په پښتو کي د اوستا ژوندي کلمات
اوس چه تاسي ته لږ څه د اوستا شرح معلومه سوه، نو به خپل اصلي مقصد ته ولاړ سو، د اوستا يو څو مشهور لغتونه به د پښتو سره تطبیق کړو.
دمخه د ويدا په بحث کي تاسي ته د تطبيق اصول معلوم سوه، هغه تحليلي قواعد دلته هم جاري دي او زموږ د چاري اساس يو دي. دلته چه موږ د اوستا ځني کلمات د پښتو له پلوه تحلیل کوو، فقط د مثال په ډول يو څو هغه کلمات را اخلو چه په اوستا کي ډير مشهور دي که نه وي، د ټولي ژبي تطبيق او مقايسه بيل كتاب غواړي او د پښتو د ادبي تاريخ وظيفه هم نده.
د اوستا کلمه
تر هر څه دمخه به پخپله د اوستا نوم تر تحليل لاندي راولو، دمخه در ښکاره شوې ده، چه دا کلمه ډيره زړه ده او د آريائي باختر له پخوانو آثارو څخه ده.
د دې کلمې په معنا او لغوي تحليل کي پوهان ډلي ډلي دي، هر چا یوه توجيه ورته کړيده او اشکال ئې هم مختلف را نقل شويدي، اوستا، ایستا، استا وستا، افستا، اپستا. د پهلوي شکل ئې اویستاک دي، چه ډارمستتر اپستاک ضبط کړیدي، په سرياني ژبه اپستاگا او په عربي کي ابستاق دي او لکه محققین چه وايي: د دې نامه ذکر تر ساساني دورې دمخه په بل اثر کي نسته فقط یو عالم اوپرت Oppert دا عقيده لري چه د داریوش د بیستون په ډبرلیک (۴ لیک ۶۴ فقره) کی چه ابستام راغلی ده، دغه کلمه ده.
په هر صورت اوس خو دغه کلمه ډیره مشهوره ده، او د معنا په خصوص کي دا لاندي اقوال سته:
۱- پروفیسور گلدنر Goldner له پروفسور اندراس څخه هسي نقل کوي چه د اوستا کلمه له پهلوي اوپستا upasta څخه مشتقه ده چه معنا ئې "اساس، بنيان او اصلي متن" ده، پروفیسور بارتولد او ويسباخ Weissbach دغه کلمه په اوستا او هخامنشي ډبر ليک کي د "پناه او کومک" په معنا و راوړي.
۲ـ يو بل مشهور عالم جیکسن Jackson د نیو یارک د کولمبیا کالج پروفیسر هسي وايي چه د اوستا Avesta اصطلاح له اوستاک Avistak څخه را وتلې ده، چه دا کلمه په ساساني دوره كي عموماً مستعمله وه، مگر دا نده معلومه چی اصلی معنا ئې څه ده؟ ښايي چه پهلوي اوستاک لکه د سنسكريت ويدا غوندي د ”پوهني، دانش، او علم“ په معنا وي يا ښائي چه معنا ئي اصلي متن the original text وي يا قانون.
٣- په شرقي کتابو او قاموسوكي هم اوستا راوړي، مثلاً د دساتير آسماني په فرهنگ کي ليکي "اوستا بفتح اول و ثاني نام کتابیکه بر حضرت زرتشت نازل شده و معني آن بهین ستایش و مهین نیایش، وستا بكسر اول مخفف اوستاست"
فرهنگ نظام: لیکي اوستا کتاب دینی زرتشت پیغمبر ايران است اسيري لاهيجي گويد: "علم معني از کتاب اوستا حاصلت ناید مکش چندین عنا"، اسدي طوسي په لغت فرس كي ليكي استا، وستا، ابستا، تفسیر زند است، خسرواني گفت:
چو گلبن از گل آتش نهاد و عکس افگند
بشاخ او بر، دراج گشت ابستا خوان
۴- آپرت Oppert هسې ليکي: چه د اوستا کلمه اساساً له آبستا abasta پارسي کلمې څخه جوړه شویده چه
معنا ئي قانون دي.
۵- ځني نور پوهان دا عقيده لري چه اوستا د مجهول او نا مفهوم معنا لري، او دوې ټوټې کلمه ده لومړۍ ټوټه "آ" يعني "نه" دوهمه ټوټه "ویستا" يعني دانسته ده چه مر مركباً "نامفهوم او مجهول، او نا دانسته" ورته وايي. او د دې نامه وجه تسميه، هم داسي بيانوي چه اصلي باختري اوستا دوې نسخې وې او دغه نسخې هم د اسکندر په تاړاک کي ورکي او تالا شوې، وروسته چه په پارتي او ساساني دورو کي د اوستا کتاب دوهمه پلا ټولونه شروع شوه نو ئې خطي ټوټې هسي وې، چه څوک نه په پوهيدل له دغه لامله ئې نو "مجهول او نامفهوم" وباله.
