32

منظومه جنگنامه

د افغانستان د پښتنو د تاریخ نومورکي مؤرخین

ناظم یې په دري ژبه نور محمد کلهوړه د قلات میر نصیر خان دی وختو قاضی القضات دی چي د علم او تقوا خاوند و او کله ځان نور محمد گنجابی هم بولي چي گنج آباد د بلوڅي قلات په کچهی کي و، یوه نسخه یې د کلات د لوی خان په کتابخانه او بله یې د سکهر د مولا شيدايي څخه وه، دا کتاب د نظم او نثر برخي لري، چي د احمد شاه بابا په زمانه کي د مير نصير خان لپاره تالیف سوی دی، او کوم جنگونه چي احمدشاه بابا له سکهانو سره کړي او په خپله مؤلف هم پکښي شامل و بيان سوي دي.

د احمدشاه بابا د وختو تاريخي وقايع ډېر لري او مستند  ښکاري چي د اوم هندي لام بيان تر ۱۷۶۴م پوري راغلی دی. دا کتاب گڼد اسنگهـ په انگریزی ترجمه او په امرتسر کي په ۱۹۳۹م چاپ کړی دی.