دا ریښه تر اوسه هم په پښتو کي سته هغه وخت چه خر یا آس شړي وايي (اشه= برو) او (اش) دگوچنو په ژبه بوده ته هم وايي، د سنسكريت (وه) يو لاحقه ده، چه مصدر اسم کوي. 

نو د پښتو اش=آس=اسپه د سنسکریت (اشوه) دواړه له دغي ريښې څخه را وتلي دي، هم له دغي ريښې (سپور=سور=سوار) جوړ سوي دي، چه (اسپ بار) وو. 

دغسي هم ډیر نور کلمات چه مثلا اوس په پارسي کي د بسيطو الفاظو په ډول راغلي دي، پخوا ئې ريښې درلودې. هغه وخت چه د سنسكريت او اوستا څخه پهلوي ته راغلي، د اشتقاق ريښې ئې ورکي شوې، مثلاً آزردن ( ځورول) د دې مصدر ریښه په سنسكريت کي (جر) وه يعني زړيدل، ذليل كول. (آ) چه سابقه ده د نزدی او طرف په معنا دمخه ئې راغله (آجر= آزر) سو، چه په پهلوي او پارسي کي آخر ته مصدري (دن) ور زيات سو، نو آزردن سو. د پښتو ځورول او زړیدل هم دواړه دغه د (جر) ريښه لري، او دا مصادر د (ځور=زور= زوړ = جر) له ريښې څخه را وتلي دي.

د دې خبري لپاره یو بل مثال هم دا دي، چه نشستن پارسي مصدر مرکب دي، په سنسكريت کي ريښه (سد=ست) ده، (نی) سابقه ده، چه د کښته معنا لري نو کلمه (نی سد=نی شد) وه په پلهوي کي آخر دال په (س) واوښت، او مصدري علامه ور سره ملگرې سوه (تن) نی شستن سو، چه په پارسي کي (ى) هم حذف

سوه، نشستن پاته سو.

که موږ په غور وگورو د پښتو ناست او ناستل چه وروسته یوه سابقه (کښې) عیناً د هغه (نی) په معنا په سر كي ور زياته شوې ده، له دغو ريښو څخه دي ځکه چه عنصر ئې هغه (سد - ست) دي چه په سنسكريت کي هم و، او د پښتو په (سته) کي هم تر اوسه سته.

پر دغه اساس گویا آريائي زړې ژبي ټولي د کلماتو د ساختمان لپاره اصول او ریښې لري، چه د پښتو ژبي اوسني ژوندي اكثر كلمات هم دغسي دي، او ضرور یوه ريښه مومي او له بسيطوالي او جامدوالي څخه مرکب والي ته ځي.

مثلاً لومړۍ پلا چه هديره يعني قبرستان کلمه سړی ووائي، داسي ښکاري، چه بسیط کلمه ده حال دا چه دا كلمه مركبه ده هډ يعني استخوان ديره يعني قرارگاه، دا دوې کلمې سره ونښتې یو (د) يا (ډ) حذف سو هديره

ځيني جوړه سوه. دغسي هم مثلاً پزه يا پوزه په پښتو کي بيني ته وایو په پارسي پوز د انسان او حيوان د مخ راوتلي برخي ته وائي. پوزه هم په پارسي جگ او راوتلي ځاي ته وائي. په پهلوي کي هم پوز په دغو معنا و مستعمل و او (پوز- پوزه - پزه) په آريائي ژبو کي مستعمل او عنصري توري ئې (پ - ز) دي نو گويا په پښتو کي (پزه - پوزه) چه (بيني) ته ویل شوې دي معلول په علت دي او دا نوم په یوه مناسبت پر ايښو شوی دي چه د آريائي ژبو د لغاتو له ساختمانه سره سم دي.

دا قديم اصول لکه په سنسکریت او اوستا کي چه پر لغاتو او کلماتو باندي جاري وه، تر اوسه هم په پښتو کي جاري دي، که عوام وغواړي چه د یوه نوي شي لپاره نوم وضع كړي طبعاً له دغو اصلي قواعدو څخه کار اخلي. مثلاً تحت البحري د نوي عصر له اختراعاتو څخه ده چه حسب الضروره ئې په پښتو کي اوبتل obtal بللې ده. دا نوم مركب دي له اوبه او (تل=عمق) څخه دغسي هم ایروپلان يعني طياره الوتکه بولي ځکه چه الوزي او د گرامافون ریکارد ټيکله بولي ځکه چه لکه ټيکله گردی دي.