32

سنسکریت

د پښتو ادبیاتو تاریخ ، دریمه برخه

د سنسكريت د کلمې معنا هم مهذبه او بشپړه او سمه کړې ده د خپله نامه سره سمه دغه ژبه د ويدي ژبي له تهذيت او سمولو څخه پیدا شوه، پوهان په دې خبره کي اختلاف لري، چه آیا کوم وخت دا ژبه ویله کیده که یه ؟ خو دا را ښکاره ده چه سنسکریت یوه پخوانۍ علمي او ارته ژبه ده، په زرو زرو کتابونه له پخوانو زمانو څخه دې ژبه کي پاته دي، ځکه چه د دې ژبي ادبي او علمي آثار ډير دي او د زمانې له يرغله هم ساتلي پاته شوي دي، لغات او كلمات او قواعد ئې هم ټول شوي او ليکل شوي دي، نو د آريائي ژبو د مقايسوي فيلالوژي لپاره ډير قیمت لري، او سړی کولای سي چه د یوې ژبي اساس د سنسكريت له مقایسې څخه معلوم کړي. 

د سنسكريت نوم او د دې ژبي تهذيب او سمول نسبتاً نوي کاردي. پاڼيني Panini د اټک او د پیښور د حدودو يو معروف عالم او د ويدي ژبي پوهاند و. دې سړي هغه ويدي ژبه سره سمه او مهذنه کړه صرف او نحو ئې ترتيب کړه، نوم ئې سنسكريت يعني سمه کړې ژبه پر کښیښو، وروسته دا نوم مشهور شو او ويدي ژبي او دغي ژبي ته ئې سنسكريت Sanskrit يعني بشپړه او سمه ه کړې ژبه the perfected وويله.

د پانيني آثار تر اوسه پوري هم سته، پوهانو ترجمه کړي دي، د ده د ژوندانه عصر تر ۳۰۰ ق،م دمخه نه ځي، دا دكيت Keith قول دي میکس میولر مشهور مستشرق وائي چه د ٣۵٠ ق م په حدودو کي پاڼيني خپل آثار ليکلي دي


د پاڼيني مشهور کتاب د ده نحويات دي، چه ټول په ويدي ژبه اړه لري، او تاریخ ئې هم هغه تر مسیح دمخه څلورمه پيړي ده. دا کتاب هر وخت ډير مشهور و او اته برخي ئې درلودې چه هره برخه ئې ادهيايا Adhyaya (وينا lecture )بلله او ټول کتاب اشټ ادهيايا Asht Adhyaya يعني اته ويناوي نوميدي. دا کتاب په خپل عصر کي ډير مهم دي او په نورو ژبو او قوموكي ساري نلري، بلکه سړي ئې د ژبي په علمي تحليل او تجزيه كي لومړي کتاب گڼلاي سي. داسي ښکاري چه تر پانيني دمخه هم بعضو پوهانو د سنسکریت گرامر کښلي و، ځکه دي پخپل كتاب كي تقريباً څلور شپیته (٦٤) تنه خپل اسلاف ښيي چه ډير تر ده دمخه ئې په دي کار گوتي پوري کړي وې مثلاً دي ساکاټاينه Sakatayana او یاسکه Yaska نومونه اخلي، چه دا یاسکه د پانيني سلف او د نيروكته يعني صرف مولف و، او ده د سنسکریت په گرامر کی دا اساس څرگند کړ، چه ټول نومونه (اسماء) له کړو (افعالو) څخه را وتلي دي.

تر پانيني وروسته نور پوهان هم د ده د کتاب په شرح مشغول شول، مثلاً يو عالم کا تایانه Katayana نومیده چه د ده يادداشتونه او تنقيدي شرح وارتيكه Vartika نوميږي اوس هم دا کتاب سته، بل مشهور شارح ئې پاتينجلي Patanjali نومیږي چه په ١٥٠ ق م ئې د پاڼيني لويه شرح ليكلي، او مهابهاشیه Mha Bhashya نوميږي، او په دغه کي د کلاسيکي سنسكريت تاريخي او تنقيدي پلټني سته، او د پاڼيني له ٤٠٠٠ قاعدو څخه ئې ۱۷۱۳ قاعدې په تنقيدي ډول شرح کړي دي، دی گوناردیا Gonardiya بلل كيږي، يعني د گونارده Gonarda اوسيدونکي چه دا ښار شل میله د اودهـ شمال غربي خوا ته واقع و. 

