32

پښتو او اجتماع

از کتاب: پښتو او پښتنواله

پښتون ملت خو د تاريخي تحقيقاتو له پلوه هغه زاړه آریانان دي، چي دا څو زره کاله پرله پسې په دغه خپله ځمکه "پښتونخوا" کي پراته دي، په پښتنو کي تر اوسه هغه د آریانانو زاړه خواص او تاريخي مزايا ليدل کيږي، په اجتماعي حالاتو کي، خو دا يوه منلې خبره ده چي کورنۍ د ټولني منشا ده او د اجتماعي ژوندون زده کړه او وده هم لومړی په کورنۍ کي کیږي، اجتماعي عواطف او د ټولني د ورورگلوۍ سپېڅلي احساسات، خو لومړی په کورنۍ کي زېږي.

نو کورنۍ د ټولني یوه کوچنۍ نمونه ده، ډېري کورنۍ بیا سره يو ځاى سي او یوه ټولۍ ځني جوړه سي، ډېري ټولۍ چي سره ونښلي، نو يو اولس ځني روغ سي، ډېر اولسونه نو ملت تشکيل کي، لکه پر جغرافي وېش چي هم له ډېرو کورنیو څخه يو ښار او له ډېرو ښارو څخه یو ولایت او له ډېرو ولاياتو څخه بيا يو مملکت جوړ سي.

دا خو يو طبيعي عام اجتماعي ناموس دی، چي د پښتنو ټولنی ژوندون هم پر دغه پیلامه ټینگ دی، په پښتنو كي "کورنۍ " خاص اهمیت درلود او ډېري کورنۍ چي ځانته يې خصوصي عقلي او ادبي او اولسی امتیازات درلوده، دغه خپل وضعيت يې پښت تر پښته ساتلی، کوم ځلمی که د ننگيالو ټبر ته منسوب و، هغه به ضرور ننگیالی راوتلی، تر کورنۍ وروسته (پښه) خپل کام (زی) نور مراتب وه، چي په پای کي نو ټوله په پښتون گډېده او دا ټوله کورنۍ، ټبرونه، د پښتون ملت اجتماعي شعبې وې، چي د اجتماع په علم کي "سلاليه ټولنه" ورته وايي او داسي ټولني د خپلوۍ، تناسل په رابطه جوړيږي او د دوی وینه او پښت هم تقريباً يو وي.

په سلاليه ټولنو کي دوه ډوله روابط سته، چي ځيني پر مندو سره وېشل کیږي او ځیني پر پلرو، پښتانه خو هغه قبايل دي، چي پر پلرو سره وېشل سوي دي، او "ابوت" پلارگلوي د دوی د وېش سټه وه، د پښتنو"اسما الرجال" به تاسي ته ښه ښکاره سي، چي هره ټولنه بېل پلار لري، او دا پلرونه په پای کي ټوله د پښتون په لوی پلار گډيږي او په دوی کي د پلار د قبیلوي وېش مسلسل عنعنات سته.

په زړو آریانانو کي هم، لکه چي داسي وېشونه وه، وکتوگيكر W. Geiger الماني محقق مستشرق ليکي چي پخوانو آریانانو هم داسي قبایل درلوده، چي سره خپل به وه.

په زړه اوستا ژبه کي ويس Vic او دغسي هم د هند په رگویدا زاړه کتاب کي دغه کلمه د کورنۍ او ټبر او قبیلې په معنا راغلې ده، د ایران د داریوش د بېستون په ليکو کي (لومړى ټوک ۶۵ وينا) کي هم د ايران زړې لس قبيلې ذکرسوي دي.

د اوستا او رگویدا چي د آريانانو زاړه کتابونه دي، د (ویس) کلمه کټ مټ د پښتو اوسنۍ کلمه (ديس) ده، چي په هغه زړه معنا په پښتو کي ژوندۍ او فقط (د) يې په (و) بدل سوی دی. دال او واو ډېر سره اوړي، مثلاً کندهار کي وايي کښېښوول،ننگگرهار کي وایي کښېښودل،دوکتور گوستاولوبون د زړو آریانانو د کورنۍ په بحث کي ليکي:

"چي پخوا د دوی د ژوندون او معاشرت اساس په کورنۍ ټینگ و، ټوله خلق خپلو پلرو او نيکونو ته منسوب کېدل، بلکي دوی د خپلي کورنۍ پرستش کاوه او کوزده او تولد او تناسل يې مذهبي مبارك دودونه گڼل، نو له دې جهته چي د دوی پښت پاته سي او ټبر يې ډېر سي، زوی پر دوی ډېر گران او زېږېدل يې هم خوښي وه، د زوی نه درلودل یې د کورنۍ وراني او د پلرو د نامه ورکېدل گڼل."

د هندي آريانانو په زاړه کتاب رگويدا کي هغه خوښۍ ذکر سوي دي، چي پخوا آریانانو به له خپلي کورنۍ څخه اخيستې، د رگویدا دغه جملې دلالت کوي، چي په دوی کي کورنۍ څومره قدر درلود:

"خدای تعالی د ژوندون واکمن دی

ما لك الملك دى، دې ښاغلي كورنۍ

سړو ته ورکوي، خدايه موږ ستا مربي يو،

بي اولاده بې ښېگړي مو مه وژنې"

له دې لوړو تشریحاتو او تاريخي اسنادو تاسي ته ښکاره سوه،چي پخوا د پښتنو اجتماعي ژوندون پر کورنۍ بنا و او دا اجتماعي دود تر اوسه هم پکښي ټینگ دی.

دا څلور زره کاله چي دوی په دې خپلو گرانو ځمکو کي په خپلواکۍ اوسېدلي دي، دا زبادوي، چي د دوى اجتماعي وحدت كلك او يو د بله د خطر پر وخت خورا متحد او سره یو وه، د دې دپاره لازمه ده، چي موږ تاريخ ته وگورو، په لاندي ویناوو کي به پر خپل ځای موږ مفصل مثالونه د تاريخ له مخو څخه در وړاندي کړو.