په پښتو کي اوستا
د اوستا د کلمې په شرح او مفهوم کي د پوهانو له مفکورو څخه لوړي څيړني مختصراً را نقل شوې، په پښتو كي هم دا كلمه تطبيق مومي، او لکه د ويدي ژبي ډير کلمات چه په پښتو کي وکتل سوه دا کلمه هم له پښتو سره په دوه ډوله برابریږي. د پنځمي مفکورې خاوندانو اوستا په نامفهوم ترجمه کړیده، او دا نظريه اسلامي مؤرخينو هم منلې ده، مثلا علي بن الحسين مسعودي مشهور اسلامي مورخ چه په ٣۴٦هـ وفات شويدي په ٣٣٢هـ کال هسي ليكي:
"زرادشت بن استیمان و هونبي المجوس الذى اتاهم بالكتاب المعروف بالز مزمه عند عوام الناس واسمه عنالمجوس بستاه... و معجم هذا الكتاب يدور علي ستين حروفا من احرف العجم، و ليس في ساير اللغات اكثر حروفا من هذا واتي زردشت بكتابهم هذا بلغته يعجزون عن ايراد مثلها، و لايدركون كنه مرادها... وكتب هذا الكتاب في اثني عشر الف مجلد بالذهب فيه وعدو و عيد و امرونهي و غير ذالك من الشرايع و العبادات، فلم تزل الملوك تعمل بمافي في هذا الكتاب الي عهد الاسكندر و ماكان من قتله لدارا ابن دارا، فاحرق الاسكندر بعض هذا كتاب ثم صار المک بعد الطوايف الي اردشیر بن بابک فجمع الفرس علي قرأة سورة منه يقال لها (استاه)... ثم عمل زرادشت تفسيراً عند عجزهم عن فهه و سموالتفسير (زندا) ثم عمل اللتفسير تفسير أوسماه (بازند) ثم عمل علمأ هم بعد وقات زرادشت تفسير التفسير و شرحاً لساير ما ذكرناه و سموا هذا التفسير (باردم)...
ترجمه: زرادشت و استیمان زوي د مجوسو بني دي، چه دوي ته ئې د ابستا کتاب راوړ، دا کتاب عوام وگړي زمزمه بولي او ٦٠ حروفه لري چه په اکثرو نورور ژبو کي ډير دغه حروف نسته زردشت دغه خپل کتاب په داسي ژبه راوړ چه بل چا هغسي نه سواي لیکلای او نه ئې څوک په مراد پوهیدل... دا کتاب په دوولس زره ټوکه کي په زرو وليکل سو، وعد او وعيد، امرا ونهي او نور شرايع او عبادات پکښې وه، پاچهانو د اسکندر تر وخته پدې کتاب عمل کاوه، مگر هغه وخت چه اسکندر دارا مړ کړ، نو ئې د دې کتاب ډیري برخي وسوځلې وروسته ملوک الطوايف راغلل، بیا چه اردشیر د بابک زوي پاچا سو، نو ایرانیان د دې کتاب د يوه سورت په ويلو متفق شول چه استاه ئې باله... په دې ډول مسعودي مورخ د اوستا نامفهوم توب بيانوي، او دا خبره نور مورخين هم مني، مثلا ابن اثیر پخپل کتاب (الکامل في التاريخ) کي هسي وايي چه زردشت یو کتاب (استا، اباستا) راوړ او هري خوا ته ئې واستاوه څوک ئې په معني نه پوهیدل، او مضامین ئې درک نکړه...
له دغو ټولو روايتو څخه داسي ښکاري چه اوستا حقیقتاً نامفهوم وه، او ډیر نور تفاسیر چه پر ولیکل شوه علت ئې دغه و، چه د کتاب متن گران او مجهول و، دغه خبره تر نژدو وختو پوري هم شرقي پوهانو ته معلومه وه حتي دوي د اوستا کتاب یو راز "رمز" هم گانه، لکه چه محسن فاني كشميري ۱۰۲۰-۱۰۸۱ هـ هم په دې باب کي په ښکاره ليكي "كتاب زند بر دو قسم است، یک قسم آن صريح و بي رمز که آنرا "مه زند" نیز می گفتند، و قسم دوم رمز و اشارات که آنرا "زند" هم می خوانند..."