سنسكريت د لغاتو كتب او قواميس lexicography هم لري او دغه کتب په نظم وه لومړي مشهور کتاب امره سیمه Amarasimha نومي عالم به شپږمه ميلادي پيړي کي د امره کوشه Amra-Kosa يعني (نه نا بوديدونكي خزانه) immortal treasury په نامه کښلي دي. د سنسکریت کتب او علوم په اسلامي دوره کي هم مشهور وه، مثلاً ابو ريحان البيروني د ۴٢٠ هجري به شا و خوا کي د هند د نحوي په کتابو کي پانيريتي (پانيرت) Panirit ليکي چه خپل مصنف پاڼيني ته منسوب دي. په دې ډول د سنسکریت نوم د ٣٥٠ ق م په حدودو کي جوړ شوي او دا ژبه د زړې ويدي ژبي له سمولو او اصلاح کولو څخه پیدا شوي ده او وروسته دا اصطلاح داسي عامه شوه چه د ويدا ژبه، او تر ویدا وروسته د نورو کتابو ژبي او پخپله دغه سمه کړې ژبه، دا ټولي د سنسکریت په نامه وبللي شوې او اوس چه هم دا نوم ياد شي، دغه ټولي ژبي ځني مقصد دي.


د سنسكريت خورا زړه کتیبه چه تر اوسه د بشر لاس ته رسیدلې ده په ١۵٠ ع کال اړه لري مگر په څلورمه عيسوي پيړۍ کي دا ژبه عامه سوه، او په ټولو كتيبو او رسمي نوشتو کي اسعماليده، او ډيري نوشتې او ډير ليکونه له دغه عصره پاته دي، او وروسته دا ژبه ډيره ادبي او علمي سوه، فلسفي، عشقي، طبي، او نور ډول ډول كتب پکي ولیکل سوه او ښې ښې ډرامې هم لري، د سنسکریت ادبي تاریخ پر دوو برخو ویشل کیږي لومړۍ برخه ئې ويدي ده، دوهمه دكلاسيكي ادب دوره ده، او دواړي د ځينو مهمو مميزاتو او سبک له رويه سره بيلي دي لومړۍ دوره له ١۵٠٠ تر ۲۰۰۰ ق م ده او دوهمه دوره له. ۵٠٠ تر ۱۰۰۰م پوري را رسيږي، ويدي دوره عبارت له هغه سمهيتا (مجموعو) څخه ده، چه څلور ويده پکي شامل دي، او نور ملحقات ئې هم په دغه دوره اړه لري. مگر سترا Sutra شرح ئې د ويدي ادب او كلاسيكي دورې د اتصال حلقه ده وروسته په کلاسيکي دوره کي د حماسياتو اشعار epics لکه مهابهارت، او راماین شامل دي، پوران Puranas او رومانسي او قصصي كتب هم په دغه دوره كي سته، فلسفي، قانوني، طبي او تكنيكي كتب هم لري، چه له دغو څخه د منو Manu قوانين ډير مشهور دي.

سنسكريت فقط د علم ژبه وه او اکثر پوهان په دې فکر دي چه دا ژبه عموماً نه ویله کيده ځکه چه د عمومي وینا ژبه بايد ډیره اسانه او ساده وي، مگر سنسکریت هسي د علم په درنو انډيو بار ده، چه عوام ئې کورټ نسي زده کولاي او تاریخ هم دا نه ښکاره کوي، چه يو وخت دا ژبه د عوامو ژبه وه، پخپله د هند برهمنان وايي چه يو وخت دا ژبه د هند په شمالي خواو کي ويله كيده، خو وروسته د دې ژبي نوري څانگي پراکریت Prakrit يعني فرعي ژبي پر غالبي شوې، او دا فقط د علم لپاره مخصوصه شوه او هم د پوهانو او ديني خلقو په منځ کي محصوره پاته شوه، او لکه چه پوهان وائي د دې ژبي پوهانو د مقدس والي له جهته نه غوښته چه عوام او هر څوک دا ژبه زده کړي يا ئي واوري نو ځکه دکتابو او پاڼو په منځ کي ژوندۍ وه خو ویله کیده نه.