32

سریزه

د بو علی سینا بلخی ژوندلیک

ابو علی حسین بن عبد الله بن علی بن سینا، چی په لويديزه نړی کی د اویسن یا اويسنا (۳۷۰-۴۲۸ ق ۹۸۰-۱۰۳۹م) په نامه مشهور دیء، په منځنیو پیړیو کی د آسیا او نړی د علم او فلسفی له ستر و شخصيتونو څخه

گانه سي.

د ده پر ژوند پیښو او آثارو باندی له پخو اتر اوسه ډیرې څېړنی، کتابونه او مقالی د نړې په بیلابیلو ژبو په لويديز او ختیز کی کښل سوی او نشر سوی، او ډیر و پوهانو یی پر علمی آثارو څیړنی، پلټنی او گرویږنى کړې دي.

د ابن سینا د ژوند پيښو په باب ترټو قديمه ليکنه هماغه ده چی د ده شاگرد الفقيه الحكيم ابو عبيد عبدالواحد بن محمد جوزجانی په خپله د شيخ الرئيس شرف الملك حجة الحق ابو على سینا د لیکنی له مخی املاکړې او وروسته یی خپل مشاهدات هم پر زیات کړی، او د ده د ژوند تر پایه بشپړه سوی ده.

د شیخ دغه وفادار شاگرد او نیک سړی د گوزگان (جوجان) له خلکو څخه دیء، چی دغه سیمه اوس هم د افغانستان په شمال کی  د بلخ ولایت ته ورڅرمه واقع ده، او مرکزي ښارونه یی سرپل او شبرغان (شبورقان = پخوانی شاهپورگان ) نو مړ سوي دي.

شمس الدين محمد بن دشهر زوری وایی چی دی له اسلامی فضلاوو او حكماوو څخه ؤ، او د شیخ له خواصو شاگردانو څخه گڼل کیدی د محرمیت پوړته رسیدلی ؤ د ملاقات او تشرف له وخته تر مړینی پوری د ده خدمتگار او ملازم ؤ. د شفا د کتاب په ټولونه کی یی له شیخ سره مرسته وکړه د«قانون»مشکلات يې حل او تفسير کړل او هم يې د«حي بن يقظان » پر رساله يوه مبسوطه شرح کښلی ده.

ابن سینا په خپله ویلی دی: کله چی له دهستان څخه جرجان ته راغلم ، دلې ابو عبید جوزجانی له ماسره یوځای سو (و گوریء ! ۴۳ـ۴۵ حاشیه) او دغه مهال د ۴۰۳ ق کال شاوخوا سره سمون لری، چی شیخ دغه وخت ۳۳ کلن ؤ، او تردې وروسته د ابن سینا د ژوند تر پايه نوموړی ٢۵ کاله د خپل استاد په خدمت کی ؤ، او تل یی دی د کتابو کښلوته هڅاوه، ځکه چی شیخ داعادت نه درلود چی خپل آثار او مؤلفات سره راټول کی، نو به جوزجانی د ده په ژوند اوتر مړینی وروسته آثار ورټولول او خوندي کول. تاسی به د ژوند لیک په متن کی و گوریء چی د زیاتو کتابو او رسالو د تأليف باعث، او د هغو ټولوونکیء او ستاتونکیء دی ؤ ، او که چیری ده دغه کار نه وای کړیء، نو به د شیخ ډیر آثار اوس ورک وای، او له منځه به تللي وو. په هغو شاگردانو کی چی یی له بوعلی څخه استفاضه کړې ده، د دغه خدمتگار شاگرد نوم د فهرست په سر کی راځی، او دا ځکه چه دی یی د آثارو ټولوونکی او ساتونکی دیء. ځکه چی بلخ او جوزجان یو د بل په گاونډ کی سره واقع دي ، نو دغه شاگرد او استاد هم يو له بله ډیر سره نزدې دي: خو سړی نه سی پوهیدای چی ولى ابو الحسن على بن زيد بیهقی مشهور په ابن فندق (۵٦۵ ق ۱۱۶۹ م مړ ) د ده د مقام د کښته ښوولو زیار ایستلی دیء ؟ په دې باب د ده لیکنه داده:«از میان شاگردان بوعلی ابو عبید در علم کم مایه داشت و در مجلس استاد مانند مریدی عقیدتمند بود نه شاگرد کاملاً مستفیدی». 

بو عبيد د شیخ الرئيس له مړینی وروسته لس کاله په همدان کی ژوندو کیء او په ۴۳۸ق ١٠۴٦ م په همدې ښار کی ومړ ، څرنگه په ژوند کی د خپل استاد همدم ؤ، نو تر مرگ وروسته هم له هغه سره نزدې، او  د شيخ د مزار تر څنگه ښخ کړه سو.

.

داسی یو شاگرد چی د شیخ په ټولو آثارو پوه سي، هغه ولولی، ولیکی، او وئی ساتی، ځینی یی تبويب کي په ځینو یی مقدمه وليکي، د ځينو نیمگړتیاوې یی ور بشپړی کي، او خپله هم له شیخ سره د ځینو کتابو په تألیف، در صد په عملیاتو او د نجوم په احکامو کی لاس ورکی، او د شیخ پر آثارو شروح و کاږي، نو څنگه کولای سوای چی د ابن فندق په قول دغسی سړی په علمی لحاظ بې پانگی وبولو. خو که چېری دغه ډول کم مایگی نسبی وي ، نو له هر عالم څخه اعلم او له هر پوه څخه پوهاند میندلای سو او دغه ډول خلک سته، خپله ابن سینا په دی موضوع مقاله درلوده چی: «علم زید غیر از علم عمرو است» (و گوری ! د متن ۹۳ حاشیه )