د اوستا په خصوص کي د پنځمي مفکورې د خاوندانو لپاره دا ټول تاريخي دلايل موجود دي، او که موږ له دغه نقطه نظر د اوستا کلمه تحلیل کړو، نو سمه راځي، په دې ډول دا نوم مرکب دي له دوو ټوټو څخه (اـ وستا) يعني مفتوح همزه په آريائي ژبو کي د نافيه (نا) په معنا راځي، په سنسكريت کي هم عام دي الف په (ی) هر وقت اوړي، نو (۱) ته (يه = يا) هم ويلاي سو، چه اوس د قندهار په پښتو کي کټ مټ د (نه، نا) په معنا د نفي لپاره دي. مثلاً احمد راغلي دي؟ يه ندي راغلي، د خلیل خان نیازی په دې رباعي کي (يه) د نفي په معنا ښه واضح شويدي.
خړي اوريځي ژاړي له پاسه
کویله ږغ کا بیلتون له لاسه
يه، هغه لوني گوهر په خول ستا
دا مرحبا کا ستا، ږموږ مواسه
دوهم جزو (وستا) له پښتو (ويستل) څخه جوړ شويدئ چه معنا ئې ده (استخراج، د باندي ويستل) د دې مصدر اسم مفعول ( ويستلي او ويستئي) دي، او پخپله (ویستا) کلمه هم په زند ژبه کي اسم مفعول دي، نو اويستا داسي معنا لري: نا استخراج شوي، نامفهوم.
که په اوسنۍ محاوره دا کلمه ووایو (يه وستي) يعني (ناويستي) او نا مفهوم به وي، چه کټ مټ هغه "اوستا" هم دغسي ده.
د اوستا کتاب له بخدي او باختر څخه را وتلي دي، نو لکه پخپله د بخدي کلمه چه د پکهت او پښت او پښتون سره نښتې ده، د اوستا نوم هم دغسي له پښتو سره اړه لري، او د دې کتاب نا مفهوم توب د اسيري لاهيجي له هغه ذکر شوې پارسي بيته هم ښکاري، ځکه چه دی وايي: له اوستا څخه معني نسي درک کولاي، بيهوده زیار مکاږه، د پنځمي مفکورې له رویه خو د اوستا کلمه په دې ډول تجزیه شوه (ا ـ ویستا) اما که د دريمي
نظر ئې له مخه د شرقي ليکوالو په قول اوستا "بهین ستایش او مهين نيايش" وگڼو نو به ئې په پښتو کي داسي تحليل کړو.
اوستا دوې کلمې دي (او ـ ستا) لمړي جزو ئې (همزه) او (واو) دي. همزه حلقي حرف دي، او ډير ځله له (هـ) سره بدليږي مثلاً هلک ـ الک، هگی ـ اگۍ او نور د سنسكريت د کلمې په تحليل کي تاسي ولوستل چه په هغه ژبه کي سو su د "ښه" په معنا دی، ځکه چه د سنسکریت (س) په اوستا کي تل په (هـ) اوړي، نو (سو) په اوستا كي (هو) شو په پاړسو کي هـ (خ) كيږي لکه هوارزم چه خوارزم سويدي په پښتو کي دغه د اوستا (هو) په (او) بدل شو، يعني "ښه" په فرس قديم کي هم دغه د اوستا (هو) په (او) بدل شوی دي، د داریوش په ډبر ليک کي (او اسپ) يعني ښه آس ـاو اومرتيا) يعني ښه سړى راغلي دي او پخپله (هو) هم په پښتو کي د ایجاب کلمه ده، چه اوس هم ژوندۍ ده، او هغه د "ښه" معني لري.
دوهم جز چه (ستا) دي، ريښه ئې (س، ت) دي، چه له دې څخه د پښتو (ستايل، ستاينه، ستانه) د پاړسو (ستایش، ستودن) را وتلي دي. ستايوال هم په پښتو ستایش کننده ته وايي، امير کروړ سوري چه د پښتو خورا پخواني اديب او شاعر دي پخپله حماسه که وايي:
نړۍ زما ده نوم مي ستايي، پر دريځ ستايوال
په پهلوي کي هم د "ستا" ریښه وه، اسدي طوسي ليکي: چه "آفد ستا" مرکب دى له افد يعني شگفت او ستا یعني ستايش څخه لکه دقيقي چه وايي:
جز از ایزد تو ام خداوندي
کنم از دل بتو بر آفد ستا
له دې څخه هم معلوميږي، چه له پخوا څخه دا ریښه په پښتو او نورو آريايي ژبو کي وه، نو له دغه جهته ويلاي سو چه د اوستا د کلمې دوهمه ټوټه (ستا) له دغه ستايلو څخه ده.
په دې ډول به (اوستا) پخپله د اوستا ژبي په اصطلاح (هوستا) او په پښتو به (اوستا) يعني (ښه ستاينه) او هغه "بهين ستایش او مهين نيايش" سي، چه دا لغوي تحليل هم د اوستا د کلمې ریښې په پښتو کي څرگندوي.